د ابوالحسن میوندی لنډه پېژندنه

دودیال

374

                                                       

ابوالحسن القاسم احمد بن حسن میمندي چې هغه وخت په لنډیز سره په احمد میمندي او زیاتره په شمس الکُفاة  هم مشهورو، د غزنوی سلطان محمود د دربار وزیرو. میمندی/میوندی په کندهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستی وې، د محمود همزولی او همده سره یو ځای ستر شو ی او سلطان محمود هغه خپل رضاعی ورور باله. سره له دې چې د همدې سلطان محمود د پلار (سبکتګین) دپاچاهی پرمهال، د میوندی پلار بیګناه وژل شوی و، خو سلطان محمود وروسته بخښنه وغوښته او میوندی یې بېرته پخلا کړ. کله چې سلطان محمود سلطنت ته ورسېد، حسن میمندی ته یې د خپل دربار د وزیرخلعت ورواغوست. نوموړی وروسته تر هغه وزیر شو چې د دربار پخوانی وزیر؛ ابوالعباس اسفراینی د محمود له خواعزل شوی و. سلطان محمود ابوالعباس ته ډېرې سختې سزاوې ورکړې. وروسته تر هغه یې د وزارت چارې ابوالحسن میمندی ته وسپارلې. نوموړی وزیرزبردست دینی عالم او په عربی ژبه کې ډیر وارد و. له همدې امله د ده پرمهال عربی ژبه په دفتری چارو او دربارکې زیاته رواج شوه. میوندی په دفتري چارو کی بیساری لایق و. هغه لا ۳۸۴ق.کال څخه را دیخوا یعنی د سامانیانو له دورې  په خراسان کې په دفتری کارو بوخت و. آن  دا چې د سلطان محمود د سفرونو پرمهال به د حکومت ټولی چارې میوندی/ میمندی ترسره کولې. ده د اسفزاینی د دورې ټولې نیمګړتیاوې اصلاح کړی. د ده عدالت او کارداني د یوشمیر خلکو د بُخل لامل شوه او سلطان هم ورڅخه په ویره کې شو، نو له دندې یې لرې او د کالنجر زندان کې یی بندی کړ. سلطان محمود وروسته تر ده حسن بن محمد میکالی خپل وزیر وټاک. د سلطان محمود له دغه ډول بی عهدی او بی وفایی ګانو څخه فردوسی ( دشهنامې مولف) هم شکایتونه کړي دي، دبیلګې په توګه یوځای کې وایي.

یکی بندگی کردم ای شهریار

که ماند زتو در جهان یادگار

به سی سال اندر سرای سپنج

چنین رنج بردم به امید گنج

چو سی سال بردم به شهنامه رنج

که شاهم ببخشد به پاداش گنج

چو عمرم به نزدیک هشتاد شد

امیدم به یک باره برباد شد

له دې امله چې میوندی په پښتو ، دری او عربی او آن ترکی ژبو او د دغو ژبو په ګرامر پوه و، نو د پښتو دلیکدود سمون او بشپړتیا ته یې کار وکړ او د ده لیکدود د پیرروښان تر دورې معمول و، پیرروښان پر خپل مهال یوڅه نور اصلاحات هم پکې وکړل.

عجیبه ده چې یوشمیر کسان وایي چې پښتو لیک صرف دا څو سوه کاله دخوشحالخان او روښان له وخته پیل شویدی، خو تاریخ وایې چې زرکاله مخکې د دې ژبې لیکدود ته کار کېد. په دې ډول سره د پښتو د لیکدود په سمون کې د احمد میوندی نوم د هیرولو ندی. همدا اوس هم دهیواد لویدیځ او جنوب لویديخ کې د ده زیارت ته ډیر خلک عقیده او درناوی لری اوزیارت یې تل د زایرینو څخه ډک وي.

کله چې غزنوی سلطان محمود مړ شو، زوی یی مسعود غزنوی پاچا (سلطان) شو، ده د خپل پلار تیروتنه باندې اعتراف وکړ او میوندي یې په ۴۲۱ق. کال په درناوی سره له بند څخه راخلاص اود خپل وزیر په توګه یې مقرر کړ، میوندي د  خلکو  او ولس په خاطر ومنله ، خو په زړه کې ورڅخه خوښ نه و. په همدې خاطر یې لومړی د مسعود وړاندیز رد کړی و، خو بالاخره د ۴۲۲ق. کال د صفرې په میاشت کې یې ومنله او د وزارت کارونه یې بیا پیل کړل او ورسره یی علمی کارونه هم له سره پیل کړل. په دې دومره موده او د زندان د سختیو له امله یې روغتیا ښه نه وه، دا وخت ډیرې ورځې د ناروغۍ له امله له کار او دفتر څخه پاتې شو، تر څو چې د ۴۲۴ق. کال  د محرم په  پينځه ویشتمه وفات او جنازه یې کندهار ته راوړل شوه او په درنښت سره خاوروته وسپارل شوه. هېره دې نه وي چی تصادفاً یو بل حسن میوندی هم شته، خو دومره مشهور ندی . دغه دوهم میوندی کوم نامتو لیکوال یا شاعر یا دفتری شخص نه و. دلته دغه مقاله کې موخه له هغه ابوالحسن میمندی څخه ده، چې د غزنویانو د دربار د دوو دورو وزیر، یو علمی او فرهنګی شخص، دپښتو ژبې د لیکدود سمون بخښونکی او د خپل ولس خذمتګار و. میوندی ډیرو پخوانیو متونو کی د “میمندی” په بڼه لیکلی شوی دی. الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.