له ادبیاتو زموږ برداشت

حفیظ الله غفورزی

504

يوه ورځ په ټولګي کې زموږ يوه ټولګيوال جالبې خبرې ته اشاره وکړه؛ واى له امريکا څخه يو ډاکټر راغلى و نو ما ورته وويل چې ډاکټر صايب په امريکا کې د دابياتو په هلکه بحثونه څنګه دي او خلک په کوم نظر ورته ګوري?
نو ډاکټر صايب راته کړه؛ چې هلته ټول با ادبه دي، د ادب او ادبياتو کيسې نشته.
کيداى شي دې ډاکټر له طنزه دا خبره کړي وي يا به له ادبياتو ناخبره و. خو زموږ په ټولنه کې له ادبياتو د ادب، اخلاق يا د غوره شخصيت لرونکي او د ښه رفتار کوونکي جاج اخېستل کېږي. په دې مانا که څوک ادبيات وايي نو هغه به ښه ادب زده کوي. په داسې حال کې چې د ادبياتو دنده د يوه شخص با ادبه کول نه دي يا يوازې د يوه فرد جوړول نه دي. دا خو د هر مسلک يا د علم د هرې برخې څخه د بشريت غوښتنه همدا ده چې لومړۍ له فرد څخه داسې شخص جوړ کړي چې له نالوستي سره يې توپير ړوند او کوڼ هم حس کړاى شي. نو د ادب زده کولو ځاى يوازې ادبيات نه دې او ادبيات يوازې د ادب د تبليغ ممبر نه دى.
هېڅ داسې يوه علمي برخه موږ ته اداب، اخلاق، رفتار، کردار خبرې اترې او يا هم ژوند نه را زده کوي. دا خو هغه شيان دي چې موږ يې بايد په ټولنه کې د خلکو په منځ کې زده کړو. دا به د نه منلو خبره وي چې موږ اوس هم په يوېشتمې پېړۍ کې انسان ته انسانيت ور زده کړو يا په کتابونو کې ادب او ژوند خلکو ته ور وپېژنو.
حتا تر دې چې يوه ورځ مې په تلويزون کې سهارنۍ برنامه کتله، يو ځوان په ادبياتو غږېدو خو د ادب له تعريف څخه وروسته سمدستي د ډوډۍ ادابو، د کور اداب، د لارې اداب او داسې نورو ادابو ته خبره ترې لاړه. په پاى کې پوه شوم چې موضوع يې ادبيات نه وو بلکي ټولنيز اداب وو. نو له ځان سره مې وويل چې اوس د ټولنيزو ادابو يې له ادبياتو سره څه?
عمومآ ما هم په ډېرو کتابونو کې د ادب د نورو تعريفونو سره په څنګ کې دا تعريف هم لوستى چې ادب هغه پوهه ده چې انسان له غلطۍ او يا خطا څخه ژغوري.
زه فکر کوم دا به لږه ګرانه وي چې دا تعريف موږ د ادب اصلي ماهيت ته ورسوي او هغه څه چې موږ له ادب غواړو هغه دې را وپېژني.
په تېرو وختونو کې به خلکو ادب کلمه د اخلاقو، تربيې، شرم او حيا په مانا کارولي وي.
ځکه په هغه وخت کې به له ادب څخه د خلکو غوښتنې همدا وې. مګر اوس چې په خلکو کې بدلون راغلى نو غوښتنې يې هم بدلې شوي او ادب اوس يوازې په کليو او بانډو کې نه دى پاتې، بلکې د ښار تر هر کوره رسېدلى، نو معاصرو غوښتنو ته په بل ډول ځواب وايي.
موږ که په ادب کې د نويو شيانو په لټه کې وو نو خو بايد نوى ادب ولولو او پخوانى ادب ورځ په ورځ خپل رنګ و خوند بدلوي. په اصل کې دا انسانان دي چې ځانانو بدلوي نو ادب چې د انسانانو زېږنده ده امکان دې نه لري چې انسان بدل شي او ادب همغسې په خاورو دوړو کې پاتې شي.
دا هم بايد ووايم چې په معاصر ادب کې هم ادب د اخلاقو، تربيې، شرم او حيا پيغام له ځان سره لري. مګر يوازې محدودول يې په دغو برخو کې د ادب په حق کې بې انصافي ده.
ځيني وخت خو له ادبياتو سره د مور وميرې چلند هم کېږي، چې نه بايد داسې وشي او په ټولنه کې هم ډېره په ټيټه سترګه ورته کتل کېږي. چې دا هم له علومو څخه زموږ د ناخبرۍ وجه ده. که يو څوک هر مسلک په ذوق وشوق ولولي، نو نه يوازې دا چې خپل ژوند او رتلونکى به پرې جوړ کړي، بلکې د بشريت لپاره به يې هم ستر خدمتونه کړي وي.
د علم هره برخه د پوره ارزښت وړ ده چې په نشتون کې به يې له ستونزو سره لاس وګريوان وو.
د ادبياتو په توصيف سره نغواړم نورې برخې تر پوښتنې لاندې راولم خو که ووايم چې ادبيات د ټولو علومو مور ده نو مبالغه به مې نه وي کړي. ځکه که د هرې برخې زده کړيال له خپل مسلک څخه لږ هم راووتو نو خپل ځان به ورک کړي.
خو د ادبياتو محصل چې د خپلې ټولنې له تاريخ، سياست، اقتصاد، دين او د خلکو رواني او اجتماعي ژوند څخه ناخبره وي نو په ادبياتو کې به هم ځانته لاره پيدا نکړي.
ځکه چې ادبيات ددې ټولو شرايطو سره په ارتباط کې رامنځته کېږي، وده کوي او تر نسلونو نسلونو رسېږي. له دې برخو څخه ناخبري به د ادبياتو لوست او زده کړه له ستونزو سره مخ کړي.
بله دا چې؛ د داب په هکله پخوا دوه ډوله تصور موجود و. لومړۍ دا چې ادب د ادب لپاره، دويم ادب د ژوند لپاره؛ ادب د ادب لپاره پلويانو به ويل چې د ادب کار يوازې د ښکلا او هنر سره دى بل هېڅ کومه موخه نه لرې. او ادب د ژوند لپاره پلويان بيا په دې نظر وو چې پرته د ښکلا او هنر ادب د ژوند سره نيغه اړيکه لري، ادب ژوند راښيي، او د پرمختللي ژوند لوى پيغام پکې پروت دى.
که څه هم دا ډول تصور اوس په خلکو کې ډېر نه لېدل کېږي ځکه ادب له ادبه بيلول يا ادب له ژونده بيلول به نه ادب پاتې وي نه هم ژوند.
ادب دى چې ژوند يې تعريف کړى او ژوند دى چې ادب ته يې مانا او مفهوم ورکړى.
د ادبياتو کار له ټولنې سره دى او هر هغه څه چې په ټولنې کې پېښېږي موږ ته يې په داسې بڼې وړاندې کوي چې هم خوند ترې واخلو او هم پند. ادب د خلکو په راويښولو او د ټولنې تعليمي کچې په لوړولو کې د يو رېښتيني رهبر په توګه کار کړى.
خوشحال خان د خټک په ادبي ژبې د توري رزم وبزم، د پښتونوالۍ او ازادۍ درس راکوي. رحمان بابا د اخلاقو، انسانيت او خداى پېژندنې لار را ښيي. له حميد مومند او کاظم خان شيدا څخه حسن وخيال مينه او ژوند زده کوو.
د ادب په هېنداره کې موږ د ژوند او طبعيت هغه د مينې اوښکلا ډک انځور وينو چې په عيني ژوند کې يې نشو لېداى. ادب په تخيلي توګه حقيقتونه او واقعيتونه وړاندې کوي او د هنري ژبې په درلودو سره د ژوند يو داسې انځور وړاندې کوي چې د لوستونکي احساسات او عواطف را وپاروي.
ادبيات د انساني احساساتو لکه صبر، غرور، حسادت، مهربانۍ، مينې، سخاوت، مېړانې او ريښتينولۍ په اړه خبرې کوي.
په خبرو کې چې د ادب مالګه ور ګډه شي نو د څه ويلو پرځاى مو د څنګه ويلو په درياب ورګډوي. ځکه خو وايي چې د ادب غېږه دومره پراخه ده چې هرې خبرې ته ښکلاييز او هنري رنګ ورکولى شي.
ادبيات خو ټول هغه اثار په خپلې پراخې لمن کې ځايوي چې د هنري اظهار ترڅنګ؛ ښکلاييز ذوق، تخيلي حرکت، فکري ځواک او عاطفي همدردي ولري.
بلاخره دا چې؛ هر هغه وينا چې د ويونکي احساسات، مينه، عاطفه او ښکلا پکې پرته وي که نظم وي يا نثر چې د اوريدونکي يا لوستونکي هنري تنده خړوبه کړي ادب بلل کېږي چې جمع ته يې ادبيات وايو.
د پښتونوالۍ او ازادۍ درس راکوي. رحمان بابا د اخلاقو، انسانيت او خداى پېژندنې لار را ښيي. له حميد مومند او کاظم خان شيدا څخه حسن وخيال مينه او ژوند زده کوو.
د ادب په هېنداره کې موږ د ژوند او طبعيت هغه د مينې اوښکلا ډک انځور وينو چې په عيني ژوند کې يې نشو لېداى. ادب په تخيلي توګه حقيقتونه او واقعيتونه وړاندې کوي او د هنري ژبې په درلودو سره د ژوند يو داسې انځور وړاندې کوي چې د لوستونکي احساسات او عواطف را وپاروي.
ادبيات د انساني احساساتو لکه صبر، غرور، حسادت، مهربانۍ، مينې، سخاوت، مېړانې او ريښتينولۍ په اړه خبرې کوي.
په خبرو کې چې د ادب مالګه ور ګډه شي نو د څه ويلو پرځاى مو د څنګه ويلو په درياب ورګډوي. ځکه خو وايي چې د ادب غېږه دومره پراخه ده چې هرې خبرې ته ښکلاييز او هنري رنګ ورکولى شي.
ادبيات خو ټول هغه اثار په خپلې پراخې لمن کې ځايوي چې د هنري اظهار ترڅنګ؛ ښکلاييز ذوق، تخيلي حرکت، فکري ځواک او عاطفي همدردي ولري.
بلاخره دا چې؛ هر هغه وينا چې د ويونکي احساسات، مينه، عاطفه او ښکلا پکې پرته وي که نظم وي يا نثر چې د اوريدونکي يا لوستونکي هنري تنده خړوبه کړي ادب بلل کېږي چې جمع ته يې ادبيات وايو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.