گورئ انډیواله، پر وطن د نړیوالو بندیزونو کیسه راته اوږده ښکاري، ښه به وي، چې خپلې مشورې د ولس د ارامۍ لهپاره جاري وساتو، پر یو ټکي چې موږ تېرو ۲۰ کالو د نړیوالو مرستو په اړه پوه شو، هغه د افغانستان له کانټېکسټ څخه د نړیوال موسسو د مسوولینو نهخبراوی/لږ خبراوی دی او دا ډول پروژي پلي کول دي، چې هېڅ راتلونکی Sustainability نهلري، په ساده ژبه هسې لړل تپل دي.
څه کول پهکار دي:
لومړی، هره نړیواله موسسه او ورسره نښتي نور NGOs د اړونده حکومتي سکټورونو سره کار کوي، یانې که د صحت په برخه کې کومه موسسه کار کوي، نو اړ ده، چې د سرپرست حکومت د عامي روغتیا وزارت له مسوولینو سره کېني، یا که کومه موسسه په انکشافي برخه کې کار کوي، نو اړ ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، یا ښاروالي یا ټولگټو وزارت یو سره خبرو ته کېني او همغږي رامنځته کړي، هدف مې څه دي؟
دوییم، له لومړي ټکي مې هدف دا دی، چې زموږ حکومتي ادارې دې Reactive نهاوسي، یانې داسې دې نهکوي، چې صبر موسسې والا راته څه راوړي دي، او ورته دې «مننې» ورمارش کړي، دوی باید Proactive اوسي، په ښکاره ټکیو دې ورته ووایي، چې وروره دا پروژه مو سمه ده، موږ درسره موافق یم، خو پهدې بله پروژه کې درسره همغږي نهیو، موافق نهیو، موثریت يې کم او د تطبیق لگښت يې لوړ دی، پر ځای يې دغه زموږ طرحهشوې پروژه/ې پلې کړئ!
درېیم، ښه سوال دا دی، چې وطنۍ پروژه او طرحه لهکومه کړو؟ څه کول پهکار دي، د هر کال په شروع کې باید پهدې اړه ډېر بحثونه وشي، چې څنگه په انکشافي او بشري مرستو په برخه کې پروژې ډيزاین کړو؟ کومې پروژې د نړیوالو مشخصو ادارو لهپاره وړاندیز کړو او کومې پروژې له ملي بودجې څخه تطبیقولای شو؟ بیا هم وایم، چې بدبختانه په ۲۰ شلو کالو کې مو ډېر کم داسې خلک لرل یا که وو، کار ترې بېخي لږ واخیستل شو، چې څنگه یوه ملي پروژه طراح او ډیزاین کړي او له نړیوال څخه په کوم هنر او چل فنډ واخلي! پهدې برخه کې د حکومت توجه ډېره مهمه ده!
څلورم، له پخوا څخه د هېواد د اقتصادي زونونو بحث روان وو، چې بدبختانه پهدې وروستیو کې يې هډو څوک پاڼه هم نهاړوي، دا خورا ارزښتناکه بحث او طرحه وه، چې باید له سره پرې بحث وشي او ژر تر ژره يې عملي چاره پیل شي، لکه څنگه چې هوايي دهلېز د افغانستان د نړیوالې سوداگرۍ د لابي په برخه کې موثر تمام شو، دا ډول د کورني تجارت لهپاره دا اقتصادي زونونه خورا مهم دي، چې د نورې سوداگرۍ تر څنگ باید «سیاحت» ته هم پهکې ډېر پام وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.