د ژوند مانا څه ده؟

سید عبید الله نادر

596

یو نانی فیلسوف داکټر پا پا دروس د خپلي و ینا په آخره کې ، چې وینا یې ختمه شوه ،نو زده کونکو ته یې مخ راواړاوه چې سوال لرئ ؟

یو تن د شاګردانو څخه د رابرت فولګام په نامه ترې پښتنه وکړه: چې ښاغلي استاذه د ژوند مانا څه ده؟

ځینو شاګردانو ته چې دا سوال ډیر عجیب و بریښیده ، نو ډیر یې و خندل ،خو پا پا دروس استا‌ذ زده کونکي سکوت او آرامتیا ته راوبلل ،وروسته یې یوه جیبی وړه بکسه د خپل له جیبه څخه راویستله او د هغي په داخل کې یې و پلټله او ترې یوه کوچنۍ او ګِرده هنداره یې راویستله ، او زده کونکو ته یې وویل :کله چې زه کوچنی وم ،په هغه وخت کې جنګونه ول ، او مونږ ډیر فقیران وو ،او د ښاره لیري په یوه پرته سیمه کې مو ژوند تیراوو ،یوه ورځ د سړک پر غاړه ،یو څو ټوټې ماتي آیینې چې د یوه ټکر شوي موټر سایکل څخه پاتي وو ، د هغي ماتي هیندارو څخه می یوه برخه واخیسته ،او تیږو په واسطه می ښه و توږله ،تر څو منظمه او ګرده می کړله ،او همدا هنداره ده چې تاسی یې اوس زما په لاس کې وینئ ،او وروسته می ددي سره لکه د لوبی اسباب لوبی پیل کړې ،او د دې سره لوبی او لمر ته یې نیول ، او د لمر د نور انعکاس په تیاره سوریو کې یا د دیواله کنجونوکې یا په کوټو او تیاره ځایونو کې چې هلته رڼا نه رسیده ،له دې لوبې نه می خوند اخیسته ،دا چې د دې هندارې په واسطه می کولای شول ،چې ډیر تیاره ځایونه ، اجسامو او مکانونه پری روښانه کړم ،دې پر ما ډیر تأثیر کړی وو ، او زه یې د دې کار تر تأثیر لاندی راغلی وم ، چې د دي حالت ستاینه او شرح ګران کار دی ،چې لوی شوم په دي پوه شوم چې دا د وړکتوب یوه لوبه نه وه ، بلکه لارښونه د راتلونکی ژوند په هکله وو ،تر څو وکړای شم ،چې هغه کارونه سر ته ورسوم ،وروسته په دي پوه شوم ، چې په اصل کې خپله رڼا او یا د هغي سر چینه نه یم ،بلکه رڼا په بل عبارت حقیقت او د پوهی درک ، دا په بل ځای کې دی ،فقط یواځي کولای شم هغه وخت د دنیا تیاره کونجونه روښانه کړم ،چې زه د هغي انعکاس اوسم ،زه د داسي یوې هندارې یوه ټوټه یم ،چې د هغي د طرحي او واقعی بڼې او شکل ،څخه پوهه نه لرم ،خو د دې با وجود کولای شم ،رڼا د دنیا تیاره کونجونو  او تیاره ځایونو ته ولیږم ،او په ځیني انسانانو د بدلونونو سبب و ګرځم ،شاید چې نور هم دې کار ته پام راواړوې او همدا کار سر ته ورسوې ،او دا هغه کار دی ، چې یقینأ او دقیقآ د هغي پسي یم ،او دا زما د زندګي معنی ده ، ډاکتر د خپل درس په آخره کې خپله آئینه  په لاس کې ونیوه ،او دهغي په واسطه یې د لمر وړانګي چې د ټولګي د ننه پریوتي وو ،د هغي نه یې انعکاس کړل ،او ټولګي پر میزونو چوکیو او زما په لاسونو یې وړانګې وزغلولي ، او وي ویل : کوم ځای کې چې تیاره او ظلمت وي هلته رڼا یوسو ،چیرته چې هیلي نشته هلته هیلي یوسو ،په هغه ځای کې چې دروغ وي رشتیا یوسو،په هغه ځای چې ظلم وي عدالت یوسو ،په هغه ځای کې چې کرکه وي ،محبت یوسو ،او په هغه ځای کې چې جګړه وي ، سوله او انسانیت یوسو ،او دا ده ډیره ساده معنی د (ژوند)

د فیسبوک د فارسی مطالبو څخه زده کړه او پښتو ادب ته یې ژباړه ژباړن سید عبید الله نادر

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.