پښتانه څوک دي؟

طاهر الله امین زی

935

هغه پښتنانه چې په مرکزي آسیا کې ژوند کوي، له کومه راغلي؟
د اریایانو په اړه مفصل بخث دا دی، چې له میلاد (6000) کاله مخکې د تورې بحیري پر غاړه باندې اوسېدل.د دوی لومړۍ ډله د نفوذ تراقم له له لحاظه (4000ق.م) کاله د اوسني المان په طرف تللي دي، او د دوی اوس ځانونه نجیب او پاک نفسه بولي، او هیټلر به دا ادعا کوله چې په نړۍ کې یوازې د دوي واک چليدلی شي، ځکه چې دوی اریک او پاک ذاته دي. نو دغې ادعا اساس یې همدا وو.
دویم ډله:د هندوکش له غرونو راتېر شول او د آمو سیند پر غاړه باندې میشت شول او په بلخ (بخدی) کې یې یو تمدن ایجاد کړ. دغه خلک چې دالته اوسېدل مشترک دین، مشترکه ژبه او مشترک اصول یې ځانته لرل.
دغه خلک دویمه ډله خلک چې په بلخ میشت شول، دوی له میلاد څخه (2000م) کاله دمخه دوی دوه هجرته نور وکړل.
۱ – هرات (هریوا) خوا ته له خراسان تیر شول او اوسنی ایران ونیول.
د دوی دغه هجرت مورخینو تاييد کړی چې د(14ق.م)څخه شروع شو، تر(8ق.م) پورې یې دوام وکړ.
لومړی دولت د دغو اریایي اقوامو په ایران کې د (ماد) په نامه تشکیل کړی دی.
دوهم ډله: چې په بلخ کې میشت وو،د کابل او خیبر له لارې څخه (7دریابونو) په ځمکه کې سره خپاره شول. دوی تر آباسین تیر شول، د آباسین او آب درګاه په منځ کې یې یو څه ځلانده مدنیت جوړ کړ. د هند په ځنګلونو او بڼوڼو کې ودان شول،د دوی لېږدیدنه هم له (4م) پیړۍ څخه شروع کېږي.
دغه دوه تمدنه له اریایانو څخه جدا شول، هغه چې په مرکزي اریانا کې پاتې شول او اوسېدل، پښتانه وو.
اریایانو حداقل (3000ق.م) کاله مشترکه ژبه درلوده. هغه اریک نومید، او دغه اریک د ټولو اریایي ژبو مور وه، هغه اریایان چې د ماد په نوم تمدن يې رامنځته کړي و، ځانته یو مستقله ژبه راویسته چې (اوستا) نومیږي. هغه اریایان چې د هند خوا ته ولاړ هغوي ځانته سانسکریټ خپله ژبه وګرځوله.
په مرکزي اریایانو کې تر ټولو محفظاتي ژبه چې تر وسه پورې پاتې شوې ده، پښتو ژبه ده. اوستا،سانسکریټ او پښتو په مستقیمه توګه له اریکه راوتلي دي.
* ** **
بل نظر:
پښتانه له اره اریایان دي،د عیسی ع تر میلاد د (1500) کاله پخوا د هندي اریونو ویدی سرودونو کې د (پکهت) کلمه پیښیږي، چې د زیاترو پوهانو په نظر دغه پکهت کلمه د ( پښت، پښتون)معادله ده. او زیاترو افغاني پوهان د پښتون کلمه له همدې راوتلې ګڼي.
پښتون ته د ( پټان) لقب هم ورکړل شوی، دا لقب د هندپه پراخه سیمه کې منځته راغلی او عام شوی دی. په ځینو اثارو کې د پټان په اړه بېلابېل نظرونه موجود وو.(پټان دبطان) اوښتې شکل ښودلی دی. او زیاته وي چې بطان د حضرت محمدﷺ له لوري قیس عبدالرشید ته ورکړل شوی دی، بطان يې د پیړۍ د ملا تېر بللی دی.
استاد محمد معصوم هوتک لیکي: “د پټان توجیه چې هرشی وي، خو وي به. دومره ویلي شم چې دا نوم په هند کې ایجاد شوی او د پښتنو اثارو ته یې لاره کړی ده.”
حقیقت دا دی چې پښتون، پټان او افغان د یوه قوم درې نومونه دي.
* * *
بل نظر:
د پښتونو په اړه ځینې وایي چې دا بني اسراییل دی، خو دا نظر بلکل مطلق خیالي دی.
استاد محمد معصوم هوتک په تورات کې د ډېرو ژورو څېړنو وروسته دې نتيجي ته رسېدلی، چې سلیمان ع په وخت (ساول) په اولادونو کې افغانه چې د پښتو د بنی اسراییلت د نظريې خاوندان چې هېڅ شته نه،په تورات کې ټول نارینه نومونه(10181) ته رسېږي،د افغانه په نوم هیڅوک نشته.
پښتو ژبه چې ډېره خوږ ژبه ده، د دښمنان یې د پیریانو او د دوزخ ژبه ګڼلې، خو حمزا بابا بیا داسې ویلي:
وایې اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به د جنت ته له پښتو سره ځم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.