غزل

محمداجمل کریمي

485
سوال راڅخه وشي د مرګي، ناهیلی کېنم.
ومې خوري دا خپله بې وسي، ناهیلی کېنم.
زه د بنجاره دوکان ته ځکه نه ورځم چې.
تا رایادوي ګېډۍ بنګړي، ناهیلی کېنم.
اخ! جوړه هینداره هم بې تابه شي راماته.
ګورم چې مې کرښې د تندي، ناهیلی کېنم.
یو خوا مې ویران حالت په ځان نه فیرزو کیږي.
بل خوا چې تا یاده کړم بیخي، ناهیلی کېنم.
ولې مرګی غواړم؟ ولې ساه راباندې بوج ده؟
ولې یمه تنګ له زندګي؟ ناهیلی کېنم.
اې له تانه وروسته داسې شوی یمه پیرې!
څوک چې مې له خوا نه رانه ځي، ناهیلی کېنم.
حق په حقو سترګو وینې بیا یې هم نه وایي.
ګورم چې دا خلګ “کریمي”، ناهیلی کېنم.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.