ادبیات او په ټوله کې هنري پنځونې د انساني تمدن د عروج او ټولنیزې عاطفې د ودې په اره موخه پنځول کېږي. هر هنري ژانر کې بیان شوي موضوعات زموږ د ورځني ژوند له جریان اخیستل شوې پېښې دي چې لیکوال یې په صیقل کولو غواړي انساني ټولنه د ستاینې، غندنې، نقد او هڅونې له لارو د اصلاح، پرمختګ او ارتقا مسیر ته سمه کړي او د عروج په دې مزل کې یې شته نیمګړتیاوې او خنډونه ور په ګوته کړي تر څو منزل مقصود ته په بریالۍ توګه ورسېږي.
د ادبي ژانرونو له ډلې داستان له بشر سره لرغونې تاریخي مخینه او اړیکه لري، ځکه موږ لولو چې لرغونو انسانانو خپل افکار او مذهبي عقاید او متون ډېر د افسانو په چوکاټ کې رالېږدولي دي، همدا شان د کایناتي پدیدو په اړه د لرغوني بشر خیال او واهمې هم افسانوي بڼه غوره کړې ده، نو ثابتېږي چې دغه ژانر د تاریخ په اوږدو کې د بشر د پوهې او معلوماتو د لېږد وسیلې په توګه د تمدن په تدریجي تکامل کې ډېره مرستندویه او موثره ونډه لرلې ده. انسانان په عامه توګه هم له لرغونو شفاهي افسانو نیولې بیا تر معاصرو داستاني ژانرونو ډرامه، کیسه، ناولونو … یا سریالونو سره ډېر نږدې او علاقه مند پاتې شوي دي. علت یې دا دی چې داستاني ژانرونو کې مطالب په ساده او سیده ژبه بیانېږي چې فهم یې دوی ته اسانېږي؛ پېغام او غایه د ابهام په پوښونو کې نه نغاړل کېږي چې دوی ته دې پرې پوهېدنه سخته تمامه شي.
له دې مقدمې مې موخه دا ده چې داستاني ادب د انساني افکارو د بیان هغه موثره وسیله ده چې عوام یې د شعر په شان مینوال دي.
د ارواښاد نصیر احمد احمدي د دویم تلین له را رسېدو سره جوخت د احمدي د یوه ځوان وطندار (سلیمان راحل) لومړی ناول “مارو” چاپ شو. له نیکمرغه د افغان ادبي بهیر یو ګډونوال (حبیب مسافر) دغه ناول پېرلی و او د احمدي صیب د دویم تلین په یادغونډه کې یې په ګډونوالو ووېشه، کور یې ودان.
د مارو ناول له چاپ وړاندې فیسبوک کې د لیکوال ستایونکي پوسټونه مې تر سترګو شوي و، ورتلوسه مې وه؛ خو په ستایونکو لیکنو کې مې د لیکوال د هنر په اړه تخنیکي او شاربلی بحث تر سترګو نه شو چې ولې یې دوی ستایي؟
زموږ په اکثره ادبي نقدونو، مباحثو او لیکنو کې احساساتي ستایونکې/غندونکې ځیرنه ډېره کېږي او لوستونکی یا اورېدونکی د ادبي اثر په ښې ګڼو او نیمګړتیاوو په مستدلل ډول قانع کولی نه شو.البته پام مو وي چې استثنی د هرې مسلې برخه او اصل دی.
مارو ناول ته به د ( سوژې، پېغام، ژبې او کرکټرایزیشن) له مخې کتنه وکړو.
په ناول کې لیکوال د (مارو) نومې جینۍ د ژوند کیسه راخیستې ده چې د انساني قاچاق د ښکاریانو له لوري تښتول کېږي او د جنسي کاروبار په تالاب کار کولو ته یې مجبوروي. سوژه ځکه مهمه او ضروري بللی شو چې پښتو ناول کې د جسم پلورونکي ټولنیز قشر ستونزو ته ډېر انعکاس ورکړل شوی نه دی، تقریبا دا به په لومړنیو تخلیقي هڅو (پښتو ناول ته د جسم فروشۍ موضوعات د ژباړې له لارې ننوتي دي.) کې راځي چې موږ د دې ټولنیز قشر د تراژیدیک ژوند له اصلي حالت خبرېږو، بلخوا پښتو ناول باید نور د عشق و عاشقۍ د ماتې او بریا له کلیشه يي موضوعاتو څخه د ژوند په نورو برخو متمرکز کړو او له دې ژانر څخه د ژوند د هر اړخیزو مسایلو د وړاندې کولو د وسیلې په توګه ګټه واخلو. که پښتانه داستان لیکوال د سیاست، تجارت، فلسفې، سپورت، زراعت …. او نور ژوند سره تړلي موضوعات داستان ته دننه کړي، نو د لوستونکو په فکري روزنه او ژوند ته په تمایل کې به یې مهمه او رغنده ونډه لرلې وي. په پښتو داستاني ادب کې له لویه سره مایوسي زېږونه موډ ګرځېدلی دی چې زیاتره مبتدي لیکوال یي هم پیروي کوي او په دې توګه مو ټولنیز نفسیات له ژونده په شکایت او مایوسۍ اخته شوي دي. په مارو ناول کې یوه مثبته ځانګړنه دا ده چې د کیسې اتلان په خپل ژغورونکي کار کې بریالي کېږي، د جنسي کاروبار په تالاب کې غرقېدونکو ښځو ته نجات ورکوي او هغوی ته د کار او کسب په ښودلو سره دوی په ځان متکي کوي چې ټولنه کې د نارمل انسانانو په توګه ژوند وکړي او ټولنه یې په ځان کې مدغم کړي. دغه ډول کرکټرایزیشن بله دا ښېګڼه لري چې د لوستونکو تر منځ د یوه ټولنیز اتل او رول ماډل په توګه تبارز کوي؛ یا په بله وینا لیکوال موږ ته یوه مثالي ټولنه زېږوي چې هلته انسانان ټولنیزه همدردي او خواخوږي لري او هڅه کوي چې د جرم ريښي وچې او مجرمین په ټولنه کې د نارمل انسانانو په توګه مدغم کړي. تر دې مهاله په زیاتره پښتو داستاني اثارو کې د پېښو محیط ( Environment) کلیوالي دی او ډېر لږ یا بیخي په نشت حساب داستانونه مو د ښاري ژوند او چاپیربال له انعکاس سره تړلي دي؛ په مارو ناول کې بله مثبته نقطه دا ده چې ښاري ژوند ته انعکاس ورکوي او لوستونکي متوجې کوي چې ښاري ټولنه کې هم غیر مهذب انسانان شته؛ په دې توګه په عام ذهنیت چې ښار د بشپړ تمدن لرونکې انساني ټولنه ګڼي، د بطلان کرښه راکاږي.
همدا راز لیکوال د یوه کرایمینولوجسټ په توګه د فاحشه خانې د مشرې په خبرو کې چې د ماشومتوب د سخت ژوند کړاوونو او ټولنیزې بې عدالتۍ مجبوره کړه چې جسم فروشۍ ته مخه کړي او له زړښت وروسته د دغه بانډ د غړې په توګه د اشرافو لوڼې ټارګیټ کړي؛ ټولنه ښه نقد کړې او د مجرم د جرمي شخصیت په وده کې یې د ټولنیزې بې عدالتۍ ونډه ښه واضح کړې ده، لوستونکي ته ورپاموي چې ټولنیزه بې عدالتي محروم انسانان عقده من کوي او دغه عقدې د کسات اخیستلو په تلوسه کې د جرم باعث ګرځي. دا برخه د جرم شناسي د ارواپوهنې یو مهم او مفصل بحث دی.
موږ ته دا هم واضح کوي چې ټولنیز اخلاق له موږ سره کېدونکي چلندونه دي، که له ټولنې عاطفي برخوردونه ونه وینو، نو زموږ د شخصیت په وده کې د عاطفي روزنې خلا شتون لري، په همدې علت عادتا هم بیرته ټولنې ته عاطفه ورکولی نه شو. په ساده ټکو عاطفي والی ټولنیزه تربیه ده که موږ ته رانکړل شوه نو بېرته یې ټولنې ته هم ورکولی نه شو.
د ناول ژبه او د جملو جوړښت:
استاد غضنفر یوه مقاله ” د نه لیکلو هنر ” په نوم لري. هلته موږ ته را زده کوي چې څنګه په نثر کې د بې ضرورته کلمو له کارونې ډډه وکړو او نثر د اصافي اوږدوالي له ضعف وژغورو. په شعر کې ځینې وخت د کلمو تر منځ د یوه توري او یا خپله د کلمې تکرار د موزون والي او خوند سبب ګرځي، د بېلګې په توګه د ارواښاد ډاکټر صابر لاندې بیت ولولئ:
دلته دومره اوبه نشته چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه ـ غرونه واورې، دلته واورې ـ واورې غرونه
په پورتني بیت کې د (غرونه، غرونه او واورې، واورې) کلمو تکرار کې د ( نه، نه، رې، رې، رې، نه) برخې موزونې څپې موسقیت او خوند زېږولی دی.
معاصر نثر چې د سجع له قید ازاد شوی دی، نو د کلمو او په کلمو کې د یوه توري له تکراره پیدا کېدونکی اواز د لوستونکو د خسته ګۍ او لفظي ستړیا سبب ګرځي. د بېلګې په توګه له مارو ناول یوه جمله دلته رالېږدوو چې د کلمو تر منځ د (و) توري تکرار نثر بې خونده کړی او د (ولاړ والي) صفت بې ضرورته کارونې نثر اوږد کړی دی.
د کتاب ۱۵ صفحه کې لیکوال د کیسې په امتداد کې لیکي: ” لار اوږده وه شل دقیقې وروسته د زاړه پله تر څنګ د ولاړو وچو ونو لاندې ولاړې زړې خیمې ته ور وګرځېدو.” په پورتنۍ جمله کې د ونو او خیمې لپاره د ولاړوالي صفت کارونه اضافي او بې ضرورته ده ځکه موږ پوهېږو چې ونه او خیمه ولاړه وي که ونې ولاړې نه وي نو بیا یې ډډ بولو او په دې جمله کې د ( و) توري تکرار یو ډول ذهني خستګي رامنځته کړې ده. یا لکه په ۵۸ صفحه کې دا جملې: ” په لومړي ځل مې وژړل، په لومړي ځل مې توبه وایستله، په لومړي ځل مې چغې ووهلې، په لومړي ځل تسلیم شوم.”
دا جملې په دې ډول هم خپل مفهوم ښه رسولی شي ( په لومړي مې وژړل، چغې مې ووهلې، توبه مې ووېستله او تسلیم شوم) .
همدا شان ځینې وختونه لیکوال دې ته پام کړی نه دی چې خپله غږېږي که کرکټر غږوي، یعنې د کرکټر ژبه او ادبیات یې په ځینو ځایونو کې مصنوعي دي او لیکوال خپلې خبرې د کرکټر له خولې کړې دي، هسې خو ټول داستان د لیکوال خبرې دي، خو د کرکټرایزېشن په تخنیکي بحث کې به دې ته پام کوې چې کرکټر په کومه سویه، الفاظو او څنګه ماحول کې د رول سره سم وغږوې. د کونډې زوی ډرامه کې که مرکزي کرکټر په ښاري ټولنه کې خپله ساده ګي، کلیوالي رنګ او لهجه ونه ساتي او د ښاریانو په ژبه او ادبیاتو وغږېږي، نو ارزښت یې له منځه ځي او د کلیوال وګړي د تمثیل وسپارل شوی رول، سم ادا کولی نه شي. په مارو ناول کې هم لیکوال د ځینو کرکټرونو په غږوونه کې کمزوری ښکاري، د هغوی د خبرو طرز، فهم او ادبیات یې د ژوند له سطحې لوړ ښکاري. د مطلب د لا وضاحت لپاره د کتاب ۱۷ صفحه کې د سوالګرو ماشومانو د مور خبرې رانقلوو:
“غبرګ لاسونه یې ګرېوان ته واچول مخ په قیبله ودرېده.
اې خدایه دا څه اورم؟
اې خدایه په رښتیا سره چې تا زما غږ واورېد.
اې خدایه زه دې دومره بختوره کړم.
خدایه لویه خدایه، ته ډیر مهربان یې.
تا زموږ لپاره دا سړی دلته راولېږل.
مخ یې راباندې را واړول.
ته انسان نه یې.
انسان دومره ښه نشې کیدلای.
انسان موږ دې حالت ته راورسولو.
انسان په موږ د ټګانو ګمان کړی و.
انسان موږه د یوې شیبې لپاره درک نکړو.
انسان به د شپې خپلې د کور دروازې په موږ پسې راوتړلې.
انسان زما خاوند په بدو کړنو له موږ څخه واخیستل.
انسان زما مجبوره وجود کې خپلې جنسې غریزې لیدلې.
انسان په سپک نظر راته وکتل.
انسان وړه ماشومه لور له غيږې راڅخه یوړه او مړی ژوندی یې ور ورک کړ.
نه، نه نه .
نه یې منم.
رښتیا وایم.
ته انسان نه یې.
ته پرښته یې. “
اوس تاسې په خپله ټولنه کې یوه مجبوره نالوستې ښځه تصور کړئ. له ژوند د دې شکایت ذهن ته راولئ او پورته متن ولولئ چې د ښو او بدو انسانانو په اړه پورتنۍ دیدګاه او طرز بیان د یوه ادیب، ټولنپوه او انټراپالوجست دی که د یوې بې سواده مېرمنې ؟
همدا شان کله چې مارو خپلې کارخونې ته راولي او د تېر سرګذشت په اړه یې پوښتي، نو مارو د یوې لوستې مېرمنې په څېر په ټولنه ډېر علمي او فلسفي بحث کوي اګر چې لیکوال یې د تعلیمي بګراونډ په اړه بېخي یادونه کړې نه ده. د کتاب په ۴۶ صفحه کې مارو د تېر ژوند په کیسه کې خپل نجات ورکوونکي شخص ته وایي ” تاسې به نړیوال سازمانونه لوستې وي” بیا په خبرو کې د ( سپانسر او بلک مېل) د تیوریو په اړه وضاحت ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې مارو په نوي پېغلتوب کې تښتول کېږي، نو معلومېږي چې زده کړې یې کړې نه دي او د فاحشه خانې ماحول دومره ازادي دوی ته ورکړې نه ده چې هلته دې دوی له خپلو مراجعینو سره له جنسي غریزې پرته د ژوند په نورو اړخونو هم خبرې وکړي تر څو د دوی د ذهني بلوغ سبب وګرځي یا نوو معلوماتو او اصطلاحاتو ته لاسرسی پیدا کړي
په کیسه کې د سیمه ییزې لهجې مطابق د مفرد فاعل لپاره جمع فعل کارول شوی دی، معیاري املا نه لیکل د متن په پوهېدنه کې ستونزه ایجادوي او لوی زیان یې دا دی چې لیکوال د مشخصې لهجې تر قلمرو پورې منحصر کوي. لکه په ۵ صفحه کې دا متن ” غټه چاغه په عمر پخه ښځه چې تنګې نرۍ جامې یې اغوستې وې، راننوتله، سلام یې واچول.” یا لکه ۹ صفحه کې ” بیا مې ورته وویل: تیلفون لرې ؟ سر یې وښورول.” په ۵۱ صفحه کې وایي ” ملا اذان واخیست” موخه یې اذان کول دي، همداسې په ټول متن کې سیمه ییزه لهجه کارول شوې ده.
په ټوله کې کرکټرونه یې ژوندي دي، جملې یې لنډې، ژبه یې روانه او د ارواښاد احمدي سبک ته نږدې صحنه سازي کوي.
د پېغام له اړخه بېخي عالي ناول دی. ښاغلي سلیمان راحل ته په دې لار کې د بریالي یون هیله لرم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.