۹د مرسلې پرسر ستوري (ناول)

لیکوال : ع. رشید

467

نهمه برخه

(۱۰)

ترقیـــــــــــــامتــــــه د خدای پــــــامــــان

 

               یوه اوونۍ له عمومي عملیاتو نه وه تیره شوې چې په افغانستان د روسانود لویې قوماندانۍ یوواکمن پلاوی، یوه ورځ سهاروختي له یوې نوې چورلکې دغونډ په څنګ کې را کښته شو،ددغه څارونکي پلاوي دنده داوه څودا معلومه کړي چې افغانان ولې د روسانود وروستیو عملیاتوپه پلان باندې خبرشوي دي.په دغه اړه لومړنۍ ګرویږنې هغه مهال پیل شوې چې د اوږدې لارې په اوږدو کې روسان داځل ولې د افغانانو له مقاومت سره مخامخ نه شول،خو په ټولیزه توګه دروسانودخواشینۍ خبره هم داوه لکه چې کرچکوف  نادرجان ته ویلې وه :

–  زه خوراستړی شوی یم،سره له دې چې په روسي پوځ کې زما مقام لږ کسان لري ، خوزه اوس دغې پایلې ته رسیدلی یم چې زموږ داتش په نامه لویان چې دا خلک وژني اویا دوی موږ وژني،موږاوس دغې پایلې ته رسیدلي یو چې دا یوه غمیزه اویوه فاجعه ده،داسې غمیزه چې زموږ دآرامواحساساتواوعواطفوملتیا له ځان سره نه لري،دا زموږد خلکود احساساتو اوعواطفوغوښتنه نه ده،موږنورپه دغې نا پاکه هیله چې موږ ته راترغاړه شوې ده نه نازیږواو نه پرې ویاړو، په وینو او وژنو کله هم انسانیت نه سرلوړی شوی اونه یې ویاړورباندې کړی دی.داڅه چې موږ یې بري بولو دا بری نه دی بلکی دا زموږ دماتو وژنو یو بل پیل دی…

نادرجان ته له پخوا څخه  ښکاریده چې د کرچکوف ددغو خبره ترشاه یوڅه شته،دی پرهغه باندې شکي واو په دې پوهیده چې دکرچکوف ترکاسه لاندې نیم کاسه هم شته ، ان چې داهم ورته ښکاریده چې دده دا شان خبرې اواړیکي به یوه ورځ  دده لپاره یوغم جوړکړي، یوه ورځ دهغه له خولې داخبره هم راوتلې وه چې دده خپلوان په چیچنیا کې هم شته اودهغو خلکود ویاړونوبه یې یادونه کوله.نادرجان له ده څخه سره له دې چې دی په سره پوځ کې لوی چارواکی و،خو بیایی هم کله دخپل نظام اوخپلو ویاړونو په اړه یوه د ویاړاوخوښئ  خبره نه وه اوریدلې .هغه ته داهم په ډاګه وه چې روسان دخپلو پټوشبکوهلوځلو ته څومره ځیراوڅومره اهمیت ورکوي اوڅه ډول کسان یې ان دخپل پوځ په دننه کې هم ددغه کار لپاره ګمارلي دي.کرچکوف نوریو رښتینی روسی سرتیری نه و،هغه اوس یوخواخوږی انسان و،هغه اوس په افغانستان دخپل روسي پوځ پرخلاف  له یوه بل چینل سره چې دنادرجان لپاره هم ډیرنا آشنا نه و،اوبه ځغلولې وې ، ځکه یې یوځل نادرجانه ته دا خبره تر ژبه لاندې کړې وه چې یوه ورځ به داسې راشي،زما غږ به تر تا پرته بل چاته ونه رسیږي اونه به له بل چا که وهم مرم مرسته وغواړم…هغه په دې وروستیوکې داخبره هم کړې وه:
ـ  زه نه غواړم چې نورنو یو روسی انسان وژونکي واوسم …زه فکرکوم چې زموږ روسان هم زما پردغه دریخ باندې اوس ښه پوهیږي …

په دغه ورځ چې روسی  پوځي واکمن پلاوی غونډ ته راورسید،کرچکوف نادرجان ته په بیړه داخبره رسولی وه چې دده په خاطر له افغان جنګیالیواوخپلوملګروسره،هغوی چې ده ورسره اړیکي درلودل خبرې وکړي اوداهغه شیبه وه چې اوس پرده باندې راغلې وه ،ده لا داهم ورته ویلي وو چې دوی باید له ماسره مرسته وکړي،څوزه یوشمیرپاتې رازونه په بشپړه توګه تردوی پورې ورسوم،پرهغو چې د دوی پوهیدل اړین دي،که څه هم نادرجان ته داخبره یوڅه له وخته ناوخته ښکاریده…خو دا د کرچکوف وروستۍ او لومړنۍ خبره نه وه ، هغه له افغان هیوادپالو خلقي جنګیالیوسره له ډیرپخوا اړیکي درلودل اوهغه احساس چې له ده سره مل واو ده باورپرې درلود اوس ده ته یونوی غم جوړکړ… غونډ ته دپلاوي راتګ او د کرچکوف نظربندي پیل شوه او ده ته اجازه نه وه چې له ټاکلې کوټې باید دباندې ووځي ، او ډیرې زرله ده څخه دپوښتنو دغه لاندې لړۍ پیل شوه :

ـ  تا ولې له افغانانو سره ترټاکلې اندازه زیاتې لیدنې کتنې او ناستې ولاړې کولې ؟

ځواب :  د دندې له مخې ، دهغې دندې په خاطرچې دهغې لپاره چا کوم حد اوپوله نه ول ټاکلي …

ـ اسناد ښیي چې ته تل کوښښ کوې چې د شوروي مشرتاته دمعقولو؟ پریکړو په وړاندې خپله بې اساسه سرکښې وکړې،تا چې افغانانو(مجاهدینواوخلقیانو) ته کومه جاسوسي کړې او څه دې دوی ته رسولي هغه ټول په ډاګه شوي دي …

ـ ښه به وی که داخبره د اسناد له مخې وي ، ماته دندې دا اجازه راکړې وه چې باید درواغ ووایم،زما دنده وه اوده چې د رښتیا وپلټم او درښتیا لپاره مرسته هم وکړم اوهم یې وغواړم …

ـ دقیق اسناد موږ لروچې د وروستیو عملیاتودناکامۍ ټوله پړه پرتا دراچوي …

ـ که اسناد مو دقیق وي ، زه محاکمې ته حاضریم …

له دغو اسنادوسره چې د څارنوال مخې ته پراته ول، د رینسکي شهادت هم ورسره مل و ، یوشمیرداسې عکسونه یې هم ورسره مله کړي وو،هغه چې کرچکوف ترعملیاتو دمخه په لوګرکې له افغانانو سره اخیستي وواود روسي یرغملو خبره یی هم پرده باندې وراچوله ، خو کرچکوف بیاهم د رینسکي په اړه داخبره کوله :

ـ رینسکي چې تراوسه کوم کارونه ترسره کړي دي،پرهغو به کله هم روسان ونه ویاړي … ده چې څه ویلي  هغه بی مانا دي اوله سړیتوبه لرې خبرې دي.

په دغوټولو خبرواوپوښتنوکې یوه اساسي خبره داوه چې دکرچکوف نوم په هغه تورلیست  کې هم و،په هغه کې چې ان له شوروي څخه دده دګرویږنوسپارښتنه په کې شوې وه،د شوروي مشرتابه په فکردا ډول کسان په انارشستانواو ګډوډۍ غوښتونکوکې راتلل چې دوی فکرکاوه جرړې یې په شوروي کې دي،ځکه دا سې کسان تراوسه په سلګونواو زرګونو له افغانستان څخه ایستلي شوي اووړل شوي ول. داچې هلته څه ورسره کیدل،پرهغو باندې یوازې خدای ښه پوهیده،ځکه چې شورویانو دخپل اویاکلن نظام دتاریخ په اوږدوکې دخپلو استوګنوله داسې کسانوپه تیره دهغوی په وړاندې چې پوځیان به وو، ډیربې رحمه چلند کاوه ….

نن پنځم ماښام و چې نادرجان کرچکوف ته سترګې پرلاره و،هغه ورته دومره لاره برابره کړې وه چې باید ځان دخپلو پوځیانوله منګولو وباسي، کوم رازاونیا زچې د دوی دواړو ترمنځ و،هغه داوچې کرچکوف به ورته وایه چې: کله چې یوه مورګورم،خپله موررا یادیږي،کله چې دیوه ماشوم سترګو ته په ځیرځیرګورم خپل ماشومتوب را یادیږي،زه چې دلته په دغه وطن کې وینه وینم، دومره پرې ځوریږم چې فکرکوم زه خپله ټپي شوی یم . هغه نادرجان ته داخبره هم کړې وه :

–  موږ باید ددغه ملت په وړاندې دومره ستره جفا نه وای کړې،داخلک اودا هیواد دمرستې وړو،موږ باید دجګړې پرځای له دوی سره مرسته کړې وای،موږ باید له دوی سره لاس اوګریوان شوي نه وای،کاشکی زموږ دالوتکو وزونه لکه داسطوریی دیوانوپه شان په هغه شیبه کې چې موږ پردغه هیواد یرغل کاوه  سوزیدلی وای .

او نادرجان ته اوس دهغه وروستي برخلیک معلوم شوی واو پردې پوهیده چې کرچکوف نوردخپل انساني چال چلند قربانۍ شو، پردي پوه شوی وچې هغه نورپرهغه لارتلونکی دی ، هغه چې د سره ښامارخیټې ته د اور او وینوپه لمبوکې اوتوپانو کې ورغزیدلې ده . نادرجان ډیره خواري وکړه چې هغه باید د ښامار له منګولو را وباسي او ویې ژغوري. خوله بده مرغه چې هغه اوس دومره لاره نه لیده چې له خپل حاله نادرجان خبرکړي او ورته ووایي چې ده ټول عمرهڅه وکړه چې باید په افغانستان کې څوک مړنه شي اوکه مړه کیږي هم باید چې له مرګه یې مخکې له مخکې بچ کړي، ده به ویل چې ټول روسان د جنګ اووژنو پلویان نه دي ،یوازې یو څوتنه وو چې دغه لوی ملک ته یې دغه غمیزه ور دغاړې کړه …کرچکوف  په نورو روسانوکې یوازې په دوو تنو باوردرلود،هغوی چې دده رازبه یې ساته، خوحالات دومره تنګ شوي وو چې دده په شاوخوا کې یوه روس ته هم د ساه ایستلو اجازه نه وه ، په ټول غونډ کې دا آوازه وه چې له کرچکوف  څخه دری تورن جنرالان پوښتنې او ګرویږنې کوي،درتنه لوړ پوړي روسي جنرالان …

شپږمه شپه هم نادرجان کرچکوف اویا دهغه پیغام ته سترګې په لاره و، دهغه لپاره یې افغاني کالي ،څپلۍ لونګۍ اونوراړین توکي تیارله ځان سره ساتلي وو.خودریغه چې اوس دیوه څه کمی وچې هغه دی خپله و، دده اوس هیڅ پته نه لګیده،دڅیړنواوګرویږنو پرمهال یوځل انیتا لیدلی و،ده تل له هغې سره د زړه خوله کوله،داچې انیتا روسۍ نه وه ځکه خویې  د زړه خبره له هغې سره شریکه وه…

په دغه ورځ هم چې له دې سره مخامخ شوی و،یوازې یوه جمله یې ورته ویلې وه چې هغه باید نادرجان ته ورسوي اوهغه داچې :« کرچکوف نور دتل لپاره ستاسو سره خدای پامانی کوي …»

څو ورځې وروسته نادرجان په کومه پلمه د روسانو غونډ ته ورغلی و،هلته یې انیتا د سیاسي څانګې په دروازه کې په داسې حال کې چې سترګې یې د نادرجان په لیدو سره له اوښکو را ډکې شوې وې،لیدلی وه،هغې په ډیراحتیاط سره د کرچکوف پیام ورته رسولی و… « کرچکوف نور دتل لپاره ستاسو سره خدای پامانی کوي …»

انیتا هم اوس کرچکوف نه شو لیدای،خودومره یې نادرجان ته په ډیره بیړه کې ویلي وو چې ، نن سبا چې کله جوړه چورلکې دآسمان په لنډو اوږدو کې ګورې  په هغوکې به کرچکوف دښکاري مرغه په شان ښکاریان له ځان سره لاس تړلی والوزوي،همدغه چورلکې به دده د لیږدولو نښه وي…

نادرجان ته دهغې رښتیاینې له مخې چې دده په ضمیرکې یې د دښمن په اړه ځای نیولی و ، مځکې ځای نه ورکاوه،داسې ورته سره شوې وه لکه تبۍ ځکه خویې ځای پرې نه و، هغه دشوروي حکومت ډیرښه پیژاند، ده هغوی هم ښه پیژندل چې ددغه حکومت څرخ یې په لاس کې و،هغه دکارګري دیکتاتورۍ په رمزاورازهم ښه پوهیده.دهغه خواشیني له دې امله وه چې کرچکوف ته څه نه ول چې نه رسیدل ؟ خو ده له دغو ټولو ویاړونواوامتیازونولاس په سرشوی و،هغه چې دخپل هیواد دکړنو په وړاندې کومه روژه نیولې وه،هغه یوه انساني خواخوږي وه،چې زموږ په وړاندې یې د یوه انسان په توګه ښوده او دده داکارد شوروي پوځ په زړه کې یونا شونی کاراوچلن و،پرکومورازونو به چې هغه موږ خبرولو،هغه،هغه څه وو چې دده  دانساني کرکتریوه برخه یې جوړوله،هغه دا ښوده چې دی هم انسان دي اوله انسان سره هغه هم له اړاومظلوم انسان سره مینه لري .له هغه سره توره وه خو دومره پڅه چې هغه د پښتنو خبره چې انسان خولا پریږده چې د پشئ پزه یې هم نه شوای پری کولای، ده خپل احسان،خپله عاطفه اومینه له موږ سره ښوده،هغه دخپلې مورمنلې وه چې کوم وخت یې نادرجا ن ته پټ ویلي وو چې، دی دمورله خوا افغان دی او د ده وینه د سرکښو پښتنو تومنه لري،خو هغه ته داخبره هسې یوه مسخره ښکاره شوې وه اوډیرېې پرې خندلي هم ول … خو اصلي خبره داوه چې کرچکوف اصلي روسی نه و، ده له آره د ترکمنستان له یوې خورا درنې کورنۍ سره تړاودرلوداو داهغه کورنۍ وه چې د ترکمنستان د کمونست ګوند لومړنی بنسټ وال هم له دغې کورنۍ څخه و، دوی په رښتیاهم د اتل پښتون آزادخان له کوراوکاله سره نښتي ول،ده یومهال نادرجان ته داهم ویلي ووچې دده د مور تخلص اوس هم آزادوا دی او آزاد خان هغه څوک و چې په احمدشاهی دوران کې دلته له کندهاره را استول شوي و،چې ان اوس هم په ترکمنستان کې په پخوانیوخلکوکې داخبره ژوندۍ ده چې وايي یووخت کوم چا د آسیا له لوی امپراتوره وپوښتیدل چې پرترکمنانانو ولې یرغل نه کوې ؟خو هغه په موسکانه څیره اوشاهانه اندازکې په ویاړسره ورته ویلي وو:«په دې چې هلته مچې لږې اوشات یې زیات دي …» هو، آزاد خان په همدغه مهال په ترکمنانوکې د عزت خاوند او زما …

 لمر لانه ولویدلی چې نادرجان اویوشمیرنورو افغان منصبداران د روسانو دبارکوپرخوا ور روان شول،یوشمیر روسان هلته پریوه جیپ موټرباندې سره راټول شوي وو،هغه چې په درنو خټوکې ننوتی و، نا درجان دوی هم د مرستې په پلمه د دوی پرخوا ورستانه اودجیپ په را ایستلو کې ورسره مله شول ، په دوی کې یولومړی بریدمن هم و چې هغه نادرجان پيژاند،ځکه خویې د نادرجان په لیدو سره له خولې راووتل :

ـ  دملګري پرحال دې خبریې ؟

ـ نه ، دکوم ملګري ، څه پرې شوي ؟

ـ کرچکوف …

ـ نه ، پرهغه څه شوي ؟

ـ دری تورن جنرالان  پوښتنې ترې کوي …

ـ په کومه ګناه ؟

ـ له تاسې سره د اړیکواوتاسو ته دجاسوسۍ په ګناه …

ـ کومه جاسوسي ؟

ـ نور زه هم نه پوهیږم … له مرستې مو مننه مهرباني وکړئ او موږ خپل کار ته پریږدئ ، موږ ستاسې مرستې ته اړتیا نه لرو …

خو نادرجان بیاهم سترګې ورته سپینې کړې او په روسي یې پوښتنه ترې وکړه :

ـ اوس پرهغه پرهغه باندې څه کوي ، ولې یې د باندې نه راباسي،اوس خو به یې پوښتنې هم خلاصې شوې وي ؟

دموټرچلوونکی په داسې حال کې چې په خټولړلی و،د دوی په خبروکې راننوت او ویې ویل :

ـ ملګری د نورپه قیامت کې غواړه، دری جنرالان ورپسې راغلي …ځه الله دې مل شه ، موږ خپل کار په خپله کوو ، مننه …

ددغو خبروپه اوریدو سره نورد نادرجان خاطرهم جمع شو،ما ښام تیاره شوی و چې ده اوملګرو یی ځانونه کنډک ته را ورسول …او پرهغه شپه دوی دکرچکوف په اړه د سیمي هغو قوماندانانو ته دا خبره رسولې وه :

ـ  سبا چې کومې چورلکې له غونډه الوزي په هغو کې به کرچکوف هم لاس تړلی موږ ته د جاسوسۍ په ګناه  شوروي ته الوزوي …

پاتې لري

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.