ایران: له افغانستان سره دې د ايران د اوبو د حق موضوع جدي تعيقب شي

849
20 ساعتونه مخکې

د ایران جمهور رییس د دغه هېواد د انرژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو ته امر کړی چې د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران حق آبه په جدي توګه تعقیب کړي. بل خوا بیا د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله د جګړې راپورونه ورکړل شوې.

د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق د ایران او افغانستان تر منځ یوه تر ټولو جنجالي مسله ده. په وروستیو کلونو کې په دواړو هېوادونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله دا موضوع تر جدي بحثونو لاندي راغلې ده.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هیواد جمهور رییس ابراهیم رئیسي د هلمند سیند د اوبو حق د ارزښت په پام کې نیولو سره، د انرژۍ وزارت او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ته امر کړی، چې دغه موضوع په ځانګړې توګه حل او په جدي توګه تعقیب کړي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، سید ابراهیم رئیسی، د یکشنبې په ماښام د ایران د انرژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو او د افغانستان په چارو کې د دغه هیواد له ځانګړی استازی سره په کتنه کې وویل: »د هلمند د اوبو حق د ایران یوه مهمه موضوع ده. په جدي توګه دې تعقیب کړئ.”

څو ورځې وړاندې د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په حواله خبر ورکړی وو چې طالبان د هلمند سیند د اوبو حق ته ژمن دي او په دې برخه کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي.

د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوى »د ايران ادعا په رسميت پېژني.«

د ایرنا د راپور له مخې، متقي هیله څرګنده کړه وه چې سږ کال به کافي باران وشي او په دې برکت به د اوبو زیرمې زیاتې شي چې د دواړو هیوادونو د اوبو اړتیاوي به پوره کړيٍ.

آرشیف: د نیمروز کمال خان بند د پرانستو انځور
آرشیف: د نیمروز کمال خان بند د پرانستو انځورانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله شخړه

د رئیسي له حکم سره سم، فارس خبري آژانس د ایران او افغانستان په پوله کې د سرحدي شخړې خبر ورکړی دی.

دغه خبری آژانس لیکلی چې د نیمروز په سرحدی سیمه کې د ایرانی پوله ساتو ځواکونو او د نشه توکیو د قاچاق وړونکو ترمینځ نښته شوې ده.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې کله چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران او افغانستان ترمینځ په سرحدی سیمه کې ګزمه کوله، د نشه ېې توکیو د قاچاق وړونکو له یوې ډلې سره چې د افغانستان له خاورې ایران ته اوښتی وه، مخامخ شول.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې قاچاق وړونکو د ایران پر پوله ساتو ځواکونو ډزې پیل کړې خو په دغه پیښه کښې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه خبری آژانس د رپوټ په یوه برخه کې راغلی دی: »په سمدستی توګه د ایران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمېنځ غونډه وشوه او ایران په دې برخه کي خپل اعتراض وړاندي کړ.«

خو ځينو کورنيو رسنيو د سرچينو له خولې ليکلي، چې دغه شخړه د ايراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ شوې ده.

څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پوله ساتو او طالبانو د سرحدي استازو ترمنځ د لفظي شخړې یوه ویډیو هم خپره شوې وه.

په دې ویډیو کي لیدل کیږې چې د طالبانو استازی ایراني ځواکونو ته خبرداری ورکوي.

د طالبانو ادارې د ایران د جمهور رییس د څرګندونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د ایران د ادعا په اړه د تاو تریخوالي لړۍ وروسته له هغې نوره هم پراخه شوه چې په نیمروز ولایت کې د هلمند پر سیند د کمال خان بند په افغانستان کې د ړنګ شوي جمهوریت پر مهال جوړ شو.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه یو تړون لاسلیک کړ. په افغانستان کي د جمهوریت پر وخت افغان چارواکو ویلي ول چې ایران ته به وړیا اوبه نه ورکوي چې وروسته د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ دا موضوع لا جنجالي شوه.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.