محبس او قفس -ظاهرخانی

عبدالقیوم

183

د ۱۳۱۲ تر۱۳۵۲هجري کال پوري

کورنۍ شورا د خپلي اصولنامي مطابق محمد ظاهرشاه په پاچهي ومانه.

    دغه کورنۍ شورا د محمد نادرشاه په کورنۍ کي یوه عنعنه وه، په دې شورا کي د یحیی خان د کورنۍ مشران به وخت په وخت را ټوليدل او پر روانو جریاناتو به یې غور او بحث کاوه، دغه کار ته  محمد نادر خان په خورا ډېر اهمیت قایل وو. نو کله چي ۱۹۳۳ م کال د نومبرپه (۸) نادر خان و وژل سو، په هم هغه شپه د کورنۍ شورا غونډه وکړه، (۱۸) یا(۱۹) کلن محمد ظاهر یې په پاچهي ومانه. هو دمحمد نادر خان ورور(صدر اغظم) هاشم خان شمالي ولایاتو ته په سفر تللی وو، چي په دغه وخت کي صدراعظم هاشم په میمنه کي وو، د محمد نادر خان و خاورو ته د سپارلو او فاتحې تر مخه دمحمد نادر خان ورور چي د دفاع وزېر وو اوحضرت نور المشایخ مجمدي په عاجله سره  و محمد ظاهر ته د بیعت  اخیستلو پروسه سرته ورسول. ټول پوهېده چي د محمد نادرخان بل ورور صدراعظم هاشم خان ځان حقدار باله، د هغه راتلو ته منتظر نه سول هاشم خان د یوه سرته رسېدلي عمل سره مخامخ سو او پر خپله صدراعظمي چوکي پاته سو. د سردار محمد هاشم خان د خپل صدارت پر وخت یې په هیواد کي د وېرې د تګلارې له مخې دومره ډار او وېره رامنځته کړه چې د ځای ناستی محمد ظاهر شاه د څلوېښتو کلونو لپاره په ارامه او بې درده پاچاهي وکړه. دا هغه پاچا وو، چي د اسلام د صریح حکم خلاف چي واي: پاچهي( میراثي کېدای نسي). محمد ظاهرد خپل پلار پرمېراث کښېنول سو او ده هم ځان میراثخور پاچا اعلان او ځان یې المتوکل الله محمد ظاهر شاه کړ. بلې دود او عنعنه خو دغسي وه، مګر د اسلام  او رسول الله د هدایت مخالف کار وو.

[هغه پاچا چي د خپل پلار قاتل او یوشمېرنور خلگ یې بې له شرعي محکمې له حکمه په قتل ورسول او ځیني یې زندانیان کړل. هغه پاچا چي د ډېروصلاحیتو سره یې ځان غېري مسئول باله، هغه پاچا چي د مشروط نظام د منلو سره یې د احزابو قانون ونه مانه، هغه پاچا چي د افغانستان د یو شمېرپوهانو او نامتو شخصیتونه یې بې له محکمې زنداني کړل،هغه پاچا چي د چین د کمونستي حکومت تسلط یې د شرقي ترکستان پر مسلمانانو او سیمو په رسمیت و پېژندې، هغه پاچا چي په عصرکي یې د شرابو کارخانه تأسیس سوه، هغه پاچا چي د جشنونو او اخترونو په ورځو کي قماربازیو ته اجازه ورکړې وه،هغه پاچا چی د بل پاچا قبر یې په دې نیت و پرانستۍ چي عتیقه آثار پکښي ومیندي،هغه پاچا چي د کندهار پر بې وسلو مظاهرچیانو یې توپکونه وچلول، هغه پاچا داریانا هوایي شرکت یې حکومتي کړ، هغه مخلوع پاچا چي دروسیې د کمونستي او دهری دولت پر ضد د افغانستان د مسلمان ملت په مقدس جهاد  کی برخه وا نه خستل. هغه مخلوع پاچا چي د ناټو د جنگي ټانکو تر سیوري لاندي وطن ته ستون سو،هغه مخلوع پاچا چي غصب او ضبط سوي مځکي او جائیدادونه یې خرڅ کړل، پیسې یې خارج ته ولېږې وروسته دی هم مړ سو. ] تاریخ؛ پاچهانو څه کول؟ محمد نادر ایوبي کندهاری، ص ۵۸۹.

   محمد ظاهرد محمد نادرزوی، دیوسف لمسئ، دیحی کړوسئ، د سلطان احمد طلائی کوسئ وو. محمد ظاهرد ميزان د مياشتي پر ۲۲ په کال ۱۲۹۳ش کي په کابل کي زیږیدلی دی. ابتدائې زده کړي په حبیبیه، امانی او استقلال کي، متوسطې زده کړي یې مرداري حلالي کړي په فرانسه یعني خپل اباي کورکي تېري کړې، درې کاله وخت ناوخته حربی ښوونځی ته سر وهلی وو. ښاغلې محمدابراهیم عطأ يې صاحب د ظاهرشاه پیژند لگلوی په خپل ا ثر “دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه” کي په ۲۳۲ صفحه کي داسي لیکې :”محمدظاهرشاه د محمد نادرشاه زوی وو چي په ۱۹۱۴م کال کي زیږیدلی وو او په ۱۲ کلنی کې هغه مهال چې پلار يې داعلیحضرت امان الله شاه د خوا په فرانسه کې وزیرمختارسو د هغه سره فرانسې ته ولاړ، محمد نادرشاه دی او دوه نور وریرونه محمد داود او محمد نعیم یوځای تعلیمې مؤسیسې ته معرفی کړل.

شپږکاله يې هلته فرانسوي ژبه او یو څه  انگرېزی زده کړه، خوکله چې محمد نادرشاه په کابل کې د افغانستان د پاچا په توگه کار پیل کړ، نوشهزاده محمدظاهر يې د فرانسې راو غوښت او دی هم په ۱۹۳۰کي کابل ته راورسېد. . . . . . .یوکال وروسته يې د خپل تره د زوی سرداراحمد شاه خان لور حمېرا و دغه شهزاده ته په نکاح کړه او پدې پسې يې په نظامی اکاډمی کې داخل کړ چې هغه يې هم عاجل ولوستل او په دا بل کال د حربي د وزارت مرستيال سو. . . . یوځل د معارف مرستيال شو. . . ” د نادرشاه تر وژل کیدو وروسته په هغه شپه سلطنتي کورنۍ شورأغونډه وکړل البته کورنۍ غونډه یوه نمایشي وه، اصلي پر گرام دانگریزانو سره وو.

    انگرېزان په دې خبره ښه پوهیده چي د یوسف په او لا دو کي سخت اختلاف دئ، که د محمد نادرهر ورورته حکومت ورکړل سي، علاوه پر نورو میلیتو لکه تاجک، ازبک، ترکمن، هزاره او غلجائي پښتانه، د خپلو وروڼو ترمینځ هم جکړه شروع کیږي. نوهغه وو چي په افغانستان کي انگرېزي سفیرد انگلستان حکومت پر دې خبره قا نع کړی، چي مناسب کس دغه  عیاش ځوان محمدظاهردی. هغه وو چي خپل سابقه لرونکي جاسوس نورالمشایخ مجددي ئې د محمدظاهرد پرتخت کښنستو د پاره، د اساسی اصولو د ۵ مادي څخه گټه پورته کړل، د هغی مطابق يې د فقید پاچا یوازنی زوی محمد ظاهرشاه چې عمر يې ۱۹ کالو ته رسېدی د محمد نادرشاه پر ځای په پاچهې ومانه .

   خو واقعاً محمدظاهرشاه یو عیاش هلک وو. سواد يې لږ وو، په کال ۱۳۰۹کي يې د حميرا سره واده وکړې. حميرا د سرداراحمدشاه لوروه. داسي روایات سته چي د سرداراحمد شاه خان لور حميرا جانه د غازي امان الله خان زوی ته ورکړل شوي وه، خو واده شوی نه وه، د هغه نه يې را وگرځول او نا درخان خپل زوی محمد ظاهر ته ورواده کړل. اووه(۷) اولادونه يې لرل. کله چي د ظاهر پلارمحمد نادرد خپلو وحشيانه کړونو، جفا او جزا وي لېدې.

   دا د عقرب د میاشتي شپاړسم تاریخ ۱۳۱۲ش کال وو. د عبدالخالق هم دونه توان وو، چي د خپل ځان او کورنۍ په قرباني کولو سره يې د شلمي پیړی یوغدار و واژه. دا چي ورسته څه پیښ سول، دا به وگورو. د همدغي ورځي په ماځيگرد محمد نادرغدارزوی محمدظاهرخان،محمد ظاهرشاه سوو، د بشري قوانینو، افغانی دود یعني لوی جرگې د اصولو په خلاف، د مجددي تائید او د کورنۍ دپرې کړي په اساس محمدظاهرد ملت داوږو بارسو. کله چي کوم شخص د خدای (ج)، رسول الله ص او بشري قوانینو په خلا ف امیر، پاچا او یا بل مقام ته ځان ورسوې د ناروا اطاعت ناروا دئ . دا دئ دا له علمه، کلتوره، عنعناتواو ژبی (پښتو)بی خبره ۱۹ کلن هلک راپاچا کړل سوو. ښاغلې میرغلام محمد غباروائی : ژباړه”ظاهر د خپلي پاچهې په اولو۱۴ کالو کي یوازي په عیاشيو او بداخلاقیو باندی مصروف وو. په دې۱۴کلو کي پاچهۍ د محمد نادر وروڼوهاشم خان، او شاه محمود خان کوله .

   په دې۱۴کلونو کي د شاه شجاع او ظاهر ترمنځ یوازي تفاوت په دې کي وو، چي شاه شجاع د ميکناټن په لاس کي او محمد ظاهرشاه د محمدهاشم او شاه محمود په لاس کي بندي وه.

د محمدظاهرشاه او سردارمحمد داود خان د بداخلاقیو کیسې  قاضي سید موسی “هستي” لیکلي دي تاسود قاضي سېد موسی هستي سوانح په ګوګل کښي پیدا کولای او لوستلای سی.د ۲۰۰۱۲م په نومبرکي په اریائې ویب سایت کي قاضي”هستي” داسي لیکي وه :ژباړه “ویل کیدل چي سردارمحمد داودخان لکه محمدظاهرشاه شرابی، چرسی او زناکارنه وو، یوازي یو شمېرده ته نژدي خلگو به ویل، چي سردارمحمدداو خان د خپل صدارت پروخت د(………….) له ښځي گلجاني سره چي په هغه وخت کي د قطغن نایب الحکومه وو او هم د ظاهرشاه د وختونود ترافیکو درئیس (………) له ښځي سره یې روابط لرل. سردار محمد داود خان د قدیرنورستاني سره د ترا فیکودرئیس (……….) په کورکي بلد سو، او ویل کیده چي دوزیر(………) خان ښځي هم د سردارمحمد داود خان سره یې پټه غیري مشروع رابطه لرل، ډیرځله مي د لویانو په مجلسونو کي دغه خبري او رېدلي دي، خداي خپله ښه پوهیږي.

    مگرڅوک نسي کولای چي د محمد ظاهر شاه د خیانتونو او بې ناموسیو څخه په وطن کي ا نکار وکړي.

   د ظاهرشاه د وختونو د ضبط احوالاتو خطرناکه څیري لکه اصف خان د ښکار چیانومشر، خواجه افتاب الدین درئیس سرویس ورورخواجه مهتاب الدین د خواجه تاج الدین زوی چي د سرای خواجه ولسوالي هم د نوموړي په نامه یادیږي، خواجه افتاب الدین مشهور په لالا اقا دپلخمري په د هنه غوري او گهورگان کي ژوند کاوه د هغه منطقې د مشهوروملکانو څخه وو. د ښکار چیانو مشراصف خان یوه ښایسته ښځه لرل، لالا اقا د هغې سره نا مشروع رابطه پیداکړل، په دغه وخت کي وردک اسماعیل خان مایارد لالا کرنیل زوی چي د قطغن نایب الحکومه وو، او حسن خان د پلخمري حکمران وو، تر حسن خان وروسته عبدالرحیم خان د عبدالصمد خان زوی د پروان حاکم علی، د کورنیوچارو دوزارت د مامورینو مدیراو د پلخمری حکمران مقررسوو.

   په دي وخت کي ظاهر شاه د خپلي معشوقی له تیښتي خبرسوود  تلگرافي آمر له مخي يې ونایب الحکومه اسماعیل مایار، د پلخمري حکمران حسن خان ته ولیکل چي د ښکاریانو د مشراصف خان ښځه د خواجه تاج الدین خان د زوی لالا اقا سره تښتیدلې ده فوراً يې ونيسي او کابل ته يې راواستوی. لالا اقا د تخارپه او رسچ علاقداري کي د ایشان نبي په کورکي پټه وود  تخار حکمران هغه ونیوې وبغلان ته يې راواستوې او د هغه ځایه يې د اصف خان د ښځي سره یوځای کابل ته واستول. وزیرغلا فاروق خان عثمان د محمد داودخان د خورمیړه د ظاهرد حکومت د مردارخښتکو څخه وو دونه بې غیرته او . . . . . نه وو چي داخښي ښځه يې چي هغه د نجراب حاکم وو او ښځه يې د شجاع الد وله بابکرخيل غوربندي د کورنۍ د کبیرخان غوربندي چي معین د شورأ وو د هغه د اکالوروه، داخښي د ښځي سره يې ناروارا بطه لرل، د خپل اخښي څخه طلاقه کړل او خپل يې وکړل.

لالا اقا وغلام فاروق خان عثمان ته درې لکه افغانې رشوت ورکړي،غلام فاروق پاچاه قانع کړي او میرشکاریا دښکاریانو مشر ته يې یولک افغاني ورکړي(. . . . . . . )مېرباش همېشه ښایسته ا نجونې د قطغن او بدخشان څخه پیدا کولې او محمدظاهرشاه د شکار په پلمه د پلخمري چشمه دهن غوري ته راتلې.( . . . . . . . . . . .) او نور. . . “

   هاشم خان د ظاهرد نور منظوي کیدو په خاطر دوه نور شاهزاده گان محمد داؤد خان او محمد نعیم خان رامخته کړل. هاشم خان بیا دظاهر په پاچهې کي صدراعظم وټاکل سو. محمدهاشم ظالم وداځل ظالم ترسو. د نادرد وژلو په تورد کابل په ښار کي علاوه پرعبدالخالق او د هغه د کورنۍ پرغړو، خپلوانو دعبد الخالق همصنفیان، د مکتب امیر، ښوونکي او نورهم ونيول. ددې مظلومانو څخه د تحقیق د پاره يې، دا سي اشخاص وظیفه دارکړل، چي هرڅه شاهي کورنۍ غوښتل دوی هغسي کول. لکه الله نورزخان نورستانی، فیض محمد زکریا، ميرزامحمد شاه، عبدالغنی قلعه بیگی او طره باز، بندیان دارگ لمرخاته خواته تعميرکي په د وهم پوړکي په زولونو تړلی پراته وه. هلته په هغه ځای کي شاهي کورنۍ د زجراوعذاب هرډول وسایل لرل. لکه لښتي، ميخونه، د تیلو د گرميدولوښئ، منقل، رسي، چکش، قین وفانه، خردم او هرشکل د سوځلو الې. تحقیق، وژني، زورو ني ټول دننه په شاهي ارگ کي تطبیق کيدې. ددې قضيې د پاره یوه خطاایستونکي محکمه جوړه سول. د محمکي په ورځ یوه مسلمان قاضی ملا عبدالملک خان وويل:شریعی حکم خودا دی چي یوازي قاتل او معاو ن ته د مرگ جز او رکول کيدای سي، نه بل چاته. په دغه لحظه کي ددربارنوکرعبدالله خان فرقه مشرد قاضی ددې سم، پر شریعت برابري خبري په وړاندی داسي بدعکس العمل وښود وئی ويل:”کله چي ددره خیلو(۱) خلگويوښورښ وکړئ، نراو ښخی موټول ووژل .

نو اوس دغه خلگ خو څه چي د کابل د شهر ټول ملکان، وکيلان هم باید ووژل سي په دې چي ټول د قضيې څخه خبروه”. دادئ د قوس د میاشتي پر ۱۶د ۱۳۱۲ش کال کي ۱۸نفره په ډېر ظالمانه او خائنانه شکل سره اعدام سول. گورې د اعدام پر وخت چي ټول حکومتي غټان د اعدام ځای ته را ورسېده بندیان راوړل سوه، چاپلوس عبدالقدوس خان اعتمادالدوله د خپله جیبه چاقو راو ایستۍ ورغلئ دبندي، تړلي، زولانه، وهل سوي عبدالخالق څخه يې په ژوند ونې پزه پرې کړل. د خدای (ج) لعنت دي وي هميشه پر داسي ظالمو انسانانو. دا عبدالقدوس د نوراحمداعتما دي چي د محمد ظاهر شاه په وخت کي صد راعظم سو د هغه سکه نیکه او د سردارحیدرخان پلار وو. سره له دې وژنو چي هدف يې د ولسونو تهد ید وو.

بیاهم په کور، کوڅه او بازارکي د خلگو تر منځ د حکومت څخه د نفرت خبري او رېدل کېدې. ځوانانود موقع څخه گټه پورته کول د فا سد حکومت ضد روحیه يې غښتلی ساتل. تردې وژنو وروسته د شاهي کو رنۍ غړي آزاد نه سوای گرځيدلای، ځانونه يې د شاه ارگ په دننه کي بندیان کړل. او دعبدالله خان فرقه مشر خبره چي وايې ټول ملکان او وکيلان باید اعدام سي په دې چي ټول خبر وه، چي نادر وژل کیږي. رښتیا هم د خلگو نفرت ددې کورنۍ په مقابل کي دغه سرحد ته رسيدلۍ وو. محمد داود خان او نعیم خان هغه ترک استا دان او ډاکتران چي د زیاته وخته يې په افغانستان کي خدمت کاوه او واقعا افغانانو ور سره مینه لرل او عثماني خلا فت ته يې احترام لاره د افغانستانه وا يستل .

    په دې باب خلیل الله خلیلې د خپلو یاداښتونو په ۱۲۰ص کي داسي لیکې:ترجمه ” د افغانانواو ترکانو ترمینځ رابطه د نادرخان د حکومت تراخیره او د محمد ظاهرشاه د حکومت په د وران کي تردوه درې کالو پوري ادامه لرل. څنگه چي د سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان لا سته قدرت ورغلئ نود ترکانوبازارسوړ، او هغه يې د افغانستانه وا يستل. په وزارت د فاع، وزارت صحت عامه او نورو ساحوکي وترکا نوته  بازار نه وو د هغوی ځاي روسانو ونیوی. “. په د، س توک ۱۸۴صفحه کي بیا خلیلي داسي لیکې: ترجمه” په هرصورت د سردار محمد هاشم خان د صدارت په د وره کي، وروسته د نادرخان ترشهاد ته، په افغانستان کي یوازي د زیاتي پاملرني وړمسلهء په شاهي کورنۍ کي هغه د دو وروڼو شهزاده گانومیدان ته را وتل وه لکه سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خا ن”.

( ۱): درخیل:دا پېښه دامان الله خان د حکومت پروخت سوي وه. د رخیل د پکتیاو لایت د ځدرانو په ولسوالي کي یوه دره ده، چي دامان الله خان د حکومت ضد را وپاڅیدل او د حکومت لخوا وځپل سول ډېر شمېر يې ووژل، پاته ژوندی يې د هیواد شمال ته تبعید کړل.

په کال ۱۳۳۴ هجري کي چي د امریکا درېس جمهورمرستيال نکسن افغانستان ته په رسمي سفرراغئ . نوموړي د افغانستان د شاهي کورنۍ هرڅه ولیدل نويې نه دا چي د دي پاچهې سره مرسته ونه کړل، بلکي تر تگ ورسته يې د ور سره ملگري هیئت د خولې په مرکو کي وویل سول چي په افغانستان کي نوردپر مختگ استعداد نسته. ددې خبري سره هم دا فاسده کورنۍ څه اصلاحات او تغیر په ځان او خپلي پاچهۍ کي رانه وست. او ونه شرمیدل چي د شاهي کورنۍ په هکله یوه امریکا يې لوړپوړې دا سی څه وویل چي د نور پر مختگ استعداد په افغانستان کي نسته . معنی دا چي دیوی جاهلي کورنۍ سلطنت دی او بس.  په۱۳۴۲ش کال کي چي مؤسمي بارانونه ونه سول نوټول بزگري کورنۍ د خوارۍ او لوږي سره لاس او گرېوان سول. خاصتاًغور، باد غیس، او میمنه کي ډېروخلگو خپلي دا ستوگني ميني خوشي کړې. نورو لیري او نژدې ولایتوته وکوچيدل. هرچا خپل واړه او لادونه خرڅول، ډېر د لوږي مړه سول. مگردې ظالمي او خدای ناترسي کورنۍ هیڅ همکاری ورسره ونکړل. په حقیقت التواریخ کي داسي لیکي: ترجمه “د دولت او حکومت ټوله عمله د زوراو زرو د پیداکولو په فکرکي وو. په درباراود ولت کي یوشمېرنالایقو په خپل شتون او کړنو سره هغه فاسد کړئ وو، چي د پیسو د پیداکولو په خاطريې د هیڅ ډول کاره مخ نه اړاوه، چي ددوی شتون ددربارد بد نامی سبب سوو. ” . ص۳۵۵

   ښاغلې داکاډمیسنې کاند ید محمدابراهیم عطائی صاحب: د محمد ظاهر شاه د باچهی په هغه وخت کي چی داکتر عبدالظا هر خان د صد راغظم په حیث ونومول سو، په دې کال بارانونه ونه سووه نو خلگو ویل چي وچکالې راغله. پوهیږی چي ولس په څه غمو مبتلاح سو، یا د مشکلاتو سره لاس او گرېوان سو؟ ودې خبري ته جواب عطائی صاحب هم په خپل اثر “دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه” کي ویلي دي دا سي:”په دغه د وره کي یو خطر ناکه وچکالی پیښه سول چي د پنځوسو زرو، حتی نیم مليون په حدود وکی خلگ د لوږې مړه سول. ص۲۷۳ د سرداري کورنۍ يې په څه، ددوی يې د بلا. بیا هم یوشمېرچي د شاهي کورنۍ سره په خیانتوکي شریک او یا د هغوي او لادونه، اوس لیکي یا خبري کوي، چي هغه څه ښه وختي وې.

   د ولایاتو کلیوالو او کوچیانو خپل مالونه په ډېره ارزانه بیه په خارج، پا کستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او تر کمنستان، کي خرڅ کړل. او حتی د ډېرو لوېدېزو ولایاتو په بازارو کي خلگو لوڼی، ماشوم زامن خرڅ کړل. دغه صحنه ددې کرښو د لیکوال د عیني غمجنو خاطرو سره اړه لري . “ص۲۷۳. زه ددغو جملو لیکونکي هم د ډېرو انجو نو او هلکانو نومونه په یاد لرم چی زموږ په ولسوالۍ کي خلگو رانیول په دوه سوه افغانیو دا هم په یاد لرم چي یوماشومه زموږ یوه کلیوال رانیول، هلته لو سول اوس د او لادو لرونکې ده، هو مور او پلرونه يې ورک سول  هغوی بیا د خپلو او لادو لېدوته نه راغله، حتمي خبره د ه چیري به مړه سوې وي. بیا هم د شکرځا دې چي دا خاینه کورنۍ او پاچا خومولاره که دا نوايې خلگو به څه کولاې ؟ زموږ لیکوالو چي په دې مورد او یابل باب څه لیکلي دي دوی په ښارو کي وه. کیسې يې او رېدلي دي، مگر زه کلیوال بزگر، چوپان، گوران یم هر څه مي پر خپل وجود تیر کړي او هم مي د سر په سترگو لېدلې دي. وايې چي په هغه کال د خارج څخه د ۶؛۷ميلیونه ډالرو په ارزښت خوراکي موا د دمرستي په ډول هیواد ته راغله، موږ کلیوالو خو ولاکه لېدلي وي، او یا چاته به ورکړل سوې وي، هغه به هم دوی خوړلې وي.

   بل ۱۳۴۹هجري کال د جوزاد میاشتي پر څلرمه د ملایانو په نوم مظاهری چي په واقیعیت کي داخوان المسلمین په نوم سازمان رهبري کولې، د پل خشتی د مسجد څخه شروع وروسته دغه تاثیرات ولاېاتوته ورسيدل څو د ظاهر شاه د حکومت پایه يې ښه سوسته کړل. د لته د کورد ننه د عقد وډک د کاکا زوی، د خورميړه چي د صدارت لیري سوي وو، او په فرانسه کي د لوی سفیر په توگه وگمارل سو، سفارت يې قبول نه کړئ، د شاهي کورنۍ مشوره پر دې سول چي دا خپل سلطنت ته ژوند ورکړي . نود  ټولو په خوښه د سردار محمد داود خان پلان ومنل سو. سردار محمد داود خان د خپلي سلطنتي کورنۍ محمدظاهر شاه، سردارمحمد نعیم، سردارولي او نورو په مشوره درو س او د هغوي د نماینده، پرچم سره يې د کودتا پر پلان کار کوې، څو دظاهرشاه په نشتون کي يې د کودتا ترنوم لاندي ظاهرشاه د پاچهې لیري او سردارداؤد خان ځان بریالی اعلان کړی. زه وایم چي اصلاً دا خپل منځي د کورد ننه ددربارد  ټولو غړو په موا فقه د خلگو د غولید ود پاره یوه ډرامه، چي د شکل د مخي کودتا وه، د ټول ولس او جهان د تیرا ستلو د پاره. که مو باور نه راځي، نوراځي ويې لولۍ.

محمدظاهر شاه د افغانستان دورو ستیو  ټولو  بدو پېښو مسؤل دی. که چیري دې عیاش او ظالم پاچا محمدظاهرشاه په اسا سي قانون کي سیاسي فعالیتوو، سیاسي سازمانو او حزبونوته د فعالیت جواز ورکړي وايې، چي داد عصراو زماني غوښتنوته يې ددې هیواد دروازي خلاصي کړي وايې، اخبار، را دیو، تلویزون، کتاب او مطالعي ته اِجازه ورکړل سوي واې، هیڅ ضرورت وپټ سیاسي فعالیتونوته نه پاته کیدئ هرڅه به قانونې لڅ پر مخ تللاي، طبعي وه چي د ځوانانو سیاسي اگاهي زیاتېده، د شخصیتو نو شناخت کید ی، سم او ناسم تشخیص او پیژندنه کیده.

    بل خیانت د محمدظاهرشاه او سرداري نظام داوو، پرځای د دي چي سیاسي فعالیتوته يې اِجازه ورکړې، برعکس ددموکراسي په لس کلونوکي په ټول هیواد کي قومي او ژبني نسبتاً خاموش او هیراختلا فاتوته يې نوی ساورکړل، مثلا دولسي جرگي د جوړید وو،  ولسي جرگي ته د وکیلانو دا نتخاباتوډرامه يې دقومي جلاوالي دبیارا ژوندي کیدو په هدف پکارواچول په ډیر ه خا ئینانه شکل يې په ملتونو او ولسونوکي يې په عوض ددې چي د سیاسي مبارزې لاره خلاصه کړي واې قومي، منطقوي، سمتي، مذهبي اختلا فات راژوندي کړل. پارلمان ته د دو ئ خپل سړي او یاد قومي خانانو ترنفوذ لاندي مجلسونه جوړکړل. دې ناپوه ځان غوښتونکي، د ولسونو سره دښمن پاچا او ور سره کورنۍ يې (په دې يې کورنۍ یا دو م چي دوی هره پرېکړه د خپلي کورنۍ شورأ په غونډه کي فیصله کول ) . ولسونه د حیواناتو په شان په شلم قرن کي ساتلي وه. یعني اصلاترپوست لاندي مکروبونه راجمع سوي وه، پوست پړسید لئ وو

او ل سردار داود خان د خپلي کورنۍ پاړسوب درک کړي، غوښتل يي دا مرض تداوي کړي او د خپلي کورنۍ عمراو ږد کړي . سردار داو د خان پر پړسیدلې ځای پوخ پیا زکيښود، څودڅلورنیمو کلونوپه موده کي پیازهغه ځای نرم کړي، مگر چرک هغسي پاته وو، هغه وو چي د خلقیانو په یوه حرکت پُست سوری او تقربیاد ۲۵۰ کالو جمع کړل سوي او پټ کړل سوي ټول کثافات د باندي راووتل، چي تر اوسه يې څوک  ټولو لاي نسي. هغه همدغه د هیواد نه پر مختگ او د افغان ولس د علمه څخه لیري ساتل وه.

نوټ: – – – ټولې سیاسي لوبې چي زموږ په هیواد کي تر سره سوي دي لږ یا ډیره سمه څیړنه نه ده سوې، ځکه ما ونه سوای کولاې چي د محمد هاشم میوندوال، علي احمد خرم، میراکبرخیبر، سردار محمد داود خان د کورنۍ، د نورمحمد تره کي، حفیظ الله امین او ډاکتر نجیب الله خان د وژنواصلې قاتلین دقیق د یوه شخص په حیث وپیژنم، څو د مجریمینوهویتونه مي يې لڅ کړي وای. هرچا بیله کوم سنده خبري کړي دي، لیکني ډیري سويدي، زه پدې باورلرم او دونه پوهيږم چي ددغو ټولو وژنو اصلي لوبغاړي خارجي لاسونه وه لکه زموږ د هیوا د تاریخ چي يې شا هد دی. پر ټول سرنوشت مو ترهمدا اوسه پر دي حاکم دي .

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.