د مرسلې پر سر ستوري /۱۰مه او وروستۍ برخه

لیکوال ع. رشید

419

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

د مرسلې پر سر ستوري

(ناول)

 (۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۱۱)

تــــــوره چـــې تیریـــږي خـــوګوزارلــــره کنـــه…

 

          دروسي یرغل څلورم کال دنوامبر وروستۍ شپې ورځې وې چې یوسهارمهال وختي دچورلکوګردونه دغونډ په شمالي خوا کې پورته شول،دنادرجان د قطعې ټول قوماناندانان دکرچکوف پرموضوع باندې خبروو، نه یوازې خبروو بلکه پرې خواشیني هم وو، دوی سره له دې چې سرتیري وو،دمجاهدینوپرضد جنګیدل خو په ملي مسالو کې دوی تر مجاهدینوهم ژور فکرکاو اوپیاوړی هیوادپال وو،دوی هم افغانان ول،ځکه خو یې یوبل په سمه توګه سره پیژندل،پردې هم پوهیدل چې دواړه خواوې دیوه اوبل سرونه یوازې د نورو له پاره ماتوي …افغانان دا اوسني بد مرغ کړل شوی قوم  سره له دې چې په بې اتفاقۍ یې اتفاق سره کړی،د لویې بدمرغۍ په وړاندې یوه اوبل ته ګونډې سره وهې اود لویې بدمرغۍ په وړاندې سره یوکیږي … دغلامۍ او نوکرۍ کړۍ به یې په غاړه کې وي خو چې خبرو ته یې غوږ کیږدې ، نوفکرته دې دا خامخا درځي چې پردنیا یوازې دی دی اودده لوړغرور… که دیوه لوی ځواک په زندان کې پروت هم وي نو فکر به کوي چې دا بدمرغي ده په خپله  پرځان راوستې ده او که نه خیر او خیرت دی … که له شتمن سره مزدور هم وي،نوفکرکوي چې دهغه ټوله شتمي دده ده … ځکه خودا په انسانانوکې یوبل شان کرکتر دی او بل شان تیپ ! …

پردغه ورځ هم افغانان کرچکوف ته یوشان خواشیني وو، نادرجان خوکله چې الوتکې والوتې، په چغو چغو وژړل،داسې چې ان غږیې په ټوله سیمه کې انګازې خپرې کړې وي، داسې انګازې چې دا شان انګازې په هغو ورځو کې چې لس، دولس تنه به شهیدان شوي وو دلته پورته کیدې … جوړه الوتکې ، د مرسلې پرلور چې دلمرڅرک لوری و له سترګو الونیاشوې،خو نادرجان لا ژړل او لایې پرمخ د اوښکوتودې لیکې  را روانې وې ،لا یې په الوتکو پسې کتل چې هغه دروسي موټرچلونکي خبره وریاده شوه :

ـ  ملګری دې نور په قیامت کې غواړه …

«««

کرچکوف خواشینی د چورلکې دایروي هندارې ته نژدې ناست و، د وروستي ځل له پاره یې خپل غونډ ته په خیرځیروکتل،سترګې یې کښته نیولې وې ، پر زړه یې د چا خبره تورو وینو خپل څپاو ورووړله هندارې یې بیا پرمرسله سترګې ولګیدې، انینا وریاده شوه، اوله مرسلې سره دهغې مینه،خپله خبره وریاده شوه:« که ژوندي پاتې شوو اونصیب را سره مل و، راتلونکي پسرلی به یې نندارې ته ورځواو یاد ګاري عکسونه به یې په پسرلنیو ګلونوکې اخلو….»

ترګردوسخته لا داوه چې کرچکوف نه غوښتل له افغانستانه شوروي ته ولاړشي،خوله بده مرغه چې دخپل زړه دغه غوټه یې لکه د خپل شخصیت په شان ډیره ناوخته خلاصه کړه . ډیره ناوخته… په دغه شیبه کې چې ده له هندارې دمرسلې اودهغې د شاوخوا ننداره کوله او الوتکه مخ په وړاندې روانه وه ، زړه یې دومره د رزا کوله چې تا به ویل روح یې له بدنه جلاکیږي.د مرسلې شاوخوا د اوبو بند له هوا  داسې ښکاریده چې تا به ویل الوتکه د سمندرپه غاړه روانه ده …چې یو نا څاپه له مخکنۍ چورلکې مخابره وشوه :

تورن جنرال الکسي … غواړي چې ددغو شنو او ښکلواوبو پرسرالوتنې ته دوام ورکړي ، پرموږ پسې راځۍ  …

ـ سمه ده اطاعت کیږي …

دکورچکوف په چورلکه کې څلورتنه روسي سرتیرې یوازې دده د محاصرې په خاطر ناست ول،په مخکنۍ هغې کې یوازې هم هغه مهم کسان ناست وواوبس … هغوی ته د « سردې » پربند د پاسه الوتنې ښه خوند ورکړی و، ځکه خو دوی غوښتل چې ددغو شنواوبو پرسرباندې یوخل بیا را وچورلي … خو کرچکوف اوس له لوړو لوړود مرسلی ننداره کوله اوهغې ته یې کتل،دهغې دهرې تیږې زړه ته ، دهغې دنګې لوړتیا ته، دهغې آرام زړه ګي ته اودهغې پرسرد سپینوزاڼوکتارونو ته …

دتورن جنرال الکسي … ځکه دسردې دا لوړه خوښیده چې دهغه پلار کلونه مخکې د سردې بند په پروژه کې د لوی انجنیرپه توګه کارکړی و،دی هم ورسره راغلی و، ده هم د مرسلې کیسې له خپل پلاره دلته اوریدلې وې ،ځکه یې غوښتل چې ددغې ښکلې سیمې ښه ننداره وکړي،خومخکنۍ چورلکې زرخپله لارلنډه کړه اودبند پرلوړوباندې وړاندې ولاړه نه شوه ، ځکه هغوی ته پته وه چې که مخکې ولاړشی،نودغه ننداره به یې په غم بدله شي دلوړو اوټیټو غونډیو پرسرونو یې دافغان جنګیالیو ډلې یوې اوبلې ته لیدې چې یوې اوبلې خوا ته یې د کوم درانه یرغل تابیا کوله … هغوی به چې په دغوشپو ورځوکې دروسي پوځیانو چورلکې په هوا کې ولیدې، داسې به ورته هوسیدل لکه ښکاریان چې ناببره موندلي ښکارته خوشالیږي … روسان پوه شول چې خطر دی،راوګرزیدل اود الوتکې تګلوری یې  پرشمال ختیز لورکړ، خو کرچکوف لاهم په خپله غمجنه دنیا کې رنګا رنګ سوچونواو چرتونو په  خپل ښکیل کې رانیولی و، په هغه دنیا کې چې ده ته ورمعلومه وه او دی پرې پوهیده … هغه اوس دا فکرکاوه چې نورنود سره وحشت په خونړیو منګولو کې لویدلی دی اونیغ دخپل مرګ پرلورور روان دی،دده لوی ارمان تراوسه هم داو چې کاشکي خود دوی (روسانو) منګولو ته د ګناه اوګناهګار په نامه نه وای ورلویدلی، ځکه هغه اوس پوهیده چې دده برخلیک بس یو څه دی ، یو نوم دی چې هعه مرګ دی اوبس ځکه چې دی په یوه لویه ګناه تورن شوی و، لویه ګناه هغه هم دښمن ته داطلاعاتوپه ورکولو سره …اوس دده له پاره داګرانه وه چې د ښاپیرو په وطن کې د دوزخي ژوند سختې اودرنې شیبې د ژوند په وروستیو کې وګوري … ده ته دده دنظام خیالی جنت ډیرښه معلوم و،ده په افغانستان کې سره له دې چې دلته قیامت روان و،خوبیایی هم د آزاد انسان اوآزادۍ هنګامه اوریده ، او دهغې ترسیوري لاندې یې د یوه آزاد انسان احساس دځان مل کړی و… هغه اوس په چورلکه کې داسې ناست ولکه د قصاب پردکان باندې تړلي پسه …که چیرې انسان د څوشیبو له پاره دهغه پسه پرځای ځان په هنداره کې ووینۍ ، له ډیره غمه به یې زړه ونه چوي؟ دده په زړه کې هم دغه خبره ورتاویده :کله چې انسان په همداسې دریځ کې حق حیران کیږي ،هغه دخان د ژغورنې په خاطر په دوه لارې کې دریږي …دوه لارې کې چې یا یې باید زړه له ډیره غمه وچوي اویا باید خپل تقدیرته په دغه شیبه کې بدلون ورکړي … چې بدلون یی انسان له عادي حالته باید دانحراف پرپوله ورواړوي … چې پایله یې کله کله ښکاره غمیزه هم کیږي … خو کرچکوف  اوس په لومړي حالت کې و، هغه اوس په رښتیا هم خپل ځان خپل تقدیرته ورحواله کړی و،په همدغه حالت کې وچې له مخکنۍ الوتکې غږ پرې وشو :

ـ دخطر پرلوریو، پرله پسې ګولۍ  را باندې …

پورتنې خبره لا نه وه بشپړه شوې چې دویمه چورلکه په توغندي ولګیده اود کرچکوف د اوږده فکرلړۍ یې سره وشلوله،دهغه انسان د فکر لړۍ چې یوازې یې له مرګه پرته د نورڅه په باره کې فکرنه کاوه، په همدغه شیبه کې له مخکنۍ چورلکې واوریدل شول :

–  چورلکه بیرته د غونډ پرلور …

ـ  اطاعت کیږي …

پیلوټ ډیره هڅه وکړه چې پرشا ولاړشي ،هغه په ویشتلي وزر را وګرزید،خو داسې ښکاریده چې ترغونډه به روغه ونه رسیږي …  هڅه یې وکړه ، خو چورلکه یې  ترغونډ پورې ونه رسوله ، اوهغه چورلکه د مرسلې په  لویدیزه خوا کې را پریوته،راولویده ، وایي چې دخوارقسمت هم خواروي ،هغه چورلکه چې د مخه روانه وه او مهم کسان په کې وو، پرهغه شګه هم ونه لګیده ، اوټکه بیاهم پرهغوڅو ساتونکو او زنداني ګناهګار کرچکوف باندې راولویده…  په کوم ځای کې چې را ولویده ، هلته د افغان جنګیالیو مرکزو، هغوی ځانونه ور و رسول ، کرچکوف او ملګرو یی د اوراو وینوپه منځ کې ساه ایستله،هغوی یې د لمبو له منځه راویستل،لا ژوندي ول،کرچکوف هم ژوندی و،خوله سره یې وینې راتلې …  ښایسته خان قوماندان دی وپیژاند،راپورته یې کړ، په غیږکې یې ونیو اوپوښتنه یې ترې وکړه :

ـ ته کرچکوف  نه یې ؟  ته …

کرچکوف چې کله خپل نوم واورید، یوازې یې د سرپه اشاره پوه کړ چې هو،کرچکوف دی …  ښایسته خان  له هغوقوماندانانو څخه و چې دا څو ورځې یې کرچکوف ته سترګې په لاره وې  او تیاری یې ورته نیولی و…

خو اوس دهغه حالت ډیربد و،هغه یې زر ترکلي پورې ورساوه،هلته یې تربیړنۍ درملنه لاندې ونیو … دهغې چورلکې یوه سپرلۍ هم تر کلي پورې ژوندۍ ونه رسیده ، کرچکوف  وروستی ژوندی و چې لایی هم ساه ایستله،افغان جنګیالیو ډاکتران ورته راوغوښتل،او تردرملنه لاندې یي ونیو…ګرد کلیوال نارینه او ښځینه د هغه د نندارې ته راوتلي وو او پاک الله ته لاس په دعاوو چې روغ یې کړي ، کلی ټول غمجن و، ټولو ژړل او ټول داسې  غمجن ښکاریدل چې فکر دي کاوه کوم لوی د آزادي ننګیالي شهید شوی دی او یاهم د ډاکترنجیب الله کوم لوی منصبدار… په کلي کې دا څو ورځې دا آوازه وه چې کوم لوی رسی منصبدار په دې ورځوکې تسلیمیږي او دلته را روان دی … خو دریغه چې هغه اوس په داسې حال کې دلته رارسیدلی و چې نوریې څه په نابوده نه وو پاتې …او دهرچا ، هرخبرې ځواب به یې په  دسترګو په اشارو سره ورکاوه …

په غونډ کې کي لویه هنګامه خپره شوه … کرچکوف  او … ټول مړه شول ، چورلکه وسوه …  په سلګونو پوځیان د چورلکې د لویدو سیمې ته ورسیدل، له چورلکې تراوسه هم  دودونه پورته کیدل،تراوسه هم هلته اورونو دانسانانو په غوښواووینو باندې لمبې کولې …  دهغوی چې کرچکوف یې ماسکوته تړلي لاسونه روان کړی و، حال نه معلومیده چې لږ ترلږه یوه نښه خویي باید ومومي …  اورونولاهم لمبي کولي،خوڅه نښه اوڅرک یي ونه موندل چې ترې را ایستلي وای …

او کرچکوف دلته خپله لومړۍ شپه ترسباپورې بدرګه نه کړه، دهغه وروستۍ ساه د هغه د دښمن ؟ په غیږه کې وخته،دهغه زنکندن د ننګیالي ښایسته خان په غیږکې و،یوځل یې چې زړه ډیر درد ورته کړی و ترې پوښتلي وو :

-زیات خوږشوی یې ؟ موږ وبښه …موږ فکرنه کاوه چې ته به په دغه چورلکه کې وې …

کرچکوف چې دخبرو توان له لاسه ورکړی و ، یوازې یې دده لاس په خپل لاس کې کښګلی واو یوڅو پري شوي ټکي یې ترخوله را وتلي وو :

ـ   دو …  دوست … آه ،  آرام …

څو خلي یې یوې او بلې خوا ته سترګې سره اړولي را اړولي وې،داسې چې ګواکي په یوچاپسې ګوري،چې بیا یي ترخوله راوتلي وو :

ـ نا … نادر …

خوکرچکوف خپل ډیرنژدې دوست نادرجان دزنکندن په شیبو کې  ونه لید ، هغه ورته را ونه رسید، دنومبر وروستۍ جمعه وه چې کرچکوف نورد تلپاره له دغې نړۍ سترګې پټې کړې ، تر وروستۍ شیبې پورې به یې چې ښایسته خان ته کتل ، نوهغه دوه ټکي یې په خوله کې وو:

ـ   دو …  دوست … آه ،  آرام …

لمر لا نه وراختلی چې نادرجان چا ورته راورساوه ، نادرجان،هغه څوک چې دایوه اوونۍ یې دده په غم او لیدوکې تیره کړې وه ، د ده مړي ته ودرید،دده ښیګړې يی یوه یوه په سترګو کې لاړې او راغلې …هغه ښایسته خان ته مخ ور واړاوه چې باید روسانو ته یې ونه سپاري،نادرجان دده دوست واو دی دانسان…  انسان چې ترشوروي هم ده ته مهم و…  نادرجان ورته راورسید،دهغه د کفن پیسکه یې ترې لرې کړه ، ورته په ژړا شو، داسې چې ګواکی دده کوم افغان روسانو شهید کړی دی او په ونیو لیت پیت ورته پروت دی …  څومره نادره خبره ده چې د دښمن دومره لوی چارواکی ته  دهغه دښمن په چغوچغو وژاړي … هغه هم بیا افغان ، داسې افغان چې پرهیواد یې تیرې شوی وي …  دا سې شیبه به د نړۍ دجنګونو په تاریخ کې ډیره لږ لیدل شوې وي لکه چې نن دلته روانه وه … نادرجان دهغه په زخمی زخمی بدن باندې لاس وواهه ، دده  د کوماندویي جمپر له جیبه یې دده  کاغذونه را ویستل،یوشمیریی پخوانی وو،خو یو شمیریې داسې ښکاریدل چې همدا تیره شپه لیکل شوي دي، نادرجان دهغه کوچنی لیک ته چې د نومبر په  (۲۶ ) نیټه  دشپې  (۱۳ ) بجو لیکل شوی نورهم وژړل ، ستونی نورهم را ډک شو، پرسترګو یې د اوښکو پردې را خورې شوې،خو لیک یې سترګوته نیولی و :

« مهربانه نادرجانه ، څومره چې زرکیدای شي ما له دغو یرغلګرو وژغوره ، زه نور له دوی سره نه شم پاتېیدای اونه دوی ما نور زغملای شي ، ځکه چې ما خپله دنده دانسان په مقابل کې په انساني توګه ترسره کړه ، تردغه وخته زه دلته پاتې کیدای شوم ، پاتې شوم ، دوی په دې پوهیږی چې زما زړه او وجدان له افغانانو سره دي،له افغانانوسره په مرګ او ژوند دواړو کې مینه کوي،تاته زما هرڅه روښانه دي، زما زړه له دوی سره و،او زما روح له اذله خپل وزرونه پردوی باندې غوړولي وو، زه باید د روسانو ددغه تاریخي ظلم په وړاندې یوازنی روسی یم چې سرکښي کوم،زما روح باید ستا په غیږ کې زما له تنه بیله شي،کله چې زه په افغانستان کي له افغانانو سره د مینې په توراو جاسوسئ ومرم ، زما روح به هم هغه ورځ د ابدی آرامۍ احساس وکړي … نورته خپله په هرڅه ښه پوهیږې …  ورور دې کرچکوف …

دابل لیک د  اکتوبر په (۲۴ ) لیکل شوی ، سرلیک نه لري ، خو ترپایه لیکل شوی و، هغه لیک بې سرلیکه و،خو خبرې په کې ډیرې وې ، هغه لیک هم نادرجان لوستی و :

« ستا له مینې ډک لیک را ورسید، ستا ښکلي انځورمې ستا دلیک ترویلو دمخه ښکل کړ، په دې چې هغه ستا دمینې او ښکلا دواړو بوی ترما پورې را ورساوه ، په دې هم خوشاله شوم چې زما لیکونه دررسیږي ،پام چې هغه به ټول راته ساتې ،زه د هغو له لارې  په افغانستان کې زموږ دپوځیانو د ژوند یوه څرک تاته درښیم ، تا ما ته د …  دخبرو یوه برخه چې ویلی یې دي،زموږ پوځیان په افغانستان کې دهغه هیواد له خلکو سره د دوستۍ پارکونه جوړوي …لیکلې وه ، د ټي وي پرمخ ددغې خبرې ویل ډیرګران کار نه دی، خو را شه ماته غوږ شه چې دیوې شیبې له پاره زه څه درته لیکم:« افغانان میړني خلک دي، دوی کوم کوچني کلی نه دی اونه دومره کوچني هیواد دی چې هغه به روسان  په آسانۍ سره ترستوني تیرکړای شي ،زما یو دوست ماته تل  ددغه هیواد د خلکو په اړه رښتیا وایي ، هغه ددغه هیواد دخلکو د اندو ژوند په تاریخ کې ښه مطالعه لري ، زه چې کله له هغه ددې هیواد دخلکو په تیره بیا لویو اولرغونو اوسیدونکو په یولړخبرې اورم ، زما د بدن ویښته زیږه شي، زه چې دلته دم ګړۍ د دوی مقاومت ګورم ، که داخلک همداسې هم سره یوه خوله اویو ځواک شي و، یوبل د کفراواسلام په نامه سره بیل نه کړي، اویا په دغو نومونو یوبل ونه وژني، د دوی ایلول زموږ سورپوځ خو پریږده چې امریکا هم ورسره شي ، نا شونی کار دی، وایې چې دلته ښځې اونارینه یوشان قرباني ورکوي،خوتراوسه لاښځوته وارنه دی ور رسیدلی… زه پوره باورلرم ، چې زموږ ماته او د دنیا یوه تاریخي لوبه چې زه یې اوس اټکل نه شم کولای له همدغه هیواده،له همدغو افغانانو چې که پردیو ونه غولول پیل کیږي … دا خکه چې له دغو خلکو سره ډیرلویه جفا شوې ده ،دوی حق لري چې موږ او هغوی چې لاهم دوی ته د جګړې په څواوکمین کې ناست دي،د دنیا په وړاندې وشرموي ، زه باورلرم چې دا کار به کیږي اوکیدونکی دی … زه داهم درته ویلای شم چې دریغه داخلک د جاسوسانو اوشیطانانو دجالونوپه ښکیل نه وای نښتي ،دریغه چې دوی د دنیا د شیطانت اودهغه په نیرنګونو باندې پوهیدای … دریغه …   بیرته ستا خبرې ته راګرځم ،  هغه داچې له کومه وخته چې موږ دلته د یرغل پرشوبلو باندې سپاره راغلي یو، له کومې ورځې چې موږ دلته ددې وطن قانوني حکومت په زور چپه کړی،موږ دلته ددغو خلکو له خوا نه دوستی لیدلې اونه موهم د دوستۍ پارکونه، دلته موږ د دوستۍ د پارکونو پرځای د وینو دبهیر نندارې کوو، دلته ژوند له  ژوند سره په مقابله اوآزموینه کې دی،دلته هره ورځ زموږ په سلګونو روسي پوځیان خپل سرونه له لاسه ورکوي،موږ دلته یوازې د خپلو بارکونو دننه کولای شود خپلو ملګرو په مرګ اودرد باندې وژاړو، یوازې کولای شو چې دخپل مورال د لوړولوپه خاطریوڅوعکسونه د بارکونو پردیوالوباندې وځړوو، زموږ لویه همدردی له خپلو شهیدانو سره همدا داده اوبس، ستا به باورونه شي چې زموږ په وړاندې څه ډول انسان ولاړدی ؟ داسې انسان چې په مرګ اوژوند دواړو کې یومورال لري ، که یې ووژنې ځان ته شهید وایي اوکه دې ووژني نو بیا ځان اتل اوغازي بولي … دوی وایي چې غازي په ژوند سرلوړی دی او شهید په مرګ،څه فکرکوې چې موږ به داشان ارادې او سرکښې ارواوې ماتې کړای شو؟ نه کله به هم داکار ونه شي .موږ ښايی دلته کلونه کلونه پاتې شو، ښایي کلونه کلونه نورهم ومرو خو باوردی چې پایله بیاهم ماته ده اوبس ، له موږه وروسته ښایي نورهم دغه هیواد ته د را تلو هوس وکړي ، خو زما باوردی چې هغوی به هم له دغو خلکو روغ سرونه اوسرلوړي ځانونه ونه باسي …هو، ته داسې فکرمه کوه اومه پردغه خبره غولیږه لکه د ښاغلي … چې ګواکي موږ له افغانانو سره د دوستۍ پارکونه جوړوواو د دوستۍ نیالګي په کې ایږدو،زموږ کوږ نیالګی به کله هم دلته ثمر ته ونه رسیږي …موږ به دلته ډیرکلونه پاتې شو، موږ دا ملت له خپل یرغل سره سم بدمرغه کړی دی ، موږ به نورهم دوی د ژوند له ډیرو ښیګړوڅخه بې برخې کړو،خو یوه خبره دې زما اوستا په دغه لیک کې یادګاروي اوهغه داچې شوروي به له همدغه ځایه دخپل زوال سندره پیل کوي،هم هغه خبره سمه ده چې وايي، لمرله ختیزه راخیږي اوپه لویدیز کې په غرغړو او زیړو وړانګو سره لویږي …دلته هم خبره همداسې ده،موږ به ترهغو دلته وو،… اوترهغوبه پردي دا ملت ځپي اوخواروي ترهغویې چې خپل پلورل شوي جاسوسان په مکراوتذویرسره په مخکې وي … دا ملت به ترهغو اوچته ساه ونه باسي ، ترڅویې ( دغه د نورو په اراده جوړشوي تش په نامه اتلان ) په مخ کې وي، دوی دا وطن بدمرغه کړی،دوی نورو یوازې د ورانۍ له پاره  جوړکړي او روزلي دي نه د جوړونې او ودانۍ له پاره …

هو، موږ به دلته کلونه کلونه نورهم پاتې شوو، خو دا به زما اوستا ترمیان وي چې زموږ مختورو واکمنانو موږ ته ددغه ملت په وړاندې له شرم او ننګ پرته نورڅه راپرنښودل ، پرسکندر یونانیانو وویاړل،پرناپلیون فرانسویانو،خو زموږ په سرکوزو به کله هم دیوه روسي سراوچت نه شي …

موږ به کلونه کلونه دلته پاتې شوو،خوموږ به زیاتې میندې دخپلو بچیانو پروینولیت پیت جسدونو باندې وژړوو، ډیرې میندې ، ډیرپلرونه …

هو، یوه ورځ داسې هم راتلونکې ده چې زموږ د زلمو ډیرې میندې به دخپلو زامنو د مرګ او ورکې غمونه کلونه کلونه نورې هم ودرد وي …همدا اوس هره ورځ زموږ زلمي مري ، ژوندي ورک کیږي،دا څه آسانه خبره نه ده ،د دوی هریو دیوې مورپه غیږکې لوی شوی ، اوهلته لاهم یوه مور ورته سترګې په لاره ده…ته پوهیږې چې کله روسان دغو خلکو ته په لاس ورشي څه نخرې ورباندې کوي؟ په کوم شان یې وژنې ؟ دیوې شیبې له پاره دغه صحنه په ذهن کې در تیرولی شې چې دلته به روسي دغچ اخیستني پراحساس په څه شان لکه پسه حلالیږي ، اوپه څه ډول دتوروحشت ترتورې لاندې په څه شان ترپکې وهي ؟  هو، داکارزموږ دکړوپه وړاندې یو روا اود ویاړ وړچلند دی…د ګرد شوروي پرمیندو دا زیری وکړه اوپه رموزکې ورته ووایه چې ددې وطن میندې له خپلو بچیانو سره ببر سرونه، یبلې پښې، وږې تږې سنګرپه سنګرزغلي او چې په هردمه ځای باندې ستړې ستومانه دمه کوي، بیاهم په ستړو څانګونو دخپلو بچیانو اوجنګیالود بریوپه خاطراوږدې اوږدې دعاوې کوي … زموږ د وطن میندو ته ووایه چې ددې وطن د زلمو میندې موږ ته شپه او ورځ اوږدې اوږدې ښیراوې کوي اوهمدا چغې وهي چې روسان ظالمان دي ، یرغلګردي،زموږ دیاقوتودغمیو په شان زلمي راته وژنې،زموږدغه بچیان چې موږ په کوڅو او بازارونه کې نه دی موندلي،دوی موږپه خپلو ستړوغیږوکې په هیلوسره روزلي او لوی کړي دي …دغه میندې داهم وایې چې زموږ بچیان پرحق دي،دوي به یوه ورځ لکه چې ویتنامیان پرامریکایانو بریالي شول اود سپیو په شان یې له خپل هیواد چغه کړل ، پرموږ باندې به هم ورځې شپې کړي اودتښتې لاره به راڅخه ورکه وي …

موږ به دلته کلونه کلونه پاتې شوو … په دغو اوچتوغرونو اودغوتنګو درو کې ، داغرونه خورا اوچت دي ، دلته اسطورې او افسانې داسې تللې او راغلې دي چې وایې  ددغو غرو د اسطوریې پهلوانانو خوراک د انسانانو سرونه وو، دلته زیاتو بریمنو خپل سرونه له دغوغروسره جنګولي او مات کړې دي … دغو غرونو د ډیرو زورګیرو ملاوې په خپلو دغو تنګو درو کې ورماتې کړې دي ، ځکه خو ددې وطن هره تیږه،ونه،غر،انسان او ان حیوان هم همدا اوس زموږ وینوته تږي ناست دي،زه دا نه شم منلای چې موږ به دوی ګرده له بیخه لرې کړو، دا کارناشونی دی، ددې وطن انسان لکه چې دغچ اخیستني تاوده احساسات لري،همداسې یې د مینې اوآزادۍ اخیستنې ولولې هم دومره پیاوړې دي چې انسان ته په ښکاره دمینې او انسانیت درس ورکولای شي،دا خلک یولوی حماسه جوړونکی شاعر لري چې خوشال خټک نومیږي،ده دغو خلکو ته داسې ماسې اوحماسې ورپه برخه کړې دي چې هرشعراوهره سندره یې ددې خاورې هربچې د ژوند او ویاړپه لاره کې له یاده نه شي استلای :

توره چې تیریږي خو ګوزار لره  کنه

زلفې چې ولول شي خو خپل یارلره کنه …

موږبه کلونه کلونه دلته پاتې شوو …کله چې په هراوونۍ کې زموږ دټولیو قوماندانان دخپلو سرتیروشته والي ښیې،په هغوکې ښکاري چې د لومړۍ ورځې له سرتیرو څخه یوازې یو یا دوه په دغو لیکو کې ترسترګو کیږي،ماناداچې دلته زیات شمیرسرتیري مري  او ورک کیږي …دلته خلک اوس پردې هم ښه پوه شوي چې دا پردي دي چې دوی دخپلو جاسوسانواولاسپوڅانو په واسطه جنګوي …اوداپردي دي چې دلته یې د جګړې له پاره ډول ډول وسیلې له ځان سره راوړې دي …هو، ته باید ومنې چې ددغه وطن دمیندو ښیراوې به آخرزموږ پردغې لویئ باندې داوربڅرکي راواوروي …

راخه یوه د زړه خبره هم درسره شریکه کړم،ته خوپوهیږې چې زه اوس پرخپل زړه او اراده پوهیږم چې زما زړه د هرې ورځې په تیریدو سره ددې هیواد له غرونو او آوارو دښتو سره غزیدنه کوي …هم هغسې چې ته تل را ته وایې چې زما وینه دهمدغودنګو غرونو دخلکودوینوخورده ، راته ښکاري چې دغه خبره لکه چې رښتیاده،په دې چې زه خپله په خپل زړه او داحساس په کوګل کې یومرموز راز اورمزاحساسوم،هو،موږ باید خپل زړونه ددغو کلکوغرونو لړیوته ورنژدې کړو، په دې خاطر چې موږ له دغې خاورې ژوندی او سرلوړي نه شو تلای، پریږده دومره خووکړو چې که دلته ووژل شو، چې مړي خومود انسان په نامه دهغو لږوکړنو، په مقابل کې په آرامۍ سره ترخاورولاندې کړي او سپیو اولیوانو ته مووروانه چوي …او یوازې دومره مو پرمړي باندې ووایې چې دا هم انسان و، ښه انسان و… او دانسان په نامه یې له انسان (موږ) سره انساني چلند کړی وي … او مړی مولږ ترلږه د انسان په نامه ترخپله خاوره لاندې کړی اوځمکه هم ددوی په خاطر له موږ سره په نرمۍ خپل انتقام واخلي ، هو په نرمۍ …    او رحم …

اوکرچکوف دا لیک خپلې مورته لیکلی و،کرچکوف رښتیا ویلی وو، د ښایسته خان کلیوالو کرچکوف له روسانو څخه داسې خوندې وساته ، چې ورځې ورځې یې ټول ځایونه پسې ولټول خوویي نه موند، د ۱۹۸۴ کال د نومبروروستۍ شپې وې چې کلیوالو هغه په خورا درناوي سره خاورو ته وسپاره، نادرجان په هغه ورځ هم هلته و،دکرچکوف پرهدیره یې کلیوالواوهغه جنګیالیو ته چې له لرې اونژدې سیموڅخه دده د درناوي په خاطرراغلي وو، دده په باره ډیررښتیا وویل اوهغه مرستې یې یادې کړې چې ده له افغان جنګیالیوسره د سختو جګړوپه ترڅ کړې وې،د وروستي ځل له پاره یې دده دمینې وړشعرچې دده ډیرخوښیده دده په قبرباندې ووایه،هغه شعرچې ده به نورو روسانو ته هم په ځانګړی خوند سره وایه:

 

توره چې تیریږي خو ګوزار لره  کنه

زلفې چې ولول شي خو خپل یارلره کنه …

 

******

دکرچکوف له مړینې لا یوکال سم نه تیرشوی چې په عمرپخې موریې له اشک آباد یا عشق آباد څخه ترمرسلې پورې لاره را ویسته،نادرجان دا دکرچکوف په هرڅه خبره کړې وه ، له هغه سره د کرچکوف قبرته ورغله،یوکال وروسته دهغه واورواوبارانو وهلي قبرته  ودریده او په مورنۍ احساس یې دهغه له خاورو سره خپله خواله وکړه، نژدې لس شپې هلته وه،هر سهاربه وختي دکرچکوف قبرته ورتله،کلیوالو ورته ویلي وو چې دوی د کرچکوف مړی دلته امانت خاورو ته سپارلی دی، که دا غواړي  دوی به دهغه په لیږد کې مرسته ورسره وکړي،خو دې دهغوي ټولو په خولو لاس ونیو او ورته ویې ویل :

ـ دده وینه ددې وطن د خلکو له وینې سره خورده ، هغه له خدایه همدا غوښتل چې پاک الله یې غوښتنه ومنله،هغه دلته آرام دی ، زه نه غواړم چې دهغه روح  نا رامه شي …هغه دلته آرام دی اوزه هم ډآده یم چې هغه همدلته وي …

آزادو وا د کرچکوف موروه،کلیوال ددې له ژوند او اړیکونه ول خبر،خو وروسته  یې ورته وویل چې دا دنامتوغزنیچي افغان ټولواکمن  آزاد خان کړوسۍ وه … آزاد خان …

آزادو وا به هرکال د اوړي په موسم کې غزني ته راتله ، دلته به یې اوږده موده د خپل نیکه پر سیمه له کلیوالو سره تیروله، د اوړي په موسم کې به یې د میاشتي په څوارلسمو کې د سردې په ښکلي بند کې دمرسلې د ځوانۍ ننداره کوله، اودلته به یې دهرلمانځه په ترڅ کې د کرچکوف روح ته دعاوې کولې، دهغه پرمزاربه یي د کلي له ماشومانوسره یوځای هره جمعه  شمې بلولې اوله غریبانو سره به یې مرستې کولې …او بیرته به ترکمنستان ته تله …

له هغې ورځې  وروسته چې پرافغانستان باندې د پردیو بازان را وبلوسیدل،له هغه وروسته آزادوا بیا افغانستان ته رانغله…دکرچکوف قبراوس هم هلته دی،هرڅوک چې دهغه د قبر په څنګ کې پرعامه لاره ځي او دي پیژني نو بیایي قبرته لاس پورته کوي اودعاوي ورته کوي :

ـ ای بښونکی خدایه ! د  روسي ترکمنانو د هیواد ددې بچی موږ ته بده په نیت کې نه وه ، دخپل روسي پرتم پرضد زموږ په خوا کې ودرید وبښې …

او دي یوازنی روسی پوځي و چې له مرسلې سره دمینې په نامه پرهغه خاوره چې د پردیو قدمونه د یوې شیبې له پاره هم په خپلو اوږو باندې نه شي اخیستی تلپاتې شو…

او مرسله لا دنګه ولاړه ده،داد روسانو په مقابله کې د سلګونو فغانانودشهادت اوقربانۍ شاهد ه ده همدا ده چې تراوسه پورې په نیکو شپو کې کوم نیکمرغه د مرسلې پرسر دستورو ننداره کوي او ستوري شمیري،نو وایي چې دا ستوري هغوی دي چې ځانونه یی د انسان اوآزادۍ له پاره د مینې اوخواخوږۍ په نا مه قربان کړي دي …

او دوی به ترقیامته پورې دتورتم پرتندي باندې له رڼاوو سره مل اوملګري وي  !

پای

کابل :  ۱۳۷۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.