تیر څلویښت کلن جنګونه او د عبرت مهم ټکي

محمد اسحاق احساس

877

دا دومره پراخه موضوع ده چې کیدای شې په څوجلده کتابونو کې راټوله نشې؛ خو بدبختانه دغه مهمه مسله چا په جزیاتو نه ده څیړلې یواځې دتلویزون په صفحه مطرح وی .

تیر څلویښت کلن جنګونه چې اصلاُ دسردار محمد داوود خان په کودتاه (1352) هــ .ش پیلیږې خورا ډیر زیان رسوونکې او د جبران وړ نه دي خو ټول افغانان باید دا ومنو چې دا جنګونه تپل شوی او دپردیو اهداف وه.

 اوس راځم هغه نقطوته چې دحل لاري په توګه ورته کتلای شو.

1ــ اول دتعلیمې نهادونو او مراکِزو قوي کول .

2ـ  دوهم اقتصادي زیربناوی جوړول او اقتصاد قوی کول ځکه   سیاسي خپلواکې بی له اقتصادي خپلواکې بي معنا ده یو انګریز عالم وای( په یو قوم فقر او بی تعلیمې راوله په خپله  خپلو منځوکې سره خوري یعنی جنګیږې)

3ـــ دریم په هره برخه کې خلکو ته عامه پو هاوی ورکول . کله چی امریکا  دجاپان په ناګاساکی او هیروشیما ښارونوباندي اتوم بم واچاوه او په جاپان کې پراخه تباهې رامنځته شوه  نو جاپانیان سره کښیناستو چې موږ ته اول دجاپان جوړل په کارده که دجاپانیانو بالاِ خره دي نتیجې ته ورسیدل چې موږ باید  اول جاپانیان جوړ کړو  ددی  ذهنونه جوړ کړو جاپان په خپله جوړیږې هماغه وه چې جاپان یې ډیر ژر دسیالو ملکونو سیال هم کړ.

4- څلورم بله مهمه خبره چې موږ یې باید په نظر کې ونیسو هغه پراخه اومنظمه ملې اردو ده چې باید ويی لرو .

5 ــ پنځم بل مهم ټکی ملی او اسلامې روحیه او مورال ده چې باید پري سمبال اووسو.او دنورو دګټو لپاره داستعمال وسیله ونه ګرځو. او نه هم پردۍ برنامي دلته تطبیق کړو. هرڅه باید خپله سم کړو  اونه باید په هغو سیاست والواو تش په نامه مشرانو  پسي ودریږو چې دبل دپاره کار کوې .

6ــ  شپږم دتعصب مخنیوی باید وکړو ځکه متعصب شخص په ټولنه کې داسي مثال لري لکه په کر ونده کي مضر بوټی نه خپله وده کولای شي اونه نور ودي ته پریږدي .

7ـ- اووم خلکوته په ملي مسایلوکې ونډه ورکول په ځانګړی ډول ښځو ته  نه یواځی دنمایش لپاره بلکی په واقعي او ریښتینی ډول ونډه ورکول تر څنګ یی عادلانه خِدامات عرضه کول لکه: طبی ، کرنیز او نور کاري فرصتونه برابرول په خاص ډول دښار او لري پرتو سیمو اړوند .

8- اتم  داسلام مبارک دین څخه سم او واقعي تعبیر اخیستل او غلط برداشت نه کول .

9-  نهم ــ  له نړیوالو  سره نیکي او دوستانه اړیکي درلودل په ځانګړي ډول له ګاونډیانوسره له ایران ، چین او پاکستان سره مستقیمې او دخلیج له هیوادونوسره  دامریکا دمتحده ایالاتو له لارې .

.10لسم  نړیوالو اصولو ته پوره ژمنتیا او درناوی   (البته که په رسمیت مو وپیژنې له هغه ورسته ) په ځانګړی ډول د (Ⴎℕ(یا دملګرو ملتونو سازمان ته .

11ــ  یوولسم دعادلانه ،خپلواکو، او صلاحیت لرونکو محاکِمو ایجادول ترڅو دخلکو شخړي حل او فصل کړې .

12 ـ دوولسم کار اهل کار ته سپارل .

13 ـ درلسم  دپوهانو دتیښتې او فرار مخنیوی او دهیواد پالنې حس پیاوړی کول .

14 ــ څورلسم رسنیو اوMadiaته دقانون په چوکاټ کې  آزادي تر څو له هر ډول ستونزو خبر اووسو.

15 ـ پنځلسم   له خپل تیر تاریخ نه خبریدل ځکه له بي تاریخه قوم څخه ښه ګټه اخیستل کیږی  تر څنګ یی خپل فر هنګ او کلتور را ژوندی کول.

 ترڅو بیا هغه ستونزې چې کلونه کلونه کيږې بیا او په دوامداره ډول  تکراریږې مخه ونیسو .

تل دي وې افغانستان

ژوندی دي وې افغانستان

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.