د افغانستان اوسنی تفرقه اچوونکی سیاست حل ته اړتیا لري

مقتصد ستړی

1,212
شاه غازي امان الله خان غوښتل چې هیواد یې دیموکراتیک او پرمختللی وي، خو د هیواد کړکېچن تاریخ د هغه د خپلواکۍ له نظريې سرغړونه کړې، ځکه خو د دې حقیقت سره سره چې هیواد اوس مهال د بې ساري اقتصادي بحران سره مخ دی، په دې خبره هم ځان پوهول پکار دي، چې اوسمهال افغانستان څومره په سیاسي توګه ویشل شوی دی؟
هېڅ هېواد تر هغه وخته اقتصادي پرمختګ نه شي کولای، چې په سیاسي نظام کې یې ثبات نه وي رامنځته شوی، ځکه چې سیاسي ثبات د اقتصادي سیاست دوام تضمینوي.
کله چې په يوه هېواد کې سیاسي ثبات موجود وي په بدل کې د پانګوالو باور او د ټولو اقتصادي سکتورونو پیاوړتیا ته وده ورکوي، برعکس د سیاسي بې ثباتۍ دوام د اقتصادي ودې په امکاناتو اغیزه لري.
د ولسواکۍ په نوم هر ډول سیاست که د ولس له اقتصادي کړاو سره مخ وي، بې معنا ده.
دا مهال په افغانستان کې وضعیت تر بل هر وخت زیات ځکه ګډوډ دی چې له یوې خوا په عامه سياست کې اوسني رژيم، سياست او ټولنه سره وېشلې ده، له بلې خوا اقتصاد چې پر بهرنيو مرستو متکي دی، بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتيا لري، کوم چې د سیاسي ویش په چاپیریال کې یې پلي کول ستونزمن دي.
د امپریالیستي ترهګرۍ له نس څخه دغه زیږیدلي افراد او ډلې نړیوال قانون او د افغانستان خلک د تروریست او ترهګر په توګه پېژني‌ او هيڅ ملي مشروعيت نه لري، د شاه غازي امان الله خان په خاوره کې دغه خلک چې نن ورځ د خپل هویت لپاره ځینې وخت د کابل د سرکونو نومونه په عربي تبدیلوي یا د افغانستان د ملي نښو او سمبولونو په له منځه وړلو لاس پوري کوي، په دې هڅه کې دي ترڅو په دې ډول خپل غیرقانوني شتون توجیه کړي.
په هیواد کې حاکمه ډله په حقیقت کې د غربي استعمار یوه زهرجنه نو ډیموګرافیک پروژه ده، چې د هرې ورځې په تیریدو سره به، لا سخته او وحشتناکه ثابته شي.
که چېرې اوسنۍ سیاسي شخړې او اقتصادي بحران په همدې ډول دوام پيداکړي، په پایله کې یې هیواد له یو لوی ناورين سره مخ کېږي، چې بیا به یې مخنیوی که ناممکن نه وي، ممکن کول به یې هم ډېر ګران اوسي، په همدې اساس د وضعیت د کنترول لپاره، د ټولو سیاسي لوبغاړو او ګوندونو په برخه کې د تفاهم او زغم روحیه پیاوړې کولو ته اړتیا لري.
افغان سیاستوال تر بل هر وخت لوی مسوولیت لري ، چې په هوښیارۍ سره عمل وکړي او یو بل ته د درناوي ترڅنګ د خلکو د خیر ښېګڼې او د افغانستان د ملي حاکميت او بشپړې خپلواکۍ په موخه هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
د افغانستان ملي، مترقي او جمهوري سیاسي ګوندونه او اشخاص بايد د یو داسې ميکانيزم له مخې سره راټول شي چې د سیاست له بنسټیزو اصولو سره تړاو لري او ټول سیاسي اړخونه باید پرې موافق او ورته غاړه کېږدي، تر څو د سیاسي سیالۍ فضا تنظیم او د ملي پخلاينې په ريښتينې روحیه کې د جوړجاړي له لارې سیاسي شخړې هوارې کړي.
تر ټولو لومړی د ملي مترقي او جمهوري غوښتونکو‌‌ لخوا د اقتصاد، ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د ملي اجنډا د اساسي مسلو په اړه د اساسي اجماع رامنځته کولو ته اړتیا لیدل شي، چې دا اجماع باید د کلیدي اړخونو ترمنځ د نظرونو د توپیرونو د ځای په ځای کولو وروسته رامنځته شي.
هیڅ داسې دلیل نشته چې له امله یې ټول مشران نه شي کولای په ورته توګه د ناورین د مخنيوی لپاره سره راټول کړل شي.
ټول ملي مترقي او جمهوري سیاسي ګوندونه او اشخاص باید د دې پر ځای چې د سیاسي انتقام لپاره یو بل په نښه کړي، د ستونزو د حل لپاره باید سیالي او همکاري ترسره او د ملي ګټو په خاطر باید په ځان کې د بښنې او زغم جرات پيداکړي، تر څو دغه روان ناورين ته د تل او تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.
افغانستان په دې وخت کې یو سیاسي امریت ته سخته اړتیا لري چې په بهر کې د افغان ملي مترقي او جمهوري ګوندونو د اجماع په رامنځته کولو کې برخه واخلي او ددې لپاره باید افغان سیاستوال له يو ښه سیاسي دوست هيواد څخه ګټه پورته کړي.
په درنښت

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.