غزل

مصطفی آمن

233

په تن زوړ به یم خو ځوان یمه په زړه کی
زه اوس هم د ښکلو خان یمه په زړه کی

قمر ګل بي بي په ډیره مینه اورم
د نغمی خو په ارمان یمه په زړه کی

د احساس سپرغۍ می لا دومره ژوندۍ دي
یم بی ځانه خو په ځان یمه په زړه کی

وران په ځمکه که د خپلی تنی پروت یم
د کعبی په څیر ودان یمه په زړه کی

ما دی نیم مخ و لیدلی له پلوه
اوس په نیمه کی حیران یمه په زړه کی

قدمونه می نښتي دي په پښوکی
په ولاړه لار روان یمه په زړه کی

امن خیر دی که اوسیږمه تری لری
خو ددی خاوری انسان یمه په زړه کی

18.01.23

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.