د افغانانو او انگریزانو تر منځ دوهمه جگړه څنګه را مځته سوه؟

عبدالقیوم

366

محبس او قفس

د افغانانو او انگریزانو تر منځ دوهمه جگړه څنګه را مځته سوه؟

  که په خپل تاریخ خبر تیا غواړې؟ دا دی د شلمي پېړۍ منځ ته نژدې کېږو، د انسانانو د پوهي د لوړ تیا مثبت اثر د سانیس او تکنالوژئ په بیلو بیلو اړخونو کي ښه محسوس کولای سو. نو موږ ته پکار  دا ده چي خپل تېر تاریخ له ژبي، قوم ، ګوند، تنظیم او نورو بلأ و بترو له عینکو مطالعه نه کړو، بلکي د یوه انسان په صفت به تېر تاریخ ته ګورو. پس دا د قیقه خبره ده چي انګرې اشغالګرو د خپلو عسکرو (وژونکي) افغانان (ملي مبارزین) تر خپلو ناکامیو وروسته د خپلو اجنټو شاهانو پر لاس ژوندی نه دی  پرې ايښئ. او نه یې څوک مثال لري. اشغالګرو د کیوناري د وژلو په تور د کابل خلګ  او دهغو مشران قتل عام کړه کابل یې و سوزاوه، مګر نه بارو کونکي خبره داده چي دخپل لوی جنرال (میکناټن) و ژونکي  ته دې څه نه وي ویلي؟ بلکي  انګرېزانو دي د هغه د میلمه پالني صفتونه  کړي وي؟

 د افغان او نګلیس تر منځ  لمړۍ توده جګړه چي له (1938م کال څخه تر 1841م کال پوري) وه، بیا  د وهمه  ګرمه جګړه(د 1878م کال څخه تر  ـــ 1880م کال پوري)(حقیقت التواریخ ).  د اولي تو دې او دوهمي ګرمي جګړې سببونه عطائي صاحب لیکي چي د سدوزو تر منځ خپل منځي جګړو افغانستان سخت ناروغه کړی وو، په کندهار کي د تیمور شاه په وړاندي د خلګو پاڅون چي د حاجي جمال خان زوی پایند محمد خان هم پکښې برخه لرل، هغه وو چي لوی قومي او دولتي مشرانو تیمور شاه ونیول  په قتل او اعدام بدرګه سو، د کندهار د مشرانو تر وژلو وروسته دغه پیښاور د اختلافاتو او توطیو محراق  سو. احمد شاه بابا چي د پېښاور لوی قومونه د خپل دراني توب په کړۍ کي داخل کړی او د “بردرانی”په نامه یې بللي وه د خاصو اعزازونو څخه یې هغوی برخمن کړه. په 1779م ګي د پیښاور لوی مځکي وال فیض الله خان  او ارسلا خان د یو شمیر خلګو سره د تیمور شاه په وړاندي پاڅون وکړه، چي دا پاڅون هم د فیض الله خان، ارسلاخان او ډېرو نور پښتنو مشرانو په وژلولو بدرګه سوه. هغه جګړه ده( کله سړه او کله توده) شي چي تر اوسه دوام لري.

په نړۍ واله سطحه شلمه پېړۍ  هم په نړۍ او افغانستان کي د ډېرو ترخو تراژیدیو عصر وو. په همدغه پېړۍ کي دوه خونړۍ نړیوال جنګونه را منځته سوه چي د بشر په تاریخ کي بې سابقه وو. ددغي پېړۍ وروستۍ دوې لسیزي د افغانستان د تباهۍ او خلګو په وینو بهولو بدرګه سوې. د تیمور شاه د تورې، تیارې امپراتورۍ را وروسته د ده نه تربیه سوو  زیاتو ښځو او اولادونو د خپل منځي شخړو په نتیجه کي دا خاوره ورځ تر بلي کوچنۍ کیده دغسي پر دې خاوره باندي د پرتو ولسونو ژوند ته د کورنۍ شخړو د خطرونو علاوه بهرنيو تهديدونو ته لاره هواره سوه.

 انګرېزان له وخته متوجې وو، چي د پښتنو په منځ کي د مسیحیت د خپرولو پروژه څنګه پلې کړي؟  انګرېزانو د پښتنو په دغو علاقو کي یو شمېر مسیحي مرکزونه جوړ کړه لکه په پیښاور کي 21 مرکزه، دېره اسمعیل خان کي 12 مرکزه، بنو کي 10مرکزه، درهزاره کي 9 مرکزه، کوهاټ کي 2 مرکزه. د انګرېزانو د تلاښونو، کوښښونو او چلونو سره سره بیا هم د پښتنو په منځ د آزادۍ روحیه غښتلې پاته او ورځ تر بلي غښتلې کیده. انګرېزانو د پښتنو د پاشلو او کمزور کولو له پاره بله توطیه پکار واچول، هغه داچي  مسیحیت ته نوی کالي ور واغوستل، دا ځل یې د احمد قاداني (قادانیت) پروژه شروع کړه. چي د کار ثمره یې (د یوبند) دی چي  تر دې اوسه د انګلیس په ګټه کار کوي.

زه د جنګ تفصل ته نه ځم، یو لنډ ګذر کوم. د افغان او انګلیس د لمړي جنګ یا د اشغالګرو قواو و افغانستان ته د ننوتو لاري دوې وې، یوه د شرقي جبهې او بله یې د قندهار د جبهې په نوم بلل سويدي. چي د قندهار د جبهې سره د لوی احمد شاه بابا لمسی( شاه شجاع) ملګری کوم چي اشغالګرو شاه شجاع د سلطنت وارث باله پاچهي یې پلاس ورکړه. هغه وخت هم دا خبره کېده چي انګرېزانو ځکه شاه شجاع افغانستان ته راوست او پاچا یې کړه چي په هیواد کي ملک الطوافي ختمه کړي، بیا د افغان او انګلیس په دوهمه جګړه کي د عبدالرحمن خان په را وستلو کي همدغه خبره، چي په اصل کي سمه خبره نه وه کېده. پاته دي نه وي چي  د افغان او انګلیس د اول جنګ د اشغالګرو قواو مشر (مکناټن) وو. رابه سو د افغان او انګلیس دوهم جنګ ته.

 د امیر شېر علي خان په خلاف لمړی د ده خپل ورور سردار محمد عظم خان د نګلیس والي ته یو لیک واستاوه. نوټ : سردارعظم خان د امیر دوست محمد خان زوي د امیر شېرعلي ورور وو.

د ګلش امارت کتاب په نولسمه پېړۍ کي د (مرحوم  مولوي نور محمد نوري (کندهاري) له لوري لیکل سوی دی، په کال (۱۳۳۵هـ ش) کي افغان تاریخ پوهه مرحوم (احمد علي کهزاد)  په کابل کي چاپ کړی دی. د همدې کتاب په نولسم (ګل) یا باب کي د امیردوست محمد خان زوی امیر محمد عظم خان چي لا پاچهۍ ته نه وو رسېدلی یو پیام د پنجاب انګرېزي والي (منکمري) ته په دې هکله  لېږلۍ وو چي  دهغه مرسته تر لاسه کړي څو د امیرشېرعلي پر ځای دی پاچا کړي، مؤلف لیکي دي چي د (کُرم) د سیمي څخه  د پنچاب و انګرېزي والي (منکمري) ته یې داسي پیام ولېږئ:

بشپر پیام تاسو د ګلشن امارت په نولسم ګل کي لوستلای سی.  وګورۍ، دا شرم چي زموږ د پاچهی مینوال  په نوم افغانان  و انګرېزانو ته پیام لېږي ، سردار صاحب له  انګرېزانو څه غواړي؟ عمده ټکي : ۱ـ  زموږ پلار(دوست محمد) د شېرعلي پلوي وکړه. زما د ورور سردار افضل خان د مشر تابه حقوق یې تلف کړه. ….. ۲ – د انګسنان د دولت متعمدو خلګو ته څرګنده ده چي امیرشېرعلي تل د انګرېزانو د دولت  د ښمن او زه یې دوست او نیکخوا یم. که انګرېزان را سره مرسته وکړي د عمر تر آخیره به یې نوکري کوم…. آفرین دغه ته واي افتخارات. ۳ ـ سردار محمد غظم خان  غوښتل د پېښور انګرېزي حکمران ته د رشوت او وعدو ور کولو په زریعه هغه خپل  د ځان ملګری کړی وو. …….

 دا وخت( ۱۸۷۸) م کال  وو چي شېر علي خان غوښتل له روسانو څخه مرسته تر لاسه کړي، د مشورې له پاره یې جرګه را و غوښتل، خپل وړاندېز یې (له روسانو مرسته) جرګي ته وړاندي کړه، جرګي د ده وړاندېز رد کړه، خو شېر علي خان جرګې ټه وویل تاسو نه پوهېږي، زه پوهېږم. نو بیا فیصله پر دې و سول چي شهزاده یعقوب خان له زندانه را وباسي او په خپل غیابت کي هغه کفیل وټاکي. نور وخت تېر وو، ولس پوهېدئ شېر علي خان نه پوهېدی. رښتیا خبره دا وه چي د شېر علي خان او دوستانو له بې کفایتی، ظلمونه او بد اخلایقو څخه عام ولس تر پوزي راغلي وه.

   د افغانانو او انگرېزي اشغلګرو ترمینځ دا دوهم ځلي جگړې د لمړي ځل سره ډېر توپېر درلود. په دې چي داځل په گاونډ کي د سيکانو واکداري له منځه تللې وه او هلته انگرېزي واکداري چلیده. د افغانستان تر نژدې سرحدو پوري انگرېزي جنگي او ضروري مواد په ریل او موټرونو کي راوړل کيده. چي په لمړي جنگ کي دوی دا سهولت  نه لاره. سلاحوي يې عصري سوي او مخابراتي سيستمونه يې غښتلي سوي وه.

   په پیښاور، کويټه او کُرمه کي پنځه منظمي عسکري فرقې او د هغو شاه ته سل زره نوري قواوي پر افغانستان باندي د حملې ( د افغانستان پر خاوره د راختلو په اراده) تیارسی ولاړې وې. په دې وخت کي افغانستان هم پنځوس زریز پوځونه لرل. افغانانو مشرنه لاره، ا مير شيرعلي خان بې غیرتي وکړه د وطنه وتښتیدئ. خپل بندی کړي نا اهله قاتل زوی محمد یعقوب يې د زندانه را وایستی او پر کابل يې حاکم کړ.

گر چي  یو شمېر تاریخونه پدې هکله امیرمحمد یعقوب ته ډېره د ملامتیا گوته نه نيسي، په دې چي امیرمحمد یعقوب پوره ۸ کاله د امیرشیرعلي(خپل پلار) په آمر چي په واقعیت کي د هغي میرې په هدایت کومه یوه چي د امیرشیرعلي خان ډېره خوښه او دامیرمحمد یعقوب ميره وه، په زورونکي توگه امیرمحمد یعقوب ۸کاله په زندان کي تیرکړي وه. نور دعقل په لحاظ امیرمحمد یعقوب سالم فکرځکه کولای نسوای هغه  پوره اته کاله د خپلي ټولني څخه لېري وو، وخت ته یې اړتیا لرل چي خپل فکر د ټولني سره عیار کړي. بل د نوموړي خُسرسرداریحی د سردار سلطان احمدطلائي زوی، ډېر کارونه د انگرېزد نماینده په ډول او دانگریز په خوښه په ده کول، دا ځکه سرداریحی بیا ډېر کلونه د انگریزانو سره تیراو انگرېزانو روزلی وو.

   نو دې کورنۍ هم له ډېر پخوا څخه د انگرېزانو نوکري کول. اردو او پوځ ته خپله امیرشیرعلې خان د سرحداتو څخه د پرشاه راتگ خبر ورکړی،په دې ډول يې غښتلی اردو چي یو شمېرلیکونکي يې د نوموړي ښه کار بولي، هغه خپله مات کړی. د یعقوب په منځ ته راتلو سره اردو بیخي د منځه ولاړ. یعقوب هم انگرېزانو ته د خپل خُسر د انگرېزانو نوکر سرداریحی په خوښه او تضمین ځان حواله کړ، انگرېزي جنرال استورات پرکندهار حمله وکړه کندهاريې ونيوی د کندهار حاکم میرافضل سردارد خپلو نفروسره هرات ته وتښتیدی. د کندهار خلگ بیله دې چي کوم معین سرداردي په مخکې وي د انگرېزا نو سره سخت وجنگیدل. د انگریزانو درې فرقي چي هلته موجودې وي هغه يې ترمحاصري لاندي ونيولې.

هلته د خیبر په د ره کي د انگرېزي قواو او افغانانو ترمینځ سختي جگړې رواني وې. جنرال براون او جنرال ماله د انگریزي قواوو مشران وه. په جنوبې کي وزیرو، علي خیلو، مسعود وو،منگلو او ځدرانو پر انگرېزي قواو حملې شروع کړې،کله چي انگرېزانو خوست ونيوې شهزاده سلطان جان سدوزائی يې د خپل نماینده په حیث هلته حاکم وټاکئ.

    نو په هرځای کي د افغانانو مقاومتونو انگرېزان دې خبري ته متوجه کړه، چي د زور او جنگ دلاري ددې خاوري نیول او ددې خلگو تسلیمې مشکله ده. له سياسته باید کار واخلو او خپله سلطه باید وساتو.

د انگرېز لخوا کيوناري ۱۲۵۷ هجری کال د ثور په مياشت کي د امیرمحمد یعقوب سره دې نتیجې ته ورسېدی چي یعقوب باید گندمک ته ورسي. امیریعقوب هلته ځي د جوزا د میاشتي پر ۶ تاریخ ۱۲۵۷هجري کال هغه بده شرمېدلې او بدنامه د گندمک پریکړه یا معاهده امضأ کوي، ددې بدنامه معاهدې ( گندمک) په امضأ کولو سره د افغانستان ولس او افغاني تاریخ به همیشه شرمېږي، مگر دا کورنۍ او پاته شوني يې هرگیزنه. کله چي ولس ددې معاهدې خبر سوودهیواد په گوټ گوټ کي دا نگرېزانو ضد قیامونو زور واخست.

امیریعقوب، سرداریحیي خان، سردارموسي خان او نورو سردارانو هر څونه چی کوښښ وکړئ څوخلگ ارام او قانع کړي ويې نسوای کولاې چي خلگو ته د خپلو ناروا کړو  دکندمک د معاهدې دامضأ په باب قناعت ورکړي. خلکو پر کابل هجوم ور وړی د انگرېز نماینده کيوناري يې د شپږسووانگرېزانو سره ووژی. د انگرېزانو سفارت ته يې او رواچوی او د انگرېز بیرغ يې بیا وسوځی. ا فسوس کا شکي ولس د کيوناري سره یو ځای داخلي خائنین سرداران هم وژلي وايې. اصلا د وژلو وړخو کورنۍ دښمنان وه. ددې خبر په او ریدو سره لیري په لندن او هند دواړو کي يې دانگریزانو د نماینده گانو قهر  یې را وپاراوه، د برطانیا ملکې د برطانیا د حیثیت د بیرته اعاده کولو آمر یې وکړ.

   دهند وا سیراي لیتن وجنرال رابرتس ته آمر وکړې چي کابل اشغال کړي. په دې ډول هغه وو چي جنرال استورات د خپلو عسکرو سره لمړی پرکندهار حمله وکړه دکندهار بی همته حاکم سردار شیرعلي بیله جنگه او مقاومته کندهار وانگرېزانو ته ورتسلیم کړ. البته داشېرعلي هغه امیرشیرعلي خان نه دی یا د امیردوست محمد خان زوی نه وو. دا شیرعلې چي د ميوند په غزأ کي د مسلمانانو مجاهدینو پر ضد او د انگلیسي قواوو په طرفداري وجنگیدئ دا هغه کس دی چي په جگړه کي یې ماته وخوړه د انگرېزانو سره هندوستان ته وتښتېدی.

اوس په  کندهار ښارکي یوه کوڅه د نوموړي خاین په نوم شته چي د شیرعلي خان دهنه”کوڅه” په نوم یا دېږي. په ۱۲۵۷ه، ش کال د جدي په مياشت کي داځل د لندن کابیني پریکړه وکړل چي افغانستان باید وويشل سي، دروس، برطانیا او ایران ترمینځ نور باید په نقشه کي افغانستان نه وي. د ۱۲۵۷هجري کال د دلوې په مياشت کي رابرت وامیرمحمد یعقوب ته ولیکل چي تا سي د گندمک د معاهدې د عملي کولو توان نه لري . زموږ قواوي کابل ته درځي څو ستا سلطنت وساتي او د برطانیاد سفیرکيوناري قاتلان او د سفارت سوزونکي ونيسي او د خپلو اعمالو په جزأيې ورسوې.

   تا سي خپل یو اعتما دي نماینده ماته راواستوی. دا ډول يې د غزني ولوگر، پکتیا او کابل خلگوته په عیني شکل خطونه وا ستول چي موږ انگرېزان د کابل د حکومت په بلنه د هغوی د ساتني لپار ورځو. د هم دې کال د ميزان د میاشتي پر اول تاریخ د امیرمحمد یعقوب خان نماینده گانو هر یوه مستوفی حبیب الله خان او د خارجه چارو وزیر ميرزاشامحمد خان په علی خیلو کي د انگرېز د نماینده جنرال رابرت سره وکتل. هئیت  انگرېزي جنرال ته وړاندیز وکړئ چي پر کابل د حملې ډده وکړي، امیرمحمد یعقوب ته وخت ورکړي، څو ستا سي پر سفارت حمله کونکي پیدا او جزا ورکړي. هلته د هیواد په نورو برخو کي هم د افغان مجاهدو لخوا پر انگرېزي اشغالگرو حملې زیاتي سوې.

    نوانگرېزي جنرال د امیرمحمد یعقوب وړاندیز چي د هیئت په مټ ترده ورسيدلی وو رد کړه. پر پنځمه د ميزان هئیت ناکام بیر ته کابل ته راغی. په دې وخت کي یو بل کس محمدولي خان لاتي چی د لستوڼي مار وو د انگرېزي جنرال مخته لوگر ته ورغلی او دپیسو په بدل کي يې د افغانستان د سلطنت د ورکړي او تسلیمې وړاندیز ورته کيښود. امیرمحمد یعقوب يې ددوی پرسفارت دحملې په پیښه کي شریک وروپیژندی. په هرصورت  انگرېزان د کابل پر خوا راغله افغانانو د چهاراسياب او سنگ نوشتې پر لارو سخت مقاومت وکړه، د مني د ورستیو ورځو د بادو په مرسته ددرختو د برگونو په شان افغانان د انگرېزي توپونو په وړاندي رژیدل انگرېزان مخ پر کابل راتلل.

   خو امیرمحمد یعقوب د خپل یوکمپ څخه چي پر لوړه وو د جنگ تماشاه کول، څو انگرېزان و کابل ته ننوتل. ایا رښتیا به دا سردار د ولس په مرگ خفه کيدئ؟ ایا یو وخت به يې ډوډۍ خوړل قضأ کړې وي؟هرگیزنه. یوازي د خپلي پاچهۍ او واک په فکرکي د خپل تیر ټبراو ورستې ټبر د مشرانو په شان وو. انگرېزانو د کابل ټول نظامي تاسيسات ونړول د مجاهد ینو مشران يې ووژل، د کابل خلگ بي آبه او بې عزته کړه.

خلگ يې راټول کړل اعلان يې وکړه چي پسله دې ددې خاوري هرڅه په  انگرېزاړه لري. بیرته يې  انگرېزي بیرغ د بالاحصار پر د روازه جگ کړ. د خپل برم ښو دلو په هدف يې نظامي پریټ تیرکړئ. د کابل د ښاردرې نفره مشهور سپین ږیري: جنرال خسروخان نوريستاني محمدا سلم خان کوټوال او سلطان عزیزخان يې په داروځړول. د کابل خلگوته د نوري جزاورکولو په منظوراود شاه وخوا څخه د غازیانو د حملو څخه د نجات او خلاصون په نیت يې په کندهار کي د خپلوپرتو قوتونو قوماندان ته آمروکړئ . چي د شا ه لخوا د قلات، غزني او وردگو پرغا زیانوحملې وکړي څو پرکابل فشارکم سي.

   په افغانستان کي د انگرېزي قواوو د مشر جنرال رابرت په آمرد  کندهار څخه د جنرال استورات تر قوماندې لاندي مجهزو انگرېزي فرقو د وخت د عصري اسلحولکه توپونو په لرلو سره د کابل پر لورد حرکت آمر ورکړی. د۱۲۵۷هجري کال د عقرب د میاشتي پراتم تاریخ د کندهار او زابل د ولا یت ترمینځ د شاه جوي پرعلاقه د انگرېزي قواوود مخنیوې، جنگ او جها د د پاره د صاحب خان تره کی ترمشري او رهبرۍ لاندي پنځه زره تره کي جنگیالي مقابلې ته راو وتل. په دې نابرابره جنگ کي چي نه په اسلحو او نه د سړو د شميرله مخي سره برابروه درې ورځي د ترپ او خرپ جگړې د وام لاره. په درېمه ورځ انگرېزي قواوو د ډېرو تلفاتو په زغملو سره ماته وخوړه بیرته د کندهار پرلور  د کومه چي راغلي وه وتښتیده. په سلهاو مړي يې د جنگ پر ميدان پریښودل. خوپه ډېرا فسوس چي په دې جگړه کي غازي صاحب خان تره کی د خپلو دوسو وجنگیالیوسره یوځاي د جنگ په میدان کي شهید سو.

لیکونکی :”د خلگو مي او ریدلي دي چي د صاحب خان غازي سره یوځاي لږ کم تر درو سوتنو پوري شهیدان او تر پنځو سوو ډېر زخمیان او معیوب دې جکړې په میراث پریښول”. غازي صاحب خان د هغه  سیک هندو په توره شهید سوو چي د انگرېزانو سره راغلي او ملگري وو. سیک هندو په داسي حال کي د شاه لخو صاحبخان په توره وواهه چي هند و د صاحب خان تر توري لاندي راغلی هند و ژرکلیمه وویل او صاحب خان هندو په توره ونه وهې او ترتیرسو. کله چي صاحب خان د نورو سره په جگړه مصرف وو، هغه ده بخښلي هند و د شاه لخوا حمله پروکړه او صاحب خان يې په شهادت ورساوه. الله اکبر. غازي صاحب خان او نورټول شهیدان دي خدای (ج) وبخښي.

خو په ډېره خواشنې سره چي د وخت سرداري حکومتونو یا د اشغالګرو لاس پوڅو نه غوښتل په هیواد کي بیله ددوی د کورنۍ” سردارانو” څخه بل شخص د قهرمان او غازي په نوم سره په ولس وپیژندل سي نو د حکومتونو درضأیت په خاطر سره ځیني مؤرخین یا دغه بیان یو مخه نه لیکي، او لږو چي لیکلې هم دی ځان يې تیر کړی دی. حتی ځیني مغرض لیکوال خو بیا د کندهاره تر کابل پوري د انگرېز سره د مقابلې او جگړې د  ټولو  شهیدانو په باب لیکي وايې په دې جنگ کي درې زره جنگ جويان غلجايې په شهادت ورسيده د عقدې او کينې حد يې دې ته رسيدلې وي چي نه د غازيا نو او نه د مجاهدو لفظ او کلیمه يې ورته پر خوله  نه راځي، او نه يې لیکي.

   البته د کندهار ه ترکابل پوري دا ټول غازیان، جنگیالي، قهرمانان، شهیدانو ته دا یوه جمله ټول “جنگ جويان” بولي. د یوې خوا د فاسدي کورنۍ واکداری او سلطه وه، چي نه يې غوښتل د ولس افتخارات کوم چي ددوی د ميل خلاف دي ولیکل سي او نشرسي. او بل پلو ته د غوړمالو او دومخو لیکوالو د کيني څخه ډکي بې ادبه جملي او الفاظ لکه جنگجويان چي داوسني اشرارو سره پر تله کیږي، استعمال کړیدي.

د ځوانانو په ذهن کي د ملي مبارزېنو وقربانیو ته په سپک سترگه کتل. د داسي لیکوالو قضاوتونه د انصافه لیري دي، دا قضاوت ولې د چاه سره نسته چي چا د خپل اقتدار د ساتلو په نیت ملت جنگوئ او چاه د خاوري او ناموس ساتلو د پاره جکړه او جهاد کاوه ؟.

بل د  انگرېز په وړاندی جهاد  ستر مبارز او دغازي صاحب خان دوست د گیلان د کلي مشر غازي پیر محمد خان وو. غازي پیرمحمد خان د فرنگیانو په وړاندی وجنگیدی. د جنگ په ورستیو کي چي وانگریزی پوځ ته يې د جنگ په ډگرکي ماته ورکړي وه. خو سخت جگړه وسول هر څونه فرنگیان او تجاوزگر چي يې ووژل، نوموړي څوځایه زخمي او یو لاس يې هم په دې غزاکي شهید سو.

 دغه لاندي شخصیتونه یا د انګرېزانو سره د جګړو مشران، چي ما پېژندلي دي بیشکه نور به هم وي.  انګرېزانو په جګړو کي ونسوای کولای چي  دغه مشرا مړه کړي، آفسوس چي تر جنګ او جګړو وروسته چي کوم د انګرېزانو نماینده دولتونه جوړ ېده هغوی زموږ ملي قهرمانان نیول او وژل.

په کابل او کوهستان کي ( میر بچه، مير غلام قادر، محمد عثمان خان ، محمد شا خان، غلام حیدر خان، سمندر خان، محمد حسن خان محمد جان خان او نور….

 په غزني کي( ملا دین محمد(ملا مشک عالم)، عبدالقادر خان، عبدالغفور خان، ګل محمد خان ، په شاجوی کي د پنځو زرو جنګیالیو مشر صاحب خان  تره کی او پېر محمد خان)  او نور.

 په ننګر هار کي: ( عصمت الله خان،. په کندهار  او هرات کي حفیظ الله خان، محمد ایوب خان  او په لسګونو نور …..(ص ۵۱۰  محمد جان خان وردګ، امین الله خان لوګری،

د بارکزو نوم په محمدزو واړول سوو. اساسي پوښتنه داده چي دا جگړي دڅه د پاره؟چا کولې؟څوک پکښي مړ، معیوب کید ل؟د چاه ښځي کونډي کیدې او اولادونه يې یتیم کیدل ؟ولس ته د آخرت گټه او که يې پر دې دنیا څه په لاس ورتلل؟.  له پاچهۍ څخه د یوه ورور، اکا یا وراره لیری کول د بل پاچا کول ولس ته څه ورکول، بیله مرگ او خواریو ټولو د خپلو نفساني خواهیشونو د پوره کولود پاره بیچاره ولسونه جنگولې دي..

    د۱۲۵۶هجري، شمسي کال دعقرب د میاشتي د شروع څخه بیا د۱۲۵۸ هجری، شمسي کال تر سنبلي پوري دې جگړو دوام وگړ. څو انگرېزان دجنگ په میدان  یا له افغانانو سره په مخامخ مقابله کي ماته خوري، د زور او جنگ پرځای نرمه او د سیاست لاره په کار اچووي، پردې دعلمه لیري ساتل سوي ولس باندي د خپلو افغان جاسوسانو له ډلي څخه  یو ټگمار او مکار جاسوس تر پاچهي رسوي پدې شان خپل هدف ترلاسه کوي.

   وايې که چیري رښتیا هم تاریخ یو بې پرې، حق و حقدار ته رسونکی قاضي وي نوراسي و یې گورۍ: د افغانستان پر خاوره باندي دانگرېزي( اشغالګرو) د لمړي تیري، جنگ او ماتي څخه فقط ۳۵کال ورسته، انگرېزانو ددوهم ځل د پاره پردې کوچني او کمزوري هیواد تیری وکړ، چي د جنگ په میدان کي ماته انگرېزانو په برخه سوه. دوستانو د هر پردي اشغال یا اشعلګرو قوواو و هیواد ته د رتلو زمینه خپله افغانانو مساعده مړیده.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.