د لېکنښو کارونه

بلال صافی

690

لنډیز: د لوی څښتن سپېڅلي تعالی په سپېڅلي نامه چې ډېر غفور او رحیم دی، لیکنښې چې په ليکوالۍ کې یوه ډېره مهمه موضوع ده، او د یوې لیکنې اساس هم شمېرل کېږي، نو دې موضوع ته باید ډېره دقیقه پاملرنه وشي، که چېرته موږ په لیکنه کې دې موضوع ته دقت و نه کړو زموږ لیکنه به د لیکوالۍ له اصولو سره په ټکر کې وي. بالخصوص هغه کسان چې ادیبان وي او غواړي چې یو ادبي اثر ولیکي باید د ليکوالۍ اصول په سمه توګه مراعت کړي. په لیکنه کې د لیکنښو مناسبه کارونه د لیکنې نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت، ښکلا او مناسبوالی ښيي او د افاهم لپاره يي پیغام په سمه توګه افاده کولای شي. دا چې مطالعه د انسان د ذهني تقویې، د معلوماتو ډېرېدو او د بشري ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي نو زه خپل ډېری وخت د مطالعې لپاره ځانګړی کوم، د مطالعې په جریان کې مې ولیدل چې ډېری لیکوالانو په خپلو لیکل شویو اثارو کې د لیکنښو کارونه په سمه توګه نه وه مراعت کړې او دې برخې ته يې په هغو سترګو نه وو کتلي چې باید يې ورته کتلي وای، په همدې اساس ما وغوښتل چې په یاده برخه ( ليکنښو ) کې يوه څېړنيزه علمي مقاله ولیکم تر څو د لیکوالانو ستونزې تر ډېرې کچې حل او لیکنه ښکلا، جزابیت، هنریت او مناسبوالی پیدا کړي. د بېلګې په ډول که چېرته پر سړکونو ترافیکي نښې (علامې) شتون و نه لري نو موټر چلوونکی به له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وي او حتا خپل او د سوارلۍ ژوند به يې هم په خطر کې وي. نو د یوه لیکوال لپاره هم په لیکنه کې لیکنښې همدومره اهمیت او ارزښت لري. که زیاتی و نه کړم نو دا ویلی شم چې د لیکنښو نا مناسبه کارونه د لیکوال حیثيت تر پوښتنې لاندې راولي. او مناسبه کارونه يې لیکوال ته لوړ حيثیت ور کولای شي. په لیکنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول، تشریحي او تحلیلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده، له هر کتاب نه چې موضوع اخیستل شوې ده، زما خپل تحلیل او تفسیر هم پکې شته.
موخه: له دې مقالې څخه مې موخه په لیکنه کې د ليکنښو سمه کارونه ده، تر څو د لیکنښو مناسبه کارونه په ټولو لیکنو کې دود شي.
بنسټيز/ کلیدي اصطلاحات: د پوښتنې نښه، درې ټکي، دوه ټکي، شارحه، کامه، وړه کرښۍ…
سریزه: هر لیکوال چې کتاب یا علمي مقاله لیکي هتمن یو مقصد یا مرام لري، زما هم موخه یا هدف ددې مقالې څخه دا ده چې د وطن تنکیو ځوانانو، درنو استادانو، د ګران هېواد ګلالیو لیکوالانو او په ځانګړې توګه خپلې خوږې او مورنۍ ژبې ته د زړه له تله په ډېره څپانده مینه خدمت وکړم، او له ځانه داسې يو څه په میراث پرېږدم چې د هېواد نازولو بچیو ته، د لیکنې د ستونزو د حل په برخه کې خورا ګټور تمام شي. په دې برخه کې ډېر کتابونه او علمي مقالې لیکل شوي دي، کله چې ما د یو محصل په حیث نوموړي کتابونه او مقالې ولوستې، په ریښتیا چې ډېر په زړه پورې او زما د خوښې وړ مفاهيم پکې پراته ول. خو په نوموړو کتابونو او مقالو کې ترتیب او تنطیم ته په سمه توګه پاملرنه نه وه شوې، او بل دا چې ما داسې یوه منبع هم پیدا نه کړه چې له، لس/ دولس ډوله لیکنښو نه دې پکې د زیاتو ليکنښو يادونه شوې وي. په همدې اساس ما وغوښتل چې په ياده برخه کې یو ډول ابتکار وکړم او د لیکنښو ډېر ډولونه په ځانګړې توګه هغه لیکنښې را واخلم چې په پښتو متن کې يې د استعمال او کارونې ځایونه ډېر دي. تر څو زموږ متن پرې تقریبآ په پوره ډول تنظیم او برابر شي. نو هوډ مې وکړ چې خپل مات او ګډ قلم په ډېر شوق او علاقې سره وچلوم، تر څو خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر او ویاړ وګرځم. د دې مقالې په بشپړولو کې مې له ځینو مهمو اثارو او کتابونو څخه استفاده کړې ده، چې د ځینو کتابونو لکه: معاصره لیکوالي، لیکوالي املاء و انشاء، مونوګراف لیکنه او سمینار، پښتو ژبه او ادبیات، د لیکوالۍ اصول او داسې نور د یادولو وړ دي.
لیکنښې څه شی دي؟
لیکنښې یو شمېر علامې دي چې د نا خپلواکو کلمو یا اداتو په څېر په ځانګړې توګه معنا نه لري، خو که په لیکنه کې هره یوه پخپل ځای و نه کارول شي، لیکنه به هغومره خوندوره نه وي، له بلې خوا به لوستونکي د لوستلو پر مهال ډېرې تېروتنې ولري. که دغه نښې او علامې په لیکنه کې په خپل ځای وکارول شي نو له یوې خوا به لیکنه خوندوره او معنا لرونکې وي او هم به ترې لوستونکي ژر مطلب اخیستلی شي او له بلې خوا به په لوستنه کې د لوستونکو د تېروتنو مخه نيول شوې وي( جمیل، ۲۰۲۰).
یادونه : د لیکنښو زده کړه د هر چا په ځانګړې توګه د لیکوال او لیکونکي لپاره ډېره اړینه ده، که نه نو لوستل او لیکل به مو له تېروتنو او نیمګړتیاوو خالي نه وي( هماغه اثر، ۲۰۲۰ ).
د لیکنښو قراردادي ځانګړنه: په نړۍواله کچه یو ډول نښې دي چې بايد د ليکنښو په نامه د یوه ځانګړي سمبول په بڼه وکارول شي. په انګليسي ژبه کې ورته ( PUNCTUATION)، په دري کې (علامات )، او په پښتو کې ورته لیکنښې وایي، په لیکنه او لوستنه کې خورا ارزښت لري چې باید له پامه و نه غورځول شي( هماغه اثر، ۲۰۲۰ ).
د لیکنښې سمبولیکه ځانګړنه: د کلمو او جملو د مناسبوالي اوځانګړوالي په موخه لنډه ټاکل شوې نښه سمبول ګڼل کېږي( هماغه اثر، ۲۰۲۰).
د لیکنښو ارزښت: په لیکنه کې د لیکنښو مناسبه کارونه د لیکنې نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت، ښکلا او مناسبوالی ښيي او د افاهم لپاره يي پیغام په سمه توګه افاده کولای شي. لوستونکی د لیکنې اصلي موخه پیداکوي او تر پایه یې ساتلی شي، لیکنه ورته په زړه پورې او نه ستړې کېدونکې وي، د ليکوال په لوړ مهارت قضاوت کوي او د نورو لیکنو لپاره يي په لېوالتیا سره انتظار باسي چې دا د هر لیکوال لپاره تر ټولو با ارزښته هیله ده( هماغه اثر، ۲۰۲۰).
د لیکنښو د نه کارونې زیان: د یادو شوو ارزښتونو بر خلاف به یوه لیکنه له نظم، وضاحت، هنریت، جزابیت، ښکلا او مناسبوالي له پیدا کېدو بې برخې وي، ورسره به د لیکوال موخه او پیغام رسونه ناکامه شي. که لیکنه بې خونده او بې نظمه وي، لوستونکی ستړی کوي، او نه یواځې دا چې لیکنه به و نه لولي؛ بلکې د لیکوال د نورو لیکنو له لوستو به زړه تورن شي ( هماغه اثر، ۲۰۲۰).
د لیک نښو د زده کړې اساسي هدف: د لیک نښو د زده کړې اساسي هدف، د جملو او عبارتونو د مفهوم، وضاحت او صراحت دی. دا نښې موږ په دې پوهولی شي چې د یوې جملې کلمې څه راز څنګ په څنګ ولیکو چې په اسانۍ سره ترې معنا واخیستل شي. د ښوونکو د روزنې د زده کړندویانو لپاره د لیکنښو زده کړه او تدریس ځکه اړین او ارزښتناک دي چې دوی د ښوونځیو راتلونکي ښوونکي دي، د همدې نښو پېژندل او پر ځای کارول به دوی په لوستلو کې له تېروتنو څخه وژغوري، د دغو نښو په مرسته به دوی وکولای شي چې په لوستنه کې د تم کېدو او نه تم کېدو ځایونه وپېژني او په دې‎ به پوه شي چې په کوم ځای کې بشپړ ودرېږي او ساه واخلي، کومه کلمه جلا ولیکي او کومه کلمه په بلې پورې وتړي په لیکنه کې د ګڼو کیفیتونو لکه حیرانتیا (تعجب)، پوښتنې، ندا، خطاب، تمسخر(ملنډې) او داسې نورې څرګندونې د همدغو لیکنښو په راوړلو سره کېږي. لیکنښې تقریبآ د نړۍ په ټولو ژبو کې په ليکنه کې کارول کېږي، خو توپير يې دا دی، چې په ځینو ژبو کې یې ممکن بڼې توپیر ولري او یا د شمېر له مخې په یوه ژبه کې تر بلې ډېرې وي، اوس به لنډو ټکو کې هغه لیکنښې او د هغو د استعمال ځایونه له بېلګو سره در وپېژنم چې په عامه توګه د نړۍ په ټولو پرمختللو او علمي ژبو او په ځانګړې توګه په پښتو او دري ژبو کې یې استعمال او کارونه دود ده (¬ نبي، ۲۰۱۶).
د لیکنښو ځینې ډولونه
ټکی (.): ټکی د بشپړې درېدا په هدف کارول کېږي، مانا دا چې کله جمله یا پاراګراف ختمېږي په پای کې یې ټکی کېښودل کېږي. لکه: فوادالله نیازی سږ کال د کانکور په ازموینه کې د لغمان پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو( ممتاز، ۱۳۹۸. ۹۲ ).
د ټکي د استعمال ځایونه په لاندې ډول دي
له مخففاتو وروسته راځي. داسې پېښيږي چې د نامه د تکرار او یا یې د اوږدوالي له پلوه نوم نشي راتلی. په دغه وخت کې یې مخفف شکل لیکل کېږي، چې تر دغه هر لنډ شوي شکل وروسته د ټکي ایښودل ضروري کار دی؛ لکه:
ـ م.م.م( د ملګرو ملتونو موسسه )
ـ خ.خ.ن.( خوشحال خان )
ـ پ.ر.و.ن(پیرون روښان )
همدارنګه ټکی ( . ) د خبري او امریه جملو په پای کې بشپړه درېدنه ده، چې د جملې استقلال ښيي لکه : پیغمبران د ځمکې پر مخ د خدای (ج) حجت او د خلکو په منځ کې د حق غوره استازي دي( زغم، ۱۳۹۴. ۲۴۹ ).
ټکی د بیانیه جملې په پای کې راوړل کېږي د ودرېدو په وخت کې کارول کېږي. د مفردو جملو، بیانیه جملو، د نامخامخ پوښتنې او لنډیز په پای کې کارول کېږي( لاروی، ۱۳۹۹. ۹۸ ).
د پوښتنې نښه (؟): دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په آخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله استهفامي وي. په لاندې ځایونو کې یې کارولی شو:
الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه: اجمل جان درس وايي؟
ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د زېږېدنې یا مړینې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه: د رحمان بابا د مړینې کال (۱۱۲۸هـ ق) (؟) دی.
ج: کله چې په یوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وي، لکه: درې کاله پخوا دې په یاد دي؟ چې تاسې کره درغلي وو ( نبي،۲۰۱۶ ).
ندایه یا د حیرانتیا نښه (!): که څه هم په ډېرو ځایونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې یې زیات غور په کار دی.
د ندایې د کارونې ځایونه په لاندې ډول دي
الف: ارمان، افسوس او حیرانتیا په وخت کې، لکه: کاش چې زه هم مالدار وای! ، ارمان چې زه هم تللی وای!‌
ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه: ای، احمده، دلته راشه!
ج: د خطاب په وخت کې، لکه! درنو حاضرینو!
د: د امر په وخت کې، لکه: ودرېږه!
هـ: د هیلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه: کاشکې! پلار جان مې لیدلای وای!
و: د تحسین او آفرین په وخت کې، لکه: آفرین! ستا په همت.
ی : د تمسخر په وخت کې هم استعمالېږي، لکه: کوم ناپوه شخص ته څوک ووایې: نابغه(!).
یادونه: د غږ نښه یا ندایه نور د استعمال ځایونه هم لري، لکه: د کرکې، ترحم، ګواښ، حسرت، درد وغم، دعا، تنبیه، تاسف او نورو کې استعمالېږي( هماغه اثر، ۲۰۲۲).
دوه ټکي ( : ) یا شارحه: دوه سر په سر ټکو ته شارحه هم وایي؛ کله چې یو مطلب ښه واضيح کوو او یا په خپله لیکنه کې د سند په ډول مآخذ راړو. یا په بله وینا له (مستقیم نقل قول) څخه د مخه کارول کېږي( زغم، ۱۳۹۴. ۲۵۱ ).
د شارحې د کارونې ځایونه
الف: له مستقیم نقل قول څخه د مخه لکه چې حضرت محمد (ص) فرمایي: ((مسلمانان هغه څوک دي چې نور مسلمانان یې له لاس او ژبې په امان وي)).
ب: شارحه د دوو فقرو په منځ کې یوه لازمي نښه ده، چې دویمه فقره لومړۍ فقره تشریح کړي؛ لکه: د ګلالۍ کور ډېر ساده جوړ شوی دی: درې خونې، یو دهلېز او یو پخلنځی لري.
ج: د یو مطلب د تفصیل له سپړلو د مخه، چې په لنډ ډول هغه ته اشاره شوې ده؛ لکه: په شورا کې د دغې خبرې له کېدو د مخه، له انتظار غیر دغه نتیجه تر لاسه شوه: آن یو تن هم له هغه سره موافقه ونکړه.
د: شارحه نښه هغه وخت راځي چې تر یوې عمده فقرې وروسته ځینې مهم نومونه او مفهومونه د تشریح لپاره راشي. خو باید په دغه وخت کې تر یوې بشپړې فقرې وروسته راوړل شي؛ لکه: دده ټول ادبي استادان جهاني شهرت لري: جیک لندن، تولستوی، ګورکي او مایاکوفسکي.
هـ: له تفسیري کلمو وروسته لکه: ((یعنې))، ((لکه چې)) ، ((د بېلګې په ‌‌‌‌‌‌‌ډول)) ، ((عبارت دی له)) او نور… (هماغه اثر، ۲۵۲ ).
درې ټکي (…) درې ټکي خورا اهمیت لري، که څه هم ځینې لیکوال یې نه مراعات کوي، که چېرې کوم عبارت خذف
کړي، هلته بیا د لیکنې په لیکنښو او انتظام پسې نه ګرځي کله پنځه او کله ډېر کېږدي چې په نتیجه کې لیکنه کمزورې او
ګډه وډه وي؛ په داسې حال کې چې باید په دغه وخت کې درې ټکي پرله پسې (…) کېښودل شي، څو د لیکنې د لیکنښو
اصول مراعات شي، او که یو ټکی اضافه ورکړو هغه د توقف ټکی دی کله نا کله دغه ټکی د متون د سمون ( تصحیح ) په وخت
کې د ناخوانه کلمو پر ځای هم راځي؛ لکه: د شعر په جوړښت کې د وزن، قافیې،خیال او… کارول کېږي(هماغه اثر، ۲۵۳).
سرچپه واو (،)، کامه یا ویرګول: د مکث یا لنډې ودرېدنې نښه ده، کامه د جملې بېل واحدونه سره جلا کوي.د نورو نښو پر خلاف د کارونې ډېر ځایونه لري او نه یوازې د معنا سره مرسته کوي، بلکې د لیکنې حرکت او توازن هم تنظیمولای شي
( هماغه اثر، ۲۵۳).
د کامې د استعمال ځایونه په لاندې ډول دي
الف: د فقرو ترمنځ د کامې کارونه: کامه، د هغو فقرو په منځ کې راځي چې د ( خو، لېکن ) او يا ( ځکه چې ) کلمو په واسطه
سره جلا شي. ( فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي ).
ب: چې څو کلمې د واحدو اسنادو درلودونکې وي؛ لکه: اجمل، ذکرالله او قند آغا د تره زامن دي.
ج: د عمده او تابع فقرو ترمنځ د کامې کارونه: کله چې په یوه جمله کې عمده فقره وروسته او تابع فقره مخکې راشي، نو يې د
جلاوالي لپاره کامه کارول کېږي؛ لکه: هغه وخت چې ګلاب الدین لوست کاوه، پلار یې په کور کې و.
هـ: د نامحدودو مشخص کوونکو عبارتونو لپاره د کامې استعمال:
۱ـ نا محدود مشخص کوونکی یو داسې عبارت یا فقره ده چې، د جملې ټاکلی مفهوم روښانه کړي، خو محدودیت ور نکړي.
۲ـ د ځینو صفتونو په منځ کې، کله چې د یو اسم د څرنګوالي لپاره صفتونه استعمالېږي، نو یې تر منځونو کامې راځي.
البته د وروستیو دوو صفتونو په منځ کې، ( او ) لیکل کېږي؛ لکه: له انګرېزانو سره د افغانانو جنګونه ډېر خونړي، دردناک، له
غیرته ډک او بریالي ول.
۳ـ د میاشت او کال د جلا کولو لپاره هم کارول کېږي؛ لکه: د اپرېل ۲۷،۱۹۸۷م د حمل ۵،۱۳۵۷ش(هماغه اثر، ۲۵۹ ).
ځنډ نښه، ويرګول با نقطه(؛): ځنډ نښه چې په عمومي توګه د یو کمزوري ټکي او یا قوي کامې دنده ترسره کوي د یو
بشپړ توقف او ولاړې لپاره نه کارول کېږي. ځینې لیکوالان، د دې لپاره چې د ځنډ نښې له دقیق استعمال څخه ځان خلاص کړي، نو کامه لیکي. په داسې حال کې چې د دغې لیکنښې عمومي خاصیت یې دا دی چې، د متوازنو جملو او فقرو تر منځ باید راشي(هماغه اثر،۲۶۰ ).
د ځنډ نښې د استعمال ځایونه
الف ـ د دوو عمده فقرو ترمنځ د ځنډ نښې استعمال؛ کله چې دغه عمده فقرې په ( او، خو، لپاره ) او داسې نورو کلمو سره و نه تړل شي، هلته ځنډ نښه راوړل حتمي دي؛ لکه: کوچني ته په یو وخت باندې سزا ورکول لازمي کار دی؛ په بېځایه وهلو سره سپین سترګی کېږي او هر وخت باید هر څه ورته و نه ویل شي.
د جملو پورته جوړښت، که څه هم بېلې جملې دي، د مانا د ارتباط له پلوه ډېرې سره نږدې او اصلآ په ځنډ نښې سره تړل
کېږي. نو که په دغو حالتونو کې یو لیکوال د دغې ځنډ نښې پر ځای یواځې کامه استعمال کړي، غلطي به يې کړې وي.
ب ـ د ځینو قیدونو سره د ځنډ نښې استعمال: کوم وخت چې په یوه مرکبه جمله کې، بېلې بېلې فقرې راغلې وي، دغه
درانه قیدونه ( که څه هم، هېڅکله ، په نتیجه کې) او داسې نور استعمال شي، هلته لازمه ده چې تر نوموړو قیدونو مخکې
ځنډ نښې راشي. ځیني وخت ځنډ نښه د هغو فقرو تر منځ راځي، چې په ربطي کلمو ( او، خو، یا، تر اوسه ) او داسې نورو سره تړلې شوې وي؛ په دې شرط چې د لاندې حالتونو څخه یو ولري
۱ـ قفرې ډېرې اوږدې نه وي.
۲ـ دغه فقرې سره ډېرې نږدې اړيکې و نه لري.
۳ـ د فقرو څخه یې یوه یا ډېرې کامې ولري.
۴ـ لیکوال وغواړي، چې د دوی تر منځ توپیر باندې ټینګار وکړي، لکه: د ماشومانو د پخې روزنې لپاره ضروري ده چې د اسلامي زده کړې د تیوري په روحیې و روزل شي، خو دا باید ووایو چې، دا لارښوونه په لا باور او د وطن پالنې په روحیې پیاوړې کېږي؛ یعنې الله پالنه، وطن دوستي او آزادۍ روحیه زموږ د ماشومانو په روزنه کې ځانګړی رول لري (هماغه اثر،۲۶۰ ـ ۲۶۱).
کرښۍ ( ــ )؛ خط فاصله يا دش: دغه کرښه د جملې د ټاکلو واحدونو د جلا کولو او تعبیرولو په غرض استعمالېږي او د شدت له مخې سره چندان توپیر نه لري، خو بیا یې هم شدت تر کامې ډېر دی؛ لکه: چارلس ډاروین-د انګلستا‌ن مشهور عالم، چې په نولسمې پېړۍ کې خپل مشهور کتاب د (( انواعو بنیاد )) په نامه ولیکه، په اروپا کې یې لویه هنګامه خپره کړ( هماغه اثر، ۲۶۲).
د خط فاصلې د کارونې ځایونه
۱ـ کرښۍ په هغه وختونو کې هم کارول کېږي چې، یوه موضوع له بلې سره توپیر ولري او بیا یو دم ورسره وتړلی شي؛ لکه: ده د لیلا ښه خوی، ښکلا او تحصیل پوره وستایل ـ بیا یې د خپل ورور لپاره د واده غوښتنه ځينې وکړه.
۲ـ ځينې معترضه جملې یا عبارتونه، چې د یوې جملې په کرښیو یا لنډکیو خطونو کې لیکل کېږي، لکه: خواریکښ او مسلمان خلک هیله لري ـ البته آرزو یې واقعي ده ـ چې باید ظالم له منځه لاړ شي(هماغه اثر، ۲۶۲).
وړه کرښۍ ( ـ ) نښلوونکی: د کرښۍ او وړې کرښۍ تر منځ د استعمال او کارونې توپیر شته، کرښۍ د لیکنښو یو جز( توک، برخه) ده، خو وړه کرښۍ بیا د املا په برخه کې د کلمو په دننه کې کارول کېږي.( یعنې وړه کرښۍ هغه وخت د استعمال او کارولو ځای لري چې یوه کلمه په سېلابونو سره جلا شي ) ځینې سېلابونه د خط او سطر په پای او ځینې یې د بلې لیکې په سر کې راشي، نو د مخکینۍ لیکې په پای کې وړه کرښه استعمالېږي. وړه کرښه یا هایفن د ځینو هغو کلمو په منځ کې هم راځي، چې د هغو له یوځایوالي څخه مرکبه کلمه یا اصطلاح رامنځته شي، لکه: د ټولنیزـ اقتصادي جوړښت د مفکورې عمیقه ( ژوره ) پوهه د تاریخپوهنې اساسي مساله ده(هماغه اثر، ۲۶۳).
لیندۍ ( )، هلالین، کمانک: په لیندۍ کې ( فرعي او تشریحي ) عبارتونه راځي، لیندۍ او کرښۍ کابو یو ډول دنده لري، چې کرښۍ په توضیحاتو باندې ټینګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي.
مثالونه: لیلا ـ ( د شهلا خور )ـ په ښوونځي کې اول نمره شوه.
لیلا ( د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.
په اوله جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښیو کې راغلی، دا ښیي هغه لیلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده؛ خو په دویمه جمله کې چې( د شهلا خور ) عبارت په لیندیو کې راغلی دی، د لیلا د پېژندنې لپاره کوم تاکیدي عبارت نه دی، بلکې دا خبرې دا مانا لري چې یواځې او یواځې لیلا او شهلا سره خويندې دي.
د لیندیو د کارونې ځایونه
الف ـ په لینديو کې اصلي او غیر اصلي تبصرې هم راځي، لکه: احمد چې کورته لاړ ( زه د مطالعې د زده کړې په قوانینو بوخت وم ) خپل کشر ورور ته یې د آزموینې ډېرې لارې چارې ور وښودلې.
ب ـ د یو شخص د ژوند او مرګ نېټې په لیندیو کې راځي، لکه: احمد شاه بابا (۱۷۲۳م ـ ۱۷۷۲م ) د پاني پت په جګړه کې بریالی شو(هماغه اثر، ۲۶۴).
غبرګې ليندۍ (( )) : د نقل نښه، ناخونک او ووړ قوس هم ورته وایي. په غبرګې لیندۍ کې د یوه ټاکلي شخص وینا خوندي کېږي، لکه: بلال وویل: (( د زده کړیالانو د لا ودې لپاره باید د هغوی شخصیت ته پوره، پوره ارزښت ورکړل شي)).
د استعمال ځایونه یې
الف ـ ټول مستقیم بیانونه په غبرګو لیندیو کې راځي، لکه: استاد عزیز الرحمن حقیار په ټولګي کې د لیکوالۍ د تکامل او پرمختګ په برخه کې داسې وویل: (( په یوه ژبه کې لیکوالي هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې ټول قلموال په تېره ځوان پښت یې په زړه خوږۍ، رسالت او تخصصي وړتیا سره کار وکړي.))
ب ـ که چېرې په غبرګو لیندیو کې دننه د کوم چا خبرې د یوه بل سړي په استناد وشي هلته نو دغه وروستۍ خبرې په مفردو نقلي نښو ( single quotation mark ) کې لیکلای شو، د بېلګې په ډول: عزیزالله وویل: (( زه به هېڅ وخت د ټولنپوهنې په زده کړه کې دغه خبره هېره نه کړم، چې وایي (( د ټولنې تحلیل د زېربنا څخه پيل کېږي (هماغه اثر. ۲۶۶ـ ۲۵۷ ).
ولاړ قوسونه [ ]، قلاب یا brackets : دا نښه هلته په کارېږي چې په يوه معترضه جمله کې بله معترضه جمله یا کلمه راشي نو دغه دواړه جملې داسې ليکي: که ريښتیا ووایم [ خدای( جل جلاله) مې دې غاړه نه بندوي ] دا سړی ډېر دروغجن دی( الفت، ۱۳۳۹. ۱۰ ).
د ایضا یا تکرار نښه ( \\ ) : دا نښه ډېر کله هلته کارول کېږي،چې موږ د یوې کلمې د تکرار مخنيوی غواړو نو پر ځای یې دا نښه کارول کېږي ( لاروی، ۱۳۹۹. ۱۰۰ ).
دوه غبرګ کشونه ( = ): دا نښه د دوو نومونو یا خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو لپاره راځي. لکه: ۲+۲=۴. البته د مساوي نښه تر ډېره په ریاضيکي مسایلو کې کارول کېږي (هماغه اثر، ۹۹ ).
ندایه او سوالیه ( !؟ ): په ځینو متنونو کې دا دواړه لیکنښې يو ځای کارېږي او لامل یې دا دی چې خبره به هم د تعجب او هم د سوالیې وړ وي.
لاندې دوو بېلګو ته پام وکړئ!
۱ـ د جملې د ګرامري جوړښت په اړه د ليکل شوي کتاب جملې، خپله ګڼې نحوي ستونزې لري!؟
۲ـ د ښځو چارو ریسه له ښځينه مامورينو سره د تاوتريخوالي په تور نيول شوې ده!؟ ( رحماني، ۱۳۹۹. ۱۸۹ ).
د ټینګار نښه ( ـــ ): کله چې په یوه لیکنه کې داسې کلمې، جملې يا پراګرافونه راشي، چې د نورو کلمو پراګرافونو او جملو په نسبت یې اهمیت ‌‌‌زیات وي او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي او یا د لیکوال موخه دا وي، چې په هغې برخه تاکید وکړي د لوستونکي پام ورته راواړوي. ددې لپاره دا لاندې موارد شته
۱ـ دغه متن باید له نور متن څخه په لوړ سایز ( بولډ ) بڼه ولیکل شي.
۲- د ليک په ډول کې توپير راولي، په دې ډول که نور متن په يو فونټ ( لیکنۍ اندازه ) لیکل شوی وي: نو بیا دې یو بل فونټ باندې ورکړل شي چې توپیر پکې له ورایه جوت شي.
۳ـ ځينې لیکوال تر همدغې مطلوبې برخې لاندې یو او‌ږد کش خط راولي لکه په لاندې بېلګه کې:
رابندر رانات ټاګور د خپل ثمر لرونکي ژوند تر پایه خپلې ټولنې او بیا ټولې نړۍ ته ګڼ اثار وړاندې کړل لکه: ګیتانجلي، باغوان، تاج د پسرلي کړۍ، کابلي والا او نور چې په ټولو کې یې مینه، انسانيت او خواخوږي له ورایه ښکاري(هماغه اثر،۱۸۹).
وروځو ته ورته لیندۍ ( { } ): دا نښه که څه هم په ادبي او عادي متونو کې ډېره معمول نه ده، خو په ساینسي مضامینو کې هغه مهال کارېږي کله چې د یوې موضوع څو اړوندو څانګو ته اشاره کېږي؛ لکه:
درې شیان لیکوالي ته سخت زیان رسوي
(هماغه اثر، ۱۹۰)
یو ستوری ( * ): په لیکنه کې ستوري په لاندې ځایونو کې کارېږي.
۱ـ ځینې لیکوال یې په متن کې د هغې کلمې ترڅنګ ږدي چې په لمن لیک کې د هغې په اړه خاصې خبرې او توضيحات لیکي، یعنې د ارجاعي او توضیحي لمن لیک په موخه ترې ګټه اخیستل کېږي.
۲- ځینې لیکوال یې د هغه ټکي تر څنګ ږدي چې په خپل متن کې یې راوړې وي؛ خو په صحت یې پوره پوره باور نه وي، چې په لمنلیک کې باید واضیح شي.
ستوری د دوو مسرو تر منځ د بېلتون لپاره هم راوړل کېږي. لکه:
د لمر بېړۍ به نه راتله د سیوري سمندر ته * تصویر د حقیقت وم په مجاز نه پوهېدم(هماغه اثر، ۱۸۸).
درې ستوري ( *** ): دغه ستوري عمومآ د يوې ډرامې یا یوې کیسې د یوې پردې او یا یې یوه برخه د پردې د بېلولو او یا څو نظریې په جلا جلا پراګرافونو کې بیانوي چې د هرې نظریې په پای کې ایښودل کېږي. په منظومو متونو کې د بندونو د جلاوالي لپاره د هر بند پای او د بل پيل کې راځي (هماغه اثر، ۱۸۸ ).
غشی ( ): دغه نښه په عام مفهوم د لوري او طرف څرګندونه یا ښودنه کوي( شېرزاد او رشيدي، ۱۳۸۵. ۷۰ ).
غشي په ليکنو کې معمولآ د دوو مقصدونو لپاره استعمالېږي.
۱ـ کله چې لیکونکی په توضیحي او تشریحي لمن لیک ( پاورقي ) کې کومه توضیح یا تشریح لیکي او په هماغه مخ کې یې لیکنه ځای نه شي نو لازمآ باید تر هغه وروسته مخ ته نقل شي نو د راغلې توضیح برغه کې د ( ) غشي په راوړلو سره لوستونکي ته ښودنه کوي، چې نوره توضیح په راتلونکي مخ کې ولولي. په راتلونکي مخ کې د توضیح لیکلو د مخه بیا هم د غشي ( ) نښه ايښودل کېږي تر څو لوستونکي ته وښيي، چې دا توضيح د مخکني مخ څخه دلته راغلې ده.
۲- د یوې ترکیبي کلمې د تجزيې او یا د څو جزونو د ترکيب ښودنې لپاره راځي. لکه: دوست + ي دوستي يا: پوهنه + تون پوهنتون( هماغه اثر، ۷۰ـ ۷۱ ).
اټ، نښه ( @ ): دا نښه په انګليسي ليکنه کې کارېدله، خو د انټرنېټ له عامېدو وروسته یې د انټرنېټي ويب پاڼو، موسسو او اشخاصو د پتو د ښودلو او لیکلو لپاره په پښتو کې ځای نيولی او په پښتو ليکنه کې راځي( شېرزاد، ۱۳۹۸. ۲۷۰).
لکه: Bilalahmadsafi24@gmail.com او نور… ( هماغه اثر، ۲۷۰).
یادونه: د پورته یادو شویو نښو سربېره یو شمېر نورې نښې هم شته، چې په انګرېزي او د نړۍ په ځينو نورو پرمختلليو ژبو کې استعمالېږي، خو دا چې په پښتو او فارسي کې د هغو د استعمال او کارونې موارد نشته یادونه یې دلته اړينه نه ګڼم.
مناقشه: د نړۍ د بېلابېلو ژبو لیکوالانو او استادانو د علمي او اکاډميکو مرکزونو له خوا د لیکنښو په پار ارزښتمنې ډلبندۍ کښلي دي؛ خو ټول په يوه خوله او یوه ډلبندۍ معتقد نه دي. هغه ځکه چې هر انسان ځانته فکر او مفکوره لري او بل دا چې هره ژبه ځانته ځانګړی لیکدود لري، نو په همدې اساس د هرې ژبې لیکنښې د شمېر او استعمال له لحاظه سره توپیر لري. کله چې ما د دې موضوع په اړه څېړنه پیل کړه، ډېرو منابعو ( انټرنېټي سایټونو)، کتابونو او د علمي مقالو لوستلو ته مې مخه کړه او مالومات مې ترې را واخیستل، په ځانګړې توګه د پوهاند احمد شاه زغم د معاصرې ليکوالي او د ګل پاچا الفت د لیکوالي املا‍‍ء و انشاء په کتابونو کې خورا ګټور مالومات لیکل شوي وو چې ما ترې په دغې څېړنيزه علمي مقاله کې په پوره توګه ګټه واخیسته، تر څو زما، ستا او نورو لیکوالانو ستونزې تر ډېرې کچې حل و فصل شي. هېره دې نه وي چې د رهنما استاد تر څنګ مې یو شمېر ملګرو (عزیز الله سېلاب، احمد الله میرخیل، خان وزیر پښتون مل او حبیب الله غروال ) را سره په دې مقاله کې مرسته او همکاري کړې ده. د زړه له تله ترې مینه او مننه کوم.
پایله: ډېر خلک د لیک په لیکلو او لوستلو کې لیکنښو ته پام نه کوي، حال دا چې د لیکلو او لوستلو ضروري او لازمي برخه ده. باید لیکنښو ته کلکه پاملرنه وشي. لوستونکي هغه وخت کولی شي، په جمله کې بېلتون او پیوستون مشخص کړي، چې د یوې جملې او پاراګراف په ټوله او کره مانا پوه شي. دغه کار هغه وخت کولی شي چې لیکونکي د کلمو، جملو او پاراګرافونو تر منځ معیاري واټن او د ليکنې ټول اصول مراعت کړي.که لیکنښې په لیکلو او لوستلو کې په پام کې ونه نیول شي؛ نو لیکنه او لوستنه به د تېروتنو له امله نيمګړې وي. که څوک د ادب په نورو برخو کې معلومات ولري او په دې برخه کې لاسبری ونه لري؛ لوستل او لیکل به یې کمزوري وي. د يوې معیاري لیکنې لپاره اړينه ده چې دې برخې ته هم پوره، پوره پاملرنه وکړو، تر څو لیکنه مو د ښکلا، جزابیت، هنریت، نظم او وضاحت په ګاڼه سمبال وي.
اخځليکونه/ منابع:
الفت، ګل پاچا. ( ۱۳۳۹ )، لیکوالي املاء و انشاء، دویم چاپ، د پښتو ټولنې( ۱۵۶) لمبر خپرندویه ټولنه.
جمیل، رضوان الله. ( ۲۰۲۰ )، انټرنېټ: نن ټکی آسیا خپرندویه ټولنه.
رحماني، ګل الرحمن. ( ۱۳۹۹ )، د لیکوالۍ اصول، سمون خپرندویه ټولنه.
زغم، احمدشاه. ( ۱۳۹۴ )، معاصره لیکوالي، د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه خپرندویه ټولنه.
شېرزاد، محمد آقا. ( ۱۳۹۸ )، لیکوالي، دویم چاپ، سمون خپرندویه ټولنه.
شېرزاد، محمد آقا. رشیدي، جمشېد. ( ۱۳۸۵ )، پښتو ژبه او ادبیات، کابل، خپرندویه ټولنه( ؟ ).
ګهيځ، شیبا. ( ۲۰۲۲ )، انټرنېټ: د دعوت بانکي پته خپرندویه ټولنه.
لاروی، اسماعیل. ( ۱۳۹۹ )، مونو ګراف لیکنه او سمينار، ګردېز، څلورم چاپ، علمي خپرندویه ټولنه.
ممتاز، عبدالجميل. ( ۱۳۹۸ )، څنګه لیکوال شم؟، کابل، نوی مستقبل خپرندویه ټولنه.
نبي، احمد. ( ۲۰۱۶ )، انټرنېټ: آرنۍ غورنۍ خپرندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.