په شعر کې لیکنښې وکاروو

نیک محمد ذکي

473

ژوند له تا پس لکه په لاس لیکلی لیک چې لوند شي
سره ګډ شوي یې دي کرښې، فاصلې، ټکــــــــــــــي.
حفیظ همیم

د شاعر په وینا بې لیکنښو لیک لکه ګډوډ ژوند داسې وي. زه خو وایم که زموږ ټولنه شعر ته لږ د فکر له زاویې وروګوري؛ په ځینو بیتونو کې یې یو بشپړ درس پروت وي. تر دې مخکې چې په شعر کې د لیکنښو پر کارونه بحث وکړم، د لیکنښو په هکله به عمومي یو څو کرښې ولیکم.
لیکنښې: هغه نښې دي، چې په لیکنه کې د معنا د روښانولو، د نحوي اجزاوو د بېلولو، د متن، لغت یا توري د سم لوستلو او د احساساتو د څرګندولو په کارېږي. د لیکنښو مخینه یوناني او رومي لیکونو ته رسېږي. لرغوني متون چې د پوهانو لاس ته ورغلي دي، تر ټولو پخواني یې چې لیکنښې پکې کارول شوې دي یوناني او رومي لیکونه دي. په دې لیکونو کې څو محدودي نښې شارحې( : ) ته ورته لیدل شوي دي.

د سلام په راتګ سره د لیکنښو ارزښت لوړ شو. سیستان ته نږدې په سجاوند سیمه کې یوه سړی اوسېده؛ نوم یې محمد بن ابي یزید و او په شمس الدین او ابوالفضل سجاوندي مشهور . نوموړي په شپږمه هجري پېړۍ کې قران‌کریم ته نښې وټاکلې تر څو لوستونکي یې په لوستو کې تېر نه وځي. ویل کېږي چې په لومړیو کې قران‌کریم بې له نښو لیکل کېده.

د چاپ له ماشین سره یو ځای د لیکنښو په برخه کې هم هڅې وشوې. بېلابېلې لیکنښې رامنځته شوې. د الدوس مانوټيوس په نوم یوه سړي د لیکنښو په معیاري کولو کې زیار وویست. باید ووایو چې ځينې نښې لکه ؛ کامه، پوښتننښه(؟) او داسې نورې نښې ډېرې پخوانۍ نه دي. په پارسي او اردو ژبو کې هغه وخت لیکنښې دود شوې، چې ختیځ پوهانو په یادو ژبو لیکل پیل کړل؛ دوی له خپلو ژبو په تقلید په پارسي ژبه کې لیکنښې وکارولې.

پورته موږ وویل، چې د لیکنښو یوه موخه د احساساتو او مفهوم لېږد هم دی. کله چې په موږ پر شعر خبرې کوو، نو د احساس او عاطفې په ژرنده به ضرور خپل غنم اوړه کوو. لیکنښې له موږ سره په دې کار کې مرسته کوي. ځینې وختونه د احساساتو د بیان او د جملې د مفهوم د لېږد په برخه کې لیکنښې زموږ ډېر قوي لاسنیوی کوي. البته دا په دې معنا نه ده، چې په شعر کې تر احساساتو او مفهوم ورهاخوا د لیکنښو اړوند نور څه اړین نه دي. اهنګ چې د شعر اهم توکی دی هم په لیکنښو معلومېږي. زه به هڅه وکړم، چې لاندې هر څه له بېلګو سره واضح کړم، خو تر هغې مخکې په دې هکله د استاد اجمل ښکلي یو نظر کټ مټ رااخلم چې په ادبیات فسبوک ګروپ کې یې د ساجد بهار پر پوسټ لیکلی و؛

« ليکنښې د ليک برخې دي. چېرته چې ليک وي؛ ليکنښې هم وي؛ ځکه ليکنښې د ليکلې ژبې مانيزه نيمګړتيا پوره کوي او ګړنۍ ژبې ته يې ورنېژدي کوي. څرنګه چې شعر هم مانا لري؛ ليکنښې پکې کارېږي او کله خو يې نه کارونه مغالطه رامنځته کړي. ليکنښې د شعر مانا دقيقه لېږدوي؛ مثلا: که شاعر پوښتنه کوي؛ حيرانتيا ښيي؛ انتقاد کوي يا طنز او د شعر منځ کې ځنډ او نور کوي؛ ليکنښې په دې هر څه کې ورسره برخه اخلي. له ليکنښو سره آهنګ لوړ يا بايد ټيټ ادا شي؛ نو پر مانا سربېره د شعر په عاطفه او شعريت کې برخه اخلي.

يو څه به بل هم ورزيات کړم چې د نثر و شعر مانيزې او متني نيمګړتياوي؛ اړتياوې او محدوديتونه څه نا څه اختلاف لري؛ چې دا په دواړو ډګرونو کې د ليکنښو پر کارونه اغېز شيندي؛ مثلا: د جملې پايټکى د نثر اساسي ليکنښه ده. که نه وي؛ پرله پسې جملې له مانيز پلوه مغشوشوي؛ خو په شعر کې چې مسرې او بيتونه بېل راځي؛ دا تشه د پایټکي تشه ډکوي. همداسې د شعر شعريت لکه طنز؛ نقد؛ فاصله او نور پر ليکنښو نور مانيز او عاطفي بارونه وراچوي چې ممکن نثر کې نه وي. بلکې کله خو د شعر د اصلي او ضمني مانا ښکارندوي کوي. د جدايۍ لپاره د فاصلې نښه او داسې نورې.»

ځینې خلک په دې اند دي، چې شعر بې لیکنښو ښه دی، ځکه لیکنښې د شعر معنا په یو ځل لوستونکي ته ور رسوي. دا ډله خلک په دې نظر دي، چې د شعر خوند د شعر په څرګنده معنا کې نه؛ بلکې په دې کې دی، چې لوستونکی تر ډېرې معناوې واخلي. دوی وايي چې د شعر اصلي معنا له شاعر سره وي او نور د لوستونکو خوښه چې هر لوري ته یې کش کوي. زه دا خبره هم مطلقه سمه نه ګڼم، چې د شعر معنا دې له شاعر سره وي. دا تجربه ښایي شاعرانو ته شوې وي. کله، کله د شاعر له خپلې معنا د لوستونکو معنا څو چنده ښه وي، بیا شاعر هم ووايي چې هو؛ ما هم دا ویل غوښتل.

پخوا په شعر کې ځینې لفظي ښکلاوې دود وې مثلا؛ د توشیح( هغه لفظي صنعت چې د شعر د پیل ټکي سره یو ځای شي یو نوم ترې جوړ شي.) صنعت به یې په شعر تطبیقوه؛ د دې کار لپاره به یې د شعر تخیلي او نورو مهمو اړخونو ته هېڅ پام نه کاوه. دې ته ورته یو څه بیتونه په پښتو ژبه کې هم شته، چې په لوی لاس د شعر صنعت لفظي او تخنیکي اړخ ته برابرول دي. البته هغه لفظي اړخ چې په شعر کې تکلف بلل کېږي. دا او دې ته ورته صنعتونه کارېدل، چې له لفظي اړخه پرته یې شعر ته هېڅ ګاڼه نه ورکوله او په خپل وخت کې هم د شعر نیمګړتیا او تکلف بلل کېده. په فارسي ژبه کې یو بیت دی؛

من بنګ نمی زنم می ارید
من چنګ نمی زنم نی ارید.

دا شعر دوه معناوې لري یوه معنا یې دا چې؛
زه بنګ نه څښم مه یې راوړئ!
زه چنګ نه غږوم هغه هم مه راوړئ!
بله معنا یې؛
زه بنګ نه څښم ما ته می راوړئ!
زه چنګ نه غږوم نی راوړئ!
که دې بیت ته ځير شو، شاعر پکې په لوی لاس دا کار کړی دی او پرته له دې چې دوه معناوې ترې واخیستل شي، کومه ښکلا او د شعر ګاڼه نه لري. دواړه معناوې یې یې ډېرې عادي او عامې ده. دلته اوس موږ لیکنښې ځکه نه کاروو، چې شاعر د لیکنښو نه کارول د دې بیت ښکلا بللې له دې ورهاخوا پکې هېڅ ډېر تخیل او ښکلا نشته.

یوه یادونه باید وکړو، چې د څېړنې لپاره تیوري د هر علم له منځه راوځي. مثلا که پښتو ژبې ته ګرامري اصول ټاکل کېږي، تېوري به یې د پښتو ژبې له منځه راباسو. داسې نه کېږي، چې نوي، له خپل ځانه یا له بلې ژبې یې ورته وټاکو. په شاعرۍ کې هم ورته کیسه ده، ځینې شاعران ډېر ښه شعر لیکي؛ خو د شعر په لفظي او معنوي ښکلاوو نه پوهېږي. ځينې یې بیا د دې برعکس لفظي او معنوي صنعتونو ته شعر لیکي؛ خو هېڅ خوند نه وي پکې. له ښه مرغه اوس دا کار په پښتو شاعرۍ کې بېخي نه لیدل کېږي. اوس له یوه شعره د څو معناوو اخیستل په دې بڼه دود دي؛
سترګې چې پټې کړم رڼا اخلمه
زه په لاسونو باندې ساه اخلمه.
شاه سعود
یا؛
لېمو کې دې راوباسه له ابه دا ډبرې
له زړه نه لږې لرې کړه ګلابه دا ډبرې.
استاد ښکلی
اوس شاعران دا اړتیا نه پرېږدي، چې د شعر لوستونکی د ده پنځولی شعر یو ځل یو ډول او بل ځل به ډول ولولي او بیا بې له تخیله دې ته متوجه شي، چې ولا دې شاعر خو دا توره کړې د بیت د سر له ټکو یې یو نوم جوړ شو. اوس شاعران معناوي پر لفظونو راڅرخوي. لفظونه په یوه ډول لوستل کېږي؛ خو معناوې ترې بېلې وځي.

پورته مو ځکه دومره ډېر بحث وکړ، چې ځینې خلک وايي، لیکنښې د شعر معنا رامحدودوي. داسې نه ده، یو شاعر ښايي دا خبره وکړي؛ خو هغه کسان چې د ادبیاتو په برخه کې د څېړنې خلک دي باید دې مسلې ته پام وکړي. د لیکنښو اهمیت د نثر غوندې په نظم او شعر کې هم څرګند دی. ښه به وي، چې په شعر کې لیکنښې وکاروو. په ځینو ځایونو لیکنښې ډېرې اړینې دي. اهنګ په شعر کې اهم توکی دی، که پلی نه شي ښايي د شعر معنا بې خونده او ګډوډه کړي، چې اهنګ هم موږ د لیکنښو په واسطه مشخص کوای شو.
لکه؛
ما په تڼاکو یاده کړیه، زما لویه خدایه!
څوک چې الله، الله کوي په تسبو داسې به وي!
دلته د شعر ښکلا د وروستۍ مصرې په تعجبي ډول ویلو سره څو چنده زیاتېږي، چې د شاعر موخه هم تعجب دی. د تعجبي جملې اهنګ په نښه وپېژنو.
په ځینو بیتونو کې څپې ډېرې زیاتې وي او ښکلا یې هم د څپو پر زیاتوالي او د دوی تر منځ په وقفه کې وي لکه؛
له مودو وروسته، چې مخامخ شئ او څه ویلو ته، درسره نه وي
لاس درته پورته کړي، لاس ورته پورته، اسانه هم ده او سخته هم ده.
حفیظ همیم
په پورته بیت کې که لیکنښې و نه کارول شي یو خو به یې لوست ډېر ستونزمن وي او بل یې هغه خوند له منځه ځي، چې کامه یې ښکاره کوي.
په دې ډول یو بل بیت دی؛
رسوا نظیره! غزل دې ولوست
د بې درکې، اعلان دې وکړ.
په پورته بیت کې هم که نښو ته پام و نه شي په ویلو کې ستونزه رامنځته کېږي او هم یې له وقفې څخه خوند نه اخیستل کېږي.
په ځينو بیتونو کې کې اهنګ د مصرو خوند دوه چنده کوي او اهنګ موږ په لیکنښو ډېر ښه پېژندلی شو مثلا؛
یعنې دروغ و، چې تا زړه هم لره!
او دا بېخي دروغ چې ما ته کېده!؟
رضوان الله اوبرنګ
پورته بیت له ځان سره ولولئ لومړی یې د خبرې جملې په بڼه ولولئ. وروسته یې بیا په تعجبي بڼه ولولئ و به ګورئ، په تعجبي بڼه کې یې خوند څو چنده دی، چې د شاعر موخه هم تعجب دی. دا تعجب یوازې په لیکنښه باندې ښکاره کېدای شي. په دویمه مصره کې هم پوښتنه ده او هم تعجب چې دې کار مصره ډېره ښکلې کړې ده. د دې مصرې تعجب او پوښتنه دواړه په لیکنښو معلومېږي.

په ځینو مصرو کې داسې الفاظ راځي چې په ټولنه کې زښت وي. د شاعر او یا د هغه کس چې دا شعر چېرته لیکي اخلاق دا نه ایجابوي چې دا کلیمه کټ مټ ولیکي مثلا؛
زور او زر په کار دي ننګ او جنګ لره قراره!
څه وکړو چې لاسو ته مو نه راځي ….‎
مجید قرار
یا؛
زه د …. د لاسه چا و ته فریاد کړم؟
لمونځ زما له لاسه وځي چې … یاد کړم.
خوشحال بابا
یوه خبره چې باید په یاد یې ولرو هغه دا ده، چې د لیکنښو نه کارول، په شعر کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي، چې په ځينو یې پورته وغږېدو؛ خو کارول یې ډېرې ستونزې حل کوي پر هغو مو هم بحث وکړ؛ همدارنګه کارول یې هېڅ ستونزه نه رامنځته کي؛ نو ولې یې باید و نه کاروو؟
ځينې خلک وايي، چې اړتیا نه وي باید په شعر کې لیکنښې و نه کارول شي؛ نو داسې خو په نثر کې هم کېدای شي، هلته هم که په ځينو ځایونو کې لیکنښې و نه کارېږي هم په معنا یا کوم بل اړخ کې یې ستونزه نه جوړېږي؛ خو موږ یې په ټوله کې کاروو او باید چې و یې هم کاروو؛ ځکه چې بې لیکنښو متن تر لوستونکي محدودېږي که یې په خپل فکر ترې معنا واخیسته یا یې روان ولوست خو ښه ده، کنه په دې برخو کې ستونزه ورته جوړېږي.

په شعر کې ځینې احساسات، معناوې… موږ ته یوازې د لیکنښو په واسطه څرګندېدای شي؛ د ډېرو شعرونو معناوې او ښکلاوې پرې معلومېږي. په ځينو شعرونو کې یې کارونه بېخي اړینه ده، چې په نه کارونه یې د شعر خوند او معنا دواړه نیمګړي کېږي؛ ځکه خو په شعر کې د لیکنښو کارول اړین دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.