کتاب: ٢٥ اکتوبر

لیکوال: عصمت الله زهیر - شننه او لنډیز: هیله تبسم

484
“ځینې وختونه یو فنکار د یو څه اظهار کول غواړي خو د ټولنې قهر او غضب یې ور تر زړه سي تر خپل تخلیق تېر سي.”
د ترهګري او استخباراتي حکومتونو یوه قاعده دا وي چې راز پاشل د هېچا له خوا په هېڅ صورت نه مني، ځکه چې نه غواړي څوک یې اصلي څهره بربنډه کړي. د دې کار د مهارلو لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه پورته کوي، که څو داسې جرأت وکړي هم؛ نو د سر په بیه یې تمامېږي.
خو ځینې د وطن او قام په نشنلسټي مینه ککړ انسانان را پورته کېږي او باوجود د دومره ګواښونو د یو مکمل ترهګر ریاست څهره په ډېر ماهرانه انداز بربنډوي. ځینې وخت د قام او ولس لپاره باید هر وګړی هغه که ښځه وي یا نر باید رسک واخلي.
هو! دا ناول ”٢٥ اکتوبر“ دی چې د استاد عصمت الله زهیر په تخلیقي ذهن پنځولی دی.
په دې تخلیقي او متفاوت ناول کې د پاکستاني ریاست هغه څهره چې دوی یې تر شا ناست دي او په ادارو کې یې د اخلاقي فساد باوجود ترهګري فساد هم دی، روښانه کړې ده.
د دې ناول د نه خسته کېدلو یو علت دا هم دی چې یوازې په سیاسي بحث نه راچورلي، بلکې په ډېر ماهرانه انداز د مینې، رابطو او دواړو جنسونو په فطري اړیکو هم غږېږي، چې دا د لیکوال د ژورې مطالعې او له ژوند ډېره تجربه موږ ته عیانوي.
ناول کې د پښتنو د سیاسي غوځښتونو خامۍ او مثبت اړخونه د سیاسي بحث او مکالمې له لارې ډېر ښه شاربل شوي دي، په خاص ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ Ptm اصل موخې او اهداف یې په ډېر ښه ډول واضح کړي. که څوک غواړي چې د PTM په تګلارې او موخو ځان پوی کړي نو له همدې ناول به بله ښه مرجع پیدا نه کړي. همدارنګه پر پښتون د تپل شوي افراط او ترهګري نفي کوي، هغه هم داسې چې پښتون قام د شدد نه، بلکې د عدم تشدد د لارې خلک دي، چې ښه بېلګه یې همدا PTM غورځنګ دی.
په ناول کې منطق او استدلال دومره قوي دی چې لوستونکی د ناول تر پایه په لوستلو قانع کوي.
که څه هم په ناول کې کرکټرونه زیات دي؛ خو هېڅ یو کرکټر تر ډېره او بېځایه نه دی پاتې شوی، چې دا هم د یو ښه ناول لیکنې ښه بېلګه ده.
د فیمینزم نظریه هم تر ډېره پکې اغږل شوې ده چې د ښځې محکومیت او نر برلاسي درته داسې بیانوي، او دا وایي چې د نارینه ذهنیت د ښځې په وړاندې صرف دا دی چې ښځه یوازې د جنسي یا سکس آله پاموي. لکه یو ځای چې وایي: “یاسمین د خپل دستکول څخه د کاغذونو بنډل را ویستلو د نزاکت مخ ته یې کېښودلو.
دا مې راروانه ډرامه سیریل دی ته یې یو نظر راته وګوره، بیا به د پروډیسر نخرې وي هسې هم د یوې ښځینه فنکارې او سندرغاړې د کامیابۍ لار د پروډیسر د پلنګ تر څنګ وي.
یاسمین! ته د پروډیسرانو سر ټکوې، زموږ د تعلیمي ادارو ته سر ورښکاره کړه پروفېسران په څه بلا ککڼ دي، دا ځکه خو د خپلو لوڼو او خویندو مفتیاني او موراګاني جوړوي.
بتول د رنګ برش تم کړ یاسمین ته یې وویل:
زما یوه خوندکۍ ده رفعت اشرف په اسلامیاتو کې ماسټري کړې ده،
رفعت راتل ویل د مولانا آزاد سیرت النبي لومړی او دوهم جلدونه د پوهنتون په کتابونو کې وموندلو.
دریم او څلورم جلدونه ته مې زیاته اړتیا درلودله.
د څانګې مشر قاري عبدالمنان دیوبندي راته وویل چې دریم او څلورم جلدونه به سبا ته درکړم، خو ته یو تکلیف وکړه چې خپله به زموږ کورته ورپسې راځې.
رفعت ویل چې مسجد او د قاري صاحب کور سره پوري دي. څنګه چې د قاري صاحب د کور په غولي کې مې پښه کېښوده، کیڼه سترګه مې ورپېدله چې زما لپاره د خطر زنګ وو.
قاري صاحب ډېره په مینه د خپلې مطالعې کوټې ته بوتلمه، لاکن د قاري صاحب د بدني حرکاتو سره مې د هغه په شرارتي تېزو سترګو کې یو نالیدله تلوسه هم احساس کړه د سیرت النبي دریم او څلورم جلدونه یې د مېز څخه راواخیستل، دومره جوخت مې پر څنګ راسره کېناست چې بدن یې زما بدن لمس کړو. زړه مې نور هم په درزا شو بېرته مې ځان په دې دل آسا کړو چې د اسلامیاتو استاد مې دی، جرأت مې وکړو.
استاد! ماشومان دي نه ښکاري.
استاد په یوه ستړې لهجه وویل،
د پلار کورته تللي دي سباته به راشي. استاد برېتونه ښه پاک خریلي وو، د تېزو عطرو د خوشبو يې د رفعت په تنګېدو وه چې استاد د وږي زمري په شان ورباندې ور مات سو او رفعت یې د سترګو په رپ د کوټې په تېښته کامیابه سوه.”
که دغه څو پراګرافونو ته سوچ وکړو نو په ښه اندازه یې قیاسولی شو چې نران ښځې د خپلو شهواتو د سړولو لپاره په هرې ممکنې او ناممکنې لارې د جنس لوږې د اشباع لپاره قربانوي، چې دا خپله یوه فیمنسټي نظریه ده.
د کتاب نوم خپله د کتاب یوه برخه ده چې د پای په څو پاڼو کې پرې رڼا اچول شوې ده او د کتاب په پای کې یې ٢٥م اکتوبر عیان کړی دی.
نور تاسو رابلم ٢٥م اکتوبر ته، ښه او له خونده ډکه مطالعه ولرﺉ.
یادونه
نور به اونۍ دوو کې د یو ښه اثر لنډیز له تاسو شریکوم، آیا تاسو یې لولﺉ؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.