د پاکستان اوسني وضعیت ته لنډه کتنه

شاه محمود میاخیل

426

د پاکستان فوځ په تیرو اویا کلونو کې همیشه د کنترول بحران (Control Crisis) خلق کړې او بیا دهغه بحران په مدیریت باندې هم خپل ولس د کنترول لاندې راوستې او هم یې د افراطي ډلو د روزولو لهلارې تجارت او د ستراتیژیک عمق پالسې په افغانستات او سیمه کې عملي کړیده.

پاکستان ته د دې پالیسو د تطبیق لپاره ښه زمینه د داود خان د کودتاه نه وروسته او په افغانستان کې دپرله پسې تحولاتو له امله برابره شوله. پاکستان ته د افغانانو د ورتګ او زیاتوالې له وجهې، د پاکستانپوځیانو وکولې شول چې د سیمې او نړۍ په کچه بیلابیلې جهادي او افراطي ډلې منسجم او تقویهکړي.

د افراطي ډلو د روزلو او ملاتړ لپاره، د پاکستان پوځیانو د پاکستان د بیلابیلو سیاسي او مذهبي ډلو نهروزونکي تعین کړي و.د مدرسو له لارې د پاکستان پوځیانو په قبایلي سیمو کې د ترورستانو لپارهپوځي مرکزونه جوړ کړل چې د افغانانو نه په غیر د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو کسان هلته وروزي. (د دغه ډلو لست زما په مخکني پوست کې لوستلې شي: https://www.facebook.com/660832778/posts/pfbid02Kcudrg11u5oPES3atQtyPzswNwjWgRozNaGtJGK2N9nN5aiN2PREY3whzzTz78dMl/?mibextid=cr9u03)

د بیلګې په توګه د افغانستان په تړاو د جماعت علمای پاکستان ډله او حقانیه مدرسه مؤظفه وه چې دافغانستان حرکت انقلاب اسلامي، د جلال الدین حقاني ګروپ او طالبانو روزنه وکړي. د افغانستاناسلامي حزب او اسلامي جمعیت لپاره د پاکستان د جماعت اسلامي ډله مؤظفه وه چې د دوی روزنه پهفکري او تشکیلاتي برخه کې وکړي. د جماعت اسلامي د لاهور په منصوره مرکز کې به د دې تنظیمونوغړي روزل کیدل. مولانا مودودي او مولانا مفتي محمود په هغه وخت کې د افغانستان د تنظیمونو په رشدکې خاص رول درلود. همداشان پیرانو او یو شمیر منځلارو افرادو او ډلو سره د پاکستان استبلشمنټمستقیم روابط درلودل. په عینې حال کې پاکستان همیشه د افغانانو په منځ کې د ملي پلوه افغاني ډلواو اشخاصو د رشد مخه نیوله او ځپل یې.

دا پالیسي د انګریزانو د پالیسې سره مشابه وه چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه او نه یې غوښتل چېافغانان سره متحد پاتې شي او هره ډله باید پاکستان ته محتاج وي.

پدیتوګه د پاکستان فوځ په تیرو پنځوس کلونو کې د همدغه ډلو له لارې وکړې شول چې د ستراتیژیکعمق پالسي د افغاني او پاکستاني افراطي ډلو په قوت په افغانستان کې او هم د هند پرضد په کشمیرکې عملي او ښه تجارت پرې وکړي. پاکستان د همدغه پالیسې له لارې د غرب، چین او عربي هیوادونونه کافي پانګه تر لاسه کړه او پاکستان یو اتومي هیواد شو.

د پاکستان د کنترول بحران مدیریت تر هغې پورې بریالې و چې طالبانو په اګست ۲۰۲۱ کې دافغانستان مشروع حکومت رانسکور کړ. پاکستان وکولې شول چې امریکا، اروپایان، سیمه ایزهیوادونه، روسیه او چین په دې قانع کړي چې د طالبانو د راتګ سره به د داعش مخه ونیول شي او همبه د سیمې ثبات تامین شي.

د طالبانو د بیا راتګ سره د پاکستان پوځیانو، د عمران خان او شهباز شریف دواړو حکومتونو ډیرکوښښ وکړ چې د طالبانو پروژه په سیمه ایزو هیوادونو، روسیه، چین، عربي هیوادونو ، غرب چې پهراس کې یې امریکا ده، یو ځل بیا په لوړه بیه خرڅه کړي، خو خبره بر عکس روانه ده.

دا ځل د پاکستان د بحران د ایجاد او مدیریت پروژه د ناکامې سره ځکه مخامخ ده چې د افغانستانوضعیت، همداشان د سیمې او نړیوال سیاست تګ لورې د اتیاومې، نویېمې او دوه زرم لسیزو سره ډیرتوپیر لري.

د یو څو مهمو علتونو یادونه کوم:

پخوا پاکستان د مجاهدینو په ډلو، طالبانو او نورو افراطي ډلو باندې عام و تام نفوذ او کنترول درلود. دسیمې او نړۍ نورو هیوادونو د افراطي ډلو سره مستقیمه رابطه نه درلوده. پاکستان تل کوښښ کاوهچې د مجاهدینو او هم نورو افراطي ګروپونو سره اړیکې باید د پاکستان له لارې تنظیم شي. کله چېشوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، د پاکستان یو شرط د امریکې سره دا و چې د افغانستان دپروژې مسوولیت او عملي کول به یوازې د پاکستان د پوځ له لارې وي.

همداشان که کومو افراطي ډلو او کسانو به د پاکستان د پوځیانو د مشورې نه په غیر د کوم هیواد سرهمستقله رابطه جوړوله هغه کسان به یې نیول، له منځه وړل او یا به یې توبه ګار کول چې بیا د بل هیوادسره د پاکستان د اجازې نه په غیر اړیکې ټینګې نه کړي. د همدغه پالیسې په اساس یې ښه او خرابطالبان او افراطي ډلې سره جدا کولې. ښه هغه و چې د پاکستان پالیسي به یې عملي کوله او خرابهغه و چې د پاکستان د پالیسي خلاف به و. د تروریزم پرضد مبارزه کې هم پاکستان به ښه افراطیانساتل او خراب یې امریکې ته سپارل. اوس طالبان او هم د سیمې افراطي ډلې د بیلابیلو هیوادونواستخباراتو سره مستقیمې اړیکي لري. د دغه اړیکو له لارې هر هیواد خپل اهداف د پاکستان دمنځګړیتوب نه په غیر تر لاسه کولې شي.

پخوا یعنې د سوړ جنګ په دوران کې دوه بلاکونه د قدرت و چې غرب، زیاتو عربي هیوادونو او حتی چیند پخواني شوروي اتحاد په وړاندې سره یو و او ټولو کوښښ کولو چې شوروي اتحاد په افغانستان کېمات کړي. اوس د سیمې او د نړۍ لویو او یا متوقع لویو هیوادونو تر منځ چې Emerging Powers ورته وایي ګټې او مؤخې د افغانستان د مسلې په هکله سره توپیر لري.

پاکستان پخوا وکولې شول چې د امریکا او غرب نه، همداشان د چین او عربي هیوادونو نه همزمانمرستې تر لاسه کړي، خو اوس پاکستان نشي کولې چې څو هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. ځکه دچین، روسیې، عربي هیوادونو، هند، ترکې، یوروپ، امریکا او د افغانستان د ټولو ګاونډیانو مؤخې دنړۍ په کچه او هم په افغانستان کې سره توپیر لري. هر هیواد د پاکستان د موافقې نه په غیر د طالبانواو نورو افراطي ډلو سره د مستقیمو اړیکو له لارې کولې شي چې خپلې مؤخې عملي کړي.

په دې توګه د پاکستان رول په سیمه او نړۍ کې د پخوا په پرتله ډیر زیات کم شویدی. ټول هیوادونه اوحتی افراطې ډلې د پاکستان په دوه مخې پالیسې پوهیږي. پخوا به پاکستان د نورو سره چل کاوه، اوسنور د پاکستان سره د پټ پټونې لوبه کوي.

بله مهمه مسله دا ده چې پاکستان د پخوا په څیر ستراتیژیک شریکان نه لري بلکې هر هیواد د پاکستانسره مقطعې یا د Transaction پالیسې په اساس تعامل کوي چې دا ډول پالیسې پخپله د پاکستان دبې ثباتې سبب ګرځيدلې دی.

بله مسله چې زیاته مهمه ده، د روایت او انګیزې د ایجادولو نه په غیر د پاکستان پوځیان نشي کولېچې په ټولو افراطي ډلو باندې کنترول ولري تر څو د نړۍ د بیلابیلو زبرځواکونو، سیمې او خپلو خلکوحمایت تر لاسه کړي. اوس د پاکستان پوځیان د روایت او انګیزې جوړونې د جدي ستونځو سره مخامخدي ځکه د معلوماتي نړۍ د انقلاب او ټولنیزو رسنیو له امله نشي کولې چې د پخوا په څیر داسې انګیزهاو روایت ایجاد کړي چې د نړۍ، سیمې او هم د خپل ولس ملاتړ تر لاسه کړي.

په مقابل کې په تیرو دوه لسیزو کې ډیر داسې روایتونه د پاکستان د پوځ په وړاندې جوړ شول چې دپاکستان د پوځي جنرالانو اعتبار یې د پوځ، ولس، سیمې او نړۍ په کچه راټیټ کړیدی.

د پاکستان د پوځ جنرالانو په وړاندې منفي روایتونه هم ډیر دلایل لري:

د پاکستان اکثریت جنرالان او کرنیلات په تیرو پنځو کلونو کې میلونران شول. پوځیانو د دولتي بودیجېنه برسیره د افغانستان د جنګ د مدیریت له لارې بې کچه زیاتې پیسې ترلاسه کړي چې په دی هکله دجنرال باجوه، پرویز مشرف او نورو جنرالانو د کورنیو راپورونه خپاره شول چې دې راپورونو د پاکستاند پوځ اعتبار په بهر او دننه کې خراب کړ. د پاکستان د فساد ضد اداره په عوض د دې چې د پاکستاند پوځ فساد وڅیړي، کوښښ یې کړیدی چې د پوځ فساد پټ او یا برئت ورکړي او په عوض یې دسیاسونو فساد څیړنه کوله چې په دې تور د پاکستان د مهمو سیاسي ډلو لکه پیپلز، مسلم لیګ اوپاکستان تحریک انصاف مشران محاکمه او ونیول شول.

دا چې فساد په پوځ او هم سیاسیونو کې اوج ته رسیدلې، نو دواړې خواوي یو بل تورنوي چې پدیتوګههم د پوځ او هم د پاکستان د سیاسونو اعتبار په داخل د پاکستان کې او هم بهر راټیټ شویدی. نړیوالوهیوادونو په کراتو په ډاکه کړې چې د پاکستان سیاسیون او پوځیان د پیسو په مقابل کې د هر څه نهتیر دي.

د طالبانو او نورو افراطي ډلو روزنه او ملاتړ د دې باعث شو چې نړیوال او عربي هیوادونه د پاکستانسره مرستې کمې او د پاکستان اقتصادي کړکیچ ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی. هیڅ هیواد حتی دچین په شمول دی ته حاضر نه دی چې په پاکستان او افغانستان کې پانګونه وکړي. د امنیتي او د نړۍد جیوپالیټک تغیر له امله د چین د سي پیک پروژه هم پاکستان کې د جدي ستونځو سره مخامخ ده.

د دې نه برسیره، که څه هم د افغانستان پخواني حکومتونو ونشو کړې چې د پاکستان د مداخلو مخه پهافغانستان کې ونیسي خو د تروریزم په ضد یې د پاکستان د پوځیانو دوه مخی سیاست په نړیواله اوسیمه ایزه کچه بربنډ کړ. اوس په داخل د افغانستان کې او هم پاکستان کې د پوځيانو په ضد ذهنیتډیر منفي دی. د پاکستان ځیني ملتپاله ډلو په خاصه توګه د پښتون تحفظ مومنټ یا PTM د عدم تشددمبارزې د پاکستان د پوځ حیثیت ته سخته صدمه ورسوله او دا یې پاکستانیانو او نړۍ ته وښودله چې دتروریزم د پراخیدو تر شا د پاکستان د پوځي جنرالانو لاس دی. پخوا د پاکستان په پوځیانو نیوکې چانشو کولې او بلکې پوځیان د مقدس ارګان په توګه ستایل کیدل.

خلاصه په تیرو پنځو لسیزو کې د پاکستان د پوځي جنرالانو غلطو پالیسو پایله دا شوله چې د پاکستاناقتصادي او سیاسي بحران مخ په زیاتیدو شو او اوس یې مخ نیول اسانه کار نه دی. د پاکستان داوسنې بحران لمبې د بنګله دیش د جلا والې او هند سره د دوه جنګونو نه وروسته ډیر جدي حالت کېدی. که مخکې د پاکستان پوځ په ختیځ پاکستان کې او هم د هند په وړاندې ماتې وخوړه، خو دا لومړیځل دی چې د پاکستان پوځ په داخل د پاکستان کې د یو لوی بحران او شکست سره مخامخ دی ځکهچې د پاکستان په پوځي قشلو او د جنرالانو او مخالف سیاسونو په کورونو د عمران خان د پلویانو لخواحملې وشولې. پوځي او امنیتي وسایط او مرکزونو ته اور واجول شو. د لاهور کور کمانډر وردي یاپوځي دریشي عوامو د هغه د کورنه تر لاسه او واغوستله. د پاکستان د قاید، علي جناح اثار لوټ اووسوزول شول. دا یوازې د عمران خان پلویان نه دي بلکې ټول هغه پاکستانیان چې د پوځیانو د پالیسیوسره مخالف او یا جنایي ډلې دي، د موقع نه په استفاده د عمران خان د ډلې سره یو ځای شویدي.

د پاکستان د پوځي جنرالانو لپاره اوس ډیره مشکله ده چې د جوړ شوي بحران مدیریت وکړي ځکه دپاکستان د پوځیانو اعتبار د ولس، سیاسي ډلو، سیمه ایز هیوادونو او افراطي ډلو په منځ کې نهایتراټیټ شویدی. که پوځیان د تشدد نه هم کار واخلي او د عمران خان پلویان وځپي، بیا هم کومه ضربهچې پاکستان او پوځیانو ولیدله، د دی ضربې تلافي په څو لسیزو کې نشي تر لاسه کولې. پاکستان بهبیا هم په شدید سییاسي او اقتصادي بحران کې غرق وي. که د عمران خان د پلویانو مخنیوي نه کوي،بیا هم وضعیت د پاکستان د تجزې او د پاکستان د له منځه وړلو خطره رامنځته کیږي. د غلطو پالیسیواو دیکتاتوري نظامونو انجام باالاخره د رژیمونو او نظامونو د سقوط او تجزې سبب ګرځي.

که له یوې خوا د پاکستان په بحران افغانان خوشاله دي ځکه چې د افغانستان د مشروع نظام پهړنګیدو کې د پاکستان د پوځیانو لوی لاس و، خو له بلې خوا افراطیت او نیابتي جګړې نورې هم پهافغانستان او سیمه کې دوام پیدا کوي چې د دې جګړو دوام د افغانستان په خیر نه دی.

که افغانستان کې مشروع حکومت وي نو په هغه صورت د پاکستان د اوسني بحران نه افغانانو پوره ګټهپورته کولې شوله خو دا چې په افغانستان کې مشروع ډله حاکمه نه ده او د طالبانو زیات مشران دپاکستان د پوځ او د پاکستان پلوې مذهبي ډلو سره نږدې اړیکې لري، نشي کولې چې د اوسني بحراننه ګټه پورته کړي. د پاکستان غوندې افغانستان هم د طالبانو د غلطو پالیسو او تګلارې له امله د جديسیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونځو سره مخامخ دی. پاکستان هم د طالبانو سره د پخوا په څیر ډیرڅه نشي کولې ځکه په خپل داخلي غم اخته دی او باالاخره د کابل په سرینا هوټل کې د جنرال حمید دچایو د پیالې څښکل، پاکستان ته په لویه بیه تمام شو.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.