تیراس تراسبندي او له تیراس څخه ګټه اخیستل

پوهاند محمد بشیر دودیال

665

تیراس ( terrace) تراسبندي او له تیراس څخه ګټه اخیستل

له بده مرغه د اوبو کمښت زموږ یوه لویه ستونزه  ده. د اوبو دکمښت ستونزه نړیواله ده، همدا اوس ډېر کوچني سمندرګي او جهیلونه د وچېدو په حال کې دي او اقلیمی بدلون د دښتو د پراختیا لامل شوی دی. له نیکه مرغه افغانانو ته د  دوی د سیندونو روانې اوبه دخوشحالی  خبره ده، خو ډیرو سیمو کې ورڅخه استفاده نشي کولای. لکه هغسې چې وروسته تر ډېرې مودې، دغو وروستیو کې زموږ یو شمېر هیوادوالو خپلو سیمو کې د بارانی اوبو د زیرمه کولو لپاره محلی بندونه جوړ کړل، دوی کولای شي یو بل  نوښت هم وکړي، هغه  له ترسونو یا تیراسونو څخه ګټه اخیستل دي.

تراس/تیراس هغه هوارې ساحې دي  چې د سیند دواړو غاړو ته په طبیعی شکل وروسته د خړې له رسوب څخه تشکیل شوي او د  اوبو پخوانۍ سطح او دجریان لوری  راښیی. تراسونه په حقیقت کې د سیندونو پخوانی بسترونه دي چې د وخت په تېریدو سره اوبه کمې یا د سیند مسیر بدل شو او تیراس د سیندونو څنډو یا یې له اوسنی متن څخه لوړ واقع شوی او عمر یی د اوبو د سطح په پرتله ټاکل کیږی. تیراس د کښت لپاره ډیره مناسبه خاوره لری، دا څکه چی دا رسوبات دی. لکه هغسی چې زموږ خواریکښو نیکونو موږ ته په ډیرو ساده وسایلو ډیرو ځایونو کی بندونه او ویالې  کیندلي او تر نن ورځې ورڅخه استفاده کوو، همداسې یې هم ډیرو سیمو کې په تراسونو کې زینه ډوله کروندو کې کرنې ته ښه انکشاف ورکړی و. دنفوس  په زیاتیدو سره اوس موږ لا زیات تراس بندی ته اړ یاستو. نو تراس بندی څه ده؟

تراس بندی terracing په میلان لرونکو ځمکو، د لږ نشیب لرونکو غونډیو په ډډو او د پخوانیو سیندو په مسیر کې د سیند دوو خواوو ته د جوړو شویو تراسونو په اړخونو کې د پولو په جوړولو سره زینه ډوله کروندو جوړولو ته وایی. موږ د یوشمیر سیندونو خوا خوا سره د داډول تراسبندی  مثالونه وینو؛ مثلاً د کابل دسیند دوو غاړو ته د کڅ، ګوګا منډې، خیرو خیلو، د پروان دسیند دوو غاړو ته دحصه اول څخه تر تګاو او نجراب پوری او په وردک ولایت کې ځینو سیموکې . مګر د کندز ټول ولایت کی د سیند په بهیر کی د تراسبندی امکان شته، خو له بده مرغه په محلی امکاناتو نشی جوړیدای، ځکه زیاتره سیمو کې تراسونه د سیند له سطح څخه ډیر پورته او خاوره شکلنه ده. موږ کولای شو د سیند دوو خواوو ته رسوباتو څخه تشکیل شویو د زمکی دغو کوچنیو قطعاتو ته د سیند پورته  برخی څخه کوچنی ویالی  را تیری کړو، دا ځکه دسیند پورته برخه ، نظر کوزې ته لوړه ارتفاع کې وي. دغرونو لمنوکې تراسبندی او د کوچنیو بندونو د جوړلو په خاطر تیږی اسانه مهیا کولای شو. د کونړ او د پنجشیر په درو کې  دسیند دوو غاړو محدودو ځایو کی کوچنی ټوټې  زمکی تراسبندی کیدای شی، د هلمند دسیند دوو خواوو ته تراسبندی زیات تخنیکی کار ته اړتیا لري، خو ګټه یې ډیرره زیاته ده. موږ په هرولایت او هره سیمه کې دغرنیو تالابونو په جوړولو تراسبند ی شویو زمکو ته د اوبو منبع  چمتو کولای شو.  ډیره به غوره وي چې تراسونو کې، دغلی ـ دانې یا سبو د تولید په عوض متراکمو باغونو ته انکشاف ورکړو.

 په دې ډول سره موږ هره سیمه  او د هر سیند دوو خواووته دتراسبندی بیلابیل امکانات، آسانتیاوی او ستونزې لرو، په دې ټولو حالاتو کې پاملرنه ورته ضروري ده . ګټې به یې داوي:

  • له زمکی او اوبو به استفاده وشي،
  • د سیمې د خلکو اقتصادبه ښه شي، د وزګار نفوس فشار به په ګڼ میشتو ښارونو کم شي،
  • چاپیریال به شین او د سیلاوو مخه به ونیول شي،
  • افغانان به بهرنیوته دا دلیل ولری، چی موږ اوبو ته ضرورت لرو او استفاده ورڅخه کوو او استفاده ورڅخه کولای شو. دا ځکه چې زموږ یو مشکل  دا دی  چی له اوبو د استفادی شواهد چاته نشو ښودلای، حال دا چی ګاونډیانو لا دمخه بندونه اوکروندی جوړی او  نړیوالو ته وایي چې  موږ اوبو ته اړتیا لرو، نو د ادعا په صورت کې نړیوال قضاوت کوونکي زموږ په پرتله هغوی مستحق بولي، ځکه موږ له خپلو ابو داستفادې په برخه کې بی تفاوته یاستو. یقین لرو ؛ که چیرې موږ لا دمخه خپلو سیندونو باندې د بندونو تاسیسات، د بریښنا د تولید فابریکې، د فارمونو احداث او د کانالونو په کیندنو کار کړی وای، نن به هر ګاونډي د اوبو غوښتنه را څخه نه کوله او موږ به ورته ویلای شول  چی زموږ اوبه زموږ په کار دي.

کلیوالي سیمو کې موږ درې لومړیتوبونه  لرو:

لومړی) په غیر زراعتی استعمال باندې  د زراعتی زمکو د بدلولو مخنیوی، ځکه چې د زمکې محسوس او غیر محسوس ګټورتوب له منځه ځي. د خدماتی، تفریحی، تجارتی، مسکونی، صنعتی، رهایشی او ترانسپورتی استعمال  لپاره باید غیر زراعتی زمکی وکاروو،

دوهم ) د موسمي خوړونو او بارانی اوبو د زیرمه کولو لپاره کوچنی محلی بندونه او غرني تالابونه جوړول،

دریم ) تراسبندی.

بیا هم باید خپلو نیکونو ته دُعا وکړو چې یو څوویالې او محلی بندونه او ساده تراسبندی یې کړی او تر نن ورځې موږ ته را پاتی دی کنه موږ خو په دې څلوېښتو کلونو کې د آبادي لپاره  خلی پر خلي ندی ایښی، خو ورانی مو ډیره کړې ده. اوس موږ هره ولسوالۍ  او هر کلي کې یوه ناکامورا/کاکامراد ته اړتیا لرو، دا ځل به خپله افغان ځلمی کاکا مراد جوړیږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.