پر ادبیاتو خبري: د الفت لار، د انسانیت لار

همت عمرزوی

289
پر ادبیاتو خبري: د الفت لار، د انسانیت لار
ارواښاد ګل باچا الفت د وطن د فکراو کار کمالي اومثالي غنیمت شخصیت وو، دده د فکر اوپېغام د رسولو انداز ځانګړی او دلچسپ دی، مخاطب يې ډېر څرګنداو روښانه دی، کله چې په کومه موضوع کې فکري تراوش کوي، نو د زړه له کومي خبره کوي، نه پرده ورکوي اونه اغماض کاروي، نېغ قلمي نښان په نښه کوي او مخاطب يامخاطبین هم د زړه له تله د نوموړي بیان درک کوي اوپه دې پوهېږي چې د وخت ځېرک نقاد بیا د قلم تېر ته څوک برابر کړی دی، د نوموړي د بیان سبکي خصوصیت هم ناب دی هم جذاب دی، دغسي منطقي قلمي بلاغت مونږتراوسه لاهم ډېرلږ تجربه کوو، داسي استعداد چې هم يې فکري پانګه غني وي او هم يې د اظهار ژبه فصيح او طبيعي وي دا د يو ملت لپاره معنوي نعمت اوملي غنیمت دی، مونږ که دلته د استاد الفت د علمي تبحراو فکري زېرمي په اړه هرڅومره لیکل او ویل وکړو بیاهم خبره همغه يوه ده چې ښکاره ده: ( الفت د الفت په ژبه انساني افکار وکرل، ويې پالل او ويې وېشل).
اوس بحث دادی چې افغان ولس ددې غنیمت فکراو پېغام څخه د خپل لالهانده ژوند د ښه کېدو او جوړېدو په نیامت څنګه اوڅومره ګټه پورته کړه، الفت مونږته د الفت عملي درس دی، مونږ څومره د وطنداری په دود خپل ترمنځ دغسي الفت درلودلی او دود کړی دی؟ الفت مونږته د عدالت اوبرابری د غوره پایلو ثبوت وړاندي کړ مونږ څومره دا نیاو پلی اوتجربه کړ؟ الفت مونږ ته صداقت، بې ریايې، ريښتینولی، شعوري جرئت وطندوستی او په ټوله کې د یوغوره انساني اسلامي معتدل ژوند د رامنځ ته کېدو او سمېدو راز را وښود مونږ څومره فکر او عمل پرې کړی دی؟
لنډه داچې ارواښاد الفت ولي د ملي ويښتیا او فکري روښانتیا په پار په ملي کچه درک او ونه لوستل سو؟ د نورو هيوادونو د فکراوپوهي عالمان په خپلو وطنونو او ولسونو کې داسي درک اوهضم سي چې د ملي ملاتړ په پایله کې سیمي اونړی ته د معنا د رڼا په وړانګو کې په جمال اوجلال وړاندي سي او نړیوال عزت اوشهرت ورپه برخه سي اما زمونږواقعي پوهان په کوم حال کې دي؟؟؟
د زمانې د سترنابغه علامه سید جمال الدین افغان دا وجيزه زمونږ پر حال تل ډېر دقیق صِدق او دلالت کوي، نوموړی وايې( په شرقي ټولنو کې عالم او ادیب په ژوندکې مړ وي! اما وروسته ترمرګ ژوندی کېږي!)
پایله اولنډون:
لوستونکي به وايې چې داخو درسره منو چې مونږ د فکر او کمال خلک نه پېژندلي اونه مو پاللي اونازولي دي، اما اوس څه کول پکاردي؟؟؟
ډېر ښه! زما موخه هم داده چې مونږ په فکري اوشعوري لحاظ دغه پړاوته ورداخل سو او و پوښتو چې څه کول پکاردي؟؟؟
د ملي سیالی اوشعوري تفکر په روحیه د الفت په څېر د ملي حقدارو او معنوي سرلارو په فکراو ژبه ځان پوهول، هغوی درک کول اوپه لاره يې ګام اوچتول…
که مونږ او تاسو په ملي روحیه د وطن د فکراو عمل د منورو خلکو پرفکر، کار اولار، فکراوعمل وکړو آيا ګټه به ونه کړو؟؟؟
په پېرزوینه اودرناوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.