صديق اله فدايى صيب هم لدى فانى نړۍ څخه وکوچيد

استاد عمر پاڅون

346

زه په سفر کى وم چى د فدايى صيب د مړينى خبر مى د تاند ويپاڼه کى ولوست بى اختياره مى د خولى څخه ووتل ـ قالو ان لله وانا اليه راجعون ـ ډيرخفه شوم خو زړه ته مى پدى تسلى ورکړه چى الله ج فرمايى کل نفس ذايقتله موت ـ مونږ هم ورپسى روان يو ـ

زما او د فدايى  اړيکى له ډيرى مودى څخه روانى وى کله نا کله به يى پر  ما پيښه وکړه ـ په ټيليفون  کى به مو هم ډيرى اوږدى غورى او د زړه خواله کوله ـ

صديق اله فداى څو بعدى شخصيت و  د اسلامى علومو عالم و په مدرسه کى يى ذده کړى کړى وى په مولانا فدايى مشهور و ـ د المان په مونښن ښار کى د افغانانو د اسلامى مرکز جومات امام و ـ د المان په بيلا بيلو ښارونوکى غونډى جوړولى د اسلام تبليغ به يى کولو ، اسلام به يى غيرو مسلمو ته پيژنده ـ

فدايى په سياسى علومو کى پوره  پوهه لره له ـ کله کله به يى تلويزيونو کى سياسى شننى کولى ـ

فدايى صيب په ادب کى هم پوره لاس درلود.  ډير ښه شعر يىويلو ، ادبى ليکنى يى کولى ، ادبى غونډى به يى جوړولى ـ

پيښه داسى وشوه چى يو ځلى فدايى صيب او اما الدين صافى صيب زما ميلمانه شول ـ

د پښتو په ادب او کلتور مو  خبرى کولى چى فدايى يو وړانديز وکړ وى ويل ” راځۍ چى يوه مشاعره د نارنج ګل پنامه په المان کى جوړه  کړو ” ـ ما د دى ليکني ليکوال ورسره د مرستى او ملانړ وعده وکړه ـ زما او د فدايى په مشاعرى خبرى روانى وى چى امام الدين صافى پکى د ټولى مشاعرى مالى لګښت ډاډ راکړ ـ

چى د ليکوال په ملګرتيا ، د صافى په مالى لګښت او د فدايى په هلو ځلو مو د جرمنى په مونښن ښار کى په دولسم د مى 2001 م د نارنج ګل مشاعره وشوه ـ  دسټيچ چارى اغلى  ميرمن سهيلا نظيمى پر مخ بيولى ـ له اروپا له  بيلا بيلو ښارونو څخه ډيرو پښتنو شاعرانو ، فرهنګيانو او فرهنګپالو پکى برخه واحسته ـ  د پښتو پروګرام تکړه ليکوال او خبريال داود  جنبش په بى بى سى کى خپره کړه ـ شاعرانو سره ، فدايى او صافى سره يى  مصاحبى هم وکړى ـ

صافى د مشاعرى مالى لګښت سر بيره يى د مشاعرى ټول اشعار او ليکنى د يو کتابګوټى په بڼه د زرو جلدو په شمير په پيښور کى چاپ کړل چى د ادب او فرهنګ مينه والو  ته يى وړيا وويشل

فدايى د مشاعرو دى لړۍ ته ادامه ورکړه چى څو کاله وروسته يى دوهمه مشاعره يى هم په مونښن کى وکړه چى دى مشاعرۍ ته يى په پراګ کى دازادۍ راډيو دپښتو پروګرام کارکوونکى هم رابللى و ـ

په ټوله کى ويلى شو چى مولانا فدايى داسلامى علومو عالم ، سياستول او يو ښه اديب او شاعر و ـ

مولانا فدايى يو ټولينيز سړى و ـ تل به يى په ورين تندى په مسکا سره  خبرى کولى ـ ماشومانو سره ماشوم ، ځوانانو سره ځوان او سپين ږيرو سره سپين ږيرى وـ

نن فدايى صاحب مونږ سره نشته ـ ځاى به تل لپاره خالى وى ـ

الله تعای”ي ج” دى ورته په جنت فردوس کى ځاى ورکړي

مونږ به ورته تل لپاره دوعا کوو ـ امين

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.