افغانې ملالې

سوله صافۍ

463

افغان ملالې زړه نه جوړه شوې هديره ده
هر ارمان يې زړه کې ښخ دى په سرو وينو آلوده ده

د تحصيل حق يې سلب دى
هم له زده کړو دي محرومې
هر چا تر خپله وسه
رانيولې دي مظلومې
چا اخيستى ترې قلم دى چا اخيستې کتابچه ده

نه يې خوب شته نه آرام شته
نه يې درد لره درمان شته
هر ارمان يې خاورې شوى
نه يې څنګ کې خپل جانان شته
د ښوونځي ورونه يې بند دي ذوالجلال ته په سجده ده

د رواج په تار کې بند دى
د افغان نجونو ژوند دى
کار دې نه کړي خير دې غواړي
عمر نه دى ځنکدن دى
سرګردانه خپل وطن کې له مودو نه بې دمه ده

رالوې شوې لوپټه کې
حيادارې پښتنې دي
اوسېدلې په پرده کې
بې وزرو پرېښتې دي
د وطن او تعليم مينه يې په تن باندې خوره ده

مکتبۍ مو هنرمندې
له درد جوړې ترانې کړې
خداى ورکړى حق ترې اخلي
ملا جوړې بهانې کړې
نه شاعره نه يې شعر زده د ساپۍ د حق ناره ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.