پلار د لور لومړنۍ او وروستۍ مينه

لیکواله: نظیره نوري

412

لنډه کیسه

ژمنی سهار و، واوره‌کۍ مور نه ورېده خو خپلې بړستنې يې هر ځای ښې خورې کړې وې او هره خوا داسې تکه سپینه وه لکه زما د باباکي سپينه ږيره. ځورونکی د واورې سوړ باد خو دې غمبوري او پوزه د چغندر په شان سره گرځول، توبه له دې یخه. له لرې د لمر سترگه تته راښکاره کېده  د یخچکو او د ورو په کونجو کې د یخو نيزو د اوبه کېدو چړک چړوک راته تر غوږ کېدو،  زه هم پر يخ وهلې لاره عوارضي موټر په شان ورو د دفتر په لور روان وم. په دې سړه هوا کې مشران د بخاریو ترڅنگ ښه گرم او نرم ناست خو ماشومانو په واوره کې له ډېرې لوبې کولو ځانونه مړه کړل. د ماشومانو خوښي او یو تر بله ټوپ کولو ته فکر وړی وم چې ناڅاپه څنگ کې ناستې ماشومې ته مې پام شو. ورو وررهي شوم. له لرې راته نیازبینه گلالۍ ښکارېده. څنګ ته ورغلم، خپه لاس تر زنې ناسته وه؛ ترې مې وپوښتل: نیازبینې ولې داسې خپه يې او له همزولو سره لوبې نه کوې؟

له غوسې په ډک آواز يې ځواب راکړ: نه يې کوم!🤨

خو ما بیا ترې وپوښتل خو ولې؟نیازبینې!

په رېږدېدلي غږ يې ژر راغبرگه کړه: زړه مې نه غواړي او سر يې د گونډو سرو ته ورو ورټيټ کړ او ورو يې پرې ورکېښود.

په موسکي غږ مې وراوږده کړه: مئينه شوې خو به نه وې!؟هه؟

دې وویل: وم!

وار زما شو: ښا پر چا؟ او کله؟

نور یې په لېمو کې اوښکې نه شوی درولی، په خوړین زړه او کوچنۍ خوله يې ژر ځواب راکړ: پر پلار مې، دیارلس(١٣) کاله مخکې.

له حيرانۍ مې له خولې ووتل: خو نو ولې ژاړې؟

هغې وویل: ځکه زه هغه یوازې پرېښودم او لاړ.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.