د ماشوم احساس او عاطفه هغه څه چې افغان والدين ورته پام نه کوي

عیسی ستانکزی

1,015

هر مور او پلار دا هيله لري چې ماشوم ېې ښه وروزل شي او د راتلونکي ژوند لپاره په ځان باور پيدا کړي.
په نوره نړۍ کې نن سبا يوازې تعليم او د کار روزګار پيدا کول لومړيتوب نه دى، والدين د زده کړو او کار تر څنګ دا هم غواړي چې ماشوم ېې له رواني او فزيکي پلوه سالم وي، سالم خواړه وخوري، سم ملګري پيدا کړي او کافي بدني فعاليت ولري. تر ټولو مهمه خبره چې نن سبا بايد اهميت ورکړل شي له رواني او احساسي پلوه ماشوم ته پاملرنه ده. دا هغه څه دي چې افغان ميندې او پلرونه کله هم ورته توجه نه کوي. په دې برخه کې مهمه مسله د ماشوم احساساتو ته توجه ده.
احساسات مونږ ته په بيلا بيلو شرايطو کې دا رازده کوي چې څنګه عمل وکړو. کله چې ماشوم دا زده کړي چې څه ډول احساس لري نو د خپل دغه احساس سره سم عمل کوي او دغه سم يا ناسم احساس په عقدو او کينو نه بدلېږي. څيړنو ثابته کړې چې هغه ماشومان چې دخپلو احساساتو او عاطفې د کنټرول او درک وړتيا ولري په کور او بهر کې بريالى وي.
دغه بحث ډير پراخې دى. په ناروې چې د نړۍ په سطحه هوسا او ارام هيواد دى د ماشوم احساس او عاطفي روزنې ته ډيره پاملرنه کيږي.
يو مثال: د ناروې په ښونځيو کې د انسان د بيلابيلو احساساتو د توضيح لپاره کورسونه جوړيږي. چې مختلفې ويډيوګانې پکې ماشومانو ته ورښيي په يوه ويډيو کې ښودل کيږي چې کله په کورنۍ کې نوى ماشوم پيدا شي مشره خور او ورور ورسره بخيلي کوي. په ويډيو کې ماشومانو ته ورزده کوي چې دغه د بخيلۍ احساس طبعيي دى او ماشوم پوهيږي چې د بخيلۍ تر څنګ له واړه ورور او وړې خور سره مينه هم کيداي شي. په دغسې حالت کې دغه طبيعي بخيلي په عقدو او کينو نه بدليږي.
مور او پلار بايد د ماشوم له څيرې او ظاهره د هغه/هغې په احساس پوه شي. بايد ماشوم ته ورزده کړو چې څنګه خپل احساس بيان کړي، مونږ حتى په لوينې د خپل احساس د بيان وړتيا نه لرو. له ماشوم سره خبرې وکړئ کله چې احساس وکړئ چې ماشوم خپه، خوشاله، ويريدلى، هيجاني، او خپه دى ورته وړائ چې ما ته ښکاري ته خپه، خوشاله، هيجاني او يا غوصه ېې پروا نه کوي چې ستاسو اټکل ناسم وي. غوره ده ماشوم د دغو بيلابيلو احساساتو په توپير پوه شي او خپل احساس شريک کړاي شي. هغه کسان چې د خپل احساس د شريکولو وړتيا لري په ژوند کې خوشاله وي او دا هغه څه دي چې په ماشومتوب کې زده کيږي.
يو مثال : ماشوم ته ووايه چې فکر کوم خپه شوې چې احمد له تا سره لوبه ونه کړه… ممکن هغه نه وي خپه شوى خو که خپه وي او هغه خپل خپګان له تاسو سره شریک کړي نو بيا له احمد سره کينه نه کوي.
کله هم د غوصې، خپګان، خوشالۍ او بل هر ډول احساس په وخت د ستونزې حل لاره مه لټوئ. د دغسې عاطفي احساساتو په وخت مهمه خبره دا ده چې ماشوم خپل احساس شريک کړي او دغه احساس پټ نه کړي. که هره ستونزه وي په خپله ماشوم ېې سمه حل لاره موندلى شي. که مو بيا هم زړه غواړي چې حل لاره وړاندې کړئ لږ صبر وکړئ چې په دغه عاطفي شيبو لږ وخت تير شي.
دا ډير لوي بحث دى هيله ده ميندې او پلرونه تر دې وړاندې چې ماشوم پيدا کړي په دې اړه دې کافي مطالعه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.