پر ادبیاتو خبري: خوب او خیال د لاشعور د نړی چاود لرونکي دروازې

همت عمرزوی

668
پر ادبیاتو خبري:
 خوب اوخیال د لاشعور د نړی چاود لرونکي دروازې
د شاعر او د رواني زمانې اړیکه نېغه او حتمي ده، دده د شعر د چيني رڼي اورواني اوبه د خپل زمان اومکان له خروشانه تخیلي، فکري اوشعوي سردرواو سرچشمو څخه د الهام تومنه اخلي، هو دا طبیعي تسلسل ادامه مومي او د شاعر د ذهني دنیا تحتِ شعورته لاره پيداکوي، دده دغه مخروبه اونافتحه سوي دنیا عجیبه عجیبه نورازه او پٌررازه د شعري سوژو ذخېرې اوجزېري لري، د شاعر انسان دغه دنیا دده له شعوري اوغیرشعوري ریاضته په امن او آرام کې نه ده، دی د یو متفحص اومتجسس تلوسه درلودونکي موجود په توګه په ډېره بيړه غواړي چې د شعور تردېوالو ورهاخوا ددغه ناليدلي اوناتجربه کړي نړی غلچکي مشاهده اوځيرنه وکړي، دی په خپل درون کې د يوې همیشنی ورکي په لټون پسې داسي سرګردان اولالهاند دی چې هره ذهني تجربه ترسره کوي لایې هم بسنه او اقناع نه پرې کېږي، او د خپلي اورنی تلوسې پر ګرمېدلو د لا تندي تلواري بڅرکي پاشي، دغه تانده تنده يې د لاشعور د دنګو دېوالونو د چاودو اودرزونو نندارې ته په بیا بیا دروي.
شاعر د خپل تېرکړي ژوند د بیابیا را د سره کېدو اوتجربه کېدو ناپایه تلوسه لري، ددغه چارې د ترسره کېدو لپاره خوب اوتخیل ته پناه ور وړي، خوب دده د زړه په خوښه ځواني نه ورسره کوي، او دی د څوشېبو لپاره د آرماني دنیا پر وره وربرابر کړي ولي داشېبه لکه د آسمان پرمخ د برغکي مثال لري، څو چې دده د زړه سترګي پرې خوږې سي هغه بیا بېرته دی د خلا توري پردې ته ودروي! نوبنا” دده ته پرته له یو حسرت او آرمانه بل څه په لاس نه ورځي، ولي د یو بې اختیاره غیرمادي لذت سبب يې کېدلای سي او ددې سره جوخت د تللي مسافر(تېرژوندبیاتداعي) د هجر په تاثرکې د یو مازوخیزم شعري کیفیت هم ورته رامنځ ته کوي.
پایله اولنډون:
هرانسان لاشعور لري ولي د شاعر انسان د لاشعور سره ګډي تجربي اوذهني کشمکش ترعادي وګړو زیات وي، او دا زیاتوالی ددې سبب کېږي چې دده  شعري دنیا هم د خپل سینګار توکي ورڅخه غیچ کړي! ځکه ددې دنیا منظره د سترګوپه رپ کې ده او د شاعرانه ځيرني پرته يې د نندارې موقع په دغسي انداز د چا په لاس نه ورځي، شاعر کولای سي چې د لاشعور د تجربو یو نوی اونورازه انځوریز البوم خپلو مخاطبینوته وړاندي کړي.
هلته دا چاري چلېده نه لري.
دغه هنداري هيڅ لیده نه لري.
هلته د بلي تندي جل جلوې کا.
د نفس کوکاري اوریده نه لري.
په پېرزوینه اودرناوي.
٢\٣\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.