په ولس کې د میمندي محبوبیت  او دهغه زیارت/ ۳

دودیال

479

په میوند کې د میمندي زیارت له ډیر پخوا د خلکو د درناوي وړ دی. له ډیرو لیرې ځایو خلک ورته راځي او عقیدتمندان یې زیات دي. له ډېر پخوا څخه یې خلک په اولیاوو او د الله پاک په محبوبو ذواتو کې شمیري.  دعامو او بېسوادو خلکو دا محبوبیت، د تاریخونو د هغو لیکنو له مخې ندی، چې څیړونکو د ده د درایت او ولسونو ته د کار په برخه کې کړی دی، بلکې دا د دوی هغه مخلصانه عقیدت دی چې له زرو کلونو دوی ته سینه په سینه را پاتی دی. د ولس او عامو خلکو په عقیده: هغه چاته چې د مدینې د زیارت دیدار میسر نشی، دهغه لپاره د میمندی زیارت همدا فخر، ملجا، دیدار او ثواب دی.

د غزنویانو دربار چې د مداحیو، دقدرت دکشمکش، رقابتونو او سیالیو په ټولي بدل شوی و، شمس الکفاة( ابوالحسن میوندی ) د عمومو رعایاوو هغه د باور او دمراجعی آدرس و چې د دوی عرض یې اورېد.  آن دا چې مسعود چی کله د قدرت کشکمکش کې راګیر شو، نو رجوع یې شمس الکفاة ته  شوه. میوندی له غزنی تر مزارشریف، بیا تر هرات او ټولو ځایونو دچارو د سمون لپاره ستومانه و. ده  دفتر او دیوان او د بیروکراسی هغه سیستم او نظم رامنځته کړ چې تر ډیرو کلونو د افغانستان د اداري نظام سرمشق و.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس صاحب، د پوهنتون استاد، د ادبیاتو څیړونکی او دیپلومات ښاغلی ح.و. هوتک  صاحب لیکلی دی:

خواجه ابوالحسن میوندی  دغزنوی دوري ولس او رعایاوو ته نږدې او گران وزیر و. نوموړی دخپل کار په دوره کی دری ، پښتو او د عربی ژبی  ادب اوودې ته نه هېریدونکی خدمتونه کړي دی. اوس یی  مقبره د کندهار په میوند کې ده، چې د ټول افغانستان او په تېره د کندهار د تاریخی آبداتو برخه ده. د غزنوی محمود د دربار او د حکومتی دستګاه په زیات شمیر کارکوونکو کې د خواجه حسن میوندی نوم ترټول مخکی په نیکی او غوره صفاتو سره یاد شوی دی. (دوام لری)

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.