دلته خدایان خوشاله دي -( ناول) -لومړۍ برخه

لیکوال : ع . رشید

620

 

 

(۱)

ډیره موده نه کیده چې هغې به ماته په ځیرځیرکتل اوکله هم ماهغې ته… موږ یوه اوبل ته سره کتل، هو ښه موکتل، ما ته که څه هم ځان په زړه ساده د روه افغان ښکاریده، خوبیا مې هم ورته کتل اوکتل… ترڅوچې له دغو کتلو کتلوخبره دکتلو کیسه شوه اوورځې ورځې په همدغو کتوکې سره لاړې اوراغلې…

داڅه هسې ساده غوندې کتل هم نه وو، دهغې په دغو ځیرځیرکتوکې یوې اروا، یوې هیلې، یوې اندیښنې اوپه پای کې یوې درنې ویرې زما په باب ترخې پوښتنې په نښه کړې وې، خوداچې ما سادګی کوله اوزما برخلیک دبې توپیرې منګولو ته ورلویدلی و، هغه ګردې پوښتنې همداسې په کتوکتوکې لکه په ټال کې پیغلې یوې اوبلې خواته زنګیدې اورازنګیدې اوزما زړه ته یې دمینې خوږې سندرې له ټالوسره یوځای کله په مانا اوکله هم په بې مانا وییونوکې ویلې …

نه پوهیږم چې څوومه میاشت به وه، څوومه ورځ به وه اوڅووم لیده کاته به وو، چې سل زړونه مې سره یوکړل اوپه وارخطا واړو مې په ریږدیدلي موسکا کې پوښتنه ترې وکړه:

ـ ستاښکلی نوم…؟

راته موسکۍ شوه، راته ویې خندل:

ـ ته، اوستاښکلی نوم…؟

زه یې نورهم وارخطا کړم، دغږتارونه مې سره له دې چې سره وریږدیدل یوڅه سره وهم ترنګیدل:

ـ زما… زما نوم… ښکلی نه دی…

دانوره هم راته موسکۍ شوه:

ـ چې نوم دښکلې نه دی، نوبیا دښکلې نوم پوښتنه څنګه کوې؟

په خواره ژبه مې ترخوله ورته راووتل:
– خیرکله کله له ناچارۍ داسې هم کیږي…

هغې چې زما داخبره واوریده،بیایې دکتو لاره بیله شوه اوشونډې یې لکه محاصره شوې کلا همداسې تړلې وې… استاد هلته له لرې راښکاره شو، مخ اوکاته یې له شرمه سره شول، اوزموږ هغه دښکلي اوبدرنګ نوم کیسه په هغه ورځ همداسې ناسپړلې اوناویلې پاتې شوه.

نژدې یوه میاشت تیره شوې وه چې په یوه توده ورځ موبیا له یوه اوبله هماغه شان پوښتنې پیل کړې، داهغه شپې ورځې وې چې په هغوکې هندکیونجونود دپیاولی دشپوورځوروژې نیولې وې. نن ددغو ورځو دریمه روژه وه چې ماته رامخامخ شوه اوچې کله یې زه ولیدم له لرې راته موسکۍ موسکۍ کیده… اوچې کله رانژدې شوه واردواره یې رانه وپوښتل:

ـ ستا ښکلی نوم…؟

ما بیاهم زړه ونه شوکړای،یوازې له یوې لنډې موسکا سره مې هماغه ځواب ورکړ:

 ـ زما نوم… زما نوم ښکلی نه دی…

راته ویې خندل اویوځل بیایې دتوروجادوګروسترګو په نازي کتوکې ترهغوی یې چې څه ویل ورخمارخمارکړم… خو شونډې یې سره وغوړیدې:

– ته خو یې ووایه…

څوشیپې مې یې په کتوکتو کې ځان هلته اودلته ډوب ډوب کړخو نه شوه، کاته یې دومره راباندې درنه شول چې لکه دعصرظالم امریکایی واکمن غوندې یې امرکاوه چې باید ویې وایم، ځکه مې له خولې ورته راووتل:

ـ ده و… دولت خان…

ـ څه شی؟

ما زرورته تکرارکړ :

ـ دولت … دولت خان…

ترخه ترخه یې راته وکتل، شونډې یې په غاښوکې راته وچې لمبې کړې داچې دزړه وې اوکه نه زه پرې پوه نه شوم خوپه زوره یې ترخوله راووته:

-پټان، پټان خو به نه وې؟

– هو، پټان یم، پټان…

کاته یې لاهم له ترخې تومنې سره جوړه وو، بلې خبرې ته یې ځان جوړاوه چې ما وارترې دمخه کړ اوورته ومې ویل:

ـ ما خودرته ووې چې زما نوم ښکلی نه دی…

خودې ته ،  زه پوه شوم بیاله ډیره قهره خنداورغله، راته موسکۍ شوه، فکرکوم چې زما ساده ګۍ ته به یې داځل په دومره زیات قهرکې خندا راغلې وه، چې دوه ځلې یې په پرله پسې توګه له خولې راووتل:

– پټان، کابلې. پټان…

خپل کاته یې بیا له ما مرورکړل، ددې له پاره چې ددې اندیښنه پریوه خوا کړم بیا مې زرخپله خبره تردې ړومبۍ کړه:

– اوس خو ته هم راته ووایه چې ستاښکلی نوم…؟

څو شیبې یې نورهم راته وکتل، بل ډول شوې وه، داسې چې تابه وې که یې زورراباندې رسیدای،ښایی یوسپک یا دروند سوک خویې په خوله راکړی وای… په وروستې ځل یې په ځیرځیرراته وکتل،رانه روانه شوه، یوازې لکه چې مهربانی یې کړې وي، سریې راپورته کړاوخوله یې راباندې راخلاصه کړه:

ـ زه تاته خپل نوم نه وایم… زه ستا له نامه ډاریږم… هوستا له نامه… داسې لکه چې په پیل کې دټاګورپه کابلی والا کیسه کې وړوکې مینو له پټان اوکابلی څخه ډاریږي…

 ځای پرځای ودریدم، دهغې خبرې زما په زړه باندې درنه غدۍ راګډه کړه، خوله مې پټه ونیوه، په ځیرځیریې راته وکتل رانه روانه شوه، زه یې دخدای راستی پرمیدان همداسې پریښودم، په فکرکې یې خپله تیره رایاده کړه، هو، تیره، تیرې کیسې، فکرته مې راغله چې موږ خولکه مغلو، ترکانو، ایرانیانو اونورو قومونوغوندې پردغوخلکو داسې تیاره هم نه وه راوستې…

اوکه دانه وي نوبیایې ولې زما له نامه سره لکه بریښنا چې نیولې وي دومره سخته ولړزیده… زه په همدغه سوچ کې وم، چې هغه بیرته په خپلوملالو قدمو راغبرګه شوه، لکه چې پښمانه شوې وه، لږ غوندې راته موسکې هم وه چې ترخوله یې راووتل:

ـ زما نوم لکشمي دی، لکشمي…

ما له ډیرې اندیښنې ورته وخندل:

ـ اوه، څومره ښکلی نوم… لکشمي هغه چې سړي ته شته اوعزت وربښی…

ـ هو، هم هغه، خوزه ډیره غریبه یم. ځکه چې زه چاته لکه (هغه ) څه نه شم وربښلی…

داځل له همدغې خبرې سره لاړه اوبیاراغبرګه نه شوه… په وروستي تګ کې یې یوازې داترخوله راووتل، چې زما مورنۍ اناژوندۍ ده، له هغې سره ستاسې په باب ډیرې کیسې شته، هغه تاسې ډیرښه پیژني، له هغې سره ستاسې خورا زیاتې کیسې تراوسه هم ژوندۍ دي، خورا زیاتې… خورا ترخې…

اوخورا..

 (۲)

دیپاولی یادیوالي د هندوستان دخلکو له ډیرولویوجشنوڅخه دی. ددوی لپاره داخورا لویه خوشالي ده،ډیره لویه اودټولو خلکو… ځکه هندوان وایي چې ددوی څښتن رام په دغه ورځ وکولای شول چې له څوارلسوکالووروسته خپله ښکلې میرمن سیتا هغه چې راوڼ په مکراودرغلۍ سره تښتولې وه، دهغه له منګولوبیرته راخلاصه اوهغه(راوڼ ) یې له منځه یووړ… کله چې رام ایودیاته رارسیږي، خلک یې مخې اوهرکلي ته وروځی اودهغه دراتګ هرکلی د څراغونواولمبوپه لګولوسره کوي. ددغه لوی ویاړ اوبري دغه لوی جشن ته هندوستانیان دڅراغونو جشن هم وایی او په پرتم سره یې نمانځي،دکال ددغې نمانڅنې په ترڅ کې ټول خلک تیرې ترخې اوغمونه هیروي اوله دغې خوښۍ څخه مخ په وړاندې د خنداوو اوخوشالیوپرلورهرچا اوهرڅه ته ګوري…

دڅراغونودجشن رخصتۍ پای ته رسیدلې وې، زموږ درسونه پیل شوی وو، لکه چې په هغه ورځ زموږ ددرسونو دپیل لومړې ورځ وه، موږ له پرله پسې رخصتیو وروسته نن ښوونځي ته راغلي وو، زموږ دښوونځي پرشاوخوا دپراخ ځنګل دشنې لمنې پیڅکه راغزیدلې ده. دلته ونې کله هم دمرغانو له سندروخالي اوبې غمه نه وي… هغوی دلته درڼاوو په هره شیبه کې خپلې سندرې وایي، داسې چې تل سړي ته دخوږو هیلو په لورسندریزهوډ اویارانه په مینه مینه وریادوي…

زه له ښوونځی څخه راووتم، هلته مې دام ترونې لاندې ګام ونیو، چې دنجونو له ډلې څخه دلکشمی سترګې راباندې ولګیدې، نجونې یې پرخپل ځای پریښودې اومخامخ یې له سمې لارې پر یوه خوا په ګڼوشنلیوکې لکه کورنۍ غرڅه زما پرلورځان راواچاوه. لا ماته رارسیدلې نه وه چې له لیرې راته په خنداوه، اونن زما لومړۍ ورځ وه چې ددې ترخو اوتودو کتو زما پرمات زړه باندې زلزله نه راګډوله. د ام ترونې لاندې دکیناستو لپاره ځای نه و، ځکه یې له رارسیدو سره سمه هیله وکړه چې باید هلته دهغې مخامخ ګلولې ترسیوری لاندې کینو. ورسره ومې منله ځکه مې ورته وویل:

ـ درځه… کیدای شي هغه ګلوله به موږ غواړی…

راته موسکانه شوه اوپه حیرانۍ سره یې راته وکتل اوراته ویې ویل:

ـ ته هم په دغو ټکوپوهیږې؟

ـ لږ لږ اوکله کله… هغه له هم له ناچارۍ…

ـ ولې له ناچارۍ؟

ـ یوازې دې دښکلا په خاطر…

دهغې ګلولې څنګ ته ورغلو، هلته کیناستو، لامې سم ورته کتلي نه ووچې له مایې پوښتنه وکړه:

ـ تا زموږ ددیپاولۍ دڅراغونودجشن ننداره وکړه؟

ـ هو، ولې نه، زما له پاره په زړه پوره و خو…

ـ خو، مانا؟

ماته خنداراغله، زړه مې ونه شوکړای خوداچې دې ته زما خو پوښتنه پیداکړې وه، مانه شوای کولای چې خپله خبره په خپل زړه کې تم کړای شم. ما خپله خبره کوله خو دې بیاهم خپل وار راباندې مخکې کړ:

ـ کومه خبره چې دې وروسته له زړه راوځي هغه له سره په زړه کې مه ساته…

ـ ولې که یې وساتم نوڅه…؟

– څه خو نه کیږي، خوکله کله په زړه پیټی کیږي اوکله کله یې سوځوي هم…

ـ یوازې په زړه؟

ـ هوپه زړه، رښتیا ماته مې انا وویل چې تاسې ډیرلوی زړونه لرئ، ان وایی چې کله کله خو داسې کلک وي لکه دتاسې کلک کلک غرونه…

ماغوښتل څه خبره ورته وکړم، زه یې په خپله خبره کې سره تلولی کړم. په خبره کې یې خبره راواچوله خوواریې راکړ چې خپله خبره باید ورته وکړم، په ځیرځیرمې ورته وکتل اوورته ومې ویل:

ـ رامداس جي، زموږ دلیلې ملازم پرون له چا سره خبره کوله چې دا رام ویده و چې له دومره اوږدې مودې(څوارلسوکالو) وروسته یې سیتا دراوڼ له منګولو راویوسته… هغه به څومره ځوریدلې وي اوپرهغې به څومره غمونه تیرشوي وي او…

زما خبره لا پاې ته نه وه رسیدلې چې دې په کړیس کړیس هغې ته دومره په زوره زوره وخندل چې هلته وړاندې یې نجونواوهلکانو هم دخنداشورواورید ځکه یې ترډیرو پورې زموږ پرخوا راکتل، دې له یوې خوا خندل اوله بلې خوایې دګلولې له سروګلوډکه څانګه په خپل کیڼ لاس کې نیولې وه، چې وروسته یې راوشکوله خپل مخ ته یې ونیوه اوخپله خندایې پرې پر یوه خوا اوبله خوا غولوله، بیایې شونډې سره وښورولې اودرامداس جي دخبرې په لړکې یې وویل:

ـ هو، ډیره موده وروسته وه، که ته دهغه پرځای وای څه دې کول؟

ما ځان آرام ونیو، خوداهم راته موسکۍ وه، دې بیاهم لکه چې زما سادګې ته خندل، ځکه یې له خندا خوله نه ورټولیده. لاهم راته موسکۍ وه، چې ما ځواب ورکړ:

ـ که زه دهغه پرځای وای، ښایی چې سیتا مې هلته ډیره نه وای پریښې، اونه به دومره موده ورباندې تیره شوې وای…

– نوڅه دې کول؟

ـ زما پښتو خو امرکوي چې یامې زرتر زره راوڼ واژه اویامې ځان…

بیا په خپله اوچته خنداکې راته غرمه غرمه شوه، په خپلوتشویې لاس نیولي وو اوراته شنه وه:

ـ رښتیانې پټان همداسې وی، ته رښتیانی پټان یې… دولت خان…

کله چې هغې زما نوم ترخوله راویوست، هغې ته یوه بله خبره ویاده شوه،پرهغې له خندا راولویده اوپه جدی خبروشوه:

ـ ته پوهیږې چې په هندکې یوډیرلوی پښتون ننګیالې دولت خان هم تیرشوی؟ دهندوستان په تاریخ کې دهغه نوم لکه دسلطان بهلول لودي، سلطان سکندرلودي،شیرشاه اوسلیم شاه اواحمدشاه غوندې اوچت نوم دی…

ما ځان ورته ناګاره واچاوه، اوځواب مې ورکړ:

ـ نه پوهیږم، زه په دې باره کې معلومات نه لرم، که تاسې یې لری راته ویې وایاست…

ـ زه هم په دې باره کې ډیره نه پوهیږم، خو زما انې دهغه په باب تل موږته کیسې کوي اوهغه تل وایی چې زه دهغه له نامه سره مینه لرم…

-هغه څه وایی؟

ـ هغه وایی چې: دولت خان په هندکې دداسې بریمن پټان نوم دی چې تل یې دتیري اوتجاوز په وړاندې توره کښلې وه، ډیرمهربانه اوپه انسان مین پټان و. دخوارانو پرحق یې تیری نه کاوه، کونډې اویتیمان یې له تیریو څخه ساتل، پریوه خدای یې دزړه له کومی ایمان درلود، اوټول انسانان یې دهغه بندګان بلل، هغه نه دمذهب، نه دژبې اونه هم دتوراوسپین په نامه دخدای بندګان ځورول، اونه یې نوروته اجازه ورکوله چې هغوی یې وځوروي. دهغه لویی په دې کې وه چې هرځای به خلک له تیری اوظلم څخه په تنګ شول نوبیا به یې دده اولکې ته ځان رساوه اوهلته به په امن اوسوکالۍ کې اوسیدل…

لکشمی دخپلې انا دغه درنې خبرې ماته په رښتیاهم په هم هغه دروندوالی سره وکړې، په کوم چې هغې دې ته ویلی وې، کله یې چې دهغې خبرې پای ته ورسولې نوبیایې خپله خبره وکړه چې:

ـ زما هم لکه زما دانې په شان دولت خان اودهغه نوم خوښیږي…

زماتبرګي ته اوس لاستی پیداشو ځکه مې زر پوښتنه ترې وکړه:

ـ چې داسې وه نوبیا دولې په لومړۍ کتنه کې زما له نامه سره…

ـ ځکه چې موږ کله کله اوس په خپلوکتابوکې ډیرنورڅه هم لولو… لکه زورزیاتی، لوټماري، اونور…

خوهغې ته به یې انا تل ددولت خان په باره کې کیسې کولې اوهغه به یې په درانه نوم یادوه، دې به داهم ویل چې:

ـ زما انۍ کله کله داهم وایي چې زموږ په اوسنیوکتابوکې کله کله بل څه سړی اوري داسې چې هغه پر موږ ښې نه لګیږی، ځکه نودغه کتابونه دزړونوخبرې نه وایی، زه مې دخپلې انې په خبروکې په یوه ټکی ښه پوهیږم اوهغه داچې هغه تل موږته دخپل زړه خبره کوي، وګوره کلونه کلونه مخکې پردغه خاوره باندې یودولت خان تیره شوی، خو یوزړه، سل زړونه او زرړونه تراوسه دهغه نوم په مینتوب سره یادوی اومینه ورسره لري…

نژدې لوړمازدیګرو چې زموږ دکیسوخبرې هم کرارکرار خپل پای ته ورنژدې کیدې، دهغې دزړه په ډیرو خبرو کې یوه داهم وه چې په هغه ورځ یې له خولې راووته:

ـ نه پوهیږم هرځل چې تاته ګورم، له یوې خوامې په زړه کې کله دکرکې یوه درنه څپه راوپړکیږي، خوله یوه ډیرلنډ مهاله وروسته مې بیا په زړه باندې دمهربانې څپه لکه وږي پړانګ خوله رالګولي… کله کله خومې دیوه بې رحمه اوبې عاطفې انسان په توګه سترګوته راځې، خوله دې سره سره هم زه فکرکوم چې زه ستاله دغو کړو وړو سره داسې آشنایم چې فکرکوم دازه خپله یم، زه تاپیژنم، ته مې لیدلې یې، اوداسې راته ښکاریږي چې ته زما یې اویامې هم دروح اوهیلویولیونې ځورونکی… کله کله بیادیوه بل احساس په ترڅ کې ستا یوه بله څیره وینم، داسې چې څه درسره لرم، یوه څه داسې، چې په هغه باندې زه اوته له یوه اوبل سره شریک یو… فکرکوم چې زما اوستا ترمنځ یوسیند،یوسمندر داسې هم شته چې زما او یاستا له ساړه زړه څخه راوځی اوله یوه درده وروسته یا زما اویاستا دزړه له تودو سره ځان یوکوي اوبیا یاستا اویا زما پرخوا په ورو ورو اوپه مینه مینه رابهیږي…

هو، داسې ښکاري لکه چې پر زړه مې اغزې یې، داسې چې نه دې ایستی شم اونه دچا ته ورښوولی…

ماښام و، ړنګي ړنګي ستوري، دآسمان پرسینه په یوه اوبله خوا کې راوختل، چې ما یې نرې پوړنی له غاړې پرسرراخورکړ، ورته ومې خندل اودزړه له کومي مې خپله وروستۍ تسلی ورکړه:

ته پوهیږې چې زما نې اودهغې پاڼو داکرکې، ډارونې، اوځورونې له ډیروپخواڅخه ترموږ پورې راوړې چې ترډیروپورې به لاوي، ژوند دانسان یارانه ده، داسې چې هغه له ځان سره هرڅه لري، اوله رنګارنګې سره یې خپله کیسه تریادونو اونسلونو پورې رسوي، انسان هم دوستي زیږولی شي اوهم دښمني، همداده چې دوستي یې هرڅوک اوهره وخت ستایی خو دښمني یې بیاهغه شان بازارنه لري ،دهغې بازارتل سوړوي… ژوند دکیسولړې اوغاړکې ده… دخوږو اوترخو، همداده چې پښتانه ددغې اوږدې یارانې په ترڅ کې خپلودوستانو ته یوازې یوه پایله اعلاموي اوهغه داچې: «  په یارانه کې خوبنګړي ماتیږی » . هوبنګړي… !

 سره موسکۍ شوه، قلم یې له خپل بکس څخه راویوست او زر زریې په خپله کتابچه کې زما دغه پښتووینه په دیوناګري (دډیوه پلوو) لیک کې ولیکله:

 په یارانه کې خوبنګړي ماتیږي..

 

(۳)

لکشمی له رنګه غنم رنګه نجلې وه، تورويښته، تورې سترګې اوترټولو مهم ټکی، لوړ قد یې په ټول کالج کې بې ساری و. ما چې په لومړي ځل دا ولیده، فکرمې کاوه چې دابه دهندوستان دسبزانوپه کلي کې نه وي رالویه شوې، دابه دکوم بل ملک وي، زما دوطن  به وې … اودلته به درس وایي اوماغوندې به په دې پراخه دنیاکې دخپل کلي کورمځکه ورته سره تبۍ وي اویابه نه وي… په دغه ملک کې به ژوند کوي… زما اوددې لومړنۍ پیژندګلوي هم په همدې پلمه وشوه، یوه ورځ یې دکالج ددهلیزپه هغه سر کې یوه ښکلې سندره پیل کړې وه، رښتیاهم چې هغې سندرې یې په هغه پراخ اواوږده دهلیزکې ښه انګازه کول، کله چې زه ورنیږدې شوم لکه دیوه ښه لاروي اوریدونکي په شان مې یوازې دومره په ناڅاپي توګه ترخوله ورته راووتل:

ـ وا وا څه ښکلې سندره اوڅومره ښکلې…

داهم راته موسکۍ شوه اوزما په لیدویې خپله خوږه سندره هم په ټپه ودروله، له هغې ورځې وروسته به یې راته کتل اوله لرې لرې به راته موسکۍ وه.څوچې زموږ پیژندګلوي زموږ په کیسواوزموږ په ناستوپاستو اونازکو یادونوباندې ورو ورو وراوښته اوموږ نه پرې پوهیدو…

دوې درې ورځې زموږ په تیره کتنه نه وې تیرې چې بیایې یوه ورځ له کالج څخه راویستم، که ما هرڅومره ورته وویل چې زما درس لا نه دی خلاص شوی… زه باید ټولګي ته ولاړشم… خودې ترلاس ونیولم او همداسې راته ګده وه چې :
ژوند یوه یارانه دی، فکرمه پرې کوه، په یارانه کې خامخا بنګړی ماتیږي… څوشیبې ګرځو یوه یوه پیاله دشدو چای څښو بیاد ستا هم الله مل شي او زما هم…

یوې اوبلې خواته وګرزیدو، دبنګړو دماتیدو اویارانې خبره یې لاهم له خولې نه لویده اودچا خبره خوله یې پرې خوږه وه. له چایخونې څخه مو تاوده چایونه راواخیستل اوترونولاندې ورته کیناستو…

 له هغې ورځې چې اوس ما اودا له یوه اوبل سره په خبروشوي وو، دې تل هڅه کوله دهغو شیانو په اړه پوښتنې وکړي چې هغه زما اویاهم ددې ځاني شیان وواو پرما یا دې یې اړه درلوده. هغه څه چې ما فکرکاوه په هغه برخه کې موږ له یوه اوبله ګرد سره بیل اولرې وو… نن یې هم يوه همداسې نوې پوښتنه رابرسیره کړه:

ـ ته مسلمان یې؟

ماورته وخندل:

ـ ته نوله مانه داپوښتنه ولې کوې؟

ـ یوازې په دې خاطرچې پوره ډاډه شم…

ـ پوره ډاډه اوسه، چې دولت خان، دبلې عقیدې دپلوي نوم نه وي…

سریې راته وښوراوه اوراته ځیرشوه:

ـ وایي چې تاسې دنورو مذهبوله پیروانوڅخه کرکه کوئ، وژنې یې او…

ـ څوک وایی؟

ـ زموږ تاریخ، دنورو باورنوپلویان، ستاسې دباور خلاف…

ـ که له تاڅخه پوښتنه وکړم چې ستا زما مذهب خوښیږي؟

څوشیبې سره په فکرکې شوه، بیایې له خولې راووتل:

ـ هرڅوک چې پیدادي خو خپل کار لره کنه…

ـ ولې؟

تورې په بڼودرنې سترګې یې یوې اوبلې خواته سره وښورولې، زه پوه شوم چې هغه نورڅه ماته نه وایی، خوزما له خولې کیدای شی له درده به وه،راڅخه ووتل:

ـ زموږ په باره کې داټول څه هسې جوړې خبرې دي…موږ دمینې په خاطر، درښتینې مینې په خاطر، دیوې مینې په خاطر ژوندي یو، اوهرڅه موپرهغې پورې تړلي دي…

دې راته وخندل:

ـ هغه به کومه یوه مینه وي؟

ـ یوه مینه، یوه واکمني او یوازې یو…

له دغې خبرې وروسته یې په ځیرځیرراته وکتل، زما لاس یې په خپل لاس کې ونیو، زما دلاس ګوتوته یې وکتل، یوه یوه یې ترخپلو خوږوسترګو تیره کړه، هغو ته یې هم لکه چې ماته به یې په ځیرځیر کتل په ځیرځیروکتل، داسې چې تابه ویل اوس زماپرځای له هغو سره خبرې کوي، ښایسته شیبه یې داکاروکړ، بیایې سترګې ما ته راپورته کړې اوویې ویل:

ـ ـ یوه مینه، د یوه واکمني او یوازې یو…

زما خبره لکه چې ښه پرې ولګیده که څنګه، دهندوانودباورنواو خدایانوپه اړه یې وړې وړې خونرمې خبرې راپیل کړې، اوس مې مخې ته لکه دهندې ګروهی ښوونکې داسې ودریده، اوما یې دغه لاندې کوچنی لکچرته دزړه له کومي غوږ ونیو:

 زموږدخلکوباورداسې دی چې زموږ هیواد دیوه خدای اویوې هستې هیواد نه دی، خو دیوې (مینې ) هیواد دی، ځکه زموږ خلک، زموږ شاعران تل داوایی چې زموږ هیواد دنیکمرغې اوخوشالۍ هیواد دی، زموږ دغه پراخه ځمکه دتلپاتې خوښیومورده، دلته چې دخدایانو شمیر زیات دی دهغولامل دادی چې زموږ هند دخدایانو دمینی اوخوښۍ استوګنځی دی ځکه نودلته خدایان خوشاله دي اوله دغې ښکلې ځمکې سره دزړه له کومی مینه لري…

هغې په رښتیاهم په دغه اړه دومره خبرې په خپل ذهن کې درلودې چې که چا ټولې اوریدلای دهغو له پاره دشپوشپو اړتیاوه… خوپه دغه شیبه کې ماځان دهغې په خبروکې ورواچاوه…

ـ ګوره اصله پوښتنه دې له یاده ووته…

ـ کومه پوښتنه؟

– تاوویل چې ګواکي موږ له نوروڅخه کرکه کوو…

ـ هو، ډیره مننه… ښه شوه چې رایاده دې کړه، که نه له ماخپله خبره کله کله په هوا کیږي… زه کیدای شي په دې نظرنه وم، خودنوروعقیدو پلویان په مسلمانانوپسې داډول خبرې کوي…

ورته موسکی شوم، پوه شوم لکه چې هغې فکروکړ چې ګواکی سمه خبره یې نه ده کړې خومازرخبره ورغبرګه کړه:

ـ اخ چې دځینوخلکو خبرو ته خومو غوږ نه نیولای…

ـ څنګه؟

ـ په دې چې له مذهبوڅخه یوشمیر داورکمیسونه جوړکړي،

لومړی خودې ته زما خبره یوڅه بوږنونکې غوندې ښکاره شوه، خوچې ورته ومې ویل چې موږ داشان خبرې نه منو، دا دروغ دي، په دې موږ تل په دغه اړه داخبره کوو چې:

په سره سالوکې ګناه نشته

 ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه….

کله چې مادالنډۍ ورته وویله،مخکې تردې چې پرهغه فکروکړي بیا هم په قلم پسې تلولۍ شوه، قلم له ماسره په لاس کې تیارو، ورمې کړ، هغه لنډۍ یې زرولیکله، څوڅووارې یې له ځان سره په خوږه پښتوکې ولوسته اوپه خپله هندکۍ ژبه کې یې وژباړله:

په سره… سالو کې… د زړه له کومې یې دغه لنډۍ او دهغې انځور په زړه ولګید، خورا ورته خوشاله شوه داسې چې هغه زموږ بحث یې هم په کې ډوب کړ… ځکه یې راته وویل:

ـ ته خپه کیږه مه، اونه زه غواړم چې تا په دغو خبروباندې خواشینۍ کړم. یوازنۍ خبره داده چې دغه ټکي که انسانان له یوه اوبله پټ نه کړي،یوه اوبل ته یې ووایو، دوی یوبل ته ورنیږدې کیږي، هغه واټنونه چې انسانانو په خپله په خپلوکې رامنڅ ته کړي، کولای شي هغه په جوړجاړي اوناستې پاستې سره له منځه هم یوسي… خبرې تل د فکرونو صیقل کوونکې دي، همدا خبرې دي چې فکرونو ته رڼایي ورکوي اوپه خپلې دغې رڼایي سره ځانونه ترتیارو ورهغې خواته پورې باسي…

زموږ دعاشقانه محفل خبرې اوس دیوې درنې فلسفی لمنې ته ورغزیدلې وې، زه پوهیدم چې هغې ته یې لکه دتریاکی ناروغ په شان خوند ورکاوه ځکه یې ددغو خبروپه تودوخه کې د زړه خبره له یاده وتله، اوما دا تسل ورکړ:

ـ نه نه، نه خپه کیږم، زما ذهن هم صیقل ته اړتیا لري، زما ذهن هم تیارو داسې راښکیل کړی چې زه هم ورته حیران یم… خوپام ته هم په اوړو کې ویښته مه ګډوه او خپله روښانه خبره، دناڅرګندو خبرو په ورا کې په  نالیدلي زوم پسې مه لیږه…

لکه چې زما خبره یې یوڅه په غوږو درنه ولګیده ځکه یې په حیرانتیا سره راته وکتل اوویې ویل:

ـ په خبروکې دخبرې مانا؟

ـ مانا داچې دوه کوه یوه اوره…

دهغې خپلې نیمګړتیا ته پام شو ځکه یې زرلاس زما پراوږه کیښوداوسره موسکۍ شوه:

ـ ډیره بښنه غواړم. بس داده خوله مې وتړله، زه تاته غوږیم… که مې نوره خبره ترخوله راووته ته کولای شې زما خوله راوګنډې…

مخکې تردې چې ماته دخبرو وار راکړي، له خپل بکس څخه یې دمټایي دوې ټوټې راویستې، یوه یې ماته ونیوه اوبله یې خپل خانته په خپل لاس کې، ماپوښتنه ترې وکړه چې داڅه شی دي؟ دې راته وویل چې مټايی، ما دمټاټی نوم اوریدلی و، خو په مانایې نه پوهیدم چې خوږې ته وایی، زموږ په غزني کې به چې کله هندوانو مټایی خوړه موږ ته یې خوند نه راکاوه، په دې چې موږ به فکرکاوه چې دابه څه شی وي، پاک به وي که ناپاک؟ خو اوس چې لکشمي مخکې راته کیښوده، که څه هم ماته دغزنی هندوان یاران رایادشوي وو خو چاره نه وه، له هغې مې واخیسته او خدای مې ورته یادکړاولکه چې دې لږ لږ خوړه ماهم ددې په شان دهغی په خوراک باندې نری نری پیل وکړ، هغه مې تردې دمخه وخوړه،که څه هم خوندوره وه، له ځان سره مې داسې چې ددې له پاره دپوښتنې ځای پیدانه شي په کرار وویل:

 – باید که زهرهم وي ویې خورم ځکه چې یارد یار له پاره خوري…

راموسکۍ شوه، زما خبره لا پای ته نه وه رسیدلې چې دې هم پوښتنه راڅخه وکړه:

ـ تاکله پخوا هم هندي مټايی خوړلې وه؟

ـ هو، ولې نه،

ـ چیرې اوکله؟

ـ تیره اوونې دحضرت بختیارکاکې په مزارکې یوې زړې ښځې راته ونیوه اوومې خوړه…

ـ بختیارکاکې څوک دی؟

ـ هغه دهند په لتو باندې داسلام یونومیالې صوفی تیرشوې…

ـ دهغه مزارچیرې دی.

ـ دقطب منار لویدیخ ته په مهرولی کې…

 ـ هو، ما هغه لیدلی خو په دغه نامه یې خلک نه یادوي…

ـ کوم بل نوم لري؟

ـ هو، دهغه مزار په مهرولي کې په صوفی سنت باندې نامتودی…

هغې په دغه اړه هم ښه معلومات راکړل، داچې ولې یې صوفی سنت بولی، دهغه یادونه یې هم راته وکړه، هغې ته ددغه لوی صوفی مزارځکه معلوم و چې داهلته تل له خپلې انې سره دهغه مزارته تله اودلته یې دهغه په وړاندې دالله دربارته دمراد لاسونه ډیر پورته کړي وو، خوله دې سره یوه خبره تراوسه هم پوښتنه وه اوهغه داچې ددغه صوفی مزارته پرمسلمانانوبرسیره هندوان، سکان اود نورو عقیدو پیروان هم راځی، ولې؟

ما ورته وخندل او ورته ومې ویل:

ـ ولې ته خپه کیږې چې که دنورو عقیدو پلویان هغه ته ارادت ولري؟

ـ نه نه، مقصد مې دا نه دی، یوازې دومره خبره ده چې مسلمانان داسې نه دي، هغوی دنورو مقدسو ځایونو ته دومره نه ځی، وګوره څومره خلک دصوفی سنت مزارته ځي اوراځي… ته کله دهندوانو کوم مندرته تلی یې؟

ـ ته غواړې چې په دغه پلمه مې اوس مندرته هم بوځې؟

ـ نه نه، زه نه غواړم، زه یوازې غواړم پوه شم چې ته ځې اوکه نه؟

ـ زما له پاره هلته اودلته تګ زما دزړه خبره ده، زه که خپل جوما ت ته هم ځم، له خپل زړه سره ځم اوکه ستاسې مندرته مې هم څوک بوځی له خپل زړه سره به ځم… له خپلې مینې سره به ځم، له خپلې یوې اوتلپاتی مینې سره… زموږ پخوا نو موږ ته داخبرې ډیرې پخوا کړې چې:

 زه خود زړه درد غواړمه په هریوه مذهب کې…

ـ داخبرې خوپه کتابوکې دي، خو زه پوهیږم چې ته مندر ته دتلواجازه نه لرې…

ماورته وویل چې نه داسمه نه ده،یوه مینه هغه چې زه پرې باوري یم داسې څه نه ده چې دهغې لپاره باید جومات اومندریوازنې ځای وي، ځکه چې هغه په دغو وړو ځایو کې نه ایساریږي… پرهغې باندې دهغې لیوال لکه پرشمه باندې پتنګان همداسې راچورلی… کله چې دیوې شمعی په رڼا باندې، هغه هم په تورتم کې دپتنګانو لیکې راماتې شی، څوک پوهیږې چې په هغوکې څوک عیسویان، څوک هندوان اوڅوک مسلمانان دي؟… مینه دزړه آوازده اودزړه سندره… که داسې نه وای موږ به کله هم دزړه خبرې دزړو په سندرو کې نه ویلې…

لکشمي فکرکاوه چې زه داټولې خبرې له ډیره قهره کوم، خو داسې نه وه، لږسره جدی غوندې شوه، راته موسکۍ شوه اوراته ویې ویل:

ـ په خبرودې پوهیږم، خو پردې چې دزړه خبرې دزړه په سندرو… په دغه دې پوه نه شوم…

ـ خیرپه دې به هم پوه شې…

ـ څنګه؟

ـ که موږ داسې وای لکه چې نورزموږ په باره کې فکرکوې نو بیابه موږ دخپلو زړو په سندروکې دانه ویل:

یارمې هندو زه مسلمان یم

 دیارله پاره درمسال جارو کومـه…

کله یې زما له خوا داټیکې واوریده، دومره سره تلولۍ شوې وه، چې نه پوهیده څه وکړی، په وارخطایی راته وویل:

ـ داجادوګرې سندرې تا دومره چیرې زده کړې… یوځل یې بیا ووایه…

– ښه خبره دوه ځلې څوک چا ته نه کوي…

ـ مهربانی وکړه، یوځل یې بیا تکرارکړه…

ـ یارمې هندو….

څوڅوځلې یې لکه لیونې له ځان سره زمزمه کړه، هغه یې دومره خوښه شوې وه چې لکه دونې څانګه دهغې له پاره همداسې زما ترسررا تاویده اوتاویده، داسې چې له ډیرې مینې یې غوښتل زما سر په خپله غیږه کې ونیسې او… خو داکارېې ونه کړیوازې یې راته وویل:

ـ ته رښتیا دولت خان یې… تاسې چې څومره لوی زړونه لرئ، هغومره له مینې اوعاطفی هم ډک دي، اوکه داسې نه وای دداسې سندرو ایجاد ګربه نه وای… زماانې ګرمه نه ده چې تل ستاسې دهمدغې لویی خبرې کوي…

ما که هرڅومره ورته وویل چې ستا انې ولې داشان خبرې کوي، هغې مې د ام دونې پاڼه سترګو ته وښوروله، ترلاس یې ونیولم اوله هغه ځایه یې پورته کړم…

 لمرنوي د مازدیګر په ټنډه زیړي سلامونه کول، چې موږ دام دونې له سیوري راپورته شو، روان وو خودا تراوسه هم له ځان سره په زمزمو وه،داسې چې سریې هم ورسره ښوراوه، د مات زړوقدمو په اهنګ کې یې په نازک خوډیرخواږه هندکي غږکې درګرده له خولې راوتل:

یارمې هندو زه مسلمانه

        دیارلپاره درمسال جارو کومه….

یارمې هندو… یارمې هندو…

پاتې لري

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.