محبس او قفس – امیر دوست محمد خان

عبدالقیوم

436

محبس او قفس

امیر دوست محمد خان

۱۲۲۱هـ ش-۱۲۴۱هـ ش

 له شاه شجاع څخه را پیل دغازي امان الله خان تر پاچا کېدو پوري افغانستان د انګریزانو په ولکه کي وو، هر پاچا مو د انګرېز په خوښه او مرسته واک ته رسېدئ. پوهه سوم پدې چي زموږ د هېواد رښتونو لیکوالو ولي؟ د ډېرو شاهانو د اعمالو (کړني) تر لیکلو نه لیکل(پټه خوله پاته کېدل) بهتر ګڼي وه؟ هغه پدې چي شاهانو ودې هیواد او ملت ته د خیر کارونه نه دي کړي، اکثریت د شاهانو کارد خپلو(کورنیو) نسونو د ډکولو او خپلو نفسونو د سړولو په لاره کي هلي ځلي کړیدي، زموږ کلیوال یې د خپلو شخصي ګټو او اغراضو په خاطریو د بل په وړاندي جنګولي او کلیوال یې قتل کړیدي، بل د ولس منځ کښي  چي کوم د خارجي اشغالګرو په وړاندي د مقابلې احساس لرونکي افغان شخصیتونه را پيدا کیدل، انګرېزانو به هغوی ددغو شاهانو پلاسونو له منځه وړل، شاهانو مو د تاریخ په اوږدو کي د پردو ګټي ساتلې. زموږ د هیواد د پسمانده ګي لوی عاملین همد غه شاهان وو.

)هغه پاچا چي د اسلام او افغان د جهاد توره یې و انګرېز ته تسلیم کړه او خپل زامن یې د جهاد څخه منع کړل، د انګرېزانو شرطونه یې ومنل، هغه پاچا چي دوطن سيمي یې د  خپلو وروڼو او کورنیو په منځ کي ووېشلې، هغه پاچا چي د مجاهدینو او نورو شخصیتوسره یې ظالمانه لاره اختیار کړه. او د هندوستان د خپلواکۍ  د غورځنګ د مرستي څخه چي د شاه شجاع په دوره کي د افغانستان څخه د بېلو سوو سیمو آزادي بیرته حاصلېده ډډه وکړه)ص ۴۹۴.

امیر دوست محمد خان ته سردارانو لوی امیر یا امیر کبیر وایه، دا ځکه چي ده د خپلي کورنۍ ګټي ډېري ښې ساتلې او هم یې پر وروڼو پیرزویني در لودې. دوست محمد خان د سدوزي شهزاده ګانو سره چي د ده مشر ورور وزېر فتح خان یې وژلۍ وو، ډېري کلکي انتقامي جګړې وکړې او په پای کي یې پاچهي هم خپلي کورنۍ ته را نقل کړه. ص ۷۵

 د محمد زو د کورنۍ اول سړی امیردوست محمد خان چي دوی په امیر کبیر سره یاداوه، هغه سیکه ووهل داسي ورباندي لیکل سوي وه(سیم وطلا به شمس وقمرمیدهد نوید، وقت رواج سکهء پاینده رسید)  ولي به پښتو ژبه ترټلې نه وي؟ دوست محمد یو جاه طلب، نرم خویه خو شهوت دوسته ( لیکونکی بد اخلاقه) او د لارو سړی وو. څورلس(۱۴) منکوحه او په سلهاو سراري ښځي یې لرلې. علامه حبېبي  ص۲۷۸. یوڅه شرم پکاردئ ….که دی بد اخلاقه وو، دا افغاني غیرت او اسلامي جذبه چېري وه، داښځي چي ده ساتېري ورباندي کاوه دا څوک وې؟ نوربه پدې مورد ډېر مخته نه ځم چي بیا مي څوک متهم نه کړي ته ملي افتخاراتو ته په سپک نظر ګورې.

د شاه شجاع راتګ افغانستان ته  د انګرېزي قواوو په مرسته او بیا د کندهار او غزني نیول، امېر دوست محمد و دې ته ولمساوه چي د مجاهدینو او غازیانو سره په متحد ډول، د خارجي قواوو مقابله وکړي، کله چي د اګست پرشپږم تاریخ کال (۱۸۳۹م) کي کابل هم د انګرېزانو په مد د شاه شجاع لخوا ونیول سو، دوست محمد خان په مرکزي افغانستان (بامیان) او نورو شاوخوا سیمو کي په جهاد اخته، کله شکست او کله د فتحي سره به مخامخ  سو او حتی په یوه جګړه کي یې د انګلیسي جنرال (سیل) پښه هم ګوډه کړه ، له دوست محمد خان  سره  زیات مجاهدین د غزأ په نیت ملګري سوي وه، مګر دوست محمد خان په (۱۸۴۰م)  کال کي تصمیم و نیوی چي بیله جنګه و انګرېزي حکومت ته تسلیم سي،  هغه وو چي د نومبر د میاشتي پر څلورم تاریخ په نوموړي کال کي د کابل د بالاحصار بهر چي انګرېزی استاځی میکناټن پر آس سپوروو، دوست محمد ورغلی ورته تسلیم سوو، میکناټن حیران پاته سو. دواړه له آسانو راکښته سول، دوست محمد خان خپله توره مکناټن ته تسلیم کړه. مکناټن ورته وویل زوی (محمد افضل) به دي هم له جنګه لاس اخلي، دوست محمد خان ورته وویل هر څه چي ته وايې هغه کوم. مکناټن دوست محمد د خپلي کورنۍ سره هندوستان ته ولېږل.

 امېردوست محمد خان د هغو تعهداتو له مخي چي له انګرېزانو سره یې کړی وو  ځان امېر المؤمنین اعلان کړ:

امېردوست محمد خان د انګرېزانو سره دا منلې وه چي کندهار او هرات به د ده د سلطنت برخه نه وي،  بېله انګرېزانو څخه به د بل هیڅ هیواد سره مستقیمي اړیکي نه نسي. ددغه تعهداتو منلو په اساس امېر دوست محمد خان کابل ته را وستل سو. څنګه چي امېر دوست محمد خان په کابل کي سترګي و غړولې اوله حمله یې د خارجي استعمار پرسرسخت مخالف( امین الله خان لوګري) باندي وکړه. امین الله خان لوګری یې ېنداني او درنې جزاګاني یې ورکړې، څو د سختو زورونو ورسته امین الله خان لوګري د(۷۸) کالو په عمر په زندان کي ساه ورکړه. په بل روایت سره چي امېردوست محمد خان هغه مسموم کړه او مړ سو.روح دې ښاده وي. امېر همداسي مخته ولاړه د انګرېزانو سره دجګړي مجاهدین یې ټول یا ووژل، بندیان او فرار یې کړل.  (از امیر کبیر تا رهبر کبیر) و ګورۍ.

لیکل سویدي څه وخت چي د امېر دوست محمد خان میرزی ورور سردار کندل خان مړ سو دهغه ښځه (بي بي صالحه) چي ځوانه وه او ډېره ښایسته وه، امېر دوست محمد خان غوښتل چي ځانته یې را واده کړي خو سردار کندل خان خپلي ښځي ته وصیت کړی وو، مېړه وکړه، خو امیر دوست محمد خان و نه کړې.(بي بي صالحه) د یحيیٍ خان پوپلزي خور وه. امېر دوست محمد له یحیی خانه وغوښتل چي خپل خور ده ته ورکړي، یحیی خان امېر ته وویل څه چي مي د خور خوښه وي. امیر په قهر سو یحیی خان یې د زهرو په چښلو مړه کړ.(پاچهانو څه کول؟) و ګورۍ.

امېر د تېرو شاهانو په شان تر لاس لاندي خاوره و خپلو زامنو ته ور و وېشل.امېر دوست محمد خان شل(۲۰) وروڼه، څورلس(۱۴) مادېنې او په سلګونه نوري. د دوپنځوس(۵۲) اولادونه چي  او ووېشت (۲۷) یې زامن او پا ته یې لوڼي وې. د امېر دوست محمد خان منظم اوردو دو ولسزره(۱۲)زره او غېري منظم لښکري یې شل زره(۲۰) زره وې.د ورو کونډه (بي بی صاحه) یې هم پداسي حال کي په زور ځاته کښېنول چي د هغې ورور یحیی خان (پوپلزی)یې ورته وواژه.

د هیواد پر او ومه (۷) برخه  قوي شخصیتونه حاکمان وه، نواب اسد خان پر دېره جاتو، رحمدل خان له بولان  څځه تر ښکاپور پوري حمکراني کول. د بارکزو وروڼو د مخالف تلاښ په نتیجه کي د سدوزو سلطنت، قوي مرکزیت احمد شاهي شاهنشاهي له منځه ولاړه ، پدې اساس قوي مملکت تجزیه او نابودی سره مخامخ سو. (تاریخ مختصر افغانستان) و ګورۍ.

سردار دوست محمد خان  د نولسمي پېړۍ په درېیمه لسېزه کي د څو اړخېزه بخران سره مخامخ وو. هغه ته ډېره سخته او خوا شینونکې خبره داوه چي د پښتنو په منځ کي سیکانو ډېر نفوذ کړی وو. سردار دوست محمد خان د شاه شجاع سره جګړه، د رنجیت سنګ سره جګړه. یو ځل په ۱۸۳۸م  شاه شجاع د رنجیت سنګ سره لاس یو کړه دوست محمد ته یې ماته ورکړه، سردار دوست محمد دنورو سردارنو په شان انګرېزانو ته ور وتښېدئ.

سیکانو چي پېښاور ونیوی سردار دوست محمد څو ځله له انګرېزانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه، انګرېزانو (برنس) او څو نور جاسوسان ور ولېږل. خو مرسته یې نه کول، نو امیر دوست محمد له انګرېزانو څخه مأیوس سو، قصدأ یې  د یوه لیک په زریعه روسانو ته د مرستي لاس اوږد کړ. له امېر دوست محمدخان  څخه د خپلو وروڼو پدې ښه نه راتلل چي د ده مورد کابل د جوانشېریانو څخه وه، کله چي امیر دوست محمد خان د خپل دوهم ځل امارت کي چي کله د هندو ستان له سفره راغی په هیواد کښي یې د انګرېزانو مخالف افغانان ووژل، دغه وخت وو، چي وراره او زوم (سلطان احمد سرکار) چي د (نواب بیګم)  مېړه  وو و امیرته یاغي سو. البته سلطان احمد خان سرکار له ایران څخه مرسته وغوښتل. البته د خارجانو مرسته کومه نوی خبره نه ده. دوی ټول د انګرېزانو یا ایران مرسته واته رسېدل. سلطان احمد هرات نسي، امیر خپله مقابلي ته ورځي، د هرات محاصر او جګړه اوږده سو، د امیر لور نواب بیګم له ګرمه مري، لږ وخت وروسته یې وراره یا زوم سلطان احمد خان مړکیږي، بیا هم سمدستي امیر دوست محمد خان مړکېږي.  ص  ۷۷ .  دا نو سول پاچهي، ماته به دوستان واي چي زموږ دا ښکلی تاریخ مه لیکه.

 د دې نجسي لوبي په ميدان او بازی کي د تېرپه شان د(۹۵٪) بیچاره ولس پر کورنو دغم دوړی، خټي، خاوري او ویني گډې وډې باد، باد کړل سوې. دا ځکه دغو د پردوی نوکرو شاهانو د قدرت نیولو په خاطر پر خپلو وروڼو رحم نه کاوه، نو پر ملت خو د یوه د رحم کولو ثبوت نسته. د دوی او د دوی د مخالیفو آسونه گوډ، ړانده او مړه سوه. د خلګو مالونه چور کېده،  مځګي  یې غصبې کېدې، هر ورور یا تربور چي به د ورور او تربره څخه کلي او ولایتونه نیول هلته پراته ولسونه (نر او ښځي) کوم چي به  ددې خدای ناترسو له تورو څخه ژوندي پاته وه او د تېښتي توان به یې نه لاره هغوی بیچاره ګان به د بریالیتو قواوو له پاره غنیمت مال( غلامان) وو، د ښمنانو ( انگرېز)چي رادانگلي وه، زموږ شاهان یې دسپو په شان سره جنګول. انګرېزان هم ډېريې مړه نورشرميدلی ولاړه ددې خاوري

 پر موږ مقرر شاهان تل په کورنیو  جگړو یې مصرف وو، دې نالاېقوشاهانو یوه کورنۍ د بلی کورنۍ، یوکلۍ د بل کلۍ ، یو قوم د بل قوم او يوولایت د بل ولایت او یوملیت دبل ملیت په وړاندي د خپلو نفسي خواهشاتو د پوره کولو په خاطرنه د مملکت او ولس د ژوند د ښیگڼو د پاره سره جنگولي دي.

د جمرود تړون:

په (۱۸۵۵م) کال کي د امېر دوست محمد خان استازي سردار غلاحیدر خان د جمرود تړون د پنجاب د والي (سرجان لارنس) سره پدې ډول لاسلیک کړ:

هغه ځایونه چي د امېر پلاست کي دي هغه به د امېر او د هغه د وارثانو وي. صلح او دوستي به د دواړو تر منځ(انګلس او افغان) تر منځ پایښت کوي. انګلستان په هغو ځایو کي چي د امېر پلاس کي دي مداخله نه کوي او هغه ځایونه چي د انګرېزانو په اداره کي دي په هغه کي به امېر او د هغه ورثه مداخله نه کوي، امېر به د شرقي کمپنۍ د دوستانو دوست او دښمنانو د ښمن وي دا تړون بې له کوم تغیر څخه لاسلیک سو.

 دوهم قرارداد:

په (۱۸۵۷م) کال کي د جنوري په شپږم تاریخ  د انګرېزانو او امېر دوست محمد خان تر منځ بل تړون په دو ولسو مادو کي د هغه د استاځي محمد عظم خان د امېر میرېزی ورور او انګلیسي استاځي (لارنس) له لوري لاسلیک سو. چي په دغه قراداد کي یوه ماده داوه چي په کابل، کندهار او بلخ کي به انګرېزي نمایندګان وټاکل سي او په پېښور کي به د امېر نماینده موجود وي. د تفصل له پاره د غبار صاحب تاریخ و ګورۍ.

   که رښتیا راباندي وایاست هغه اعمال چي دغوشاهي کورنیو په افغانستان کي کړیدي نن ورځ یې انسان په لوستلو شرمیږي. دوی نه د دې هیواد ژبي ته کار کړیدئ، نه یې د زده (سواد) غم خولۍ دئ، نه یې اقتصاد ته کار کړیدئ، نه یې زراعت ته توجو کړېده. هو بد اخلاقۍ، ډېر ودونه کړیدي .ډیر مشکل دي چي ددوی کړني په ښو یادي کړو دا ځکه چي، نه اسلامي وې، نه انساني وې او نه افغاني . وژني، بد اخلاقی سرترسره ناروا څه چي دادب له پوښښه وتلي کارونه یې کړیدي. تاریخونه مو دوی را مردار کړیدي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.