دا وطن به خراسان نشی

محمد داؤد مومند

371

                             دا وطن به خراسان نشی

                               نر پښتون ته خطاب!

پښتونه ستا د  ببر سر، د  لوڅو خپو  نه  قربان

ستا د غیرت، ستا د ایمان، ستا د پښتو نه قربان

ته د غیرت، ته د همت، ته د عزت شمله یی

د اباسین د تلاطم  او د هیبت  څپه  یی

د ابدالی او د غرزی د صلابت شمله یی

د افغانی ننګ او ناموس د حمایت وسله یی

                       ستا د پښتو او پښتونوالی، ولولو نه قربان

                      ستا د غیرت، ستا د ایمان، ستا د پښتو نه قربان

وطن دی پاک له فرعونانو، نمرودانو نه کړ

حرم دی پاک له بت پرستو بتګرانو نه کړ

شیطان صفت، ابلیس ضمیره سقاویانو نه کړ

د جمعیت او د نظار د غدارانو نه کړ

…..

نوره د دیورند او د خنجان ډرامه ختمه ده

نوره د پنجاب او د تهران برنامه ختمه ده

دا د بت شکنو، احمد شاه ابدالی وطن

نوره د پنجشیر د قهرمان افسانه ختمه ده

               ځار دی شم پښتونه ستا د توری نښانی وینم

                وینه د ځوانانو کی موجونه د سیندو وینم

درز مو د هیبته لا په زړه د هندوستان کی دی

تاج مو د شاهۍ ژوندی مثال په اصفهان کی دی

مور، پری بوره شوی، چی په چپه چا کتلی دی

برم د  تندرونو،  په آواز د هر افغان کی دی

…..

دلته لوی انګریز شو مات، امریکن ورځنی تللی دی

دلته سکندر پچاړ، ایران تری تښتیدلی  دی

روس مو غر په غر، پدی وطن کی ډزولی دی

زړه مو د دشمن تل په خنجر باندی څیرلی دی

                دا د عقاب ځاله، د آسمان سره ټکر وهی

               کور دی د زمریانو افغانان په کی سنګر وهی

تا چی زموږ ننګ ته، ستمیه، بد کتلی دی

وینه د غیرت مو په رګو کی خوټيدلی دی

مړی په کفن کی له قبرو را پا څیدلی دی

تا غوندی ګیدړ مو تر کولابه زغلولی دی

           دا د لوی خوشحال او د میرویس او ابدالی وطن

          دا د  نادر خان او محمد ګل مومندی وطن

ځاله د عقاب کی، ټپوسان ایساریدی نشی

ډله د زمرو کی ګیدړان خو ګډیدی نشی

اور دی او لمبی دی هری خواته زلزلی وینم

شخړه د توفان کی تور مچان خو بونګیدی نشی

                 دا افغانستان دی دا وطن به خراسان نشی

                لُو، می د پښتو ده افغانان به غلامان نشی

د عروضی نیمګړتیاو نه معذرت غواړم

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.