طالبان د لوړو زده کړو په هکله رښتيني نه دي

437

طالبان د لوړو زده کړو په هکله رښتيني نه دي

د زده کړې په تړاو د دوی پر وړاندې نور چوپ پاتې کېدل ستره ګناه ده

طالبان بېواکه او محلي طالبان د زده کړې سرسخت مخالف دي. هسې بېځايه او نامعقولو اوتو بوتو لګيا دي چې موږ خو زده کړې حرامې نه دي ګڼلي. دا هسې اسرائيلي خرافات دي چې دوی شروع کړي دي. د دوی بالعمل نامشروع ځنډونه په دې دال ده چې دوی لوړو زده کړو هډو قايل نه دي، نو برابره خبره ده چې حرامې يې وګڼې يا نه، دا نامعلومه حالت او ځنډونه يې د حرمت دلالت کوي.

نوټ: يو  چالاکه او زرنګه لابيمار ټولې نړۍ په تېره بيا افغان ولس ته سخته دوکه ورکړه. د طالبانو په هکله يې دروغ ويلي وو. د دروغژن مخ تور وي.  طالب چې سل ځله نړۍ وګوري بيآ هم هماغه توره څېره او د منجمد ذهنيت څښتن دی. طالبان هېڅکله روڼ اندي کېدای نه شي او له روڼ اندۍ سره يې سرسخته نه پخلا کېدونکې دښمني او په زړه کې ورسره پټه کرکه (رخه) لري.

له قرآني اړخه ((يا ايها النبي لم تحرّم ما احل الله لک تبتغي مرضات ازواجک والله غفور رحيم)) [التحريم : ۱]

دا موږ ته د دې زده کړه او تعليم راکوي يو شی چې څښتن تعالی منعه کړی نه وي، نو موږ يې بايد د خپګان او خوشالۍ په پار پر ځان ممنوع ونه ګرځوو او هم دا را زده کوي چې د حرمت واک واختيار يوازې د څښتن تعالی دی. ټول انبياء عليهم الصلاة والسلام دا اختيار نه لري چې يو شی پر ځان بند کړي. دلته په دې ايات کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په زغرده وويل شو چې ولې؟ سملاسي ترې څښتن تعالی منعه کړ، نو زموږ دغه غيبي اميرالمؤمنين چې لا روښانه نه ده چې دی د چا په منګولو کې لوبيږي  او د دوی د اوسنۍ واکمنۍ شا ته واکمن يا واکمنان يې څوک دي د کوم صلاحيت له مخې تر امر ثاني پورې نجونې له لوړو زده کړې منعه کړي دي؟ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ده ته په کار ده چې تر هر څه له مخه دی خپل صلاحيت او خپله واکمني واختيارات روښانه او تشريح کړي چې د کومو نورمونو، اصولو او صلاحيتونو له مخې يې نژدې دوه کاله نجونې له لوړو زده کړو محرومې (بې برخې) کړي دي؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دومره وخت چاڼس ورنه کړل شو چې د خپلو بيبيانو د خوشالولو او رضا کولو لپاره يې لږ وخت غوښتی وای، نو اوسنۍ واکمنه اداره له ديني دعوی سره سره د کوم اسلامي او شرعي لاسوند له مخې د امر ثاني خبره مطرح کوي؟ او يا متقي دا وايی چې موږ حرامې نه دي ګڼلي.

سعدي :

اگر بينی که نابينا و چاه است

اگر خاموش بنشينی گناه است

چو کاری بی فضول من بر آيد

مرا در وی سخن گفتن نشايد

وګر بينم که نابينا و چاه است

اګر خاموش بنشينم ګناه است

له متقي يې نيولې تر مجاهد،نديم، خالد او ان تر ملا حسن و هبت الله پورې ټول له يوې څلمې رښتيني نه دي. ملت بايد په دې پوه شي چې په دوی کې څو تنه نه، بلکې ډېره کی يې له زده کړو سره هغه سرسخته نه پخلا کېدونکې څېرې دي چې د دوی او د اولادونو اوپيروانو په ژوند کې به ترې له شپږم ټولګې څه ان چې له درېيم ټولګي پورته د نجونو زده کړه ونه وينئ.

د مناسب ځای او چاپيريال جوړونه يې نګه پلمه ده. دا شل کاله د نجونو ښوونځي جلا او د هلکانو جلا ول او په پوهنتونونو کې هم داسې دومره نامناسب ټولګي او چاپيريال نه وو لکه هومره چې طالبان ورته هوا ورکوي. د چا نړيواله بدنامه نوموتې د هيرامنډي چې بده نه ياديږي او دغه د اوسنۍ واکنې ادارې ديني پتنګان يې هغه نوم هومره بې اودسه نه شي اخېستاې زموږ د پوهنتونو او د لوړو زده کړو ښوونيز مرکزونه او ټولګي ترې له هر اړخيز پلوه په څو چنده ښه ول.

نړيوال زرنګه لابيمار چې خپله ټرمپ هم پرې هم ښه پوهېده چې سړی يې زرنګ او چست وچالاکه دی او هم ورته په زغرده ويل شوي وو چې دا شی [شيګڼی] يې چندان په سور برابر نه دی، خو د هغه خپله موخه ټاکنې ګټل وو چې ګټلی يې وای او دا چې چا ورته لابي او کمېشنکاري کوله چې له ولسمشر غني سره د خپلې شخصي سليقې له مخې يې سخته ناروا عقده اخېستې وه او هغه يې بايد له هرې ممکنې لارې او وسيلې له واک څخه ليرې کړی وای چې سملاسي خو پکی بريالی راووته. له باجوه سره يې د هېواد او د هېواد د ټولو ښځينه ونارينه قشر سره د دښمنۍ ليار خپله کړه او د ګاونډي هېواد له استخباراتو او نظاميانو سره يې د يو ګډ تفاهم په پايله کې د امريکا په لاس جوړ شوی جمهوريت ختم او د حکومت ټوله اډانه او سيستم يې فلج او ختم کړ. دغه تورمخی نړيوال لابيمار په تېره بيا زموږ له خويندو او نجونو او هم مېرمنو سره په ژبه خوږ، خوپه زړه کې سرسخته دښمن دې ټولو پرونيو او نننيو ناخوالو ته لار پرانيسته چې نن ترې ټول هېوادوال په تېره زموږ ځوان نسل، نجونې او مېرمن او ان ماشومان کړيږي چې ولس له سخت فقر/بېوزلۍ او بېکارۍ سره مخ دی.

دغه په منځني ختيځ کې روزل شوی  زړه کې او په لويديځ کې را لوی شوي داسې دوکه له هېوادوالو او هم يې له نړيوالو سره وکړه چې هم يې د هغوی ټولې خوارۍ او په حکومتي کچه ټوله هر اړخيزه پانګونه بې ارزښته او له پامه وغورځوله او هم يې د ولس غوښتنې، سوکالۍ او ښېرازۍ په پام کې ونه نيولې او د هېواد شل کلنه هر اړخيزه پانګونه يې د ګاونډي په لاسوهنه او لمسونه (هڅونه) د اوسنيو واکمنانو چې ډېره کی يې نالوستي ،وروسته پاتې او منجمد ذهنيت څښتنان دي د دوی په لاس له خاورو سره خاورې کړه.

دا خاوره او دا هېواد خو اخر د دغو نړيوالو لابيګرانو او هم د ګاونډي د نيمه ملېشه يي وړيا ځواکونو د زوکړې او د خاپوړو ځای او د لومړنيو زده کړو د روزنې ځانګو او مور هم وه. داسې سرسخته دښمني خو هېڅکله څوک له خپلې خاورې، له خپل ولس او د خپلې زوکړې له ټاټوبي سره نه کوي لکه دوی چې وکړه. که دوی د واک داسې ډېر سخت وږی ول، نو نورې ډېرې مشروع او اسانه لارې هم وې چې د هغوی له ليارې واک ته راګډېدای شول او د واک دا تنده يې پرې ماتېدله، خو داسې کړنه او داسې سرسخته دښمني څوک له چا سره نه کوي لکه دوی چې له افغانانو سره وکړه.

پخوانيو پښتنو خو خپل تربور په چا نه وهلو، خو ځينو نننيو په نورو وواهه.

رښتيا يو چا کې چې شرافت او د يوې ذرې هومره ايمان او پښتني متره وي، نو هغه خپل تربور په نورو نه وهي. پښتانه خپل دښمن پخپله وهي بل چا ته يې نه پرېږدي. ولسمشر غني خو د چا ذاتي دښمن نه وو، خو دې ځينو له شرافت خلاصو او بې ايمانه څېرو د يو داسې بېګانه ګاونډي او خپله پر بهرنيانو وواهه. ځينې بې ايمانه خو به پينځه وخته له باجوه سره ناست او د افغانستان د تباهۍ و بربادۍ طرحې جوړولې. د تاريخ په اوږدو کې داسې بېخونده کار چا نه دی کړی لکه دې ځينو چې وکړ.

ارواښاد مفتي محمود به ويل :

((شکر دی چې د دې ملک د جوړولو په ګناه کې مې ګډون نه دی کړی)). ځکه هغه خپله رأيه نه وه کارولې او هغه ته به د ((غدار)) کليمه کارول کېده چې وروسته يې بيا د خپل ليارې منحرف او د هماغه زاړه دښمن لمن يې ونيوله او باچا خان به ويل چې ((دا د ځينو يوه دسيسه وه))، نو ګواکې دې ځينو اوسنيو په لويديځ کې رالويو شويو او ګومارل شويو هماغه زړه لوبه او دسيسه پيا تکرار کړه او افغانستان يې بيا د پېړيو لپاره وروسته او شا ته بېوزله او هم پې له د دين د پتنګانو په لاس له زده کړې بې برخې پرېښووه، نو ګواکې د ولس په تدريجي وژنه يې هم اړي ونه کړه او دغه سترې ګناه ته يې هم د خپلې شخصي سليقې له مخې تن ورکړ. اميد دی چې هغه دنيا کې به د دې خپلې کړنې ځواب ووايی.

نو ګران هېوادوال په تېره بيا زموږ ځوان نسل، خويندې او نجونې، مېرمنې او ماشومان دېته نه په تمه کيږي چې له دغو اوسنيو تور ذهنو او منجمد ذهنيته واکمنانو او يا د دوی او د بهرنيانو ترمينځ مرکچي به دوی ته د نېکمرغۍ، سوکالۍ، سمسورتيا / ښېرازۍ او د خوشالی زيری راوړي. هغه چا چې خپله شخصي عُقده او رخه او دښمني کولی شوه هغه يې وکړه او تر سره کړه، خو اوس دا زموږ وستاسې پورې اړه لري چې نور بايد دغو اوسنيو واکمنانو او د دوی ترمينځ کذاب ډنډورمار مرکچي او د هغې نړيوالې لابۍ ته نوره موقع ورنه کړو چې پر نړيوال ستېج راښکاره او بيا له خپل دښمنانه دريځه دفاع وکړي. د هېواد ځوان قشر او راتلونکي نسلونه مو له زده کړې او د علم له ستر برکتناک نعمت او له دغه الهي لورېينې نور د تل لپاره بې برخې پاتې شي.

د دغه تورمخي مرکچي او د هغه هغه منتر ته نور د پای ټکی کېښوول شي چې ويل به يې ((دوی اوس بدل شوي او دوی اوس هغه طالبان نه دي او نړې يې ليدلې، خو حقيقت داسې نه وو.)) دوی هماغه زړه ګومارل شوې ډله ده چې د هېواد د وروسته پاتې کېدو او له زده کړې د بې برخې کولو لپاره روزل شوې او ګومارل شوې ډله ده، نوره موقع ور نه کړو چې جهالت او تورې تيارې ته لا پسې دوام ورکړي.

دا به ښه او پر ځای خبره وي چې ولس نور د دې اوسنيو واکمنانو او د دين د پتنګانو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د داسې معقولو لارو او طرحو له ليارې مخته ولاړ شي چې هېواد له جنګ او هم له بې ثباتۍ څخه وژغورل شي او هم زده کړو، پرمختګ او هم نورو رغنيزو لارو چارو، رسميت پېژندنې او له نړيوالو سره د بيرته يوّځای کېدو بهير ته لار پرانيستل شي چې هېواد نور تېری له دغې غميزې او تراژيدۍ څخه د تل لپاره وژغورل شي.

چوپ پاتېدل نوره سنګينه او نه بښونکې ګناه ده. دغې ګناه ته نور د پای ټکی کېښوول شي او هم – هغه نړيوال لابيمار ته وويل شي چې :

بس دی نور بس دی.

Enough is enough.

نړيوال نامشروع لابيمار نور په دې پوه شي چې په هېواد کې يې د ځان لپاره د پزې هومره د پښې اېښودو ځای پرې نه ښووه.

د خدای او د رسول او هم د خپل ضمير ووجدان دښمنه!

تا ته څه ګوتو ته درغلل؟

د بېګانه وو لپاره دې افغانستان وروسته شا ته پرېښووه. حکومت او د حکومت رغول شوی بنسټونه او په خورايو راجوړ شوی سيستم دې له بېخه ونړولو چې رغول او جوړول به يې بيا ډېر وخت ونيسي.

د يو انسان په توګه تاسې ته په کار ده چې له ولس او هم ولسمشر محمد اشرف غني څخه د خپلې کړې نامشروع لابۍ او دوکې بښنه وغواړې. سمه ده چې انسان عاجز وناتوانه دی ښايي چې هغه به هم ځينې نيمګړتياوې لرلې، خو په ټوله کې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد لپاره يو مناسب شخص وو. د هغه ښه او هر اړخيز ګټور رغنيز او اقتصادي پلانونه زموږ ځينو مغرضو ګاونډيو نه شول زغملی او هغه يې د ځان لپاره يو ستر ګواښ بلل، نو ځکه يې د ځينو ناوړه اشخاصو په وسيله له صحنې لېرې کړ. د ځينو په خولې به چې ځينې خبرې راوتلې دوی په حقيقت کې د ځينو بېګانه استخباراتو او نظامي مقاماتو ترجماني او استازولي کوله او له ځانه يې د هغوی لوډسپيکرونه جوړ کړي وو او له لوډسپيکر پرته يې بل حيثيت نه لرلو چې په عمل کې هم همداسې ثابته شوله.

په درنښت

سيد حسين پاچا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.