په هاضمې سیستم کې د باکتریاو تر «۲۰۰۰» نوي ډولونه کشف شوي

ریاض احمد

642

د انسان په هاضمې سیستم کې باکتریاوې اړینه کارکردګي ترسره کوي، ځینې یې مثبت او ځینې یې منفي رول ادا کوي، اوس پوهانو دوه زره داسې نور د باکتریاو ډولونه کشف کړي چې زمونږ په کولمو او معده کې موندل کیږي.
د انسان په بدن کې په ملیاردونه ډوله باکتریاوې شتون لري خو تر دې دمه پوهانو له شلو تر څلویښتو بېلا بېل ډولونه موندلي چې اوس د ۲۰۰۰ باکتریاو ډولونو کشف کولو خبر ورکوي.
پوهان زیاتوي چې د انسان په هاضمې سیستم او معده کې یوازې له زرو څخه تر ۴۰ زرو باکتریاو ډولونه موندل کیږي، خو تر دې دمه یې کشف کېدل ستونزمن وو، اوس یې د میټا جینومک لارې په مرسته یې نور ډولونه کشف کړي.
د اروپا معلوماتي انستیتیوت متخصص ډاکټر روب فیرس تر څارنې لاندې نورو نړیوالو ساینس پوهانو دغه سروی ترسره کړې او د میټا جینومک لارې په مرسته یې د شاوخوا ۲۰۰۰ باکتریاو کشف کېدلو خبر ورکړی.
پوهانو منلې چې دغه ډول باکتریاوې موندل ورته نوي وو او په لابراتوار کې هم لا نه دي چمتو شوي تر څو دې باکتریاو ته نوم ورکړل شي او په درجه بندۍ کې يې ځای کړي، ددوی په وینا چې په دومره ستره شمېره باکتریاوې موندل ورته نوي وو.
پوهان په دې باوري دي چې د یادې څیړنې له لارې کولای شي په معده او کولمو کې کشف شوې باکتریاو ته بشپړه نقشه جوړه کړي، چې په مرسته به یې درملنه، تشخیص او د نورو څیړنو ته لاره هواره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.