د تاریخ په اوږدو کې که وکتل شي؛ جنګونه تل نرانو راوړي دي او بیه یې ښځه پرې کوي، چې یوه بېلګه یې شیباني دی، چې د خپل ځان د خلاصون لپاره یې مقابل لوري ته خپله خور ورکړه او دی وتښتېده.
انسان چې کله په ارام چاپیریال کې ژوند کوي، ذهن یې تخلیقي ماجراوې زېږوې، خو که چېرې چاپیرال نارام وي؛ طبعاً انسان له پرمختګ او هر څه وروسته پاتې کېږي.
جګړه هغه بدبختي ده چې تل د ګوندونو او ډلو رهبرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره منځته راوړې ده او غمیزه دا ده چې د همدې جګړې بیه وروسته بیا ملتونو پرې کړې ده. په همدې عرصه کې تر ټولو زیات د ټولنې ښځینه طبقه ډېره زیانمنه شوې ده. په تېرو زمانو کې به چې کله ښځه په جګړو کې ونیول شوه، نو دوی ته به د وینځې خطاب کېده او د غنیمت (مال/څیز) په سترګه به ورته کېدل.
زموږ په هېواد کې ښځینه طبقه تر ټولو زیاته ځپل شوې ده، او ثبوت یې له دې په ډاګه کېدای شي، کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې پیل شوې او د قدرت او واک تږو په خپلو منځونو کې لکه د ګور چنجي سره لګیا شول، نو د افغانستان بلخصوص د کابل ولس دروند زیان ولید. په هغه وخت کې به د انسانانو په جامه کې ځینو وحشیانو له ښځینه طبقې سینې/تيان پرې کول او مقابل لوري ته به یې خپل نرتوب او زور د ښځې په ځپلو سره په اثبات رساوه. د اکثر نرانو دا خصلت دی چې خپل نرتوب تل پر ښځه ثابتوي، هغه داسې چې کله یو نارینه له بل سره جنګ وکړي، نو د یو بل مېرمني ښکنځي او په دې سره خپل نرتوب ثابتوي.
جګړو په ټوله کې ملتونو ته بدبختي راوړې ده او د همدې بدبختي تاوان بېرته همدې ملتونو پرې کړی دی.
په جګړو کې تر ټولو زیانمن قشر ښځینه طبقه ده، ځکه که چېرې یې په جګړه کې مېړه مړ شي، نو ښځه په کونډه یادېږي، که چېرې یې زوی مړ شي، په بوره یادېږي. په پخواني هند کې یو بد دود د (ستي) په نامه وو. دا دود داسې و چې کله به د یوې ښځې مېړه شو، نو ښځه به یې په اور ژوندۍ سېځله! دا د انساني تاریخ په اوږدو کې هغه زړه برېښوونکې او بې رحمه ماجرا ده چې قرباني یې ښځه وه.
(یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې) د یوې مظلومې افغانې ښځې د ژوند کیسه چې جګړو، ناوړه رواجونو، تاوتریخوالي او نورو ناوړه مواردو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ ایستله او دې ته یې مجبوره کړه چې په پردي هېواد کې ځان پلورنه وکړي.
دا کیسه د اوکراین له پلازمېنې کییف پیلیږي او جرړې یې تر کابل، پروان او نورو ځایونو رسېږي. په دې کیسه کې د افغانانو خپل منځي جګړې، ناوړه رواجونه، تاوتریخوالی،د یوې ټولنې جنسي فقر او نور ورته موارد راخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ د دې کیسې اصلي موضوع یانې یوه پېغله یا ښځه څنګه او په کوم موارد ځان پلورنې ته اړه کوي.
په پښتو ژبه کې داسې کیسې په ډېره لږه پیمانه او ندرت سره لیکل شوې دي او اکثر لیکوالان د داسې موضوعاتو بیانول ځانته یو چلنج ګڼي او هېڅ زړه نه ښه کوي چې لیکل پرې وکړي؛ مګر ښاغلي بزګر صاحب په داسې یوې مهمې موضوع لیکل کړي دي چې واقعاً د ټولنې لوستي وګړي ضرورت ورته لري.
کیسه له هر اړخه پوره په ډېر هنر لیکل شوې ده چې دا د کیسې لیکوال پوره او ډېرې تجربې ښکارندویي کوي.
په وروستیو کې بیا هم له بزګر صاحب مننه کوم چې داسې موضوع یې د خپل تخلیقي ذهن او ګوتو په مرسته موږ لوستونکو ته راورسوله، کور یې ودان او بچي یې لوی!
ښه مطالعه ولرﺉ.
—-
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.