۸د مرسلې پرسر ستوري (ناول)

لیکوال : ع. رشید

416

الله گل دانه دانه ، دانه دانه

شوروي قارکده نمیره خانه

الله گل دانه دانه

*

*

**

***

****

********

*************

 

(۱۹۸۰- ۱۹۸۶ ) کلونه

 

(۹)

د مرسلې د واده شپې ورځې …

 

             سم ملا آذان چغې کړاوسم نادرجان اوکرچکوف ته موټرودرید اودخپلې قرارګاه پرلور وخوځیدل …لا تیاره وه، دموټر څراغونه لګیدل چې حرکت یې وکړ… په همدغه شپه روسي ځواکونو ته دیرغل قومانده ورکړشوې وه. داځل روسان سم تیاری نیولی و،پلي پوځونه،شوبلې، توپونه داټول ډیرزیات په پام کې نیول شوي وو.الوتکې هم دکابل اوباګرام په هوايی ډګرونوکې تیارسۍ شوې وې،یوې ډلي ځواکونو خوان دشپې خپل خواره واره عملیات پیل کړي وو،خو یوشمیرنورهم دتیاري په حال کې وو، نادرجان اوکرچکوف هم ورسره مل شول،کرچکوف ته هرڅه  له پخوا په ډاګه وو، همداوه چې څوڅوځلي یې نادرجان ته ویلي ووچې باید زرځانونه په همدغه شپه کې قرارګاه ته ورسوي ،خو داچې ډیره تیاروه اوخطرهم ورسره مل وچا اجازه نه وه ورکړې .

روسانو داځل فکرکاوه چې دوی به داځل هم دافغانانو له مقاومت سره مخامخ شي،ځکه دوی هم په دغه باره کې زیات راپورونه ترلاسه کړي وو چې په دغو ورځوکې امریکا مجاهدینو ته هم نوې او پرمختللې وسلې ورسپارلې وې،ځکه خودهغودعملی کولو تجربه هم په مخ کې وه اوغوښتل یې د هغو په کارولو سره د روسي ځواکونو په پیاوړتیا کې په فزیکي او مورالی لحاظ یوه ګډوډي رامنځ ته کړي .

داځل داعملیات هم دغزني اوشاوخوا ولایتونوپرلنډو،اوږدو کې پیل شول ځکه د دوی مخه هم دغزني پرلور وه،دوی چې له غزني هم خپل عملیات میاشت مخکې پیل کړي وو ، پرهغه مهال هم دوی له سخت مقاومت سره مخامخ شوي وو،ځکه خویې داځل خپل عملیات په پراخه کچه نیولي وو.خومجاهدینوبرعکس داځل خپل پلان بدل کړی وهغوی ته د کرچکوف په شان کسانواوناراضوخلقیانوله خولې دا خبره په ناګاره توګه دوخته رسیدلې وه،ځکه نو یې داځل دمخامخ جګړې پرځای ټول زورپردغه ټکي اچولی و چې باید شوبلو او ګاډو ته دمینوپه ایښودوسره بسنه کړې وه.

او روسان په دغو عملیاتوکې له خپلو پوځونو سره په پرتم مخ په وړاندې روان وو،اوږده کتاریې دچا خبره د سړي سترګې سپینولې چورلکي یوه پربله پسې لکه چترورباندې روانې وې،په هرولسو اوشلو دقیقو کې په پرمختللو جنګی جټ الوتکې لکه بریښنا پرې را وغریدې،لوی لوی قوماندانان هم د کتار په منځ کې اوسرکې په خوندی توګه ځای پرځای شوي ول اوخپل خپل ځواکونه یې په هره خواکې لارښونه کول.کرچکوف هم له خپلې ډلې سره یوځای په همدغه کتارکې روان و.دنژدې نیمې ورځې په اوږدو کې بیاهم چا پرکتار باندې یرغل ونه کړ، په همدومره موده کې یوازې  دری جګړییز ماشینونه ، اته موټرونه ماینونووهلی او له کاره لویدلي وو،خود سر زیان تراوسه هم لا نه و.د روسانو داعادت و چې کوم موټرونه اوآن ټانکونه به په لاره کې ورخراب شول او یا به مجاهدینو له کاره واچول،هغه به يې ځای پرځای پریښودل اویابه یې له منځه وړل څو نورڅوک هغه د دوی پرضد ونه کاروي .همدا لامل و چې په ګرد افغانستان کې داسې سیمه او داسې سړک نه و چې پرهغه به له کاره لویدلي ټانکونه او نورې درنې وسلې نه ترسترګوکیدې .

دکرچکوف دوی په موټرکې یوه مخابره داسې هم وه چې فریکانس یې د کتارله لوی قوماندان اودشوروي ځواکونوله مشرقوماندان سره تړلي و، چې هره شیبه به یې د روان حالت په اړه راپورونه ترلاسه کول، لکه چې یو ځل یې داهم وپوښتل :

ـ  هلو… څه خبره ده چې داځل بسمچي اشرار مقاومت نه کوي ؟

خوپه ځواب کې ورته وویل شول :

ـ  موږ هم نه پوهیږو،مخ په وړاندې روان یو، یوازې ماینونه دي چې هرې خواته ایښودل شوي اوبس …

ـ ښکاري چې بسمچي زموږ پرپلان اوعملیاتو خبرشوي دي …

ـ زیات فکر همداسې کیږي،ځکه هیڅ ډول مخامخ مقابله نه ترسترګو کیږي …

خو شیبه لانه وه وتلې چې په مخابره کې بیا غږ وبونګیده :

ـ  هلو ، هلو د شوروي ځواکونو لوی قوماندان خبرې کوي …

ـ هوایي کشفي ځواکونه هم دا راپور راکوي چې دلارې په اوږدوکې هم دکوم خطرنښې نښانې نه ترسترګوکیږي …امر دی چې په دغه برخه کې زر ترزره معلومات ترلاسه اوخبره روښانه کړئ … په دغه اړه د دقیقو نښو نښانو له مخې داخبره په ګوته کړئ چې داکارولې ترسره شوې … د شکمنوکسانونومونه اوپه دغه اړه ټول لاملونه اواسناد …

ـ امر عملي کیږي …

ددغې خبرې په اوریدو سره د کرچکوف غوږونو کړنګ وهل ….ځکه دی یوازنی روسی چارواکی وچې له افغانانوسره یې د دندې له مخې دا واک اوځواک درلود چې باید له هغوی سره راشه او درشه ولري ، ده که څه هم دا واک درلود چي باید له هغوی سره آزاده ناسته ولاړه ترسره کړي خو یوه خبره چې له ده سره وه ، هغه داوه چې ده په افغانستان کې د خپل نظام په کړو وړو باندې باور نه درلود ، ځکه یې له کړنو دا ښکاریده چې، له دې ټولو سره سره چې ډیرواک اوځواک یې درلود خو بیاهم د زړه له کومي خپل نظام ته وفادار چارواکی نه و، دی په دې اند وچې د دوی د نارواوو له امله به یوه ورځ دغم یوه درنه ډبره  دده پرسرهم را پریوزي…په همدغه شیبه کې یې مخ دسیاسي کارکوونکو د ډلې نرسې ته  ورواړاوه خپل لاس یې دهغې پرسپین اونرم ورغوي باندې کیښود او ورته موسکی شو :

ـ دښمن په پلان اوعملیاتو خبرشوی دا ولې ؟

هغې هم په بې پروایئ  سره ورته وویل :

ـ ښه دی چې دښمن خبرشوي،چې موږ په امن ترمرسلې ور واوړو.

مازدیګرلانه وچې عملیات نږدې د زرملې برې خواته رسیدلی وو، تردغه ځایه هم له یوڅو ډزو پرته پردوی باندې چا دثواب لپاره هم یوساده ډزونه کړ،همدلته یې کتاراوځواکونو ته د دریدو قومانده ورکړه،کتارهمدلته ودرول شو،شاوخوا سیمې ترڅارنې لاندې ونیول شوې ، یوې اوبلې خوا په سلګونو خیمې د سترګو په رپ کې وغوړیدې په منځ کې یې لویه خیمه په ډیره بیړه ودرول شوه،هغه خیمه چې هلته د کتاردلوړرتبه چارواکو بیړنۍ غونډه را بلل شوې وه… اوغونډه په بیړنۍ توګه همدلته جوړه شوه . دعملیاتواوکتار مشر قوماندان لنډه وینا وکړه چې لوی اومهم ټکي په کې داوو :

ـ دښمن ته چا راپورورکړی،داطلاعاتو مسوول کسان باید دا کس اوکسان زر ترزره دڅیړنواو ګرویږنو پرلامل په ګوته کړي…دا په افغانستان کې دشوروي پوځونو دلوی قوماندان امر دی …

په دغه غونډه کې یو دوو نورو کسانو هم خبرې وکړې،هغوی هم په دغه اړه خپله خواشیني په ګوته کړې وه او دایي سره ویلي وو چې شوروي پوځ باید دومره هم بې نظمه نه وي چې یو جاسوس هم په خپلو لیکوکې ونه پیژني دوی په عین حال کې داخبره هم وکړه :

ـ دشوروي دپوځ دا شان رازونه په ډاګه کیدل دټول سوسیالزم راز په ډاګه کیدل دي ، تیرځل مو په څه ستونزوسره تردغه ځایه ځان را ورساوه ، خو دا ځل چې موږ غوښتل هغه  ماته تلافي کړو، بیا پرمخ ولویدو،که موږ ددغو ستونزو مخه ونه نیسو،دا به ډیره ګرانه وي چې موږ به نوردلته د بریو پرلور ګامونه پورته کړای شو …

رینسکي هم په دغه غونډه کې وړاندیزکړی و :

ـ دټولو هغو کسانو نومونه اوراپورونه باید په نښه کړل شي،هغوی چې له افغانانو،له افغاني سرتیرواوعامو خلکو سره نا ستي پاستې اواړیکي لري ، ځکه چې زه باورلرم چې دا کار له نوموړو کسانو پرته بل چا نه دي ترسره کړي،هرڅه چې دي اوهرڅه چې شوي هغه دهمدغو کسانو له خوا شوي …  ددغو کسانو خبره باید سپینه شي …

دغه غونډه له لمرلویدو سره سمه پای ته ورسیده …د زرملې نری خو یوڅه دوړن شمال پربدن باندې سوړسوړلګیده خو داسې نه لکه د ترینګلي ژمې سیلۍ چې پربدن له لګیدو سره یوخای خولې لګوي،ددغه موسم یخني دکوراویا خیمې تردروازې پورې وه، کله به چې تر دروازه ننوتې بیا به یې اغیزه نه وه …هرې خواته خیمې ولاړې وې ،دکتارله هرې برخې د مازدیګري نري نري دودونه لکه دکلیودمازدیګریوپه شان نري نري پورته کیدل،دشوبلواو موټرونو کتارونه داسې ولاړووچې تا به ویل په دغه لویه دښته کې لوی کلي او یا یو لوی ښارجوړشوی دی.دکتار شپه په همدغه لویه دښته کې شوه، پرهغه شپه لا لس یوولس بجې  نه وې شوې، چې له نژدي کلي دټوپکو ډزې واوریدل شوې،ټول کتارته دتیارسئ امروشو، ټول روسي سرتیري ددې لپاره تیار شول چې باید پرمقابل لوري باندې یرغل وکړي،دوی لاهم دې ته سترګې په لاره ووچې که کومه ګولۍ پردوی را وولې، نوبیا به پرهغه لوري ورهی کیږي اویا به درنې درنۍ ګولۍ ان له دغه ځایه پرهغوی باندې په بې رحمئ سره ور واچوي.روسانو همداسې یوه شیبه له خدایه پرآسمان غوښته خو خدای تیاره پرځمکه ورکړه ،ځکه یې پرته له دې چې پردوی باندې ګوزارراوشي، د درنو درنو ګولیو ګوزارونه پیل کړل،خوله هغې خوایي  دخپلو درنو ګولیو په ځواب کې دیوې ساده  ګولۍ او پاریدنې نښه هم نه ولیده اونه یې واوریده،ځکه خو پوځیانو ته امروشو چې باید کلي په بیړني ډول محاصره اوهغه چا چې ډزې کړې دي هغوی باید ونیول شی …

 د دوی دا قومانده د سترګو په رپ کې عملي شوه،کلي محاصره شو، کلیوالو نن په خپل کلي کې واده درلود،دکلي د مشر د زوی واده و،خلکودهغه د واده دخوښیو پرلامل ګولۍ ویشتلې وې، روسان چې کله پرکلي ورننوتل د ډزوعاملین یې غوښتل،خو کلیوالو پرې خندل،ټول کلیوال پررا ټول شول او ورته ویی ویل چې موږخپله دود لرو، خپلې خوښې لرو،هغه د ډزو په کولو سره نمانځو،دا ددې مانا نه لري چې زموږ د ډزو موخه اوهدف تاسې واست، موږ پرتاسو باندې خبرهم نه یو چې له کومې خوا راغلئ او پرکومه خوا ځئ … موضوع د کتار قوماندان ته ورمخابره شوه،ځکه یې بیرته امر وکړ چې باید خپلې قرارګاه ته راستانه شي … هغوی راستانه شول او هغه شپه نوره تر سهاره پورې د دوی لپاره یوه آرامه شپه وه …

 سهاروختي همدغه لوی پوځي کتارد مرسلې پرلورداسې چې لکه شپې وهلی نشه یی روان شو، تراوسه هم غوږ پرآوازوو چې که له کومې خوا کوم ناڅاپي ډزورباندې وشی،دټولې ورځې په اوږدو کې له یوې خوا هم کوم ډزورباندې ونه شو … لوړ مازدیګروچې دکرچکوف اوانینا (دسياسی څانګې نرسې) سترګې پردنګه مرسله باندې ولګیدې، دانینا پرشونډو باندې موسکا راغبرګه شوه او کرچکوف ته یې په مینه ناکو سترګو کې وکتل او ورته ویې ویل :

ـ  هرکله چې مې سترګې پرمرسله ولګیږي، زړه مې باغ باغ شي،نه پوهیږم چې ددغې هسکې اود شنواوبودمنځ په دغه لوړه کې کوم سحرکوم جادو دی، پرما مرسله ښه لګیږي ، اوچې ورته ګورم باور وکړه چې زړګی مې پرې تکیه او ډاډه وي … هو،مرسله دزړونو تکیه ګاه ده…

کرچکوف هم په همدغې ناروغئ اخته و، همداوه چې ددې خبروته یې سروښوراوه او ویی ویل :

ـ ته رښتیا وایې مرسله پرما هم ښه لګیږي، دشلګر دسیمې د خلکو په منځ کې هم دمرسلې په اړه دهیلو اوامیدونو ډیرې خبرې شته دي ، یوه په کې داهم ده چې وایي دا غونډۍ  د محمد ص  څلورم یارعلي د جلې او فرات له شاوخوا څخه دلته راغورځولې ده، دوی وایې چې هغه دا کار له ډیره قهره ترسره کړي خواوس یې هغه قهر پریوه تلپاتې مینه باندې اوښتی دی … ان دادې وګوره چې زموږمینه هم چې له هرې خوا مو سترګې پرې ولګیږي ورکاږي …او لکه دځایی خلکو په شان سمه را باندې لګیږي اوزموږ هسې لیدوته هم مینه راکوي …

انینا چې په ځیرځیر یې کرچکوف ته کتل،له هغه پوښتنه وکړه :

ـ ته دهغې څنګ ته ورغلی یې ؟

ـ نه، خو ما یوځل دهغې ننداره په پسرلي کې له چورلکې د سپرلۍ پرمهال کړې ده،ما دهغې یوه برخه د پسرلنیو ګلونو په رنګونو پټه ولیده، له ځان سره مې زیات افسوس کاوه چې دهغې ددغه ګلورین موسم یوانځورخومې اخیستی وای،هو یو یادګاري عکس،په تیره په هغو شپوورځوکې چې پسرلي وي ، په هغو شپوورځوکې چې په هغو کې دمرسلې د واده شپې وي…

انینا چې دمرسلې دومره ستاینه واوریده، دچا خبره ورته ټکنۍ غوندې شوه ، خندا ورغله او کرچکوف ته یې وویل :

–  له لرې لرې خو دومره ښکلې نه ښکاري، لکه چې ته یې په ستاینه نه مړیږې .

ـ که ژوندي پاتې شوو او دسروتوطیو ښکارنه شوو، اونصیب و راتلونکی پسرلی به یې بیا نندارې ته ورځو اوهلته به یادګاري عکسونه اخلو اوشوروي ته به یې لیږو…

دانینا سترګې څووارې نورې هم په هغه کې ونښتې، هغې ته یې دخپل موټرله هندارې په ځیرځیر وکتل او مرسلې په باب یې داهم زړه ته ورغلي وه:

ـ  کاشکي علي،دازموږ (سوخومي ) ته راغورځولې وای،هلته چې خلک یې  اوس جګړه نه پیژني،هلته چې هرڅه ښکلي دي او هلته چې …

سره له دې چې مرسله دومره ښکلې اود زیاتې پاملرنې وړ لوړه نه وه ، چې هغې ته باید سړی د ښکلا دبیلګې نوم ورکړي،داچې پر روسي سرتیرو باندې ګرانه وه دهغې لامل داوچې دهغې په لویدیزه خوا کې د دوی ځواکونه د اوږدې مودې لپاره ځای پرځای شوي وو، دشاوخواکلیواو سیمونومونه، نه وو معلوم ، له هرې خوا به چې دمقاومت زلمو پسې راواخستل او سترګې به یې پردې ولګیدې په څیرو کې به یې وینه وچلیده اودهیلوکاروان به یې د ډاډ احساس وکړ … بله داچې غزنی ته د سړکونو له لارې د روسانودکاروانواوکتارو رسیدل په خپله د کوه قاف مزل واوترهغه ځایه رسیدو هم دجادویی وسیلو غوښتنه کوله ، همداوه چې دا څوکاله داسې کتار چا نه و لیدلی چې ترمرسلې پورې به له ماتو اوسري زیانو پرته رسیدلي وي،ځکه خو په دغو شپو ورځوکې له غزنی ترکابله او یاهم له کابله تردغه ځایه تګ را تګ اوجوړرسیدل هم یوازې دقسمت خبره وه ، کوم سرتیري به چې له خپلې قرارګاه وتل، هغوی خپل لاسونو له ژونده مینځل،ترڅوبه چې بیرته راستنیدل ترهغوبه یې مرګونو برخلیکونوته انتظاریوست، د دوی لپاره د ژوند زیري هغه مهال هرکلی وایه چې خپلې قرارګاه ته به رانژدي شول، په همدغه حالت کې به چې له هرې خوا راتلل په لومړي کتوکې به یې سترګې پرمرسله لګیدې …دهغې پرلوړتیا،خکه خومرسله اوس دوی ته د ژوند او آرامۍ پرلورد رسیدوتکیه ځاي اودمه ځای ښکاریده،همداوه چې ښه پرې لګیده ، ښکلې ورته ښکاریده …دهر روسي سرتیري به چې سترګې پرې ولګیدې داسې به ورته خوشاله ولکه چې یوانسان له اوږدې مودې وروسته خپله مورګوري اوددې پرلیدوبه یې لکه له وطنه دورکو افسانوي اتلانو په توګه یونا څاپه له خولې راووتل :

–  مور … مور… مرسله … مرسله ….. مرسله … !!!؟؟؟

پاتې لری

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.