له بده شامته چې د نړیوالو وږو په لست کې هم د افغانستان د وږو نوم ځلېدونکي برید ته ورسېد. په نویو خپاره شوو رپوټونو کې ویل شوي دي چې: «د افغانستان په ګډون د نړۍ اتلسو لوږې ځپلو برخو کې حالت لا خرابېدونکی دی»
نور حال د بي بي سي پښتو په لاندې رپوټ کې:
«د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان او د دغه بنسټ د خوړو او کرنې د نړیوالې ادارې تازه راپور خبرداری ورکړی چې د نړۍ په دوه ویشت هېوادونو کې په اتلسو هغو برخو کې چې لوږې ځپلي حالت لا خرابېدونکی دی او دغو سیمو ته يې د بشري مرستو ور رسېدل بیړنۍ اړتیا بللې.
په افغانستان، نایجریا، سومالیا، سوېلي سوډان او یمن کې وار له مخکې د لوږې د لوړې کچې د شتون په اړه خبرداری ورکړل شوی او اوس دغه راپور پر یاد نوملړ سوډان، بورکينا فاسو، هایتي او مالي هم ورزیات کړي.
راپور وايي چې په دغو سیمو کې داسې ټولنې او وګړي شته چې د لوږې له سختې کچې سره مخ دي او په عمده لاملونو کې يې جګړه، د اقليمي بدلون ناوړې اغیزې او د اقتصادي حالت بدترېدل بلل شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې افغانستان په داسې حال کې ۲۰۲۳کال ته ننوت چې له ۲۸ مېلیونه د ډېرو اړمنو کسانو په لرلو د نړۍ په کچه د بشري بحران له عمده ځپل شوو سیمو دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارو په خپل تازه راپور کې د دغې نړيوالې ننګونې لپاره د ګډو ګامونو د اوچتېدو غوښتنه شوې تر څو حالت لا بدتر نشي…»
ما څو ځلې ویلي دي چې د لوږې څونامي لومړني متضررین ماشومان ـ کوچنیان او باداره ښځې دي. د خوراکي توکو د نشتون په وجه میندو ته سم داسې څه نه ورسېـږي چې ماشوم یې په نس کې سمه وده وکړي. کله چې ماشوم وزېـږي، د خوارځواکۍ نښې په کې وي، بیا هم د خوراکي مناسبو توکو د کموالي یا نشتوالي په وجه مور نشي کولای چې ماشوم ته په خپل وخت او په ټاکلې اندازه خپلې شودې ورکړي او یا د ماشوم له سن سره برابر خوراکي توکي ورکړي؛ نو همدا ده چې د خوراکي توکو د کموالي یا نشتوالي لومړی قرباني ښځې، ورپسې ماشومان، بیا کوچنیان او بیا مشران دي.
په دې ډول لیدل کېـږي چې د ماشومانو خوارځواکي نیغې اړیکي لري د خوراکي توکو له کموالي او نشتوالي سره. بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې په دې وروستیو کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی. د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:
«په افغانستان کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنه وايي، په هلمند کې د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د خوارځواکو ماشومانو شمېر څه باندې ۳۲ سلنه ډېر شوی دی.
دغه ټولنه وايي، په تېرو څلو میاشتو کې یې ډاکټرانو یوازې په مرکز “لښکرګاه کې په خپلو مرکزونو کې د ۱۰۶۱ خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې.”
بې پولې ډاګټران د خوراځواکو ماشومانو د درملنې ورته مرکزونه په کابل او هرات کې هم لري.
په افغانستان کې د بې پولې ډاګټرانو د اړیکو برخې مشر ټام بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل: “اقتصادي کړکېچ او په ولسوالیو کې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی اوس د خوارځواکۍ اصلي لاملونه بلل کېږي.”
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، ځینې مېندې د اقتصادي ستونزو له امله خپلو کوچنیانو ته “کافي خواړه” نه شي برابرولی او له همدې امله ماشومان په ځوارځواکۍ اخته کېږي.
په افغانستان کې چې روغتیايي سیستم یې له لویه سره پر بهرنیو مرستو پايي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په کې دغه مرستې کمې شوې.
بې پولې ډاګټران او د طالبانو حکومت کې روغتیاي چارواکي هم وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د نړیوال بانک په ګډون د ډېرو نړیوالو بنسټونو مرستې له روغتیايي برخې سره کمې شوې دي.
روغتیاي خدمتونو د ناروغانو په ځانګړو ډول د ښځو لاسرسی وروسته له هغه لا ډېر محدود شو چې د طالبانو حکومت په دولتي ادارو کې پر ښځو کاربندیز ولګاوه.
که څه هم د روغتیا په برخه کې ښځینه روغتیاپالانو ته تر یوې اندازې اجازه ورکول کېږي، خو د ملګرو ملتونو په دفترونو پر ښځو د طالبانو د حکومت کاربند دا حالت نور خراب کړ.»
په افغانستان کې لوږه بیا هم په ډېرېدو ده. د ملگرو ملتونو مامورینو ویلي دي چې: د افغانستان نیمايي خلکو ته عادي ډوډۍ نه رسېـږي او په وږي نس څملي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروگرام مشرې اغلې شاوې لي په خپلو نوو څرگندونو کې ویلي دي چې:
«افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي دغه هېواد د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي په تشه ګېډه ویده کېږي او کافي خواړه نه لري. شاوې لي بریتانیا ته راغلې او دلته د پارلمان له غړو سره یې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرداریو لړ کې د خوړو نړیوالو پروګرام مشرې ویلي دغه هېواد کې د نفوس شاوخووا نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.
شاوې لي لندن کې له “سکای نیوز” تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته کاري فرصتونه هم کم شوي دي:
“هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي. څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی. له درو کلونو راهیسې وچکالي هم ده. د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د اګست له ۲۱مې را پدېخوا د کار فرصتونه هم نشته چې لا له وړاندې د کوویډ ناروغۍ له امله زیانمن شوي وو”.»
د لوږې څونامي د پراخېدو په مرستندویه ځواکونو کې، ما څو ځلې طبعي پېښې او افتونه هم یاد کړي وو، اوس دا دی له بده شامته د لوږې څونامي په اوسنۍ هلالا کې د افغانستان پر ځینو ولایتونو باندې د ملخو د یرغل اټکل شوی دی او ورسره د سېلاونو د راوتلو اټکل هم کېـږي چې کېدای شي د افغانستان څو ولایتونه داسې اغیزمن کړي، چې د څو میلونو انسانانو د خپل لاس حاصل ترې واخلي او د انسانانوله ښې یې وباسي. په همدې باب د تاند دې لنډ رپوټ ته پاملرنه وکړئ:
«تاند:( سې شنبه ، د غویي ۲۶ ) د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې ملخانو د غنمو فصل د خطر سره مخامخ کړی دی.
په کابل کې د یادې ادارې استازي رېچرډ ټرېنچ هارټ د غنمو فصل ته د ملخانو خطر زړه دردونکې ستونزه وبلله.
هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان سخت انساني بحران سره مخ دی، په غنمو د ملخانو حمله به پر دغه هېواد سخت منفي اغې ولري.
ټرېنچ هارټ وویل سږ کال د ملخانو برید د یو میلیون مېټرک ټن نه زیات غنم تباه کولی شي چې د ټول کلني حاصل څلورمه برخه کیږي او نیږدې ۵۰۰ میلیونه ډالره ورسره ضایع کیږي.
هغه زیاته کړه غنمو ته د دغه زیان څخه د دریو میلیونو نه زیات کسان اغېزمنیدلای شي.
د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.»
که سم دولت وای او له بزگرو سره یې پر وخت د ملخو د افت په دفع کې او له سېلاونو نه د ځان او څارویو د ساتنې مرسته او علمي لارښوونه کړې وای، خبره بیا دومره د تشویش وړ نه وه، خو اوس…
**************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.