اوکراین: د امریکا د کلسټر بمونو لومړۍ کارګو راورسیده

358
36 دقیقې مخکې

د اوکراين پوځي مسؤلانو ومنله چي د امریکا د خوشيي بمونو لومړۍ کارګو ور رسېدلې ده. دوی وايي، چي جنګي شرایط به د کیف په ګټه بدلون وکړي. اوکراین وايي، تراوسه يې له دغو تجهیزاتو کار نه دی اخیستی.

د امریکا د هغي پریکړي له اعلان څخه وروسته چي ویلي ؤ، اوکراین ته به کلسټر بمونه لیږي، اوس دغه هیواد وايي، چي د امریکا له خوا د کلسټر بمونو لومړۍ کارګو يې ترلاسه کړې ده.

رویټرز خبري آژانس ليکلي دي چي د اوکراین نظامي ویاند ولري شرشن، له امریکا څخه د خوشيي بمونو تر لاسه کول منلي دي. د شرشن هغه خبري، چي د اوکراین له ټلویزیون څخه خپرېدلې زیاته کړې، اوس دا دی د اوکراین ځواکونه کلسټر بمونه لري.

د «تاوریا ګډو عملیاتو» مشر جنرال اولکساندر تارناوسکي، په اوکراین کي پرون پنجشنبه له سي این این تلویزیوني شبکې سره په خبرو کي وویل، اوکرایني پوځ خوشيي بمونه ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې نه دي کارولي. تارناوسکي زیاته کړه، دغه بمونه کولای سي، چي په بنسټیزه توګه جنګي شرایط د کیف په ګټه بدل کړي.

د کلسټر بمونو سره د مخامخ کېدو پرمهال روسيې ته ګواښ

کرملین اوکراین ته د خوشيي بمونو د ورکولو له هوکړي څخه تر خبرېدو وروسته اوکراین ګواښلی و، چي اوکراین ته د یادو بمونو د ورلیږلو په صورت کي به ، روسیه هم له ورته وسلو څخه کار واخلي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د جون میاشتي پر ۱۲مه ادعاء وکړه، چي هیواد يې ورته کلسټر مهمات لري، چي مؤثریت يې ډېر دی.

هغه وايي، روسيې تراوسه له زغمه کار اخیستی دی، خو که اوکراین ته ددغسي بمونو له ورکولو سره مسکو مجبور دی، چي له ورته وسایلو کار واخلي.

د کلسټر یا خوشيي مهماتو سره د مخالفت دلایل

خوشيي یا کلسټر مهمات په سلهاوو کوچني چاودېدونکي توکي شاوخوا پاشي، چي ژر نه چوي او کولای سي، چي له خپرېدو ډېر وخت وروسته خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

یاد بمونه د دوهمي نړيوالي جګړې پرمهال په دې هدف جوړ سوي ول، چي د لوړو لمبو اغیز يې د نظامي ځواکونو د پرمختګ مخ ونیسي.

عادي بمونه یوازي خپله نژدې سیمه ویجاړوي، خو کلسټربمونه د نورو کوچنیو بمونو په پاشلو سره ډېره پراخه سیمه متاثیره او کولای سي، چي ډېر ملکي خلک له منځه یوسي.

همدا سبب دی، چي ډېری کلسټر بمونه د نورو ماینونو په ډول ژر نه چوي او ملکي خلکو ته ډېر تاوان رسوي.

المان او ۱۱۰ نورو هیوادونو د دغو بمونو کارول د اوسلو د کنوانسیون په چوکاټ کي غیري قانوني اعلان کړي دي.

د دغي وسلي له جوړونکو څخه روسیې، چین او امریکا دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

ځیني داسي اسناد سته، چي مسکو او کیف دواړه له کلسټر بمونو څخه کار اخلي. د بشري حقونو د څار بنسټ د ۲۰۲۲م کال په دوبي کي راپور ورکړی و، چي په دې جګړه کي په سلهاوو ملکي وګړي د خوشيي یا کلسټربمونو د استعمال په سبب وژل سوي دي.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.