ګازي څښاک بله ګټه نه یوازې د سرطان بده ډالۍ درکولی شي

ریاض احمد

373

په عام ډول ګازي څښاک بې شمېره تاوانونه لري چې ځینې یې د چاغوالي ناروغي، شکر، زړه، پښتورګي، د وینې غوړ کمېدل، د وینې فشار لوړیدل، په ملا کې له اندازې زیات د غوړو راټولېدل او داسې نور یې ستر زیانونه ګڼل کیږي.
د یادو ناروغیو سربېره ګازي څښاک په تاسې کې د موده وروسته ناروغۍ رامنځته کوي لکه د غاښونو ناروغي، د هډوکو، پوستکي، د زړه، ډپریشن یا خپګان، میرګي، اسهال، د سترګو لید کمزورتیا، د پوستکي خارښت او د زړه بدوالی ناروغۍ د ګازي څښاک څخه په رامنځته کېدونکو ناروغیو کې شامل دي.
د یادو بې شمېره ناروغیو سربېره ګازي څښاک مو په بېلا بېلو سرطان ناروغیو هم اخته کوي.
د یو شمېر څيړنو له مخې څرګنده شوې ده چې ګازي څښاک په انسان کې د وخت په تېریدو سره د بېلا بېلو ډولونو سرطان رامنځته کوي.
د څیړنې سره سم چې په اوونۍ کې دوه واره ګازي څښاک استعمالول په بدن کې د انسولین کچه لوړوي چې له کبله یې د پانکراس (pancreatic cancer) سرطان ګواښ دوه چنده لوړیږي، د پانکراس سرطان بدن کې د انسولین او glucagon هرمون تولیدوي.
هره ورځ د ګازي څښاک استعمال په نارینه و کې د مثانې سرطان ګواښ ۴۰سلنه زیاتوي، همدغه راز هره ورځ د ګازي څښاک استعمال په ښځو کې د سینې یا تیو سرطان امکان هم زیاتوي.
په ګازي څښاک کې شپږ داسې مواد موندل کیږي چې د سرطان رامنځته کولو لامل کیږي، چې د خیټې او مثانې سرطان یې تر ټولو عام او زیات رامنځته کېدونکی دی.
د پوهانو په وینا دا د انسان لپاره د زهرو معنا ورکوي او باید هر وګړی ترې لیرې اووسي، ددې پرځای باید د اوبو، تازه میوې، او یا جوس څخه ګټه پورته کړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.