د مرسلې پر سرستوري/ ۳مه برخه

لیکوال: ع. رشید

528

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سرستوري

(ناول)

 

 

(۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۴)

الله ګل  دانه  ، دانه

              پوره شپږمیاشتې لانه وې تیرې شوې چې د کرچکوف دوی دغونډ د ودانیو کارونه په خورا تیزۍ سره پرمخ روان وو، د غونډ سرتیروهم جګړه کوله او هم به یې درانه درانه ودانیز کارونه ترسره کول ،ګرده ورځ به لکه دیوان لوڅ لوڅ تنونه کارونو ته لګیدلي وو،خو له دې سره سره یې ستوماني نه پیژندله،داسې به اخته ووچې تا به ویل دایی خپل هیواد دي اویاداچې ګواکي ورته ویل شوې وي چې دوی داهیواد نیولی او دا نورد دوی دی. دسیمې خلک به چې د دوی د قشلې په څنګ کې تیریدل که څه هم ښه نه پرې لګیدل،خوله یوه او بل سره به یې ویل :

ـ  دوی ودان او سوکاله نه وي،نوڅوک به وي ،که زموږ خلکود دوی پرنیمايی د زړه له کومي خپل هیواد ته کار کولی اوس به موږهم د دوی په شان ودان او نیکمرغه وای اوله ډیرې مستې اوودانۍ به موږهم نورملکونه نیول…

 په لنډه موده کې یې هغه شاړه دښته چې پرهغې باندې دغزنوي محموداوغوري سلطان شهاب الدین د پوځونونغارې یو وخت له ورایه اوریدل کیدې،له سوو سوو کالو را وروسته دغه سیمه په ښکلیو ښکلیو ودانیو داسې ښکلې کړه شوې وه چې هرچاته يې  پردغه سیمه کې هغه انځور ورغبرګاوه هغه چې یومهال پرهمدغه سیمه د غوري سلطان پوځونو درلود،هغوی چې دهند دنیولو بریو ته یې تیاری نیوه او په شوراو زوږ کې به یې د ډولونو له انګازوسره یوځای دا سندرې هم پورته وې :

     پښتونخوا ښکلي زلمي چې زغلي هند ته

نو آغلیه پیغلې کاندي  اتڼونه  …

 د شهاب جګړن به نه کینې  له زغلو

نه به پریږدي دا زلمي خپل بهیرونه …

 یا به جګ کا دبریورپی  په هند کې

یابه پریږدې هم په دې چاره سرونه …

هو، یووخت پردغه دښته لکه ددغو وړومستطیل اومربع ډوله ودانیو پرځای د ببرسروغلجیواو تره کوغازیانو سوبمنو خپل کاږه بریتونه  تاوول، خو دریغه چې اوس … ؟

 د روسانو په غونډ کې درانه درانه کارونه روان ول اودرنې وسلې په کې پورته کښته کیدې… خو کرچکوف سره له دې چی یوعادي پوځي ښکاریده. له دغوکارونو او بیګاریو پریوه خوا پاتې و،دی نه پردې کارو خبرو اونه یې هم په دغه باره چا ته څه ویل او نه یی هم اوریدل،ددغو کارو پرځای ده پرنورو شیانو ځان بوختاوه چې هغه په خپله بې لامله څه نه وو…

دا څو ورځې کیدې چې د کرچکوف دوی په غونډ کې له یوه اوبله دا خبره اوریدل کیده چې  په نن او سبا کې د دوی زیاته برخه یوه ولایت ته چې هلته هم حالت ډیرخراب دی استول کیږي …له دغه تګه یوه ورځ دمخه نادرجان له کرچکوف سره دو الیبال په میدان کې پردغه موضوع باندې خبرې کړې وې، نادرجان به کرچکوف ته زیاتره دهغو ولایتو په باره کې خبرې کولې چې هلته به حالات ډیرخراب وو، هغه چې ده ته هم ښه معلوم وو، په دغو ورځو کې  دلوګر په ولایت او ورنژدې سیمو کې حالات خراب وو،مجاهدینو دلته د نارامیو شو پورته کړی و،یو شمیرکتارونه یې هم لوټلي وو، او یو شمیردرنې وسلې او ټانکونه یي هم سوځولي وو .  کرچکوف او نادرجان هم داسې فکرکاوه چې دغونډ یوه برخه به له غزني دګردیز پرلارد لوګر پرخوا ډیرزراوناڅاپه حرکت وکړي او داخبره همداسې رښتیاهم شوه …

دجمعې د ورځې  په زیړي مازدیګر، په هغو شیبوکې چې نري نري باران هم نوی پیل کړی واوهرڅاڅکي به یې د شوروي سرتیري پرمخ لکه د انار د دانې په شان  ښکاریده، قومانده ورکړه شوه چې باید زر ترزره ټول ځواکونه تیارسئ او تګ ته تیارشي،له شوروي سرتیرو سره دنادرجان دوی ځواکونه هم تیارسۍ شول، ځکه چې شوروي سرتیرواوځواکونه ډیرلږ په یوازې توګه جنګي عملیاتو ته تلل،په زیاترو عملیاتو کې به دولتي  پوځونه ورسره وو،کله کله به یې پوټی واک هم ورکاوه،خو زیاتره به یې په بې واکۍ سره دځان مله کړي وو، همداوه چې ډیروختونه به افغاني  سرتیري دچا خبره  دتوپ دلومړۍ ګولۍ نمړۍ هم کیدل  په دي چې دوی به مخکې او شورویان به ورپسې وو …

ګرد غونډ د جګړې لپاره  تیارسئ شو،کرچکوف اونادرجان بیا د یوه سنګر پرلورشول … دهغې شپې زیاته برخه په تیارسي او انتظار سره تیره شوه، دمرسلې  * دلوړې نوکې پرسرستورو داسې ننداره جوړه کړې وه،چې هره شیبه به یې د هرسرتیري خوبولو سترګو ته له ډاره ډک خونړي خونړي سترګکونه وهل، دشوبلو دکندک د سرتیري  پتروفسکي شنې شنې سترګې به هره شیبه دمرسلې له ځلاندو ستورو سره جنګیدې،کله به یې  چې دغو ستورو ته کتل نوهغه شیبه به وریاده شوه  ، چې دی به له خپلې مورسره دخپل کورپه برنډه کې ناست واوهغې به ورته ویل :

ـ موږ په مینسک کې یو، اوهغه ستوري چې په ختیز آسمان کې موږ ته سترګکونه وهي ، هغه په هغه هیواد، په تیره بیا په ختیزوهیوادوکې ټولو ته همداسې سترګکونه وهي …هو، ټولو ته ! زه تل دغو ځلاندو ستورو ته ګورم ، ښکلی ستوري دي ، زما د زړه له کومي خوښیږي،په دې چې دغه ستوري د ژوند دهیلو هیله منوغوټیوته د روښانه سباوون پرلورپه سترګکونو سره اشارې کوي ، هو، په تیاروکې دیوې روښانه راتلونکې په هیله …

لا سپیدې نه وې چاودلې چې کتار ته قومانده ورکړه شوه اولکه خوبولی ښامار ړنګ وبنګ روان شو، دکرچکوف لپاره همدغه سفرونه ترهرڅه مهم وو، ده به ویل چې دادده لپاره ډیره اسانه دنده نه ده،خو بیاهم ورته په زړه پورې وو، سره له دې چې دغه  سفرونه د مرګ پرلور یودروند یون و،خو دکرچکوف لپاره په دي په زړه پورې و،چې ده به په دغو تلواوراتلو کې ډیرې نوې نوې خبرې او نوي نوي شیان لیدل اوراغونډول …

پوره یوه نیمه ورځ تیره شوې وه چې دوی هغې سیمې ته چې د دوی لپاره په نښه شوې وه و رسیدل،له غزنی تردغه ځایه یي ډټولې لارې په اوږدو کې ترشلو زیات موټړونه اوشوبلې له لاسه ورکړې وي اوهم یې د اوووتنوپه شاوخوا سترتیري تراوسه مړه شوي ول …خو په مقابل کې یې دوی هم دومره کلي وران کړل او دومره ګولۍ یې پرې واورولې چې رڼا ورځ یي پرې توره شپه کړې وه…

   خود دوی کتار روان واوچا ته معلومه نه شوه چې پرهغوکلیو کي به څومره بي ګناه اوڅومره ګناهګار(!) کسان وژل شوي وي. له دغو ټولو کردواو ناکردوسره سره بیاهم د دوی کاروان د دوی ترسرمنزله پورې ورسیداو له رسیدو سره سم یې په سیمه کې په عملیاتو باندې پیل وکړ.ماته، وژنه،یرغمل او تریوه حده بري به په دغوعملیاتو کې ترهرڅه تودې خبرې وې، کوم ځای ته چې دوی اوس رارسیدلي وو،دا لوګرو چې ددغه نامه په اوریدو به تل د روسي سرتیرود سرويښتان د دوی پرسرونه باندې اغري اعزي کیدل …

په دغه سیمه کې چې دیوه تل څپانده سیند پرشاوخو را چورلیدلي وه ، دوژنو او مقاومتونو شپې اوږدې شوې،ځکه چې دوی به په هرځای کې له شدید مقاومت سره مخا مخ کیدل،په یوه کلي دوی دري اوڅلورورځي له داسې مقاومت سره مخامخ کیدل چې ځانونه به ترې ورک وو، دری ورځې تیرې شوې چې اوس له دغه کلي پردوی باندې د ډزو بهیریوڅه آرام شوی و، له دری ورځنی مقاومته وروسته  نادرجان اوکرچکوف په همدغه کلي سره مخامخ شول،دکلي ماشومان اومیرمني ټول دکلي منځ ته راوتلي وو،خو دکلي تلاشي لاهم په خپل شدت سره سره روانه وه ، روسانو اودنادرجان دوی سرتیرو دا یوه ښیګړه درلوده چې ماشومان او میرمنوبه د دوی د تلاشیواو یرغلونو پرمهال ان په خپلو کلیو کې دآرامۍ احساس کاوه.نادرجان او کرچکوف اونور لوړ رتبه سیاسي او پوځي کسان اوس ټول د کلي په منځ کې ولاړوو،هریوبیاهم په خپل غم کې و،هلته مخامخ د کلا په منځ کې له نورو پریوه خوا څوماشومانو خپلو ټمبلونو ته زور ورکړی و،په ګډ خو خواږه  آوازیی دغه سندره په خوند سره  پورته کړې وه:

الله  ګل دانه ، دانه ، دانه ، دانه

شوروی قار کده نمیره خانه

الله ګل دانه دانه …

مجاهد استی خلقی برادرجان       ګپ مرا بشنو بشناس خدا جان

الله ګل دانه دانه

ملک ما را ګرفته به یک بهانه

شوروی قارکده  نمیره خانه

الله ګل دانه دانه

ددغو ماشومانو دغې نری خو ښایسته سندرې دټولو پاملرنه پرهغه خوا ور واړوله ، افغانان چې هلته وو،هغوی ټولو ددغې سندرې له اوریدو سره سم هم خندل اوهم ژړل …دکرچکوف هم دغه حالت ته یوناڅاپی پام شو، زریې نادرجان ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ترې وکړه :

ـ  ولې،ولې څه خبره ده،څنګه خاندئ ،یعقوب ولې په ژړا دی ؟

دنادرجان دټولي سیاسي مرستیال چې ځان ساتی او ډارن غوندې و، نادرجان ته وویل :

–  ګوره چې کټ مټ سندره ورته ونه ژباړې چې د بلا په خوله کې به موورکړي …

خو نادرجان بیا دده  ددغه ډار پروا ونه کړه او د ماشومانو سندره یې ټوله کټ مټ روسانوته وژباړله …

که څه هم دیوشمیرنورو روسانوپه څیرو کې دقهرنښې را وپړکیدې، خو کرچکوف هم خپله خبره ونه شوای نیولای او دزړه له کومي یې وکړه … نادرجان ته یې سترګه ګوډه کړه، او خپلو روسانو ته یې مخ ور واړاوه :

ـ عجب خلک دي او عجبه روحیه ! 

نورو روسانوهم د کرچکوف ددغې خبرې په وړاندې هیڅ هم ونه ویل … د ماشومانو سندرې لاهم د لویې برجورې کلا په منځ کې خپل انګازه کول :

الله  ګل دانه ، دانه ، دانه ، دانه

شوروی قار کده نمیره خانه

الله ګل دانه دانه …

مجاهد استی خلقی برادرجان       ګپ مرا بشنو بشناس خدا جان

الله ګل دانه دانه

ملک ما را ګرفته به یک بهانه

شوروی قارکده  نمیره خانه

الله ګل دانه دانه

پاتې لري

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.