لنډه کیسه: د خاورو څلی

لیکواله: حیا نظري

552

د مور غږ مې سترګې خلاصې کړې د لمر زیړه وړانګه د کړکۍ نه کوټې ته رالویدلي وه ناوخته وو د سهار لمونځ قضا سوی وو په تلوار پورته سوم اودس مي وکړ او د قضا لمانځه لپاره ودریدم، لمونځ می وکړ دعا ته مي لاس پورته کړ کلی مي سترګو ته ودرید په خوا کی ښایسته ګودر چي خور به می ورنه اوبه راوړې او زه به د کلي د هلکانو سره د ګودر په غاړه په لوبو بوخت وم کله به په ګودر کي لویدلی وم او کله به مي کالي په خټوککړ کړي وو چی په بدل کي به مي حتماً د خور دوه چپلاخي خوړې

د وښو نه ډکه د غره لمن چی شپون به پکي رمې پولې او کله کله به یې په خواږه غږ شپیلۍ غږوله او د ټولو نه په زړه پوري د خټو زاړه او خړکورونه چي د کلي ښکلا یی څو برابره کړي وه که څه هم واړه وو خو ټولو پکي په خوشحالۍ،  ازادۍ او ارامۍ سره ژوند کاوه

اه دا هر څه به اوس یوازي یاد پاته کیږي ځکه نن می له کورنۍ سره ګاونډي هیواد پاکستان ته ځم دلته اوس دشپې  خوبونه  د بمونو غږ له او د ورځي رڼا د باروتو تور دود له منځه وړې.

د مور غږ مي د خیال ماڼۍ ړنګه کړه: زویه راجګ سه له ما سره د کور شیان ټول کړه اوس به دي پلار موټر راولي.

شیبه وروسته می پلار موټر راوست کډه مو پکي بار کړه او موږ هم وروختلو، له هغه کلي نه چي ما پکي د ژوند شپاړس کلونه په ډیري خوشحالی تیر کړي وو؛ د یوه داسي  ځای په لور چی ما هیڅ لیدلی نه وو روان سوو.

د څو ورځو سفر نه وروسته پاکستان ته ورسیدو هلته مو د مهاجرو په کمپ کي ژوند شروع کړ.

د ژوند لس پسرلي مي د هیواد  او ملګرو په یاد د زړه د وینو په خوړلو تیر کړل،

خو اوس غواړم خپل کلي ته ولاړ سم له مور اوپلار نه می په ډیره سختي اجازه واخیسته د خپل کلي په لور روان سوم.

کلي ته ورسیدم خو اوس هغسي نه وو د ګودر نښي ورکي سوي وې د غره لمن د شنو وښو په ځای د بمونو او مرمیو ټوټو نیولي وه  د کلي د کورونو څو نیم دیوالونه پاتي  وو غوښتل می ددې حالت په اړه پوشتنه وکړم خو هیڅوک د ځواب لپاره پاتي نه وو ان د هوا مرغانو هم له دې ځایه کډه کړي وه؛

یوازي د کلي د جومات منار لا هم روغ پاته وو په منډه یی خواته روان سوم  خو یو دروند غږ مي واورید غوږونه می بند کړل د اوریدو طاقت مي یې نه درلود شیبه وروسته د جومات له منار نه سپیرې دوړي پورته سوې او زموږ د کلي هغه یوازینۍ نښه هم د خاورو څلی سو.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.