امریکا ته ايستل شوې افغان محصلانې د نوي ژوند کېسې کوي

322
9 ساعتونه مخکې

فهيمه سلطاني او د پوهنتون يو شمېر نورې ټولګيوالې ېې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ورځو ورځو هڅو وروسته وتوانېدې چې د کابل هوايي ډګر له لارې امریکا ته ولاړې شي. سلطاني د خپل نوي ژوند کيسه کوي.

فهیمه سلطاني چې اوس د ۲۱ کلونو ده نژدې دوه کاله کيږي چې په امریکا کې ژوند کوي او دا وخت د اريزونا ایالت د تمپي ښار له پوهنتون څخه د فراغت په درشل کې ده.

سلطاني او همزولې ېې هغه افغان نسل دی چې په افغانستان کې د امريکايي قواوو د شل کلن حضور په جریان کې رالوېان شوي. دوی په دغه دوره کې ښوونځيو او پوهنتونونو ته تللي، په مختلفو برخو کې ېې دندې اجرا کړي، خو له نژدې دوه کلونو راهیسې چې طالبانو پر افغانستان بیا واکمن شوي له تعلیم او کار څخه منع او په کور کېنول شوي دي. خو هغه چې بهر ته په تلو بريالۍ شوي یو شمېر ېې په دې توانېدلي چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

سلطاني په افغانستان کې د کرونا وبا پر وخت په بنګله دیش کې د ښځو له پاره آسيايي پوهنتون کې آنلاین زده کړې کولې. هغه د ۶۰ نورو افغان مېرمنو سره د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې امريکا ته ورسېدله.

«له بحران او زیانمنونکو تجربو څخه راوتل»

د اريزونا پوهنتون څخه سوسن ایدګنګتون وايي «دغه مېرمنې له یو بحران او زیانمنونکې تجربې څخه راووتلې، دوی په الوتکه کې سپرې شوې او نه پوهېدې چې چېرته به ځي، بلاخره امریکا ته ورسېدلې.»

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، هغه بي ځایه شوي افغان محصلان چې د امریکايي افغان پوهنتون بورسونه لري، بورسونه ېې ورسره د امریکا په مختلفو برخو کې د مېشتېدا او د پوهنتونونو په کمپس کې د کورونو په پېدا کولو کې مرسته کوي.

په تولسا سیمه کې د پوهنتون یوه پروفیسورې، دانیل مکدونالد، یوه ټولنه جوړه کړې چې افغان محصلانې او ځوانان په کې منظمې غونډې کوي. میرمن مکدونالد وايي چې په دغه ټولنه کې په امريکا کې د هر څه په هکله پوښتنې کېدای شي، لکه کار موندنه، موزیم ته تلل، ورزش کول او داسې نور. هغه وايي: «دا واقعا یوه دوستانه ټولنه ده.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو او د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته په لسونو زره افغانان د تخليې په پروسه کې له افغانستانه ووتل
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو او د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته په لسونو زره افغانان د تخليې په پروسه کې له افغانستانه ووتلانځور: Yonhap/picture alliance

له پوهنتونه تر فراغت وروسته کار او ماسترۍ ته تیاری

اکثرو دغو افغان نجونو او مېرمنو د تېرو دوو کلونو په جرېان کې د امریکا په مختلفو برخو کې پوهنتونو او کالجونو ته لارې پېدا کړې او اوس د فراغت په درشل کې دي او پر خپلو راتلونکو پلانونو کار کوي.

په دې ډله کې يوه هم په کابل کې د امریکايي پوهنتون محصله، ۲۲ کلنه مشعل عزیز ده. هغه په راتلونکو نژدې ورځو کې له پوهنتونه فارغېده چې کابل طالبانو ونیو. مشعل عزيز او درې نورې افغان محصلانې په الوتکه کې د قطر له لارې د امریکا نيوجرسي ته ورسېدې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې د بوستون ایالت یو پوهنتون کې داخله شوې.

مېرمن عزیز په پسرلي کې د بوستون ایالت له نورت ایسترین پوهنتون د اقتصاد او د محاسبې مدیريت له څانګې فارغه شوه او اوس په پام کې لري چې په راتلونکي مني کې په همدغه پوهنتون کې خپله ماستري پيل کړي. دغه بوروسونه په اکلاهما کې واقع د تالسا پوهنتون د طالبانو تر واکمنېدو صرف دوه ورځې وروسته د هغو افغانانو له پاره اعلان کړل چې وروسته به امریکا ته مهاجرت کیږي. دغه پوهنتون په ابتدا کې دوه بورسونه او بیا ېې پنځه نور اعلان کړل چې ځوانو افغانانو ته په نظر کې نیول شوي ول. پنځو نورو افغانانو هم بورسونه ترلاسه کړي چې په راتلونکې مني کې خپل تحصيلات پېل کړي.

د آرشیف انځور - په کابل کې د ښځو لاریون - فهیمه سلطاني وايي د هغو ميلیونونو افغان نجونو په هکله فکر کوي چې په افغانستان کې پاتې دي او له خپلو حقونو محرومې کړل شوي دي
د آرشیف انځور – په کابل کې د ښځو لاریون – فهیمه سلطاني وايي د هغو ميلیونونو افغان نجونو په هکله فکر کوي چې په افغانستان کې پاتې دي او له خپلو حقونو محرومې کړل شوي ديانځور: AFP/Getty Images

په امریکا کې د خپلې خوښې ژوند خو ورسره خفګان

خو له دې ټولو فرصتونو سره سره، سلطاني د خپلې خور په ګډون هغو افغان نجونو له پاره خپه ده چې په افغانستان کې پاتې دي او له تعلیمه محرومه کړل شوي دي. د سلطاني خور په افغانستان کې پوهنتون وېل خو اوس په کور ناسته ده.

سلطاني وايي: «زه کولای شم پوهنتون ته ولاړه شم، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په ميلیونو نجونې ورڅخه راګرځول شوي دي. زه چې کوم فرصتونه لرم، هغوی ېې نلري.» هغه زیاتوي: «زه دلته کولی شم د خپلې خوښې مطابق لباس واغوندم، خو په افغانستان کې اوس په ميلیونونو نجونې دغه فرصت نه لري.»

امریکا ته د تلو په انتظار کې

۲۶ کلنه یاسمین سهرابي بله افغان محصله ده چې اوس په پاکستان کې ده او غواړي امریکا ته د زدکړو له پاره لاړه شي. سهرابي په افغانستان کې امريکايي پوهنتون کې محصله وه. هغه وايي د طالبانو تر واکمنېدو یوه ورځ وروسته خبره شوه چې د امریکا د بولینګ ګرین په کنتاکي پوهنتون کې ېې داخله منظور شوې، خو بريالۍ نشوه چې د کابل هوايي ډګر ته دننه او امریکا ته پرواز وکړي.

سهرابي وايي چې یو کال وروسته په دې وتوانېده چې له خپلې کوچنۍ خور سره چې هغه هم د پوهنتون له خوا منل شوې وه، د پاکستان ويزه ترلاسه او اوس په پاکستان کې دي او هڅه کوي تر څو امریکا ته د تلو لارې چارې پېدا کړي. سهرابي او خور ېې وايي دوی اوس پر هغه څه چې له لاسه ېې ورکړي فکر نه کوي، بلکې په دې فکر کوي چې دوی هم وشي کولی له شلو نورو هغو افغانانو سره يو ځای شي چې راتلونکي مني کې په WKU  کې خپلې زده کړې پيلوي: «دا هغه موضوع ده چې په دې ورځو کې موږ ورباندې فکر کوو.»

دویچه ویله

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.