مشره ملګریه د زوکړې اتیایمه کالیزه دې نیکمرغه

استاد زلمی هېوادمل

730
د هجری قمری تقویم پر بنسټ سږ کال، زما مهربان مشر ملګری او زموږ د فرهنګ روڼ ستوری، استاد حبیب الله رفیع د خپل پُر باره ژوند اتیایم کال ته ورننووت.
د هجری قمری تقویم له مخې استاد رفیع د ۱۳۶۴ هـ ق کال د کوچنی اختر پر دویمه ورځ د وردګو په یوه ښکلی دره کې نړۍ ته سترګی پرانیستی چې سږ ۱۴۴۴ هـ ق کال یې د زوکړې له اتیایمې کالیزې سره برابریږي. هغه وخت څوک پوهیدل چې د وردګو د کمی آبدرې په یوه روحاني کورنۍ کې دا نوې زوکړی کوچنی به یو وخت د خپل استعداد او زیار پر مټ یو داسې شخصیت شی چې د هیواد په سیاست، فرهنګ او اجتماع کې به وځلیږي او د هڅو رڼا به یې د فرهنګ ډیر تیاره ګوټونه رڼا کاندي، د پوهی او وړتیاوو له فیضه به یې ډیری لرو بر افغانان برخوردار شي.
خدای ته همداسې منظوره وه. په ډیر ساده او له ستونزو سره د مل عادی ژوند په شرایطو کې یې د هیواد د علم، پوهی، فرهنګ او وطندوستۍ لوړو پوړیو ته د رسیدو په نیامت پر مخ ګامونه واخیستل او یو منلی فرهنګی او اجتماعی شخصیت ځنی جوړ شو. د شهرت او مقبولیت هسکو مدارجو ته ورسید.
دا وړ شهرت، مقبولیت او فرهنګی کم نظیره خدمت او بریاوې هر انسان ته وړیا نه په برخه کیږي، بلکه د شخصیت په زیار، نه ستړیدونکیو زحماتو او د یو لړ اجتماعی او اخلاقی ارزښتونو په خپلولو پورې اړه لري.
له استاد رفیع سره زما د پیژندګلوي او روابطو کابو دوه پنځوس کاله کیږي او ما ته ټول هغه مواصفات ډیر څرګند دی چې له ده څخه یې یو معروف فرهنګی او اجتماعی شخصیت جوړ کړی دي.
(۱) زحمت کشی او له سختیو سره مقابله: هغه کسان چې له رفیع صاحب سره آشنا دی هغوی پوهیږي چې ده په خپل ژوند کې څومره ستونزې ګاللی او په څومره سختیو کې را لوی شوی او زده کړې یې کړې دي.
دده د خپلو لیکنو له مخې په ډیر کوچنیوالی کې د پلار له سیوري محروم شو. روزنه او پالنه یې دده د کورنۍ دانشمندو غړیو ته پاته شوه، دغو دانشمندانو په وردګو او کابل کې دی و روزه، مروجی زده کړې یې پر وکړې. په کابل کې د زده کړو پر مهال چې کوم تکالیف ده لیدلی، که یې دده له خپلو لیکنو ولولئ، نو به درښکاره شی چې دده کوچنیوالی او نوې تانده ځواني له ګڼو مشکلاتو سره مل تیر شوي او دی په سختیو کې پوخ شوی او یو زحمتکش انسان ځنې جوړ شوی دی.
په ډیره تانده ځوانی کې چې دی د نشراتی موسسو ماموریت ته شامل شو، د هرې نشریې مشر به دا غوښتل چې دی ورسره کار وکړي او دا وړ غوښتنې دده له زحمتکشی او لیاقت سره نیغه اړیکه لري.
له ۱۳۵۰ هـ ش کال راهیسی به دی ما په دولتی او کله هم د معارف په مطبعه کې په داسې حال کې لیده چې د پروفونو ډیرۍ به یې مخې ته پرته وه او دی په یوازی ورنه تاو وه او له سهاره تر غرمې به یې د پروفونو کوټې لوستل او صفا کول، بیا به یې د مطبعی مربوطو څانګو ته سپارل او خپله به تر ښاره پلی ته، ځکه هغه وخت دولتی مطبعی ته ښاري سرویسونه نه تلل او که به چا په دولتی مطبعه کې کار درلود له ښاره به مطبعې ته او بیا له مطبعی به ښار ته پلی روان ؤ.
د ۱۳۵۳ هـ ش کال په قوس کې پښتو ټولنې د بایزید روښان بین المللی سیمینار جوړ کړی ؤ او د استاد رفیع تالیف ادبی ستوری لومړی ټوک هم دې سیمینار ته چاپیده، وخت لږ ؤ ده غوښتل دې کتاب ته فهرست اعلام جوړ شی، یوه ورځ یې ما ته وویل: د شپی له ما سره کورته لاړ شه او د ادبی ستوري د نوملیک په جوړولو کې به مرسته راسره وکړې. د شپې تر ډوډۍ وروسته دواړه ورته کښیناستو. د نوملیک جوړول له تالیفه سخت کار دی، خو رفیع صاحب غوښتل چې همدا نن شپه به دا نوملیک جوړیږي او سبا سهار به مطبعی ته د کار لپاره سپارل کیږي. کله چې د شپې دوه دوه نیمې بجې شوې، زه نور له کاره ولویدم او خوب داسې پسې واخیستم چې نور نو ړنګیدم، اما دی پر خپل هوډ قایم و او غوښتل یې چې دا نوملیک به همدا نن شپه ختم شی.
له مهربانۍ یې ما ته وویل ته نور د بی خوبۍ تاب نه لرې ته څمله زه به ورته ناست یم، سره له دې چې ځان را ته بد ښکاریده خو بیده شوم چې سهار پاڅیدم ، ده (رفیع) هم سترګه پټه کړې، خو کار یې ختم کړی ؤ، دده سخت کوشی په هغه شپه را ته معلومه شوه.
د استاد رفیع اکثر کارونه که په وزارت معارف، اطلاعات او کلتور، انجمن تاریخ او پښتو ټولنه کې وو ټول پر نشراتی محور څرخیدل. که به موږ دده ټولو نشراتی کارونو ته د کتابونو او مجلو د چاپ په برخه کې دقیق وګورو نو را معلومه به شی چې ده زموږ طباعت له عنعنی چاپی روشونو را وایست، په صحافت، د کتابونو لپاره پوښ جوړولو، د اعلامو فهرست د ترتیب په برخه کې یې نوي ګامونه پرمخ واخیستل، دا ګامونه که د منطقی له طباعتی معیارونو لوړ نه وو نو ترې پاته هم نه وو. زموږ په طباعت کې د زړو عنعنو پریښوول او پر نویو پرمختللیو لارو یون، زه د استاد رفیع ابتکار ګڼم. زما خبرې یوه تشه ادعا نه ده، هغه کتابونه او مجلی چې دده تر نظر لاندې او دده په اهتمام چاپ شوي، په خپله ددې ادعا د اثبات ښکارندویی کوي.
(۲) له هیواد او خلکو سره مینه او وطندوستی دده په خټه کې اخښلې راغلې ده. له ډیرې تاندې ځوانۍ یې د وطنی او ملی سیاست پر اغزنه لار یون پیل کا او دده د همدغی مینی د تبارز له امله به ؤ چې دی لا ډیر ځوان ؤ چې د افغان ملت د سیاسی او ملی جریدې مسوول مدیر شو. ده د خپل مدیریت په دوران کې ځینې داسی مقالی ولیکلی چې زموږ د مطبوعاتو د لومړنیو مدیرانو د ځانګړیو مقالو او سرمقالو په څیر یې د افغانستان د معاصر تاریخ د مورخانو لپاره په خاصو مواقعو کې د ځانګړیو یادونو مقام خپل کړ.
ما خپله د ملی مفکورې ډیر ضروری نکات له ده زده کړي دی. د مثال په توګه تر اوسه زموږ د هیواد کابو ټول خلک د خپلی زوکړې ځای او کلی ته وطن وایي؟ ما لومړۍ پلا د ده له خولی وارویدل: افغانستان زموږ د ټولو هیواد او مشترک وطن دی نه زموږ کلی. موږ باید د وطن او د زوکړې د ځای او سیمې فرق وکړو.
(۳) دوستی او همکاری، هغه کسان چې استاد حبیب الله رفیع له نژدې پیژني پدې پوهیږي چې دوستې او همکاری دده د شخصیت دوه نور بارز خصوصیات دي
پدې څه د پاسه پنځوسو کلونو کې چې زما له ده سره له ډیر نژدې شناخت پاتې شوی، راته څرګنده ده چې رفیع صاحب په دوستی او آشنایی پاللو او له نورو سره په همکارۍ کې بې جوړې سړی دی.
هغه چې په کومو موسسو کې کار کړی دی په هره مؤسسه کې یې ځانګړی دوستان درلودل چې له ټولو سره یې دوستی تر دې حده رسیدلی وه چې یو د بل کور ته به یې رفت و آمد ورسره ایجاد کړی ؤ، د هر یو د کورنۍ له غړیو سره یې پیژندګلوی درلوده. زه خپله له رفیع صاحب سره د ده د دوستانو کورونو ته تللی یم شپې مې ورسره کړې دي. دده دوستانو ما ته دده په وسیله په درنه کتلی دي. دده د دوستانو ساحه ډیره پراخه وه، له سیاسیونو نیولی تر فرهنګیانو د مطبوعاتو د کورنۍ غړیو او علمی شخصیتونو پورې، ده دوستان درلودل. استاد رفیع پر آشنایی او دوستی کې ډیر ولاړ او ټینګ سړی دی. دده دوستی او آشنایي له هر ډول قومی، ژبنیو او سیمه ییزو تمایلاتو مبرا ده.
دده د خپلی سیمی، وردګو په خلکو کې دده دوستان چې ما هم دده په وسیله ورسره پیژندګلوی پیدا کړې وه: عبدالجلیل وجدی، مولوی عبدالباری غیرت، د احسان الله آرینزي او رویا دوی کورنۍ وې.
دده د شخصیت بل پیاوړې اړخ دا ؤ، چې چا به د همکارۍ لاس ور اوږد کړ تر خپلی وسې پورې یې همکاری ورسره کوله. د کتابونو په ورکړه کې یې حتی تر خطی نسخو پورې بخل نه درلود. چا به چې کوم کتاب ځنی وغوښت په پراخه ټنډه به یې کتاب د غوښتونکی په اختیار کې واقع کاوه.
ما ته زموږ په مشرانو فرهنګی شخصیتونو کې دا څو تنه معلوم دي چې خپل قیمتی آثار یې کله هم له نیازمندانو نه سپمول، لکه:
استاد عبدالحی حبیبی، استاد دوست محمد خان کامل مومند، استاد عبدالرؤف بینوا، پوهاند دوکتور عبدالاحمد جاوید او حبیب الله رفیع. د کار، په تیره د فرهنګی چارو لپاره د ځوانانو تشویق او هڅونه دده د شخصیت بله بارزه ځانګړنه ده.
ښه می په یاد دي چې د ۱۳۵۳ هـ ش کال په قوس کې د بایزید روښان د سیمینار په ویاړ د زیري د جریدې یوه فوق العاده ګڼه نشر شوې وه، ما ددې ګڼی لپاره د ارزانی روښانی د دیوان د خطی نسخو پر معرفۍ یوه مقاله کښلی او زیری چاپ کړې وه.
د جریدی له نشر څو ورځی وروسته رفیع صاحب او زه په ښار کې سره ګرځیدو، پښتونستان واټ ته تللو، د فروشګاه بزرګ افغان او عدلیه وزارت تر منځ سړک باندې روان وو چې ناڅاپه رفیع صاحب راته کړل: ستا مقاله مې په زیري کې ولوسته، د تحقیق کار می دې ډیر خوښ شو، زه یې ډاډه کړم چې په دې ساحه کې به روښانه آینده ولرې. د رفیع صاحب د شخصیت ابعاد نور هم ډیر پراخ دی پر هر یو یې مقاله او رساله لیکل کیدای شی.
زموږ دغه بریالی فرهنګی شخصیت په روان هجری قمری کال کې اتیا کلن شو. زما په ذهن کې پدې باب څه نه وو. یوه ورځ دوکتور خوشحال روهی په وتسآپ کې یوه صوتی پیغام را واستاوه چې ددې کالیزی په مناسب یې څه ویلی وو. دا زما عیب دی چې د لیکلو پیامونو په نسبت له صوتی هغو ښه مطلب اخیستلای نشم. د خوشحال له پیامه مې سم اخذ نه و کړی او نه می سم ځواب ورکړی ؤ.
بله ورځ زه د کابل پوهنتون د ماسترۍ په یو صنف کې په درس بوخت وم، دوکتور اجمل ښکلی لطف کړی ؤ زما لیدو لپاره صنف ته راغی، تر روغ بړ او پوښتنی وروسته یې د استاد رفیع د اتیایمی کالیزی د غونډی له تدویره خبر کړم، ډیر خوشحاله شوم. خو رسماً چا راته څه نه ؤ ویلی.
ددې خبری له اوریدو وروسته مې ځوان فرهنګی او خدمتګار شخصیت، ښاغلی تدبیر صاحب ته پیام واستاوه او دا می هم ورته لیکلی وو چې د غونډی جوړوونکیو څه راته نه وو ویلی نو زه په غونډه کې له اشتراکه محروم پاته شوم.
د استاد رفیع اتیا کلنۍ دې خدای بختوره کړی. هیله لرم د استاد لپاره د اوږد او با عافیته ژوند باعث شی زموږ رفیع صاحب دې ژوندی او صحتمند وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.