نور احمد لکڼوال؛ د ګوجرات لوبډلې کوه نور

621

په سږني ای پي اېل يا د هند کرېکټ غوره ليګ کې د نورو کلونو په څېر دا ځل هم افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، خو يوه ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال تر نورو ډېر د نړيوالو پام ځان ته ور واړاوه.

نور احمد لکڼوال

۱۸ کلن نور احمد لکڼوال، چې هندي مينه وال يې “کوه نور” بولي د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره لوبېږي او د يادې لوبډلې په برياوو کې يې د بل افغان لوبغاړي راشد خان تر څنګ ډېر مهم رول درلود.

د ګوجرات لوبډلې کپتان هاردېک پانډيا وايي، لکڼوال کم عمره دی، خو تکړه دی او ډېر توپ وهونکي يې بال نشي لوبولی.

نوموړی وايي، “راشد خان او نور احمد دواړه په يوه ژبه [پښتو] خبرې کوي. له راشد پرته بل غوره څوک نشته چې نور ته لارښوونه وکړي. دوی ښه پوهېږي چې څه وکړي، که اړتيا وي زه ورسره خبرې کوم خو ډېری وخت دوی پوهېږي چې څه وکړي.”

ځينې بيا وايي نور احمد له دې امله هم بريالی دی چې له راشد خان سره په يوه ټيم کې لوبېږي. نور احمد خپله هم وايي، له راشد يې ډېر څه زده کړي دي.

نوموړي د يوې مرکې په ترڅ کې د دې يادونه کړې او وايي، “له تېر يوه کال راهيسې له راشد خان سره کار کوم، په ګوجرات لوبډله کې ورسره يم او ډېر څه مې ترې زدکړي.”

د نور احمد په وينا، “کله مې چې د راشد خان بالېنګ ولېد ډېر ترې متاثره شوم او بيا ما هم غوښتل چې د ده په څېر بالر شم.”

کرېکټ

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

راشد خان بيا نور احمد داسې لوبغاړی بولي چې تل هڅه کوي يو څه نوي زدکړي. دی وايي نور احمد فرصت تر لاسه کړ او د ګوجرات په لوبډله کې يې خپله وړتيا ثابته کړه.

د راشد خان په وينا، نور احمد د روغتيا او فېټنېس خيال ساتي او د هرې لوبې په تېرېدو سره ښه کېږي.

ګوجرات لوبډلې نور احمد لکڼوال په درې ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۳۵ زره امريکايي ډلره کېږي پېرلی و. سږ کال يې د ای پي اېل په ۱۳ لوبو کې برخه لرله او ټولې ۱۶ وېکټې يې واخيستې.

نور احمد د ای پي اېل تر څنګ په نورو ليګونو کې هم لوېدلی دی. دی تر ټولو کمکی لوبغاړی و چې د استراليا په بېګ بش سياليو کې ولوبېد او هلته يې هم ښې لاسته راوړنې يې ولرلې.

نوموړي د پاکستان په سوپر ليګ کې له کوټې ګلډيېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېدلی. د بېګ باش سياليو کې د مېلبورن رېنېګېډ او کرابين ليګ کې د سېنټ لوشيا کېنګز د لوبډلې برخه و.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي هيله من دي چې نور احمد به په ای پي اېل کې لا ښه شي.

د افغانستان ملي لوبډلې مرستيال روزونکی رئيس احمدزی په وينا، نور احمد به د نړيوال کرېکټ يو لوی ستوری شي ځکه لوړ طبيعي استعداد لري.

کرېکټ

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

نوموړي له بي بي سي پښتو انلاين سره په خبرو کې وويل، “کله چې نوموړی د ۱۹ کلنو په لوبډله کې له ما سره و، هغه مهال مې ويلي وو چې دی ډېر لوړ استعداد لري او د نړۍ په ډېرو ليګونو کې به ولوبېږي.”

رئيس احمدزی په ای پي اېل کې د نور احمد ځلېدل د افغانستان د کرېکټ لپاره ښه خبر بولي او وايي، “د نړۍ په ليګونو، په ځانګړې توګه د هند غوره ليګ کې د نور احمد لوبېدل د افغانستان کرېکټ او ځوانانو لپاره ښه زېری دی.”

په سږني ای پي اېل کې افغان ستوري راشد خان هم ګڼې لاسته راوړنې لرلې او ښه وځلېد.

نوموړي په ۱۷ لوبو کې ۲۷ وېکټې واخيستې چې په يوه لوبه کې يې د ۳۰ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.

د راشد خان ترڅنګ فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدراباد، نوين الحق له لکنو سوپر جاينټس او رحمان الله ګوربز له کلکته نايټ رايډرز سره لوبېدل چې هر يوه مهمې لاسته راوړنې لرلې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.