د قرآن او اسلامي احکامو په رڼا کې د الهي يا اسلامي نظام مفهوم

خوشحال خلیل

502
اسلامي نظام اصلا د الله پاک نظام ته ویل کېږي. الله پاک د خپل نظام په ترکیب او تشکیلاتو کې د پیغمبرانو پرته انساني مامورین نلري. پیغمبرانو هم د پیغام د رسولو یا په اوسنۍ اصطلاح د اطلاعاتو او کلتور دنده ترسره کوله چې موده یې محدوده او صلاحیتونه یې هم په قران کریم کې محدود او معلوم ول، چې د ختم نبوت سره يې اوس سلسله ختمه ده.
فعلا د الله پاک په نظام کې د انسان نقش یوازې تر عبادت محدود دی او پر عبادت مکلف دی، نور هیڅ راز وظیفوي یا سیاسي قدرت او صلاحیت نلري.
د الهي نظام او دولت په راس کې پخپله الله پاک قرار لري (تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ) او هر څه پخپله کوي او د هر کار په کولو قادر دی.
الله پاک خپلو بنده ګانو او مخلوقاتوته رزق پخپله ورکوي (إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلْقُوَّةِ ٱلْمَتِينُ) او د دې کار لپاره نه کوم خلیفه او وزیر لري او نه ورته اړتیا لري.
الله پاک د خپلو بنده ګانو د اعمالو مکافات او مجازات پخپله ورکوي او د دې کار لپاره یې کوم انسان ندی ګمارلی. الله پاک مالي چارې پخپله اداره کوي (وَلِلَّهِ خَزَآئِنُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ) او هیڅ انسان یې ندی مکلف کړی.
الله پاک خپل نظام پخپله د کون فیکون میکانیزم پواسطه په اوتومات ډول چلوي چې هیڅ راز انساني دخل او غرض ته پکې ضرورت نشته او د ځینو محدودو خدماتو پرته چې ملایکې يې ورته ګمارلي دي نور ټول کارونه پخپله کوي.
الله پاک هیڅ انسان د اسلامي نظام د قیام لپاره ندی ګمارلی او هر سړی چې د اسلامي نظام د قیام په نامه نور انسانان وژني د خدای په نزد مسول دی.
د الله دین دخدای پاک د پیژندنې او د الله د وحدانیت لپاره رالیږل شوی نه د دولت او حکومت پخاطر، د دولت او حکومت جوړول لکه د نورو دنیاوي چارو په څیر د انسانانو خپل کار دی او الله پاک د انسانانو د نظامونو سره نه علاقه لري او نه ورته اړتیا لري.
د انسانانو نظام د انسانانو پورې اړه لري چې څه ډول یې جوړوي. دولت او حکومت په یو ملت کې د تغيیر لپاره دی او الله پاک ښکاره په قران کریم کې فرمایي چې زه د قومونو د تغیير سره کار نلرم دا د دوی خپل کار دی (ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ).
شرعي نظام، امارت، امیروالمومنيین دا ټول په الله پاک ستر دروغونه دي چې فرصته طلبه خلک یې د سیمې او نړۍ د استخباراتو په ملاتړ د انسانانو د ورځیني ژوند د اخلال پخاطر پرې روغ روغ نظامونه چپه کوي او په بدل کې ورته یوه کامله انارشي او ګنډواله هیواد شاته پریږدي.
هیڅوک به دا ثابته نکړي چې د الله دین د دولت او حکومت د جوړولو لپاره رالیږل شوی. حتا د دولت کانسپ او مفکوره په دیني اقوالو کې نشته.
په اسلام کې اصلا انفرادیت او individualism دی یعنې هر شخص په انفرادي، فردي او مستقیم ډول د خدای سره رابطه لري او د هغه په نزد مسولیت لري، هیڅوک په ټولیز ډول مسول ندی حتا هیڅوک د بل چا د ګناه مسولیت نلري (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ) هیڅ شخص د بل شخص بار نه وړی مګر هر شخص مستقیما د خدای په نزد مسول ګڼل کېږي.
پر دین نه ولاړ دولت د وخت ضرورت او د دیني اقوالو او روایاتو څخه ثابته ده، کوم دولت چې پر دین ولاړ وي پایله به یې داسې وي لکه د زموږ د هېواد اوسنی حالت.
نوټ: ما د ملګرو په‌ سپارښتنه اسلامي سټډي شروع کړې، خپل خيالات به کله کله درسره شريکوم
نقد او نظر په ورين تندي منم

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.