د مرسلې پر سر ستوري/۶

 ع. رشید

582

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سر ستوري

(ناول)

 (۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۶)

داد کابــــــــــــل  بـــــالاحصـــــــــار دی  !

          لمرنوی سرله ځمکې را پورته کړی و،نوی یې دهغې کلک زړه څیرلی واونوی یې خپل سورمخ یې په مخسورۍ سره د ځمکي د سر پردغه خود خواه او جاهل مخلوق یعنی انسان  چې پرته له خپلې خود خواهئ اوخپلوځاني ګټوزموږ دځمکي پرمخ نورڅه نه ګوري او نه یي په فکرکې دی،په خپلو طلایی سپرغیو کې ولید.هغه سره اوځلانده لمرد شنه آسمان دکناروپرتنابوباندې خپلې سپرغۍ لکه داختر په بانړي چغ باندې چې مستې اوموسکانې  پیغلې دزانګو لپاره ځانونه جوړوي،نوی زنګولو ته جوړې کړې وې، لمرلاهم هسک نه و راغلی چې دوې خړې چورلکې دقراګاه په څنګ کې یوپه یوراکښته شوې،څرخونه یې همداسې په څرخیدو وو، لکه چې کرچکوف پرون ویلي وو،په هغو چورلکو کې دوه روسی چارواکي قوماندان او کرچکوف په خورا بیړې سره دکابل پرلوریوه پربله پسې والوزول شول اودسترګوپه رپ کې له سترګوالونیاشوې…

په هغه شپه د نادرجان دوی په پوسته کې یوافغان سرتیری شهید شوی و،کله چې دغه دوه تنه روسان الوتکو ته ختل،دحکیم جان دوی دغونډ سیاسی مرستیال جګړن عارف چې په روسی ژبه هم یوڅه پوهیده،په خواره خوله هیله ترې کړې وه چې د دوی دغه شهید یوازي د کابل ترهوایی ډګره ورسوی، دهغه جنازه سرتیرو نوې له غونډه را ایستلی وه…خو روسی چارواکي ورته ویلی وو :

ـ موږ دومره وخت نه لرو،څو دهغه جنازه دلته رارسیږی،موږ کابل ته رسیږو …نن له ګردیزه کتار را روان دی،په هغه کې یې کابل ته واستوئ چورلکي د سترګو په رپ کې له سترګو الونیا شوې او دشهید افغان جنازه یې بیرته وګرځنده روغتون خیمې ته په ستړواوږو باندې یووړه …

دغونډ قوماندان به چې کله کابل ته ولاړ،زیاته موده به یې هلته نه تیروله، سهار به چې لاړ مازدیګر به بیرته راته، کله که به خبره اوږده اومهمه هم شوه نو تریوه شپه خوګرد سره نه زیاتیده. ځکه چې دلته جګړه په خپلې ټولې بدرنګۍ په پرله پسې توګه روانه وه، اوهرې ورځې یې ځانګړې بڼې درلودې اوځانګړې بلاوې اوغمونه به یی د دوی پرمخ را بوټول ، لامل یې هم خورا ساده وهغه داچې دوی ددغه هیواد خلکو،غرونواولاښونو نه غوښتل اونه ورته آشناول …دوی هم په دغه راز ډیرښه پوهیدلي وو،خود پوځیانو څه ګناه،پوځي که هرڅوک وي د قدروړدی،هغه ته یوموخی په مخ کې ایښودل کیږي اوامر ورته کیږي چې هغه باید ترسره کړي … دوی چې اوس ددغه هیوادهرې خوا ته تلل،هلته پردغه ټکي  پوهیدل چې دوی ته به کله هم بري دهورا په غیږه کې هرکلی ونه وایي …

کرچکوف دوی په هغه ورځ روغ رمټ کابل ته ورسیدل،دوی نن کومه ځانګړې لیدنه او کتنه نه درلوده،کوم روسان چې له دوی سره یوځای شوي وو،هغوی یې په خوندي بازارونه باندې وګرځول،هغوی هلته ډیرهغه څه چې په شوروي کې نه موندل کیدل لکه جاپاني ګړې ، امریکایی کاوبای جمپرونه،جرمنی مالونه او نور واخیستل … او لا پوخ ما سپښین شوی نه و،چې دوی دکابل پربالاحصار باندې ورننوتل،داځکه چې د دوی لوی ځواک اوس دلته ځای پرځای شوی و، دغونډ دقوماندان نژدی ملګري هم دلته اوسیدل،هغه مجاهدین چې له دوی سره یوخوله شوي وو،هغوی هم دلته راتلل او دلته یې ددوی یرغمل پردوی سپارل …

هغوی هم دلته ول، کرچکوف دوی په هغه ورځ چې یوه ګړۍ خبرې سره وکړې،دتفریح په پلمه د بالاحصاردچوڼۍ مخې ته راووتل، یوې او بلې خوا ته ګرزیدل،د بالاحصارد روسي ځواک د انظباطانودټولي سیاسي مرستیال ایوان هم  له دوی سره و، هغه نژدې لس میاشتې دلته تیرې کړې وې،هغه د کابل دبالا حصار په اړه اوس ډیرڅه لوستي وواوپه ډیرو شیانو باندې پوهیده، همداوه چې په دغه ورځ یې هم د دغې تاریخي اوپرتمینې ماڼۍ د پیژندګلوئ په اړه وویل :

ـ  دا دکابل بالاحصاردی،دلته یووخت انګریزان هم اوسیدل،دمکناټن په نامه یولوی انګریز مامورچې افغانانو وواژه دلته اوسیده،کیوناري ته یې هم دلته اور ورواچاوه … افغان واکمن شاه شجاع چې د انګریزانو له پوځونو سره راغلی و، اوځان یې دهغوي په مرسته د کابل واکمن باله، دهغه جسد هم په پای کې دهمدغه بالاحصار په ختیرو ویالو کې څوشپې پروت واوخلک یې په ښخولو باندې شرمیدل …  هو،موږ هم کټ مټ کارکړی،خوهغه وخت اودا خورا زیات توپیرسره لري،موږ اوس یونړیوال اویونه ماتیدونکی ځواک یو … موږ هم کارمل پرخپلو اوږو باندې ناست راووست، خوزموږ په ګمارلوبه کله هم د شاه شجاع کیسه راغبرګه نه شي … زموږ ارادې لوړې اوموږ نه ماتیدونکې یو…

کرچکوف ورته موسکی شو، یوازې یې دومره ترخوله ورته راووتل چې :

ـ افغانان بد خلک دي،موږ ته چې مخامخ په جګړه کې ورسره لاس اوګریوان یواوس ډیرښه په ډاګه شوي دي…راځۍ له دغې خبرې تیرشو په نورو خبرو باندې وغږیږو …هودا ډیربد او بل ډول خلک دي …

 کرچکوف دوی په هغه ورځ خپلې خبرې پردي پای ته ورسولې چې دوی به سبا افغاني قوماندانان د پلچرخي له زندانه راباسي اودوی به یې له ځان سره د تبادلې په خاطرخپلې قرارګاه ته بیایی …

 د دوی وروستۍ شپه هم د کابل په بالاحصارکې شوه، ښکلې شپه وه، ښکلي کابل و، او ښکلي بالاحصار،هلته روسي سرتیرو بیلګه ییز ژوند درلود،ځکه چې دلته د دوی یوبیلګه ییزیا نمونه غونډ اوسیده …په هغه شپه هلته ددوی لپاره هرڅه وورنګارنګ ډوډۍ ، شراب، سازونه،نڅاوې او …داځکه چې دکرچکوف دوی ډله خو دجګړې له ډګره راغلې وه …د دوی لپاره هم دکابل ننۍ شپه دجنت شپه وه،دچوڼۍ دننه نازکواومستوپیغلوله مستواونازکو نڅاووسره نا زکې اومستې سندرې هم نڅیدې …خو له چوڼۍ او بالاحصاره دباندې پرټول ښارباندې دآرامې اوتورې تیارې اودرنې چوپتیا خپل وزورنه داسې درانه غوړولي ووچې ان له کوڅه ډبو سپیو یې غپاوې هم له یاده ایستلې وې…د بالاحصارهربرج د ډار اووحشت د دیوپه شان ولاړو،اواوږده دیوال یی هم ځان اوس داسې راکواړه شوي نیولی و،چې تا به ویل مړ ښاماردی اوسریې کوم ظالم واکمن په زورسره پرې کړې او ځان نه شي خوځولای.له ټول ښاره غږ نه اوریدل کیده،اونه چا فکرکاوه چې دلته به هم ګواکي ژوندي څوک اوسیږي…داځکه چې دلته ددغه ښارروح ددغه ښارد اوسیدونکود ژوندیو احساساتوپه لاس کې نه وه،ځکه په هغه شپه کرچکوف ته هم په ډاګه شوې وه چې:کابل نه خوځیده،کابل نه خندیده او کابل نه ښکاریده … یوازې تورتم و چې درڼایۍ یوڅوڅراغونه یی په تورو تورو څپوکې دپردیو دکرغیړنوارواوو له ډاراووحشت سره یوځای بلول اوبلول …

****

او هغه توره او درنه شپه هم سبا شوه،لمر لوړرا غلی و،کرچکوف لاځان نه وسمبال کړی چې غږ پرې وشو :

ـ هله زرکړه چې روان یو،موټر تیار دی …

ـ دادی تیاریم،درووتم …

پرځان یې زر زرلاس وواهه،دریشي یې ځان ته کړه،له استوګنخي یې دباندې پرروسي ملګروبرسیره دری تنه نورمهم کسان هم ولاړوو،تلویزیونی کمرې والا هم په ماشه سپاره ولاړوو،همداوه چې څو نوي نوزي موټرونه همداسې یو پربل پسې ددوی لپاره تیارشوي ول.ټول ددې لپاره تیارووچې باید یوځای په درني امنیتي تیاریو کې د زندان پرلورحرکت وکړي.ترزندان پورې ډیره لاره وه ،په درنګ شیبه کې ټولو یوځای د زندان پرلورحرکت وکړ،داچې دوی نن هلته د څه په خاطر حرکت کاوه، دوی پردغه ټکي باندې ښه پوهیدل، کله چې هلته ورسیدل،دوی ټول یو پربل پسې پرته له دې چې څوک د څه پوښتنه ترې وکړي، پرزندان ور ننوتل …

په هغه ورځ د زندان پرشاوخوا کې داسې کراره کراري وه چې غوږله غوږ نه خبریده، د زندان په شاوخواکې له سرتیرو اوپوځیانوپرته نورڅوک نه لیدل کیدل،هغوی مخامخ د زندان د آمردفترته ورغلل،چیرې چې هلته د سهارنۍ بندوبست هم ورته شوی و،د زندان آمر په دغو شپوکې هرچا ان چې خپلې کورنۍ ته هم  لکه قصاب داسې ښکاریده …

سهارنۍ وخوړل شوه،خو ټولو راغلو ښاغلو تراوسه هم د استخباراتو (خاد) دکوم مشر راتګ ته سترګې پرلار وو… دکرچکوف زړه په تنګ شو،ویي غوښتل چې له کوټي دباندې ووزي،د زندان آمر کوم سرتیري ته اشاره وکړه چې باید بدرګه یې کړي،کرچکوف ځیرک شوروی و،له کوټي ووت،بدرګه وال په څوشیبوکې دزندان بیلابیلی برخې وروښودې …

–  هغه لومړی بلاک دی، دابل دویم،او دابل یې دریم  په ګردو کې سیاسي بندیان دي،هو سیاسي بندیان،اخوانیان،امینیان، بسمچي،ماوستان اونور… دا زموږ اوتاسو ګډاونه پخولا کیدونکي دښمنان …

دواړه کرار کرارسره غږیدل اوروان وو،دلومړي بلاک پرخواورغلل،هلته یوډنګرپیردار ولاړو،په دغه شیبه کې بدرګه ضابط په کوم بل کار بوخت شو،کرچکوف اوهغه پیره دارسره پاتی شول،کرچکوف هغه پیره دارته ځان د روسي په توګه ورونه پیژاند اوورته ویی ویل چې دوی دملګروملتو له خوا راغلي دي …اوغواړي دزندان اوزندانیانو په اړه څه واوري،کرچکوف په ماته ګوډه انګریزي پوښتنه ترې وکړه :

ـ دلته څه حال دی؟ څوک دلته زیات وژل کیږي ؟

پیره دارچې یوې اوبلې خوا ته وکتل،بی له ځنډه یې ورته وویل :

ـ دلته ډیر بدحال دی …

ـ څنګه ؟

ـ دغه دوه بلاکونه په سلګونو سیاسي زندانیانوډک دي،خو هرشپه په خورا بې رحمئ او وحشیانه توګه ایستل کیږي او وژل کیږي…

ـ څوک یې وژني ؟

ـ ته خو به روسي نه وئ ؟

ـ نه ، نه،زه روسی نه یم ،زه دسویس یم …

ـ سویس،څومره ښکلی هیواد،څومره نیکمرغه خلک،زما خپلوان چې له جرمني څخه لیکونه رالیږي،هغوی هم ستاسي دښکلي هیواد ستاینه کوي،

ـ هو،زموږ هیواد ښکلی اوآرام هیواد دی،هلته جنګ نشته،هلته خلک نه مري اوهلته دتیري کونکو لپاره ځای نشته …

د ډنګر پیره دارچې زړه ته ورسیده چې دی روسی نه دی،ځکه یې ورزیاته کړه:

ـ  ددغو بلاکونوزندانیان سیاسي کسان دي، په بیلابیلو نومونو یادیږي،هره شپه دوه او دری اوکله کله لس اوشل لاس تړلي، خولې تړلی اوسترګې تړلي ایستل کیږي خوبیرته نه را ستنیږي …روسان هره شپه راځي د زندان له آمرسره یوځای چې هغه هم ترقصاب بدتردی  په یوه خوله او یوه وارایستل کیږي اووژل کیږي.دلته د کافراومسلمان خبره اوپوښتنه نه مطرح ده اونه یې څوک په فکر کي دي،هغوی چې دخلکو په خبره سریې په تنه ارزي ،هغه که کافر وی اوکه مسلمان،هغه که د امین په باند پورې اړه ولري اوکه دګلبدین په سخته بې رحمۍ سره وژل کیږي…زیات شمیرتعلم یافته پوهان،استادان اوسیاستوال ټول وژل کیږي،په دغوټولوستونزوکې روسان نیغه برخه لري، پرکومه شپه چې دروسي سلاکار یا مشاورپه دفترکې څراغ لګیږي،موږ پوهیږوچې په هغه شپه ایستل ایستل او وژل وژل  زیات وي …خبرې ډیرې دي، روسان ډیرظلم کوي،روسانو زموږ پروطن باندې ډیربې رحمه یرغل کړی دی،د دوی واکمنانوزموږ هیواد په سره تبۍ اړولي چې په هره څنډه کې یې موږ اوزموږ خلک لولپه کیږو…

ـ ته یې څنګه دلته پریښي یی ؟

ـ دا ډیره اوږده کیسه ده ،زما یوخپلوان په خاد کې منصبداردی ،دهغه په باوردلته دنده ترسره کوم، پځوا بل ځای وم،ددغې دندې یوه ښیګړه داده چې له جبهې بې غمه یم …

کرچکوف ورته وخندل،سګریت یې ورته ونیو،ترې وایې خیست خوویې نه لګاوه،زریې په خپل جیب کې کیښود،وروستۍ پوښتنه یې ترې داوه :

ـ  کومه جالبه کیسه چې تا ډیرځوروي راته ویلای شې ؟

ـ  که رښتیا درته ووایم پرماخوهره شیبه دلته دقیامت شیبه ده،زه دلته هره ورځ پرهغوی باندې پیره کوم چې هغوی په مرګی نه ارزي،هغوی که په هرنامه دلته راغلي اوراوړل شوي داخپل وطن ورباندې ګران دی،خوهره ورځ دروسانواودهغوی دلاسپوڅوله خوا دمرګی میلمانه کیږي،له دوی څخه ژوند اخلي اودلته زموږ ژوندهره شیبه له غم،مرګ او درد سره ملتیا کوي.زه دلته له مجبورې ورځې پیره کوم،خو دغه څه چې دلته ګورم اودغه څه چې دلته یې روسان ترسره کوي،یوه ورځ به ماهم ناچارکړي چې باید دغچ اخیستني په لورځان تیاراواوچت کړم … دلته که له ما پرته نورڅوک هم وپوښتې نوهمدا به درته ووایي چې روسان ظلم کوي، روسان زموږ بې ګناه اوپه خبره پوه وطنوال وژني، له هرچا به واورئ چې:

هزرا زخمونه مې په زړه دي مړبه شمه…

نژدې لس بجې وې چې پنځه تنه ببرسري چې تراوسه لا د مرګی تیغ ته نه وو برابرشوي ، هغې کوټي ته راوستل شول،هلته چې ټولو ددوی دراایستلو لاره څارله اوس هلته دزندان دخاد مشرهم رارسیدلی و،هغه هم هلته ناست و،د لومړي بیرسري چې کله پرهغه باندې سترګې ولګیدې،ترهرچا دمخه یې ده ته په ځیرځیرسره وکتل اوبیاروسانوته موسکی شو، دخادمشردده مانا لرونکوکتوته ځیرو،ځکه یې په ماتوجملوکې ورته وویل :

ـ  څنګه موسکی یې لکه چې مرګ ته دې خوشالي کوې؟

ـ نه نه، په هغه باره کې فکرهم نه کوم، یوازې دې دمورمیړونوته موسکی یم،ورته وګوره ، ښه ورته ځیرشه،چې څه نه درباندې کوي،ورته وګوره،ما ته هم وګوره اودوی ته هم  …

خو ژباړونکي دغه ټولې خبره ټکي پرټکی لوی مشاورته نیغې ژباړلې اوهغه ببرسري چې پرځان هم نه ووخبراوس په ډیرغروراوپرتم سره هلته داسې ولاړوچې لیدونکي ته یې په رښتیا هم کتواوڅیروخوند ورکاوه،له هرچا سره یې په یوکتودامینه را بوټوله چې کاشکی له دوی سره د شپږم کس په توګه هلته په څنګ کې ولاړوای  …

اوکمره لکه دناحقې شاهد مخامخ ورته ولاړه وه نژدې غرمه وه چې هغوی ټول یې پربالاحصار باندې تړلې سترګې،تړلي لاسونه او تړلې خولې وروخیژول،دزندان دخاد مشرهم ورسره و،ترهغو چې دوی پنځه واړه یې روسانو ته سپارل،دهغه لومړي ببرسري خبرویې لاهم په غوږو کې انګازه کول …

ـ نه نه، په هغه باره کې فکرهم نه کوم، یوازې دې دمورمیړونوته موسکی یم،ورته وګوره ، ښه ورته ځیرشه،چې څه نه درباندې کوي،ورته وګوره، ما ته هم وګوره اودوی ته هم  …

لوړمازدیګرو چې دوی له بالاحصاره په دوو چورلکوکې د لنینګراد د سترچارواکي د زوی د خلاصون پرلامل دلوګرپرلوروالوتل …

***************************************

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.