!ترهګری تر ټولو غوړ تجارت

539

د پاکستان  آی، اس آی استخباراتي شبکه د پنځوس کلنو راپدې خوا ترهګر روزی ،او تر هګر جوړوی ،او د دې کاروباره څخه بی شمیره پیسي لاس ته راوړي ،او دا پیسي بیا په خپل پوځ مصرفوی یا لګوي ، د همدې پښتنو څخه تر هګر جوړوی ،خو د دوی په سر په جوړې شوی پیسو کې ، پښتانه بیا په دې پیسو کې حق نه لري ،چې خبره ورانه شي یعنی په دنیا کې په کوم ځای کې یو تخریبی عمل تر سره شي ، او یا یو ورانونکی عمل تر سره شي ،او د تر هګر سر د پاکستان څخه راووځي ،پاکستا ن پوځ او یا ملکی حکومت بیا همدا پښتانه د تر هګر په نامه غربی هیوادو ته تسلیم کړي ، په دي کې هم پیسی واخلی او خپل جعلی اعتبارات راټینګ کړي ،او چې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل شي ،او بیا پاکستان پوځ نیغ شي، بیا د پښتنو په هماغه کلو او بانډو ورننوځي ، چې کوم ده دترهګرۍ یا دهشتګردۍ له پاره روزلي ول ،ځکه نو ده ته خو معلومداره او ښکاره ده، چې تر هګر چیرته دي ، ولی چې ده په خپله روزلي، د سیپتمبر د یولسمی ۲۰۰۱ کال نه راپدې خواه ټوله دنیا په دي باندی خبره ده.

چې د پاکستان  (پوځ) څومره عملیات تر سره کړي ،او په دې نامه یې هم پیسي جوړې کړي ، د میا افتخار حسین خبره ده چې د تر هګری نه غټ کارو بارپه دنیا کې نشته ،پاکستان ډیر ښه کاروبار پیدا کړی ،عجیبه خبره دا ده چې پاکستان د بد نامی جاسوسی شبکی چې تر هګریې جوړ کړي ،یعنی د همدې پښتنو نه یې جوړ کړي ،او بی شمیره پیسي پری ځان ته یعنی خپل پوځ ته پرې جوړې کړي ، پوځ یې ځان ته او د خپل تقویت په خاطر یې ځان ته واخلي یا پیسي  جوړي کړي ، او په دي نامه هم د ځینو عربو پیسه دارو څخه هم پیسي تر لاسه کړي ،په دي پیسو کې بیا پښتانو ته هیڅ راز حق نشته ، حق خو لا څه کوي ، چې د پشتنو ملی شتمنی هم دوی وړي ، یعنی ملی شتمنۍ یې دوی غصب کړي دي ، بیا د ورانکارو پسی ، د پلټنو په نامه بیا عملیات تر سره کړي ،او په بیلو بیلو علاقو کې پوځ یرغل وکړي ، او په دي نامه هم خپل اعتبارات او د پوڅ تقویت د لاسته راوړل شوی پیسو ، او د عربو په باد راوړل شوی پیسو ور ټینګ کړي ،بیا ورپسي چې ټولي لارې بندی شي، بیا خو نو پوځ په مداریتوب کې نوم لري بیا آوازه ورګډه کړي ، چې تر هګر د افغانستان نه راځي بیا د افغانستان نوم په دي هم په ډاډه زړه اخلي چې په افغانستان کې خو هسی هم ګډوډي ده ، چې دوی هر څه ووایي ، دنیا یې ورسره مني ،او په ترڅ کې ګاونډی هیوادونه هم وایروی ،د اغزن تار پیلول یې هم د دي له پاره وکړل چې د دنیا په سترګو کې خاورې وشیندی چې ګوندی تر هګر د افغانستان څخه راځي ، او مونږ تری په تکلیف یو ، په داسي حال کې چې په خپله ده، تر هګر روزلي ، د عوامی نیشنل پارټي مرکزی جنرال سکرتری ،د میا افتخار حسین ویدیو چې د څو کالو راهیسی پر له پسي په فیسبوک کې او په میډیا کې راڅرخي د ده خبری راځي ، چې په ویدیو کې پاکسان پوځ او حکومت ته په خطاب کې وایی (تا چې سرحد باندی اغزن تار راښکو ،نو بس اوس خو لار بنده شوه ،نو اوس دهشتګرد کوم ځای څخه راځي ، دا فکټری (فابریکه) چیرته لږیدلی ،مخکی خو به دي ویل چې د افغانستان نه راځي نو اوس خو لار بنده شوه اوس د کوم ځای نه راځي ،خو صفا ووایه : چې دا خلک تا ساتلي وو ،دا ستا خلک دي ، او بیا وایي : دا دهشتګردۍ به بندوئ ،او بیا وایي :

د دهشتګردۍ نه په دنیا کې غټ کارو بار نشته دا  د دي خلکو غټ کارو بار دی ، چې زمونږ په وینو یې کوي ،لهذا اوس خو چې کوم دی ، بیداری په کار ده ،اوس خو آواز اوچتول په کار دي چې د پاکستان حکمرانان موږ دي ته نه پریږدو ،نه ملکی او نه پوځ چې دی به زما په سر سودا کوي ،دی به په افغانستان کې بد امنی کوی ،یا  به د پښتنو په خاوره بد امنی کوی ،او وینی تویوي ،مونږ چې کوم دی  ، څرنګه چې مخکی زمونږ فارمولا وه اوس هم ده چې د افغانستان اَمن زمونږ د اّمن زامن دی ،او مونږ چې پاکستان اّمن غواړو د خپلو بچو خیر غواړو ،د خپلو حجرو خیر غواړو، د خویندو د پړونی خیر غواړونو مونږ به ضرور په افغانستان کې اَمن راولو ، پاکستان کې به اَمن راځي )

بیا بل ځای ، د عوامی نیشنل پارټي مرکزی سکرتری ،افتخار حسین صاحب په خپله بله وینا کې قوم ته په خطاب کې داسي وویل : مونږ څومره هوشیار خلک یو ، مونږ ته ښکاره ده ، چې په مونږ څه راروان دي ،او مونږ ورته لا بیا هم ګورو ،هر سړي دا خبره وکړه ، چې په مونږ یو سخته راروانه ده ،د پردې شاته یو لوی سازش روان دی ،پر مونږ حملي روانې دي ،او دلته میدان ګرمیږي ،د څه د پاره دهشت ګرد د پاره ، ستا او زما کور به ورانیږي ، په هغی کې به هم دوی ته پیسې راځي ، بیا به هر څه دوی روغوی بیا په دي کې به هم دوی ته پیسې راځي ،نو پښتون به په کې مری ،په اَ من کې به هم زه مرم ، او په سوله کې هم زه مرم، او دهشتګردی کې به هم زه مرم ،دا سازش نه دی څه دی ،مونږ تر ننه همدا وایو چې پالیسي بدلول غواړي ،دې کې شک نشته چې پالیسۍ بین الاقوامی دي ،شک نشته چې پالیسۍ به د روس او آمریکا  وي ،خو زمونږ په ټاټوبی پاکستان د ننه ،چې د پارلمنټ د ننه خبره کوو،او یا د سنټ د ننه خبره کوو ،او یا دا نن چې ستاسو مخي ته ولاړ یو ،مونږ د پاکستان د غلطو پالیسیو غندنه کوو.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.