محبس او قفس -(۱۰۰) کاله سلطنت او (۴۵) کاله جمهوریت

عبدالقیوم

307

مخکي لدې چي پر سردار محمد داود خان اود هغه پر لمړی جمهوریت خبري ولرو دا باید ومنو چي بیا په افغانستان کښي د شاهي نظام را تلل ممکن نه دي، ښه سو چي دا چړکه خو وشکېده. له احمد شا بابا را ورسته دغه ناسوري جګړې چي هر یوه سدوزي او بارکزي وروڼو د خپلي ځان غوښتني په غرض وروڼو، ورېرونو، اکاکا نو دا خوار ملت سره جنګاوه  مګردوی به عیاشی او چړچې کولې. د هیواد د پرمختګ، دولسونو د سوکالۍ په فکر کي دوی نه وه. افغانان باید له سردار محمد داود خان څخه منندویه وي، چي دا سلسله یې ختمه کړه. جمهوریت چي افغانان یې نوی تجریبه کوي، د مقدمې په توګه به یو څو خبري پر وکړو. حتمي نه ده چي زما خبري به ټولي درستي وي، خوبحث له بحثه زېږي څو  خبره(لاره ) پخه او په شریکه مخته لاړ سو.

دواړه په شاهي ارګ کي زېږېدلي د ملت په مال لوی سویدي.

 ۱ – شاهي: ص. نب. د شاه، د پا د شاه، د پاچا اړوند، د ټولواک اړوند، په سلطان پوري تړلي. شاه (واکمن، حاکم، امر کونکی) په یوه استبدادي پاچاهۍ کې پاچا ټولواک او اختیار لري،هېڅ قانون ته تابع نه وي د افغانستان پاچا ځکه ځانته د اعلا حضرت الموتلوګل الله محمد ظاهر شاه نوم خوښ کړی وو. په یوه استبدادي سلطنت کې د زور سرچینه پاچا دی، په صدارتي(مشروط) پاچهي کي پارلمان او حکومت د هیواد د چلولو نمایشي مسوولیت لري.

۲ – جمهوریت: نر. م. د خلګو حکومت د خلګو له خوا پر خلګو باندي، ولسي حکومت، د عامو خلګو حکومت، هغه حکومت ته واي چي خلګ یې خپل مشر په مستقیم یا غیر مستقیم  ډول ټاکي، دغه ریاست محدود او مؤقتي وي او د توارث قابلیت نه لري، د حکومت مشر چي د جمهور رئیس په نامه یا دېږي د خپلو چارو او د ندو مسوول وي، د یموکراتیک جمهوریت (ملي جمهوریت) بلا واسط جمهوریت با واسط جمهوریت.د پورته لیکل سو( شاهي او جمهوریت) پېژند نه پښتو- پښتو تشریحي قاموس دغه شان کړېده.

افغانانو د حکومتدارۍ دغه دواړه شکله (شاهي) په پېړیو او (جمهوري) څو لسېزي تجریبه کړه. شاهي دولت د وخت او زمان سره خپلي مثبتي او مغفي خواي لرلې، البته یو وخت په نړۍ کښي د امپراتوریو اوشاهي نظامونو دور وو.

 جمهوریت چي نسبت شاهي نظامونو ته یوه ځوانه اصطلاح ( نوی شکل د حکومتدارې) دی، دا هم خپلي ښیګني او نواقص دواړه لري. په نومونو کښي یې خبره نه ده، د ښېګونو او بدیو خبره په واک لرونکو کي وه.

 دپاچهۍ (سلطنت)مثبت اړخونه :بلې پاچا محمد ظاهر شاه عیاش وو خو با حوصله سړی وو، د امیر عبدالرحمن،امیر حبیب الله، نادر او هاشم خان په نسبت یې څه نرم چلند کاوه. په اساسي قانون د احزابو او سیاسي فعالیتونو د اجازې  ورکولو(ماده) پاچا ونه مل او امضأ یې نه کړه، بیا هم سیاسیونو خپل فعالیتونه کول، ورځ تر بلي ګوندونه او سیاسي سازمانو غښتلي کیده،  دو خت پارلمان ته یې خپل استازي لېږل، د ولسونو په خاصه ځوانانو له سیاست سره د اشنا کېدو پروسه او د ځوان نسل د را بیدارۍ کار څه نا څه پر مخ روانه وه. آفسوس چي د سردارمحمد داود خان عقدو د سیاسیونو سره بد چلتد کله چي (د دفاع وزېر او بیا صدراعظم وو) سلطنت او محمد ظاهر شاه بد نامه کړي وو.

د شاهي (سلطنت) تاوانونه: په هیواد کي د صنعت او زراعت  وده پڅه، نسبت اړتیا ته و یلای سو، که کلونه(۴۵) کلونه شمار کړل سي کېدای سواي لا اقل( ۹) پنځه کلن پلانونه تطبیق کړه سوي وای، په هیواد کښي د بې کارۍ او لوږي کلک فشار ولسونه سخت زورول،  د صحیح خد ما تو کمزوري ډېره وه( ځکه د مور او ماشوم) د مړیني شمېره ډېره اوچته وه، د معارف ودي ته هغسي توجو نه کېده چي باید سوې وای ، د هنراوکلتور له پیاوړتیا سره مینه اومرسته نه کېده، په کلیو کي د خان او ملک ټینګي (ظالمانه) بادارۍ ولسونه پر پوزي رسولي وه. او ډېر نور څه.

د جمهوریت مثبت اړخونه: سر دار محمد داود خان په شخصي توګه نسبت  محمد ظاهر شاه او تېرو شاهانو ته په نفس  کي پاک او د شخصي شتمنیو د جمعه کولو سړی نه وو. د ده په راتګ سره د ولسونو په منځ کي د ژوند د بهتروالي امیدونه را وغوړېده، ولسونه باوري سول چي میراثي (سلطنت) ختم کړل سو، د رئیس جمهور د کار موده به د ده تر مرګه نه وي، چوکۍ به میراثي نه وي، د سردار محمد داود خان وینا(خطاب به مردوم) ښه استقبال سوه. د هیواد د پرمختګ له پاره پنځه کلن پلان اعلان سو، ولسونه سخت امید واره سول چي هیواد به د نیکمرزغۍ پر لور چټک ګامونه واخلي……..

د جمهوریت د کار منفي اړخونه:  مثبت بدلون وو، دوخت اړتیا وه، خو چي د سردار محمد داود خان تر مشرۍ لاندي نه واي تر سره سوئ، دا ځکه سردارمحمد داود خان د عبدالرحمن خان او هاشم خان غوندي د منورینو سر خت مخالف وو، هیواد یې په غم اخته کړ.سردار محمد داود خان او دده کړني به وروسته په بله لیکنه کي پوره تشریح کړم، ځکه نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ په پاڼه کي یو نوی باب خلاص کړ، یو اوږد سکوت یې مات کړ. ښاغلي سردار محمد داود خان په اقتصادي  لحاظ د هیواد د چټکي ودي سره علاقه لرل، اما تر اندازې زیات مغرورشخص وو. د ولس په منځ کښي یې د محبوبیت اندازه ماته د ولس مشرۍ په وروستي ځل انتخاباتو کي معلومه سول، ځکه د ده وراره،  د سردار محمد نعیم خان زوی د ده په نوم او وراثت د رئیس جمهورۍ له پاره د کاندید په حیث ولس ته دراي اخیستلو له پاره ځان ور مخته کړ، تاسو خبر یاست چي د مجموعي رایو څخه یې1٪ فیصد اشاریا 5 راي را ټولي نه کړې. ښاغلې کاندید اکاډ ميسن محمدابراهیم عطائی په “دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه” کي د سردارمحمد داود د شخصیت پېژندنه داسي کوي او لیکې چي:” داود خان د شخصیت په درو ناروغیو اخته انسان وو.

اول: د” نارسیس “په مرض، یعني ځان ترهرچا لوی په نظر ورتلی.

دوهم : د”ایگوسانتریک “چي ځان یې جامع اکمالات باله یا د علم مرکز.

درېیم :”سکزوید” یا درون گرا چي لس کاله یې ژوند په جلاوالي او مایؤسي کي تېر کړی وو، سخت دعقدو ډک انسان وو”.

سردارمحمد داود خان په هیواد کښي تل سیاسي نهضتونه او سیاسي فکرونه ټکول د مثال په توګه: د دفاع د وزارت پر پر مقام خو د(محصلینو اتحادیه ړنګه او د وېښوځلمیانو نهضت یې مات کړ) د کار او فعالیته یې واچول، تهدید یې کړل او په غیري قانوني توګه یې هغوی په کلونو په زندانونو کښي وساتل، چي په وظیفوي لحاظ د ده صلاحیت نه وو. کله چي رئیس جمهور سو، د وخت صدر اعظمان یې بند یان او ووژل (محمد هاشم میوند وال). په سلګونه ځوان محصلین او نظامي لوړ افسران یې ووژل لکه( نیازی، لوی درستېز(مرستیال) خان محمد خان) او نوریې په زندانو کي واچول، یو شمېر استادان او محصلین یې له وطنه څخه تېښتي ته مجبور کړه. د پرچمیانو سره یې دوستي چي سردار محمد داود خان یې واک ته رسولی وو، هغه دوستي یې په دښمني واړول، د نړیوالو سره یې شریکه ژبه (د پلوماسي) پیدا نه کړه، لکه طوطي کله پر یو ښاخ کله پربل کښېنستۍ. په هیواد کښي یې د جزأ قانون نافذ کړ ټول سیاسي فعالیتونه یې منع کړه.ډېر ځله د سردار محمد داود خان او دهغه د جمهوریت په خلاف به کودتاوي پلان سوې وې، هغه ټولي کودتا ګاني د خلق د دموکراتیک ګوند افسرانو ناکامه کولې، یوازنی سیاسي ګوند چي د داود خان جمهوریت یې تر پاهي غوره باله همدغه د خلق دموکراتیک ګوند وو. …….. ( ځکه یې د سردار محمد داود خان جمهوریت لیکم چي ولس ته پکښي ځای نه وو)

 زموږ یو شمېرهیواد وال چي په سین (عمر) پاخه سوي دي هغوی اوس هم د شاهي نظام (فرد واکه نظام) د مزایانو په اندېښنو کښي ځنګېږي، تاوېږي او نازېږي د شاهي سلطنت نواقص او اشتباهات هیڅ نه مني، د وخت تقاضا او د زمان جبرته یې هیڅ فکر نسته، د جمهوریت له کلمي سره به د دوی مخالفت د دوی د ژوند ترپایه پاته وي، معمولاً دا شمېر خلګ د هغو کورنیو څخه دي چي په مستقیم یا غیري مستقیمه توګه یې په شاهي نظام کي شخصي او کورنۍ ګټي ښې وې. د شاهي نظام  ګټندویه کورنیو سره  یې دوستۍ په کلکو سپڼسو ګنډلي  دي، دوی لکه  د شاهي کورنۍ  غړي پر خپل وخت  دغسي با صلاحیته، بې مسؤلیت، د تامین او تضمین سوي ژوند څښتنان وه. دوی شاهي نظام یوه آرام بیله جنګ او جګړو نظام معرفي کوي.

 هو د شاهي نظامونو په سلسله کي وروستۍ پاچهۍ د( عبدالرحمن خان، حبیب الله خان بیا محمد نادر خان او محمد ظاهر خان) دا اوږدې تاریکي او پر ولس باندي درنې، له قهره ډ کي د محبس د ژوند په شان، لوږي او غوربت اکثریت کورنۍ کښېکښلي له جهاني پر مختګ څخه پردی پر ځای ولاړي په ښکاره آرامي دورې وې. رښتیا نسبت د معاصر تاریخ مخکنیو پاچهیو ته چي وروڼه، پلرونه، کاکا ګان او د کاکا زامن به د قدرت پسرپه جګړو اخته وو.داخبره باید وویل سي  چي دغو آرامو سلطنتو هم  د ولس د ژوند د اسایش له پاره چي(۱۰۰) کاله وخت وو، له دې اوږدې نسبتاً آرامي دورې څخه د هیواد او خلګو په ګټه استفاده ونه کړل.  په خاصه توګه دغو وروستیو (۴۵) کلونو کي کېدای سوای چي(۹) پنځه کلن پلانونه پلي کړل سوي وای،هیواد زرغون او آباد سوی وای، چي پلي یې نه کړه.

 هو څوک به واي چي د سلطنت پلاس کي سرمایه نه وو، زه وایم، شاه(شاهي) نظام نه غوښته، تلاښ یې نه کاوه، دوی د ولسونو د ژوند د سمون ارزو(اراده) نه لرل،که دوی د ولس د ذهن له راوېښېدو څخه  بیره نه لرلای، جهان پراخ او پدې هیواد کښي د هر هیواد علاقه وه چي سرمایداريه ګذاري وکړي.  د دوی د بریالیتوب نښه یوه وه، چي د (۱۰۰) کالو په تېرېدو سره د افغانستان د وکړو په شمیر(نفوس)  کښي یو فیصد زیاتوب ځیني رانه غئ. هغه (۱۲) (۱۳) میلیونه نفوس چي وو، هغه شمېره یې (سل کاله)  ثابته وساتله، هغه یې هم په نس ماړه نه کړه، بېسواده، وږي او لڅ د خپلي پاچهۍ چلولو په خاطر ژوندي ساتل.

خبره پر پا د شاهي(سلطنت) ده، پاچاه (سلطان) د ملت مدعي وی اوهم خپله قاضي وي.نو د ملت هر وګړی باید خپل ځان وساتي. افغانستان یوه اوږده  دوره د سلطنتونو لري، زموږ پاچاهان په یوازي سره د هر څه مالکان وو.د ساري په توګه: د نادرخان تر راتګ مخکي کله چي د سقاو زوی واک ته رسېدئ، یو ځل د دولت خزانه امان الله خان بیا سردار عنایت الله  له ځانه سره یووړه او وروستی ځل  د سقاو په دوره کي چور، چپاول او څه چي پاته وو هغه هم د سقاو زوی له ځانه سره یووړل. محمد نادر خان چي راغی د دولت په خزانه هیڅ ورته پاته نه وو، محمد نادر خان ته یوازي هغه او ولس زره پنځه سوه ( ۱۷۵۰۰) سترلینګ پونډه چي ده ته انګرېزانو وکړي وو پاته وه،  هغه د انګرېزانو سره د ده  د ګوډاګي توب په قرینه کي ورحسابېدلې خوده حوصله کوله.ص ۲۲۵

نوټ: په تاریخونو کښي لیکل سويدي، کله چي امان الله غوښتل هیواد پرېږدي په دغه وخت کي یې په بکسونو کښي طلاي سکې ځای پر ځای کولې چي عبدالهادي داوي کوټې ته ورننوت، عبدالهادي خان داوي چي د پاچا دا حال ولید کینایه امیزه یې ورته وویل” پاچا! څنګه چي بې حسابه درته را وړل سوي وې، هغسي بې حسابه یې وړه”.

تاریخ لیکونکی (برتولت برشت) وایي:” که نن یو لیکوال وغواړي چي له دروغو او جهالت سره منګولي ولګوي نو له پخو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، دغه ډول لیکوال ته د حقیقت د لیکلنې له پاره مېړانه په کار ده ځکه حقیقت هر چيرته وژل کېږي، د حقیقت د بیا پېژندنې(ژوندي) کولو له پاره هوښیاري ورته اړینه ده ځکه پر حقیقت هر چيرته خاوري اړوي، دا هنر ور لره په کار دی چي دغه حقیت ته  د هغو کسانو د موندلو ټاکنه وکړي چي دغه وسله د هغوی په لاس ګټوره او کاري واقع شي”. نو که ته د تور تم په وړاندي د سبا لاره پرانیزې څه آسانه او بې خطره کار نه دی.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.