قومونه د هېواد ښکلا خو قومي سياست له هېواد سره جفا ده

ليکنه، عبدالوحید وحيد

805

د تيرو پنځو لسيزو ناورينونو، د نظامونو د نسکوريدو غميزو په ځانګړي ډول د تير نظام د بنسټ ايښودو پرمهال د ناکامو پريکړو، ناانډوله وېش او د هېواد اوسني ترينګلي سياسي اقتصادي او امنیتي حالت ته په کتو يقيناً په افغانستان کې د  ثبات پرمختګ او ټولنيزې هوساينې په موخه  د يوه منل شوي ميکانېزم رامنځته کيدو ته سخته اړتیا ليدل کېږي. داسې ميکانيزم چې بنسټ يې د قومونو ژبو، ډلو، سمتونو او توکميزو جوړښتونو پربنسټ نه، بلکې زموږ په هېواد کې قومي کلتوري مذهبي او سمتي تنوع په نظر کې نیولو سره سره د د هېواد نظرياتي، کلتوري او جغرافيايي پولو ته د ژمنتیا او ولسي استازيتوب پربنسټ وي.

څه د پاسه دوه لسيزې وړاندې د لويديځ په نوښت او لګښت د طالبانو د دښمنانو ترمنځ د واک د ناانډوله نامتجانسه وېش په پايله کې څاربه شوي د غصب او فساد مخکښان اوس بيا هڅه کوي چې د واک د وېش په هغو ناکامو فورمولونو بيا د امتیازاتو د چور مارکیټ پرانيزي او ځينې بهرني اړخونه يې هم د خپلو استخباراتي موخو لپاره ملاتړ کوي، خو تيرو ناخوالو او د هغوى د غصب فساد، جنګي شاليد او اوسنيو

حالاتو ته په کتو به انشاالله د افغانستان ولسونه به   د ازمويل شويو شرمښانو د بيا واکمن کيدو خوبونه شنډ کړي.

شک نشته چې اوسنى حکومت ټول ګډونه ګنل، تګلارو ته د متمايلو او اقتصاد محوره عنوان ورکول او کار اهل کار ته د سپارلو څرګندونې به لمر په ګوتو باندي پټول وي. له دې څخه هم انکار نه کېږي چې اوسني مشران په نظام کې په ملي مشارکت باندې باور نه لري،  د انجونو په زده کړو باندي بنديز  هغه ستره غلطي ده چې تر ډيره وخته پورې به د هېواد د پرمختګ او د ټولنې هوسا ژوند مخه ونیسي او د علماو په رول باندې به يې خورا بدې اغيزې پاتې شي.

 دا چې اوسني حاکمیت ولې د خپلو ځينو تګلارو له امله خپل هېواد منزوي او د کادرونو له قحط سره مخ کړ،  ولې يې خپل ملت د بيوزلي اوسني حالت ته ورساوه او ولې يې په افغان ټولنه کې خپل تاريخي درنښت ته زيان و رساوه، اړ يو چې د اوسنۍ حاکمې ډلې شاليد ته ځير شو او وګورو چې په اټکليز ډول نوي سلنه طالبان د پښتون ميشتو کليوالي سيمو له تنګ قبيلوي چاپېريال څخه سرچینه اخلي او له ښارى ټولنو سره د اوسنيو حاکمانو چلن په ټولنيز شاليد کې د خپل کليوالي ذهنيت او تاريخي محروميت عکاسي کوي.  ستونځه داده چې اوسني مشران  په دولتي لوړو پوستونو باندي ناست دي او غواړي چې ښاري او له پرمختګونو څخه برخمنې ټولنې يې په محراب او منبر باندې د ناست ملا په شان واجب الاحترام غير مسئول وګڼي، خو دغه هيله يې قطعا نه پوره کېږي.

له دغه ډول مطلقاً نابلده ټولنو سره د مخامخ کيدو په صورت کې د تعامل او تقابل دواړه غوراوي يې مخته پراته دي. که تعامل تګلاره خپلوي نو ځينې تګلارې به نرموي او غوښتنې به قرباني کوي. د يوه تدريجي عمل په ډول په معاصره نړيواله ټولنه کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل افراطی فکر ته بدلون ورکوي. که احياناً لکه د تيرو دوو کلونو په څېر د تقابل لاره نيسي، نو هيواد او ولس به دومره سخت زيانونه ويني چې تصور يې هم محال دى.

له ښاري کلتور او ټولنيز تنوع سره د طالبانو د نابلديت اړخ يقيناً قسما د ستونځو لامل دى او همدغه شان د  ډيموګرافيکي ځانګړتياو پربنسټ  د طالبانو غوڅ اکثریت د افغانستان له اکثريتي قوم پښتنو څخه راټوکيدلي دى، خو که د دغې ډلې ايديالوژيکي زاويو او کړنو ته له تعصب پرته ځير شو نو پوهيږو چې ددغې ډلې جوړښت د قبيلوي افراطيت زيږنده نه دى، بلکې ټول کړه وړه يې د يوه محروم، محکوم او وروسته پاتې مذهبي قشر د نفسياتي انتقام ننداره وړاندې کوي.

 په لمړي ځل طالبان د نوييمې لسيزې په مهال کورنيو بدمرغه جګړو ته د غبرګون ښودلو په شکل د افغانستان د سويلي برخې د پښتون ميشتو سيمو په بستر کې راټوکيدلي دي او په دوهم ځل دَ دغې ډلې لخوا د جګړو پيل او په شلو کلونو کې د ځواکونو ايستلو ته د امریکا د مجبورولو او په ټول افغانستان باندې د کنترول ترلاسه کولو  پورې د رسيدو ترشا د بن په

غونډه کې د واک نا انډوله  ويش، د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د هغوى له پاتې مشرانو سره وحشيانه چلن د يرغلګرو ظالمانه بمبارد، وحشيانه شپني جنګي عمليات او نورو نا انصافيو نقش درلود.

دا هم سمه ده چې په اوسني حکومت کې د مشرتابه په ټاکلو، د کابينې په ترکيب او په لوړو دولتي دندو باندې د ګمارلو په برخه کې  افغاني دودونه، قانوني اړخونه، اهليت، تجربه، او مسلکې وړتیاوې، فکري او د قومي تنوع د خيال ساتلو پرنسيپونه قطعا په پام کې نه دي نيول شوي، خو ددې نا انصافي ترشا د پښتون پالنې يا هم د لږکيو د حذف کولو عنصر قطعاً شتون نه لري، بلکې ټوله توجه قوم ژبې او سمت ته له کتو پرته طالب پالنې ته شوې ده. ښځې هم له دې امله له زده کړو او کار څخه محرومې دي چې د کليوالي طالباني تعريف له مخې هيڅ طالبه ښځه په ټولنه کې شتون نه لري.

ممکن  هغه خلک چې کله له افغانيت څخه د انکار سندرې غږوي، کله د افغانستان له نوم سره حساسیت ښئي، کله هم په قومي او ژبنيو بنسټونو  د واک د ويش په چيغه پورته کولو بيا د ځان څوربول غواړي،  د خپلو شخصي  ملحوظاتو او نيمګړتياو پربنسټ زما د دغه دريز مخالفت وکړي چې د ډيموکرافي شاخصونو له زاويې څخه د طالبانو نظام  ته په کتو موږ وينو چې د هغوى په حکومتولي او اداري جوړښت کې د قومي اړخ په پرتله فکري او نظرياتي اړخونو ته زياته توجه شوې ده.

 په افغانستان کې د انجونو په زده کړو باندې بنديز ترشا مټکور ذهنيت او قسماً د ځينې لرې پرتو کليوالي سيمو دود او نور لاملونه شتون لري، خو دغه بنديز د پښتون کلتور برخه ګرزول يا له عيني واقعيتونو څخه سترګې پټول دي، يا هم عمداً د پښتون کلتور  سپکاوى، يا  د قومي تعصباتو د کارت کارولو شيطاني لوبه او يا هم د پورته يادو شويو ټولو مواردو مجموعه ده. که يې لامل هر څه وي خو دغه بنديز له کلتور سره تړل د يوه غرنۍ سیمې د ميشت پښتون په توګه  ردوم.

سمه ده چې د طالبانو لویه برخه د پښتون میشته کلیوالي سیمو څخه سرچینه اخلي، خو نه طالبان د پښتنو د نمایندګۍ ادعا کوي او نه هم د پښتونولي دودونو پربنسټ طالبان د پښتنو د استازيتوب شرائط پوره کولاى شي.  که عيني واقعيتونو ته ځير شو نو پوهيږو چې اوسنى حکومت د ديني ارزښتونو د پلى کيدو په ژمنو باندي راڅرخيدونکى طالب پالونکى جوړښت نندارې ته وړاندي کوي. البته پښتون ميشتو سيمو ته يې د جګړې په مهال سخت زيانونه اړولي دي او د اوسني حکومت په مهال هم هغو وروسته پاتې سيمو ته هيڅ ډول توجه نه ده شوې. د حيرانتيا خبره ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوناما لخوا وړاندې شوى راپور به په کوم استدلال او منطق باندي ولاړ وي چې وايي طالبان پشتون محوره سياست تعقيبوي.

له دغه واقعیت څخه به هم څوک  انکار ونشي کړاى چې په افغانستان کې د تيرو شلو کلونو جګړو پرمهال د ټولنيز پرمختګ او د بيا رغونې په برخه کې پښتون قوم ته د طالبانو د جنګي تاکتيکونو او افراطي فکري اړخونو له امله سخت زيانونه رسيدلې او يقيناً په معنوي برخه کې همدغه ډله د پښتنو د ټولنيز تړون د له منځه وړلو لامل وګرزيدل. که خبره را لنده کړم نو داسې وايم چې د پښتنو طالبانو په تناسب په حکومت کې اوس هم د غير پښتنو طالبانو شتون زيات دي او په لوړو پوستونو کې پښتون قوم هم لکه د نورو قومونو په شان محروم او هيڅ ډول استازيتوب نلري.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.