پر ادبیاتو خبري

همت عمرزوی

437
ژبه د فکر ږغ دی، ژبه د درون د دنیا د کشف او اِدراک د مخ پټو اومرموزو رازونو د انعکاس رسا جرس دی، ژبه د انساني منطق د تظاهر هنري سټېج دی، ژبه د اشرف المخلوقات د تعقلي امتیاز غوره ممیزه ده، ژبه د انساني تمدنونو د همغالیتوب اوتفاهم بې پېچ اوخمه ارتباطي پل ده، ژبه د انساني ماهیت د څکي مالګه ده اوبلاخره ژبه د ښکلو ږغونو د معنا ورکونکي پژواک عطرینه او رنګینه وږمه ده.
انسان ته د منطق په امتیاز ورکولو سره پردې فکر کول اړین دي چې نور حیه موجودات دغه ناطق نعمت نه لري ولي ته (انسان) له دغه الهي ډالی څخه برخمن یې، نور ژوي په اشاره یا يوڅه کولو(عمل) یود بل سره مفاهمه او مراوده کوي ولي انسان د ژبي په کارولو سره ډېري پېچلي اوتړلي ټولنیزي غوټي خلاصوي، له رواني لحاظه د ژبي اغیز د عمل تر تاثر زیات دی، مونږ د ژبي د چلولو  ډېري محسوسي اوملموسي جادويې پایلي لیدلي او اوريدلي دي چې آن تاریخونه يې جوړ کړي دي، خورا زیات اومشهور مثالونه يې زمونږ سترګوته هرشېبه درېږي، که جهانِ پهلوان( امیرکروړ) دانه وای ويلي چې( زه یم زمری پردې نړی له مااتل نسته…) نو نن به د (غور د مندېش) تاریخي ارزښت د تاريخ پرژبه نه راتلای او مونږبه د خپل تاریخي اصالت ویاړمنه بېلګه ددې حماسي ویاړني په ریښې پوري نه غوټه کولای، که د (میوند) پرډګر (ملالی) حماسي ژبه نه وای کارولې نو نن به ممکن د تاریخ دغه فصل په بل خونداورنګ کې بل ډول مضمون ږغولای!
که د اوو وړونو په منځ کې ويدې (شرینو) خپلو وړونوته پېغوري لنډې نه وای ويلې، نو د (زبردست) د چړې واري به د (مومن خان) ستړی، مزل وهلی عاشق وجود نه سوری سوری کاوه.
نو دې پایلي ته رسېږو چې ژبه یعني هویت، ژبه یعني پېژند اومعرفت، ژبه یعني دانساني تفکر محرِکه قوه، ژبه یعني د ژوند مالګه، ژبه يعني … نوراځی چې پښتو ژبه خپل معنوي زیب اوزینت وګرځوو ترڅو هرپښتون د خپل هویت معنوي انځور د پښتو په ښایستې هنداره کې وګوري.
مونږ که سوچه پښتانه سو نو شوني ده چې په نړیوال کهول کې خپل اصلي ماهیت، لار اولوری ومومو، پښتو کول د غوښني ژبي په سر اړول را اړول نه ده بلکه پښتو د پښتونولی په نرخونو او رمزونو ځان سمبالول ده.
د پښتو د نړیوالي ورځي په ویاړ اودرناوي.
په پېرزوینه اودرناوي.
٩\٣\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.