شپـږسوه‌ څو ورځې انتظار

پوهندوی آصف بهاند

356

ورتللی نشمه؛ ښوونځي پسې بيماره يمه

زه په څـلـورو دېـوالـونو کې ایساره يمه

(محبوب شاه محبوب)

شپـږسوه ورځې کېـږي چې په افغانستان کې څومیلیونه انسانان یوې دروازې ته گوري چې کله به پرانستل کېـږي، دومره اوږد انتظار، هغه هم بې پایلې، د دې انتظار د سختوالي پوښتنه له هغه چا نه وکړئ چې دا اوږده موده یې په امید سره په وچو شونډو د یوې دروازې پرانستلو ته شپـږسوه ورځې ورکتلي وي، خو د معارف د ادرې یو واکدار یعنې د طالبانو د ادارې د معارف سرپرست وزیر د یاد شپـږسوه ورځني انتظار، منتظرینو ته بیا هماغه یوه خبره وکړي چې:

«له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو شرایط لا هم نه دي برابر شوي.»

طالبانو دویم ځل واک ته رسېدو له پیل نه، تر شپـږم پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو دلیل دا بیانوي چې د نجونو د زده کړو شرایط نه دي برابر او تر ثاني امر پورې به تړلي وي.

له هماغه پیل نه (د ۲۰۲۱ ام کال د اگست ۱۵مه) تر اوسه پورې دوی ونه ویل چې:

ــ ښوونځیو ته د نجونو  د ورتلو شرایط کوم دي؟

کوم یې قانون دی؟

ــ کومې جامې باید واغوندي او څه باید وکړي؟

ــ دا د امر ثاني موده کله پوره کېـږي؟

د طالبانو هېڅ مقام د یادو شرایطو حدود او قانون نه تشریح کوي چې خلک څه وکړي چې د دوی د نظروړ شرایط په کې مراعات شوي وي، خلک په هر ډول چې وي، د خپلو لوڼو لپاره تعلیم غواړي. خلک د خپلو اولادونو د تعلیم دومره لېواله دي چې د کلونو ـ میاشتو ـ اونیو ترڅنگ یې، ورځې هم شمېرلې دي.

څو ورځې مخکې میډیا داسې رپوټونه خپاره کړل چې په افغانستان کې ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو شپـږسوه ورځې پوره شوې. په دې باب په یوې فیسبوکپاڼې کې داسې ولیکل شول:

«نن د طالبانو د رژیم لخوا د افغان نجونو پر مخ له شپـږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د تړلو ۶۰۰ ورځې پوره شوې.

‎طالب رژیم د دې او ورته نورو افراطي پریکړو له امله په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دی، خو لا یې د خپلو داسې افراطي پریکړو په اړه حتا خپلو پلویانو ته قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.

پدی مناسبت نن په اجتماعی رسنیو کې زیاد شمیر افغانانو د طالبانو دا افراطی کړنې د بشری حقوقو خلاف یو عمل او د هیواد نوي کهول سره ستره جفا بللی.»

شپږ سوه ورځې کېـږي چې د نجونو ښوونځي تړلي دي او دوی په کورونو کې بندیانې دي، خو طالبان وايي چې موږ نه دي ویلي چې د نجونو زدکړې حرامې دي بلکې موږ ویلي چې تر امرثاني پورې دا ټولگي بند دي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په زړورتیا سره میډیا ته وایي چې: د نجونو او ښځو زده کړې مو حرامې نه دي ګڼلي.

پخوا به یې دغه پلمې کور دننه خپلو هېوادوالو ته کولې، اوس یې په لا زړورتیا سره د نړالو پر ستیژ هم وايي. نور حال د امریکا غږ پښتو په دې راپور کې:

«د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو زده کړې حرامې نه ګڼي، بلکې افغانستان کې یې د امر ٍثاني پورې زده کړې ځنډولي دي.

مولوي امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ مۍ اووم(ثور۱۸) د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د ستراتیژیکي څیړنو په مرکز(ISSI)کې یوې غوڼډې ته د وینا پرمهال د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځود تعلیم حرامیدل او د تل لپاره منع کیدل رد کړل.

ښاغلي متقي وویل:” مونږ هیڅکله نه دي ویلي، چې د ښځو زده کړې حرامې دي، مونږ هیڅکله دا خبره نه ده کړې، چې د ښځو زده کړې د تل لپاره منع دي ، بلکې کومې خبرې چې شوي په کې ویل شوي، چې زده کړې به د امر ثاني پورې بندې وي”.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته په یو څلور ورځیني سفر تللی و. ټاکل شوې چې دا پلاوی به د دوشنبې په ورځ کابل ته ستون شي طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د شپږم ټولګي څخه پورته تعلیم او کار په ګډون په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو چاپیریال د فرهنګي ارزښتونو او اسلامي قوانینو سره برابر نه دی. او د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو څخه د نږدې شپږ سوو ورځو په تیریدو لا هم یې د ښوونځیو پرانیستلو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

د ښځو د حقونو یوه فعاله معصومه حسیني وايي، واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په افغانستان کې نجونې اوښځې په ډیر یو ناسم حالت کې ژوند کوي. میرمن حسیني امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې او ښځې د خپلو لومړنیو حقونو څخه لکه د زده کړو او کار حق هم محرومې شوې دي.

د ښځو د حقونو د مدافعینو په باور طالبان غواړي، چې د ښځو د حقونو پر مسله له نړیوالې ټولنې څخه امتیاز واخلي او په ډول د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره نړۍ تر فشار لاندې ونیسي.

طالبانو پر نجونو او ښځو باندې د پرله پسې محدودیتونو په لړ کې تیره میاشت افغان میرمنې د ملګروملتونو په دفترونو کې له کار څخه هم منع کړې. ددې دمخه د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې طالبانو ښځې په غیر دولتي موسسو کې او په پوهنتونونو کې له زده کړو هم منع کړې وې.

مولوي متقي د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د نجونو او ښځو پرتعلیم د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنوپه اړه یوې غونډې ته په څرګندونو کې ویلي وو:” حتی که هغوی پرمونږ باندې بندیزونه ولګوي او پر مونږ اتم بم و کاروي او حتی بیا د جنګ ډګر ته راشي، اسلامي قوانین به تطبیق شي”.

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبان په افغانستان کې واک ته بیا رسیدلي، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ددغې ډلې له خوا د ښځو، نجونو اود مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی د یو لومړیني شرط په توګه ايښی دي.»

دا چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره د طالبانو د قوانینو مواد او شرایط کوم دي، هغه هم نه وايي چې خلک هغه پوره کړی، څو یې د لوڼو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانستل شي. ستونزه دا ده چې له تعلیم محروم دې نسل د خپل ژوند ډېره موده له تعلیم لرې تېره کړه او دا یوه لویه غمیزه ده چې د یو هېواد څو میلیونه وگړي په لوی لاس د تعلیم له دایرې لرې وساتل شي.

نجونې له ښوونځیو او ښځې له پوهنتونو راگرځول او په مقابل کې بېشمېره مدرسې جوړول، دا هغه ستره تېروتنه ده چې افغانان او افغانستان د اوږې مودې لپاره تباه کوي، د نویو جوړو شوو مدرسو په تعلیمي نصاب کې به څه داسې مواد وي چې په مدرسو کې روزل کېدونکي نسل ته د نوي او مدرنه ژوند وسایل برابر کړي چې هغوی، د هغوی کورنۍ او هېوادوال دې پر ځان بیسا شي.زه فکر کوم چې دا نوې مدرسې هم د نویو جنگیالیو د تولید فابریکې دي چې په راتلونکو کې به د بهرنیانو د نیابتي جگړو د سونتوکو په ډول کارول کېـږي، نور مو خوښه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.