د اولمپيک له لوبو څخه د سياسي استفادې فرهنګ

ليکوال: حميدالله بسيا

633

د لرغونپوهانو او تاريخپوهانو په باور اولمپيک لوبې  په لرغوني یونان کې ترسره کېدې، په پخوانيو وختونو کې دې جشنونو او نمانځلو مذهبي رېښه لرله او د  لرغوني يونان د ارباب النواعو او الهه وو د مشر (زيوس) د خوشحالي لپاره به د المپيا پرغونډۍ ترسره کېدلې ، په  لرغونو زمانو کې ددې لوبو لوبغاړي او ترسره کوونکي هغه شتمن خلک وو چې وزرشي کارونه ته یې کافي وخت او پوره شتنمي درلودله. هرڅلورکاله وروسته به ترسره کېدلې او پیل یې له ۷۷۶ قبل الميلاد څخه شوی وو.

د اولمپیک لوبو د لومړي ځل راپیل کېدو په اړه بېلابېلې افسانې شتون لري، ځينې وايي چې هرکوليس Hercules چې په يوناني اساطيرو کې نيمه رب النوع و، هغه د خپلو بې ساري فتوحاتو د نمانځې لپاره دا لوبې رامنځته کړې او د بلې افسانې له مخې زيوس او کرونوس Kronos په خپل منځ کې د المپيا د مشري پرسر جګړې پيل کړې او په پای کې چې زيوس بريالی شو نو په همدې بنسټ د اولمپيک لوبې د هغه د بريا د نمانځلو او يادولو په پار هر ۴ کاله وروسته ترسره کېدې.

په لومړيو کې دا لوبې يوازې منډې وهل پکې شامل وو، پيا وروسته پکې غېز ايستنه، سوک وهنه او ټوپ وهنه هم ور اضافه شوه . لوبغاړو پکې په انفرادي ډول شرکت کاوه،  نه د يوې سيمې او ناحيې له طرفه.

په نولسمه پېړۍ کې د کورتيوس به نامه يوه جرمني د المپيا د غونډۍ په لمنو کې د تاريخي اثارو د پلټنې په پار کيندنې کولې چې او ډېر جالب اثار یې کشف کړل چې ددې لوبو د بيا راژوندي کولو فکر او هيلې یې قوي کړې او د بيربارون دوکويرتن د نورو ملګرو په ګډه په ۱۸۸۹ کې په پاريس کې يو ناسته جوړه کړه او د نويو اولمپیک لوبو بنسټ یې کېښود

په معاصر تاريخ کې له ۱۸۹۶ زېږديز کال څخه رسما له اتن ( د یونان له پلازمېنې) راپیل شوې او هرڅلور کاله وروسته په مسلسل ډول د نړۍ په يوه هېواد کې ترسره کېږي او يوازې دری ځلې د لومړۍ نړيوالې جګړې او دويمې نړيوالې جګړې له امله قضا شوې دي.

خو له شروع کېدو سره سره پکې د سياسي استفادې فرهنګ هم را پيل شو، يانې د اولمپيک په تاريخ کې  په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې د لندن اولمپيک لوبې لومړی ځل  په سياسي مسايلو کې راونغښتل شوې چې د پيل په مراسمو کې بايد د هر هېواد لوبډلې په ميدان کې د سټېج له مخې تېرې شوې وای او د انګلستان پاچا اووم ايډوارډ ته یې د درناوي په خاطر د خپل هېواد بيرغ ښکته کړی وای خو چې وار د امريکايي ورزشي ډلې ورسېده د هغوی د ډلې بيرغچي د خپل هېواد بيرغ ښکته نه کړ او ويې ويل نه غواړي چې هيچاته د خپل هېواد بيرغ ښکته کړي. له همدې پېښې وروسته دادی ۱۱۵ کاله تېرېږي خوا لا هم خلک په دې فکر دی چې ايا ورزش له سياست څخه جلا دی ايا جلا بايد اوسي ايا د جلاوالي امکان یې شته او که نه؟

 ځکه ځينې وخت هغه ورزشکاران چې د سياسي اهدافو لپاره یې ځانګړي کارونه کړي دي دومره محترم ګڼل شوي چې مجسمې یې جوړې شوې او ځينې وخت سياسې لېوالتيا په ورزش کې د ورزشي ارزښتونو پر ضد ګڼل شوې ده.

په همدې ۱۹۰۸ کال ايرلنډيان ددې په غبرګون کې چې د برتانيا لخوا مستعمره شوي وو او ازادي یې پر رسميت نه پېژندله او نه یې د ايرلنډيانو خپلواکي منله، ايرلېنډيانو داولمپيک لوبې تحريم کړې.

لومړی نړيوال جنګ د نړۍ مشهورې لوبې (اولمپيک لوبې) په بشپړ ډول تر اغېز لاندې راوستې وي او همدا غټ لامل و چې د ۱۹۱۶ اولمپيک لوبې ونشوې.

په ۱۹۲۰ کې د اولمپيک لوبې پيل شوې  خو په جګړو کې بريالیو هېوادونو هغو هېوادونو ته چې په جګړو کې یې ماتې خوړلې وه په اولمپیک د ګډون اجازه ورنه کړه.

په ۱۹۳۶ کې (له دويم نړيوال جنګ) دری کاله مخکې په جرمني کې اولمپيک لوبې وشوې چې هېټلر پکې یوازې جرمني لوبغاړو ته چې لوبې يې ګټلې وي د بريا مبارکي ورکړه او نورو ته یې توجه قدرې هم ونه کړه چې بيا د اولمپيک کمېټې ترې وغوښتل چې یا ټولو برياليو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او يا هيچاته هم مبارکي مه ورکوه هغه دويم انتخاب وټاکه او هيچاته یې هم مبارکي ور نه کړه. او د مډالونو له وېشلو مخکې یې لوبغالی پرېښود ځکه نه یې غوښتل کوم غيرجرمني لوبغاړي ته دهغه د بريا مبارکي ورکړي.

د ۱۹۵۶ اولمپيک لوبې هم همداسې تر سياسي انډوخر لاندې وې ځکه په دې لوبو کې (تايوان) ته چې چينايانو خپل خاوره ګڼله ، په اولمپیک لوبو کې مستقل ګډون اجازه ورکړل شوې او چين له همدې امله دا لوبې تحریم کړې وې. مصر، عراق او لبنان هم ددې له امله چې اسرايلو ترې د سينه ټاپو نيولی وو په دې لوبو کې د اعتراض په ډول ګډون ونه کړ.

همداسې د مونيخ د ۱۹۷۲ کال لوبو کې د فلسطينانو لخوا اسرايلي ورزشکاران يرغمل شول  او څو کسان پکې ووژل شول د سياسي کېدلو او خونړي کېدلو يو بله مهم پېښه شوه.

د ۱۹۸۰ زېږدي کال د ماسکو د اولمپيک لوبې چې د افغان شوروي د جګړې تر تاثير لاندې وې ، امريکا او غرب نه غوښتل چې د اولمپيک لوبې دې په ماسکو کې وشي ځکه چې شوروي په افغانستان کې نظامي حضور درلود ، او د امريکا په شمول ځينو هېوادونو دا لوبې تحريم کړې وې ، جالبه یې دا وه چې خپله د افغانستان داولمپيک د لوبو لوبغاړو په دې لوبو کې حضور درلود او تر پايه په دې لوبو کې پاتي وو.

نو د اولمپيک د تېر څه باندې سل کاله تاريخ ته په پام سره په هره  دوره کې هڅه شوې ده چې له نړيوالو لوبو څخه هېوادونه دسياسي استفادې په توګه کار واخلي او په يو ډول یې تر خپل فشار او نړۍ ته د غږ رسولو يوه وسيله وګرځوي په دې وروستيو کې د۲۰۲۴ کال د اولمپيک لوبو لپاره تياری روان دی او تمه ده چې دا لوبې به د فرانسې په پاريس کې يو کال وروسته په ۲۰۲۴ کې ترسره کېږي د روسيې  او د بلاروس لوبغاړي پکې له ګډون څخه منع شوي دي او دوی نشي کولای په دې لوبو کې ګډون وکړي.

داسې ښکاري چې په تدريج سره د اولمپيک پر لوبو د سياست سيوري پراخېږي او دا لوبې چې هر څلور کاله وروسته په نړيواله کچه  په خورا لېوالتيا او جذباتو ترسره کېږي په مرور د زمان سره د سياست ښکار کېږي او هر هېواد او هر سياسي نړيوال ايتلاف چې زور او ځواک لري اولمپيک به تر خپل تاثير لاندې راوړي او د اولمپيک هغه نړيوال شهرت او محبوبيت چې د خلکو په منځ کې یې لري د کم رنګه کېدو پر خوا روان دی او هغه لېوالتيا چې خلکو به ورته شېبې شمېرلې او تياری به یې ورته کاوه په تدريج د زمان سره  کمېږي او لکه د خلکو د  ژوند هر اړخ چې د نړيوالو زبرځواکونو د کشمکشونو ميدان ګرځېدلي د اولمپیک لوبې یې هم  تر خپل بدرنګ فشار لاندې راوستې دي او بيا به کرار کرار د دوو او څو هېوادونو خپلمنځي لوبې هم تر تاثير لاندې راوړي او هرڅه به د نړيوال سياسي سرطان تر سرطاني غدو لاندې راشي او د لوبو، ورزشو ، او د ژوند په هر اړخ کې سیاست او سياسي برتري ورو ورو داخلېږي او ورزش چې د سات تېرې، روغتيا، د ملتونو تر منځ د نږدېوالي او سکښت وسيله ده د نړيوال سياست تر ناولي سيوري لاندې راتلونکې دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.